Skip to main content

World Political Economy. What Is International Political Economy.

World Political Economy. What Is International Political Economy.

By Adv Humayun Kaasai

نړيواله پوليټکل اکانومي يعنې سياسي معيشت


سعودي عرب د اوپېک پلس مشر دى. دوى پرېکړه کړې چې د تېلو بيعه به را ټيټېدو ته نه پرېږدي. ځکه به د ورځې دوه مليونه بېرله د تېلو پېداوار کموي.

امريکا غبرګون ښکاره کړى چې دا لوبه به سعودي عرب ته ډېره ګرانه پرېوځي.

په تېره سړه جهګړه کشې عرب ملکونو د امریکا په وېنا د تېلو پېداوار دومره زيات کړى وو، چې په نتیجه کشې د تېلو بيعه په نړيوال مارکېټ کشې دومره را و لوېدله چې څومره خرچه ورباندې را روانه وه هغموه يې بيعه وه. يعنې نه ګټه او نه تاوان.


په دا تېره کرونا کشې خو دغه ملکونو تېل په تاوان خرڅول يعنې، څومره چې خرچه ورباندې راغلې وه تر هغه هوم په ټيټه بيعه.

دغه ملکونه اوس هغه تاوان پوره کوي او د يوکراين او روسیې له جنګه ګټه اخلي، او بيعه کم از کم تر اتيا ډالره پوره ساتل غواړي.

چونکې په نړيوال مارکېټ کشې کاروباري مندي ورځ تر بلې پر زېاتېدو ده. نو د تېلو ډيمانډ هغومره پر کمېدو دى. کوم چې د تېلو بيعه را ټيټېدو لامل دى.

ځکه دوى د تېلو پېداوار کموي، چې د ډيمانډ او سپلايي تر منځ توازن پاته شي او د تېلو بيعه تر اتيا ډالره پورته پاته شي.

په امریکا کشې کاروباري مندي او ګراني د مخنيوي له پاره امریکا پر ډالر باندې د سود شرح زياته کړې ده. کوم چې لامل جوړ شوى دى، چې د نړۍ ډېرې کرنسيانې د ډالر په مقابل کشې خپل ارزښت له لاسه ورکوي.

هغه که يورو ده او که پونډ. او که د هندوستان روپۍ او دغسې د نورو ملکونو کرنسيانې. دا ملکونه که په ډالر، پونډ او يورو کشې د تېلو خريد کوي، نو دوى ته تېل نور هوم ګران پرېوځي. يوه خوا د اوپېک پلس له خوا د تېلو بيعه له لمخه څخه پورت ساتل او بله خوا د ډالر په مقابل کشې د دغه ملکونو د کرنسي ارزښت کمېدل د دغه ملکونو له پاره ګراني څو چنده کړې ده.

په نتیجه کشې د يورپ په بېلو بېلو ملکونو کشې د يورپين يونين پر زد او د نېټو پر زد احتجاجونه د دغه ګراني او کاروباري مندي له لامله پېل شوي دي.

دغه احتجاجونو پر دغه ملکونو او امریکا فشار زيات کړى دى. ځکه امریکا دا ګڼي چې د تېلو بيعه لوړه ساتل د دغه ملکونو خپل معاشي مفادات دي، خو ورسره ورسره دوى اين ډائرېکټ له روسیې سره مرسته روانه کړې ده. 

ځکه چې د تېلو د لوړې بيعې ګټه په دا سخت وخت کشې روسیې ته رسېږي. چې د پېسو حاجت ورته زيات دى.

د چين او روس دا ګمان وو چې روسیه به په هفته دوو کشې يوکراين و نيسي او جنګ به ډېر نه شي اوږد.

خو اته مياشتې پس اوس په جنګ کشې روس په دفاعي پوزیشن ته راغلى دى.

امریکا بله خوا د نورو جديده وسلو ژمنه له يوکراين سره کړې ده، خو بله خوا يورپ تر لمخه لږ غلى شوى دى. او د تازه پوځي امداد اعلان يې نه دى کړى.

دا جنګ چې اوږد شوى دى پر چين او هندوستان يې هوم ډېر بد اغېز کړى دى. د دوى د درآمداتو لويه برخه تېل او ګېس دي. او د روان جنګ له لامله د دغه شيانو بيعه ډېره پورته ده.

ځکه د دوى د درآمداتو خرچه زياته شوې ده. بله خوا د نړيوال کاروباري مندي په نتیجه کشې د دوى برآمدات ډېر را ټيټ شوي دي.


کوم چې د دوى د زر متبادله پر زاخائرو ډېر بد اثر اچولى دى. او د دوى کرنسيانې د ډالر په مقابل کشې مسلسل تر فشار لاندې راغلي دي.


دغه لامل دى چې د شنګهايي اتحاد په ناسته کشې چين په پټه او هند په ښکاره روسیې ته وو ويل چې دا وخت د جنګ نه دى، لهزا دا جنګ ژر تر ژره ختم کړى.

روسیې په ځواب کشې ورته وو ويل چې دا جنګ اوس موږ ختمول غواړو خو يوکراين اوس دا جنګ نه دروي.


روس د جنګ د ختمولو له پاره هغه سيمې په ځان ګډې کړې، کومو سيمو چې له يوکراين څخه بغاوت کړى وو، او آزادي يې اعلان کړې وه. ځکه چې هلته روسيان په شمېر تر يوکراينيانو زيات دي.

روس د اېټمي وسلې ګواښ هوم ځکه ورکړى چې يوکراين او غرب تر فشار لاندې راشي او دا سيمې د روسیې برخه و بلي او غلي شي. او جنګ ختم شي.


بله خوا امریکا دا جنګ اوږدول غواړي، او يوکراين دومره تاوانونه وړي، چې اوس غلى کېدل به يې پخپله د مرګ په معنا وي.

نو يوکراين به جنګ کوي او د امریکا وسله او امداد به ورسره مل وي.


د عربو تېلو په تېره سړه جهګړه کشې د امریکا په ګټلو او د روسیې په بائللو کشې تر ټولو مهم کردار ادا کړى وو. خو دا ځل د روس دا جنګ دومره اوږدې مودې پورې غځولو کشې هوم د عربو کردار دى.


که عربو د تېلو بيعه ټيټه کړه نو روس به د جنګ جوګه نه شي پاته او که بيعه پورته و ساتل شوه، نو به روس تر هغو جنګېږي چې پېسې ورسره وي. او د جنګ اوږدېدل پر يورپ او چين او هندوستان تر ټولو زيات منفي اثرات اچولي دي.


اوس به ګورو چې مخته څه کېږي، امریکا سعودي عرب ته د دغه بغاوت څه سزا ورکوي. هپ سعودي کشې بغاوت راپورته کوي او که بله کومه سزا ورکوي.

د سعودي عرب ټوله وسله امريکايي ده، او په يمن کشې هوتيان تيار ناست دي که د چا له خوا اشاره ورته و شوه او لا مرسته ورسره و شوه، نو سعودي عرب به له سخت جنګ سره مخامخ شي.


Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso