Who Are Technocrats? Technocrats Explained In Pashto. Pashto Pedia
تکنوکراتان څوک دي؟
تکنوکراتان هغه ډله خلک دي چې په دې باور دي چې حکومتونه باید له احساساتو، انګېرنو، عقایدو لېرې د طبیعت له نظام سره سم په ساینسي او تخينکي طرز العملونو ولاړ وي.
یو حکومت او اداره یوازې تخنیکي او مسلکي کسان په پښتو درولای شي، ځکه تکنوګراتان د یوې ادارې کارونه ټول لکه میخانیکي او کمپیوټري سیستم سره سم فعالوي او نتایج یې هم لکه د یوې فابریکې د توليد په شان پرته له غلطۍ او غلا څخه غواړي.
د دا ډول سيستمونو او ادارو عیارول د خلکو او ټولنې په ګټه دي او ډېر ژر په هېواد کې پرمختګ رامنځته کوي، خو ستونزه یې دا ده چې احساساتو ته په کې ارزښت نه ورکول کېږي، د حکومت ادارې او غړي باید د روباټانو په شان داسې کار وکړي او څوک چې کار نه کوي او یا یې نشي کولای هغه باید له ادارې واېستل شي.
خو د اړتیا پر وخت یې ولسونه د ادارې او سیستمونو د جوړولو لپاره حاکموي او ارزښت ورته ورکوي. لکه د شلمې پېړۍ په پيل کې د امریکا په متحده ایالتونو کې، د 1980 کلونو پر مهال پر شوروي کې، د 1990 کلونو کې یې ایټالیا له اقتصادي بحران څخه وژغورله.
همدا شان د چين په کمونیستي نظام کې یې واکمني ترلاسه کړه چې اوس یې پایلې کتلای شو.
په اروپايي ټولنه کې هم تر خپلې کچې حاکمه ډله ده، له همدې امله د ډېرو اروپايي ټولنو د اوسېدونکو اخلاق او کړه وړه د تکنوکراتو تر اغیزې لاندې دي. د بېلګې په ډول. په بلجيم کې د ولونیا د سيمې خلک ډېر ميناک، ساعتیري او عاطفي دي ولې برعکس د فلندر د سيمې خلک یې وچ مزاجه، پرکاره، وخت او اصولو ته ژمن خلک دي.
په افغانستان کې هم زموږ ولسمشر محمد اشرف غني هم یو تکنوکرات و، ولې د افغانستان د فرهنګي، ټولنیز او د سيمې په جګړه کې د ښکېدو له امله یې ونشو کولای چې د حکومت بشپړ واک تکنوکراتاتو ته په لاس ورکړي، مجبور وو چې ډېر فرهنګي، سمتي، قومي او د مجاهدينو فشارونه ومني او له هغو سره سازش وکړي.
ایا تاسې هم یو تکنوکرات یاست؟
Sajawandai ©️
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.