Why People Resist And Revolt Against Tyranny? Pashto Explainer
By Sanaullah Somoon.
ولې ولسي مقاومت او بغاوت را ولاړېږي؟!!"
زموږ په ټولنو کې اعتراض او تاوتریخوالی د ځینو وجوهاتو او لاملونو له امله کېږي. یو دا چې د انساني طبیعت خاصه دا ده چې هېڅ وخت ظلم، تشدد، زبېښاک(استثمار) نه مني، پدغه لاره کې که هر څومره د خطر سره مواجه کېږي او یا یې حتا د ځان لمنځه تللو خطر هم موجود وي؛ مګر بیا هم مقاومت او بغاوت کوي.
دویم دلیل دا دی: زموږ ټولنه له اوږده تاریخه په امتیاز لرونکو او نه امتیاز لرونکو ویشل شوې ده.
واکمن او د امتیاز څښتنان ځان تر قانون لوړ بولي او فکر کوي ګنې قانون یوازې د ښکته عامو وګړو لپاره دی.
همدغه امتیاز څښتنان په "ضد زرې" موټرو کې ګرځي، د زرهاوو ډالرو کورتۍ، واسکټونه او بوټان اغوندي، ساعتونه ساعتونه ورته عمومي سړکونه او لارې بندې وي، عصري او ګران بیه هوټلونو کې ډوډۍ خوري، په اوړي کې اروپایي یخو ممالکو ته سیل او سیاحت لپاره ځي او ژمي کې ګرمو؛ همدارنګه بچي یې په هارورډ، اکسفورډ... پوهنتونونو کې عصري زده کړې کوي، درجن درجن باډي ګارډان ګرځوي....نور در واخلئ!!
بل اړخ ته نه امتیاز لرونکي او عام خلک دي. دا بېچارګان په فقر، غربت او مفلسۍ کې ژوند کوي، په میاشتو میاشتو ورک وي دیاړۍ او مزدورۍ پسې، زاړه کالي اغوندي، د ناچیزې وظیفې لپاره سپارشونه، او واسطې کوي، عصري زده کړو څخه محروم وي، د خپلو ماشومانو د ښونځیو مصارف نشي پورته کولی او بچي یې بې تعلیمه لوی شي.
عامه طبقه پورته حالت کې د احساس په کمترۍ اخته کېږي، واکمنو ته یې زړه له عقدې ډکېږي او بلاخره اعتراض او تاوتریخوالي ته لاس اچوي.
کله چې عوام خپل حق په زور غواړي او له زبېښاکه ځان ژغوري همدا واکمنه طبقه یې بیا وهي، ټکوي او شکنجه کوي یې؛ ځکه نو بیا دغه اعتراضونه/تاوتریخوالی شدت اخلي او بلاخره د واکمنو پر راپرځولو منتیج کېږي...!!"
Sanaullah Samoon Sep 01,2022
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.