Skip to main content

Change, Revolution Or Evolution Explained In Pashto. Pashto Explainer Of Evolution

Change, Revolution Or Evolution Explained In Pashto. Pashto Explainer Of Evolution. By Adv Humayun Kaasai. Pashto New Blog


بدلون

وايي ته د بدلون مخالف يې.

د بدلون دوې لارې دي، يوه ته اېوولوشن يعنې ورو ورو بدلون ويل کېږي. بل ته انقلاب يعنې يو دم بدلون راوستل.

ټولنيز سائنس د انساني تاريخ په اوږدو کشې د بدلون دغه دوې لارې مالومې کړي دي.

د انقلابونو حال خو موږ له وختونو په وطن کشې وينو. ځکه چې کوم بدلون يو دم راوستل کېږي، نو هتمن به زور ورسره مل وي، بې له زوره انقلابي بدلون امکان نه لري.

او د زور تاوانونه هوم موږ له پېړيو په خپل وطن کشې وينو.

ځکه زما په نظر موږ د بل انقلاب تاب نه شو راوړلى، خداى مه کړه وطن له منځه پکشې تللى شي.

ځکه زه تل د اېوولوشن همايتي پاته شوى يم. په اېوولوشن کشې بدلون سوکه سوکه راځي، خو تاوانونه يې کم وي او ګټه زياته.

البته اېوولوشن له لارې د بدلون رفتار هوم د تبليغاتو له لارې د زور پر ځاى د ټولنيز او پوليټيکل سائنس د هنرونو په کارولو سره تر يو حده تېزېدلى شي.

نو زه د بدلون مخالف نه يم، د زور له لارې د بدلون مخالف يم.

او د انساني ټولنې د انډيجينس ويزډم يعنې د يوې ټولنې د خپلو تجرباتو په رڼا کشې د تاريخ په اوږدو کشې زده کړي پوهې څخه ګټه اخستل او ټولنه مخ په وړاندې وړل اړين ګڼم. 

جمود ته زه د مرګ په سترګه ګورم چې ګوا جمود د ټولنې مرګ دى. ځکه خو ولاړې اوبه بوى کوي، چې د جمود ښکار وي او نه بيا د چښلو وړ وي او نه د لمبېدلو.

اوبه چې روانې وي نو ژوند امکان پکشې لري.

دغسې انساني ټولنه چې پرمختګ کوي، نو ژوند امکان پکشې پېدا کوي.

زموږ ستونځه دا ده چې نه مو خپله ټولنه لوستې ده، نه مو خپل د ټولنې نفسيات لوستي دي. نه مو د هغه نفسياتو په رڼا کشې څه سائنسي پروګرام ورته جوړ کړى. چې زموږ ټولنه کومو کومو بدلونونو ته اړتیا لري.

د هغه بدلونونو له پاره سائنسي او منظمه تګلاره مو نه ده ټاکلې.

دا ټول لاملونه دي چې زموږ د ټولنې د بدلون خپلولو رفتار ډېر سوکه دى، دومره سوکه چې د انسان د جمود ګمان ورباندې کېږي.

بلکې که دا وو وايو چې ټولنه د جمود ښکار ده، ځکه چې دا کوم ژوند موږ تېروو دا ته ژوند نه شي ويل کېدلى.

زموږ ټولنه نن په دوو انتهاوو کشې وېشل شوې ده.

ځينې نه خداى مني او نه مزهب او ځنيې بيا له ځانه د خداى نائبين جوړ کړي دي.

په أخرت کشې د خداى د کولو فېصلې دوى په دنيا کشې پخپله کوي. که دا وو وايم، چې له ځانه يې خدايان جوړ کړي دي، نو غلط به نه يم.

يوه انتها او شدت بله انتها او شدت زېږوي. دا انساني فطرت دى.


ځکه خو تر ټولو بهترينه لاره ميانه روي ده، کوم ته چې په مزهبي ژبه کشې صرات مستقیم ويل کېږي.

مزهبي فسلفه هوم دا ده چې پر صراط مستقیم دي دغه ژوند تېر کړى، يعنې په انتهاوو او شدتونو کشې نه و غولېدلې. نو به پل صراط درته آسانه شي.

په مزهب کشې پخپله د بدلون ستاينه شوې ده، او د دې له پاره يې د قياص او اجتهاد لارې خپلې کړي دي.


انتها پسندانو د بدلون دغه لارې پر انسانانو بندي کړي دي. دغسې د مزهب مخالفينو هوم اکثرو نه مزهب لوستى وي او نه يې خبره د دليل او منطق په رڼا کشې وي.


موږ دغه انتهاوو تباه او برباد کړو. چې نن د بقاﺀ سوال را پېښ دى.


او آخري خبره دا چې دغه رجعت او مترقيت هوم کانټېکسڅول شيان دي.

ځکه چې مترقي مارسسټانو ته تر کميونزم ډېر بهتره ماډل يعنې وېلفېر رياست نه ښکاري. چېرته چې اولسواکي او شخصي آزادي هوم شته، سرمايه داري هوم شته، او ورسره ورسره د ټول ملت له پاره، تعلیم، او صحت هوم مفت دي.

د کور د جوړولو له پاره رياست ارزانه قرضه هوم ورکوي او د روزګار زمينې هوم ورته برابروي.


په کلاسيکل کميونزم کشې، هر څه د رياست يعنې د پولټ بيورو په اختيار کشې وي، چې د ډکټېټرشپ يو شکل دى. او په اکثره ملکونو کشې دا ډکټېټرشپ کرپت وي، او بله خرابي يې دا چې دغه پولټ بيورو اکاؤنټېبليټي او له احتساب څخه بالاتره وي.


د نزدې وخت خبره ده. چې د چين يوې لوبغاړي انجلۍ د پولټ بيرو پر يوه رکن د سېکچول هېراسمنټ يعنې جنسي تېري تور و لګولو.

نو پولټ بيرو پر ځاى د دې چې هغه کس ته يې سزا ورکړې وايي، دوى راولاړ شو، هغه لوبغاړي زنانه يې بند ته واچوله.


دغه کار تېره ورځ د ټاليبانو امارت په کابل کشې و کړى. او د خپل ټاليب په مقابل کشې هغه زنانه بند ته واچوله.


دا پولټ بيورو او امارت دواړه د مورل او فائننشل کرپشن فورمز دي، دواړه بدترينه ډکټېټرشپ دي، او له اکاؤنټېبليټي يعنې احتصاب او جوابدهي څخه بالاتره دي.

بله خوا پر بل کلنټن باندې مونيکا ليوينسکي تور و لګولو، بل کلنټن ملت ته دراوغ وو ويل او انکاري شو، بيا چې دى دراوجن ثابته شو، نو پخپله يې استيفا ورکړه، ځکه چې ملت ورته ويل چې درواغجن کس زموږ د مشري حق نه لري.

هغه بله ورځ د فينلېنډ وزيراعظم چې زنانه ده، نو د پارټۍ کولو ويډيو يې راغله، دغه زنانه دا ته اړ وتله چې خپل ټېسټ و کړي چې نشئ توکې يې نه دي کارولي. دا د اولسواکۍ کمال دى.

ځکه چې په اولسواکي کشې اول اصول اکاؤنټېبليټي وي، او چې په کوم ملک کشې اولسواکي څومره پياوړې وي، هلته هغومره احتصابي عمل مضبوطه وي. او واکداران اولس ته جوابده وي.


زه ځکه وايم چې څوارلس سوه کاله زړې ټولنې نقل کول که رجعت دى، نو درې سوه کاله زوړ علم مقدس او تر تنقید بالاتره ګڼل هوم رجعت دى.


نوټ :

ستونځه دا ده که لنډ ليک و کړې خبره نه پکشې رانغښتل کېږي او نور په درځنونو سوالونه و زېږوي.

او که اوږد ليک کوې او خبره پکشې را نغاړې يعنې ټول کانټېکسټ بيانوې، نو ملت دومره وخت او اراده نه لري چې اوږدې ليکنې و لولي.



Change, Revolution Or Evolution Explained In Pashto. Evolution In Pashto. Pashto Blog about Evolution. Pashto Blog about Revolution. Pashto Pedia Info Blogs

Pashto Explainer Of Evolution. 

By Adv Humayun Kaasai. Pashto New Blog Social Change. 

Social Change In Pashto. Pashto Sociology, Sociology In Pashto. Change In Pashto.

Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso