Sharab Gul, Sharab Gul, A Well Known Comedian From Swat. Parwesh Shaheen
"شرب ګل"
لیک: محمد پرویش شاہین
شرب گل، څوک چى د سوات د دواړو شاهانو د وختو په يکى سر پوره سنيما وه، فلم و ډرامه وه، ميلس و، لطيفه وه، سندره وه، ټپه وه، ښادى وه، ځلا وه، ښکلا وه او تڼا وه.
دا دسوات د فتح پور او مدين شاهى ټوقى چى په شرب ګل مشهور درنګ او ډول ډال نه ښاپيرى د تورى قراقولى څښتن او يو مشهور ميلسى او ټوقى و چى هر چا ورته په درنه سترګه کتل او لالا به ي ورته ويلو. اواز بدلول، زر زر په ژړا کيدل او پهدژړا کى د فڼى نه شړپ ويستل، اوگدی غاړى ويل، محلى ټبى، سندرى، قيصى او چار بيتى، پشاړى ټوقى او لطيفى د لالا اسره بسره وه.
لالا به په خپله باجا وهله. يودبل دوکړى مار اودباجا ماردبه ورسره هم و، خو د ميلس رڼا پهبتلى او دليونى جوړه وه. دليونى سرهذبهذي سمى نخرى کولى او هغه به کنځل کول. ليونى به ي په پچو کړو او کوناټو له به ي ډول ډي را وتللو. ډول ډين لکه د منداڼو د لاسکى هومره پيڼه او يو سټه ګنګړى ي ر کى په ميښونو کلک کړى وو چى ده له به ي کوناټو له رادوبغا و هغى به يو غټ شڼ وکړو.
شرب ګل به د سوات شاهانو له دړخانانو او افسرانو سى ډى هم کوله له دغه سوبه بهدترى افسران او خانان ډير ويردل. پيسى او ډالۍ به يور له ډيرى ور کولى.
نه يم پوهه چى د سوات د مشر باچا نظر په ده کله او څنګه پريوتلو خو اخر دا چى شاهى ميلسونو د باندينى راغلو. ميلمنو په ګنه ګوڼو کى به دسلامۍ او ميلس د پاره حاظر و.
باچا صاحب مياں ګل عبدالودود ته به ي لطيفى او سندرى ويلى. کلى والو خلقو به په بيه ښادينو له بو ولو. د رياست نه بهر به هم خانانو غوښتلو.
واي چى يو پيره د سوات د باچا په محل کى څه ګڼه ګوره وه. شرب ګل سره د ملګرو ورکى هم وو. شاهى طعام چى خوړلى شو نو باچا صيب چى ليونى په خوراکه وليد نو ورته اووى" کمدى دى وخوړى". ليونى خو د چا د کچ او غټ پروادار خو وو نه، وى هله باچا صيب ليونى شو ورژو ته کمودى واي.
بله د جنګ عظيم په ورزو کى د ملکونو په جنګ کىد ملګرتيا بحث کيدلو چى شرب ګل ور کى راخلاصه کړه او وى، " که د دير او سوات خپل منځ ى جنګ و نخت نو شرب ګل به ور کى غير جانب دار وى."
واي چى تاڼه کى د خانانو لويه ښادى وه چى د لرى لرى نه ورته ميلمانه رابللى شوى وو. دغه وختو دوه نور ټوقيان هم ښه نوموړى ټوقيان وو. هغه هم دى ښادۍ ته را بللى شوى وو. دوه ټوقيان او يو شرب ګل لالا ميدان ته شول په ټپو کى د يو بل د راغرځولو هسى کولے خو تر ډيره وخته پورى څوک را ګوذار نه شو. چى دى کى شرب ګل چغه کړه.
"يه قر بان،
د شرب ګل او ګل نه ښځه لاړه"
او بيا غلى شه خيراتى گل ګډ شو. وى ښه ده ستا په هغه ښځه چى پخپله دى په ځان بوتلو.
خلق د لالا په دى پړانه او چوپتيا حيران او دلګير شول چى دى کى شرب ګل ميدان کى منډه کړه. باجاي څو څو واره د خيټى وتمبوله او چغه ي کړه.
"او قربان،
"وس خيراتى به ور له خپله ور کوينه"
په خيراتى سړى اوبه واغوختى. د کوړن نه و لاړ شو او ميدان يبريښدو خلقو لاسونه و پړقول او لالا ته ي شاباشى ور کړو.
لالا يو ورز د سوات د ورستى باچا ميجر جنرل جهان زيب خان سره ناست و. د يورپ د دورى نه راغلى خلق سلام له او په خير له ورغلى وو. د سوات باچا د جرمنى د ملک په خبرو کى اوويل،
"يره زمونږ د چار باغ دا خلق مسافرو ته او تجارت کولو ته ډير کلک دى. هر ځاى کى وى"
خپل اى ډى سى امير نواب ته ي مخ راواړه ولو.
" امير نوابه خيال دى دى هغه جرمنى کى چى مونږ ته هغى چار باغى د ډو ډۍ بلنه را کړى وه د بلا بچى جوړى هر ځاى دى."
دى کى شرب ګل غاړه تازه کړه "يه صيبه ته جرمنى ژاړى زه بيګا تازه د دوزخه راغلى يم هغه ترى هم ډک دے"
زمونږ کلى منګلور ته د پرو فيسر شاه دوران خان واده له راوستى و. هغه ورزو کى بجلۍ او لال ټينونه نه وو د ليتکى غټى غټى لمبى به لګولى شوے. زه هم د ملګرو سره د ملاکانانو حجرى ته لاړم. لالا ميدان کى شو چى دى کى حجرى غولى کى بنجو د سانګو جوړ سپر چى هلکان ورته ختلى و.، رار تاو شو. "هۍ مړ شوم، هلۍ خپه مى ماته ده"
د زبير ګو او چغو زوږ جوړ دے. دى کى لالا د باجى نه کوړنج او ويسته. وى "خپه لاسونه به بيا روغ شى، خو وۍ ګورۍ پچى ي نه وى کړى"
بله پيرهغہ بلى حجرى ته راغلى و. په سور کى وو. وے دمرګ نه زه او ليونى بچ شوى يو. مينګورى ته مو څه د غوزانو دانى او د مستو کټوه وړله چى سرو خټانو په قضا ګټ کى راباندى د ټانګى باڼس مات شو او مونږ سرى کونى لاندى د سين غاړى ته لړه شو. ليونى سر وهى، سينه ډبوى، او چغى او باسى. زه ورته رو غوندى اويم، " چى طلاقه ډيرى جلۍ مه وهه. خو زم طلاقى په يوه ثنا لکه د تو تکر لګيا دى. خلقه غرق شوم. مازغه مى را وتى. زه به څه کوم غرق شوم، تباه شوم. خلق راوچليد. زه د لاسو نيولى پورته کولم. وى څنګه ښه یے؟ وے "سر ته او مازغو ته نه ګورۍ زم طلاقه".ما ورتہ وے، "دا مازغه نه دى د مستو کټوۍ راباندى ماته شوى ده" ته دى طلاقی ته وګوره، وى هله زمونږ ماسته. زما په سر څټلو ي شورو وکړه.
( نو پاتى خو لا ډير دى ځه بيا به شى يا به ي زما په کتاب کى ولولئ).
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.