Skip to main content

Pathan Nay Pathan Ko Penta Lagaya. Shoaib Akhtar about Pak Afghan Match.

Pathan Nay Pathan Ko Penta Lagaya. Shoaib Akhtar about Pak Afghan Match. 7 Sept Asia Cup 2022

#_پټان_نے_پټان_کو_پهينټا_لګايا


شعېب اختر چې پۀ خپل يوټيوب دوه ميلينه فالوورز لري - د هغه د خلې نه پۀ دغه چېنل دا خبره انتهائي بې مناسبه بلکه قابل مذمت ده - هغه ته پۀ مېچ کښې د دواړو طرفه نور دوستانه ماحول ښکاره نۀ شۀ - خو صرف ئې دغه يوه خبره راواخسته او د پښتون د سپکاوي رنګ ئې ورله ورکړۀ - پۀ داسې اعصاب شکن ميچونو کښې د لوبغاړو له طرفه داسې جذباتي جملې وئيلے کيږي - دا څۀ نوې خبره نۀ ده - هربجن سنګھ يو ځل پۀ شعېب اختر چکې اووهلې - نو يو پښتون لوبغاړې دا نۀ وو وئيلي - چې پنجابی نے پنجابی کو پھينټا لګايا - 


څو څو ځله پۀ ټاک شوز کښې وريندر سېواګ دے بې عزته کړے دے - خو چرته ئې هم چورلټ جواب نۀ دے ورکړے - د هغې وجه دا ده - چې انډيا يو لوئے مارکيټ دے - هلته دے کمنټري کوي - او نورو پروګرامونو له ځي - خو د تباه افغانستان نه هغه ته هېڅ مالي فائده نشته - نو چې څۀ ئې پۀ خله راځي هغه وائي - خو پۀ دې کښې ټول ګناه زمونږ د پولې دواړو طرف ته د پښتنو دے - کوم حال چې پۀ سوشل ميډيا روان دے - او څومره بې عزتۍ چې دوي د يو بل کوي - نو پۀ خپله به پکښې هر سړے خپل روز وړۀ کوي - 


د افغانستان له پاره پۀ داسې حالاتو کښې لوبه‌ قدرې کول هم ډېر د لوئے فخر خبره ده - پۀ دومره نوي او ناتجربه کاره ټيم ئې ډېره ښۀ مقابله وکړه - او مېچ ئې تقريباً ګټلے هم وۀ خو پۀ قسمت کښې ئې نۀ وۀ - پۀ دې ورله هم خوشالي پکار ده - د افغانستان پښتنو له هم پکار دي چې خپلو لوبغاړو ته د بدو ردو وئيلو پۀ ځائے د هغو حوصله افزائي وکړي - او د پاکستان پښتنو له هم د زغم نه کار اخستل دي - د يو تن د جذباتو له وجې ټول پښتانۀ بې عزته کول ځان سپکول دي - لوبې ته د لوبې پۀ نظر کتل پکار دي - کۀ زمونږ دا روئې وي نو لازمي به پکښې هر سړے خپل کار او قار اوباسي - 


ډاکټر دیدار يوسفزے



Pathan Nay Pathan Ko Penta Lagaya. Shoaib Akhtar about Pak Afghan Match. 7 Sept Asia Cup 2022. Pashto Blogs, Pashto Cricket Blogs, Pashto Sports Blogs, Naseem Shah From Mayar Dir Lower. Bio Data


Comments

  1. Have ever seen NZ supporters attacking Australians or Australians attacking English? So shaib didn't say anything wrong he is 100 PC rt

    ReplyDelete

Post a Comment

Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.