Skip to main content

Juma Khan Sufi About Pashto, Pashtuns And Afghanistan. Fareeb E Na Tamam

Juma Khan Sufi About Pashto, Pashtuns And Afghanistan In His Book Fareeb E Natamam. Darmsal Ki Khattay. Juma Khan Sufi Book


زيات شمېر پښتانۀ ولې داسې دي ؟

Pukhtan Wali Dase Di? Juma Khan

 د هر قوم  يوه ژبه وي، يو رنګ سائيکلالوجي ئې وي، يو شان روحيه ئې وي او يو قسم کړۀ وړۀ ئې وي ۔ اګر کۀ د بد قسمتۍ نه پښتانۀ پۀ قبيلو ويشلي دي، ژبه ئې تقريباً يوه ده، خو نور هر څۀ ئې سره بيل بيل دي ۔ تر دې چې د مرغو،بوټو،سبزيو،موسمونو،زراعتي، مسلکي،اوودانيزواوزارووغيره نومونه  او  رسم و رواجونه ئې سره جدا جدا دي ۔ طبعي طورلکه د نورو ژبو لهجې ئې جدا جدا دي، مګربده دا ده چې ليکدود(املا) ئې يو نۀ دے 


 تر دې چې خپل ځان پښتون پۀ څو قسمه اورنګه  تلفظ او ليکل کيږي ۔ هيڅ شے ئې سټينډرد نۀ دے ۔ خو يوه خبره پکې مشترکه ده ۔ پۀ خولۀ ژبه باندې ټول مئين دي ۔ خو عملاً چې پکې څوک پښتو کې پۀ شعر و شاعرۍ، ليکلو او لوستلو باندې بوخت دي،داستثنا سره سره اکثرزيات شمير ئې  متعصب اوتنګ نطره دي 


  ددې دپاره کۀ اليکرانيکې او سوشل ميډيا ته ځير شې يا د کليو کې جوړ ادبي او شعري ټولنو ته فکر وکړي نو معمولاً د کرکې او نفرت نه ډکې وي۔ د تعقل او منطق سره به ئې ورانه وي، پۀ کومه خبره چې ولاړ وي،کۀ هغه ډيره دروغ او بې منطقه هم وي، هغه ورته د کاڼي کرښه لګي او نور ټول ورته  بې عقل او نا پوهه ښکاري ۔  بلکۀ کۀ دوئ کې څوک ندرتاً د عقل او منطق خاوند وي نو هغه کۀ ډير وتلے او منطقي هم وي، هغه ورته پردے او بل مالوميږې ۔ خبرې بۀ ورپسې کوي ۔دغه وجه ده چې پۀ ژبه کې جاذبه نۀ پيدا کوي بلکۀ تمبول کوي 


څۀ وخت چې امريکايان او نور د ايساف  ISAFپۀ نوم افغانستان ته راغلل نو خارجيان به پۀ ښارونو، کليو او خصوصاً کابل کې آزاد ګرځيدل او د ژبيو زده کړو کتابونه بۀ ئې اغستل ۔ ما عبدالحۍ حبيبي پۀ نوم کتاب فروشي کې د دکان مالک احمد نه پوښتنه وکړه چې دغه خارجيان دکومې ژبې زده کړې کتابونه پۀ پيسو رانيسي ۔ هغه ووې چې لس کتابونه ددري ژبې زده کړي رانيسي اوپۀ ګرانه  يو يا دوه دپښتو ژبې زده کړې به خرڅ شي  ۔ زمونږ د ژبې عالمان مشکل تراش دي، مشکل کشا نۀ دي 


 پښتانۀ تل ګيله منددي ، بهانيګردي او د خپلو ناکردو پړه به پۀ بل اچوي ، دنر ګسيئت ښکار دي ۔ نور ټول قومونه ورته سپک ښکاري ۔ بلکۀ کۀ تاريخ ته ځير شې نو د فارسيي ژبې پخواني شاعرانو لکه رودکي، عنصري او فردوسي افغان او فغان پۀ يوه معنا استعمال کړيدي او تاريخ فرشته کې محمد قاسم فرشته ليکي چې ددوئ ملک ته کوهستان مۀ وايئ بلکۀ هلته افغان،شور او غوغا ده اوځکه ورته افغانستان وايئ ۔


 محمد قاسم فرشته دمغل باچايانوجهانګيراوبياد شاه جهان پۀ وخت ليکل کړيدي، تاريخ فرشته ئې ليکلے دے۔ دغه کتاب د مخزن افغاني نه دوه کاله مخکې چاپ شوے دے۔ دغه وخت د احمد شاه دوطن لااتا پتا نۀ وه 


 شلمه پيړۍ کې دا مرض پکې سياستوالو او سياسي پۀ اصطلاح قوم پرستو اودهغوئ کابلي انډيوالانو هم اچولےاونورهم تشديد  کړے دے ۔ کار به پخپله خراب کړي او پړه به پۀ بل واچوي 


 دې سره مې يوه خبره بله پۀ ياد شوه ۔ ۱۹۸۲ کې چې مونږه کابل کې د باچا خان پۀ زما ژوند او جدوجهد نومې کتاب باندې دترتيب، تدوين او ليکلوکار خلاص کړ او لاد کتاب مسوده چاپه خانې ته نۀ ؤ تللې،نو بابا شله وۀ چې زۀ د کتاب پۀ ديباچه کې ليکل غواړم چې د افغانستان نوم اصلاً ايرانيانو ايښودے دے، نو ځکه بايد دغه نوم دې بدل کړے شي او پۀ ځائ ئې پښتونخوا يا پښتونستان نوم کښېودل شي 


 بابا خو تاريخدان نۀ وۀ خو پۀ دغه ورځو کې به ورله صديق الله ريشتين صاحب ډير راتللو نو شايد هغۀ دغه کار ته لمسولے وۀ ۔ مونږ څو ورځې اړم ول چې بابا ددغسې نامطلوبه کار نه منع کړو۔ پۀ آخر کې قانع شو او کتاب مطبعې ته لاړ ۔



Juma Khan Sufi About Pashto, Pashtuns And Afghanistan In His Book Fareeb E Natamam. Darmsal Ki Khattay. Juma Khan Sufi Book. Pukhtana Wali Dase Di. Book Summery In Pashto. Pashto Books

Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso