Da Amir Karor Kitab. Ameer Karorh Pashto Poetry Book In PDF.
"د امیرکروړ کتاب"
ـ
دا ګروپ/پېج د پښتو ژبې او ادب د ودې او معلوماتو په غرض جوړ شوے دے ـ ځکه زۀ غواړم چې ځینې ملګري دې نه خبر کړو چې...
"امیرکروړ د "پټه خزانه" کتاب (مؤلف: محمد هوتک بن داود [۱۰۴۲ هجري چاپ]) له رویه د پښتو ژبې وړومبے شاعر یادیږي ـ د دۀ ژوند هم دغه کتاب کښې د ۱۳۹ هجري خوا او شا یادولے شي ـ او یو فخریه کلام (ویاړنه) د دۀ د نوم سره منسوبولے شي چې وړومبۍ مصرعه ئې ده:
^ زۀ یم زمرے پر دې نړۍ له ما اتل نسته
(داسې تر اخره بیان شوے دے)
د پټې خزانې کتاب په تائید او رد کښې بلها لیکونه/مقالې/کتابونه لیکلے شوې دي ـ څوک ورسره اتفاق لرې او څوک ئې صحت/وجود ته د شک په نظر ګوري، دغه جدا بحث دے ـ خو د دې ګروپ ملګري دې خبر وي، چې د امیرکروړ د دغه یو نظم نه علاوه نور کلام/کتاب وغېره، د تاریخ په پاڼو کښې تر دې دمه مخې ته نۀ دے راغلے ـ"
دا مختصر لیکل مې د هغه ملګرو د پاره وکړل، چې د امیرکروړ کتاب غواړي ـ او بیا د پښتو ژبې او ادب زده کوونکي پورې خنداګانې کوي ـ ځکه د امیرکروړ کتاب په لاس نۀ دے راغلے ـ او د پټې خزانې کتاب له روایته د پښتو وړومبے شاعر دے ـ
نور په صحیح/متفقه توګه د پښتو وړومبے معلوم صاحب دیوان شاعر د روښاني تحریک ستر غړے ارزاني خویشکي دے ـ
/
عدنان خیالي
۹ اکتوبر ۲۰۲۲
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.