Skip to main content

Pashto Novel Writers. History Of Novel Writing In Pashto.

 Pashto Novel Writers. History Of Novel Writing In Pashto. Latif Yad

په پښتو ژبه کې ناول لیکنه کله پیل شوه ؟ 

---------------------------------------------------

یاد

لکه چې تاسو آغلو او ښاغلو ته به معلومه وي چې دناول لیکلو اصلي ځای اروپا ( یورپ ) دی او وروسته چې کوم مشهور ناول لیکل شوی دی نو هغه د (ډان کی خوت) په نامه سره یادیږي چې د ډن کیشوت( DonQuixote ) په بڼه هم لیکل کیږي او لیکوال یې هسپانوي میګویل

دی سراو انتیس ( Miguel de Cervantes Saavedra ) و. و ددې ناول لومړنۍ برخه په ۱۶۰۵ زیږدیز/میلادي کال او دویمه برخه یې په کال ۱۶۱۵ زیږدیز/میلادي کال کې په هسپانوي ژبې خپره شوه .

تر دغې مو دې وروسته په فرانسې ، جرمني ، انګلینډ ، ناروي او روسیه کې هم ناولونه ولیکل شول چې ځيني یې دنړیوال شهرت نه برخمن شول .

تردې وروسته په کراره کراره ناول نورو ژبو ته هم لاره پیدا کړه .

په اوسني وخت کې لیکوالانو دژوندانه پر ټولو اړخونو ناولونه لیکلي دي چې ددغو ناولونوځینې ډولونه دادي :۱- اصلاحي ناولونه ۲- عشقي او دمینې ناولونه ۳- پولیسي ناولونه ۴- تاریخي ناولونه ۵- ټولنیز ناولونه ۶- ډرامه یې ناولونه او ځیني نورناولونه .

په پښتو ژبه کې چې کوم ناول لومړي ځل له اردونه پښتو ته ژباړل شوی دی هغه د ډپټی نذیر احمد ( مراة العروس ) دی چې ميا حسيب ګل په ١٨٧٦زیږدیز /میلادي کال کې له اردونه پښتو ژبې ته ژباړلی دی او په ١٩٥٧زیږدیز کال کې چاپ شوی دی .

تر( مراة العروس) وروسته ميا محمد يوسف کاکاخېل د ډپټي نذيراحمد يو بل ناول (توبة النصوح ) له اردو ژبې نه پښتو ته وژباړه او په ١٩٠٥زیږدیز /میلادي کا ل کې چاپ شو.

بیا قاضي عبدالرحمن او پادري لي مهر د(سیر السالکین) په نامه یو ناول په پښتو ژبې وژباړه.

دناولونو دژباړو او ترجمو چې ورتیرشو نو لومړنی لیکوال چې په پښتو کې دناول لیکلو ویاړ ورپه برخه شو هغه ارواښاد استاد سیدراحت زاخیلی دی چې د( ماه رخ )) ناول یې په ۱۹۱۲ زیږدیز/میلادي کال کې ولیکه او دا په پښتو ژبه کې لومړنی ناول ګڼل کیږي .

ورپسې تر ۲۷ کلونوځنډ وروسته په افغانستان کې نورمحمد تره کي د(بې تربیې زوی) په نامه یو ناول ولیکه چې په ۱۹۳۹ زیږدیز/میلادي کال کې دکابل په مجلې کې چاپ شو. نورمحمد تره کي تر هغه وروسته نورپښتو ناولونه هم لیکلي دي چې په هغو کې څړه ، دبنګ مسا پري ، سپین ، سنګسار ، موچي او دغوایی لاندی نومونه اخیستلی شو چې ټول یې چاپ شوي دي .

بیا ورپسې په پښتونخوا کې صاحبزاده محمد ادریس د( پیغلې ) په نامه ناول او ډاکټر عبدالله جان اسیر ( ددرس عبرت ) په نامه ناولونه ولیکل.

په افغانستان کې ښاغلي غلام غوث خیبري د ( ابدالي توره )او د( اورلمبې ) ناولونه ولیکل چې دابدالي توره ناول یې په ۱۹۵۶ زیږدیز/میلادي کال کې په کابل کې چا پ شو.

سربیره پردې په پښتونخوا او جنوبي بښتونخوا کې دیو شمیر نورو ناول لیکونکو نومونه هم اخیستلی شو چې په هغو کې داشرف درانی ( زرکې سترګې )، دحمزه بابا ( نوې څپې )، درشید علي دهقان ( دسرو تعویذ) ،دمحمد ابراهیم شبنم ناولونه (خواښې اینګور ) او ( چرسي )، دمیا سیدرسول رساد (مفرور، شمۍ ، مامونۍ ، خودکشي او میخانه) په نامه ناولونه ، دساٸين کمال خان شيرانى ژباړل شوی  ناول (سپیڅلی )،دشیرزمان طایزي (ګل خان ، امانت ، رحمان کورونه ، غونډۍ او واده ونه شو) ناولونه .همداراراز دحبیب افغاني د( ښاپیرۍ ، مینه او قرض ، ناوې او غشي ) پښتو ناولونه ، دبنو دغازي سیال ناولونه (بنزی ، منګری )، دسوات درحیم شاه ناولونه( راج ګڼه ، بي بي مبارکه او سکندر اعظم)، دسوات دپاینده خان (د دشت لوط مسافراو بهګوان ناولونه )،دښاغلي شیرزاده خدوخیل ناول ( غازیان)، دسلما شاهین ناول (که رڼا شوه )، دسعدالدین شپون (شین ټاغی ). دطاهر اپریدي ( کاڼو کې رګونه )، دارواښاد عقاب خټک ( لوی بوټان) ، دعبدالباري جهاني ( قوماندان) ، داسیر منګل (ترله) ، د عبدالبصیر زخمي ( وړه بي بی)، دپرویز شیخ ( توده بکره ) ، دساغر اپریدي (نوی کهول) ، دبشیر دودیال ( دمینې ډالۍ )، دمیا مکمل شاه (ژوندۍ مینه) ، دمصطفی جهاد ( دتخت غمی) ، دډاکټر عبدالخالق ( داخو مینه نه وه)،دمحمد ظریف خان (مزل او منزل ) ،دمصطفی سالک( پاتې شه باران دی )، دمحمد اعظم د ملازو ( شاهین)، دخیر الحکیم حکیمزي ( دسیند په غاړه تږی)، ددلسوز خټک (ګل خوبانه دې یم )، دشیر احمد شیر ( نوی ژوند ) ،د نصيب الله سيماب ناول  (طالبه خداى که به ملا شې) دتاج سعید خټک ( کډه په سر او پیټی پر شا ) ، دډاکټر لیاقت تابان ناول ( دسینګار هټۍ ) ،دمجاور احمد زیار ( مینه دزړه په وینه )، دکبرا مظهري ( سپوږمۍ ) ، دصفیه حلیم ( زبیښاک)،دوږمه سبا عامر ( جنت کوټ ) ، دعلم ګل سحر (مینه او جګړه) ، درحیم الله بشارت پولیسي ناول ( دشنو ګټو قاضي ) دمحمد انور وفا سمندر ناول( په کور یو لیونی ) ،دعبدالهادي حیران د( چڼي ) په نامه ناول ، د ایمل امیدي ناولونه ( که زه درسره نه وم ، جرم او جزا) ، دسلطان باش خیل اپریدي ناول ( کر ) دارواښادپروفیسر رازمحمد راز ناولونه (عاشو لمر او باران اوري)،(کابل ړنګ دي مینې ژاړي ) او ( سنۍ درخته انځریزه وه ) دنصیر احمد احمدي ناولونه ( اغزن سیم ، پټا ن ، اخ وطنه ، بړبوکۍ ،خونکار، جوجو،بوډا ، دلیوانو پلونه ، بغدادی پیر، نېکه،رڼا او زرو ) د ( لور ) ناول دقاضي منظور مو سی خیل لیکنه ، دډاکټر محب الله زغم ناولونه ( ځانمرګی ، دولسمشر فرمان او ځوروونکی) ، دمحمداجان یارناولونه ( هوسۍ ، څانګه او(داژوند او څیرې) او دلیلي دښته )، دعارفه عمر بشیرلورناولونه ( ماتې سیپۍ ، دواده پر سبا ، او ستومانه تیښته ) ، درحمت الله رحمت ناول ( امید) .دامین ګودرد (څلرویشت ) په نامه ناول ، دایازالله ترکزي ( جونګړه )، دافضل شوق ناول (پروني مخونه )دعبدالقادر مجرم ناولونه ( لویه لارده څوک به راشي، ټولنه لیونۍ ده،  ، زړونه کاږي، بختیالۍ ) دآرش ننګیال ناو ل ( ولس ما وژلي و )ودعبدالجلیل ممتازناول ( تور منیجر) ، دښاغلي فاروق سرور ناول(کوتې ) ،دسمیع الدین سعید افغاني ناول ( شین خالۍ ) دډاکټر عبدالهادي حماس ناول (تقدیر ) دحاجي محمد رزمي ناول ( داتلانو هوسونه)، د( اکرم اوسارا ) پښتو ناول داحمد جان نوزادي لیکنه ،(وروستی ارمان ) دښاغلی رفیع الله روشن ناول.دآغلې طوبی نداساپۍ ناول (په سترګو کې لیکل شوې افسانه ) د ( اوربلکۍ ) ناول دښاغلي محمد آصف عمر لیکنه، د( زرګون )او ( داووورونوخورکه داختر غوا ) په نامه ناولونه دمشکور الرحمن حمیدي لیکنه ، دبي بي سیده عارف ناول (شپه له نیمې اوښتې )، دآغلې حسینه ګل دوه ناولونه (ملکه او ( وختونه )،د ډاکټر محب وزیر ناول "او کاروان روان شو ".د ناظر صادق( وچه لښته ).د ډاکټر لیاقت تابان  ناول (د سینګار هټۍ)،دښاغلي بارکوال میاخیل ناول  “ښامار” اودده  دوه نور ژباړل شوي ناولونه  “دود” او “شین سترګې” ،د تاج خټکې ناول .په جنوبي پښتونخوا کې عبدالعلي غورغښتي په 1979 کې د" اوښکې," په نوم , ناول ليکلی اوس چاپ شوی دی. ،همداراز  پائيدين ګران اڅکزي د " ناټک " په نوم ناول په 1997 کې ليکلی او دکوټې پښتو اکېډمۍ چاپ کړی دی، امين مسرو د" کافره " په نوم ناول ليکلی دی ، اغلي شفا کاکړي د " د څڅېدلي اوښکې " په نوم ناول ليکلی دی


همدارازیوشمیر ناولونه له نوروژبونه پښتو ته ژباړل شوي دي چې په هغو کې( ا نسان او دیوتا )د نسیم حجازی له شهکارو ناولونو نه دی چی ښاغلي محمد زبیر شفیقی پښتو ته ژباړلی دی

همداراز دایف سکاټ فیټز جیرالډ ناول ( یوازې شوې ) چې ښاغلي طارق نجیب پښتو ژبې ته ژباړلی دی.

د( زه ګنهګاره نه یم ) ناول چې لیکوال یې عمیرا احمد دی او ښاغلي طارق نجیب پښتو ته ژباړلی دی.دعبدالقدیم پتیال له خوا د(زرپاڼّه )ژباړل شوی ناول چې لیکوال یې محمد حجازي دی، ( دشاه جهان وګړپال ژباړل شوی ناول "فردوس يا بله نشته" چې د ناول ليکوال السداوي دى. اغلې صفیه حلیم هم ځیني ناولونه پښتو ته ژباړلي دي چې به هغوکې د(غمجن نسل ) ،( غرور او تعصب) ، ( دنیا ) ، ( ربیکا ) . دسردار ولي څرک ژباړل شوی ناول ( وروستی دیدن ) چې لیکوال یې انور احسن صدیقي د ی، دلطیف شا ه شاهد ناول (جنګزاد) . 

(دهند پر نیمه وچه دافغانانو حکومت )چې یو تاریخي ناول دی او ښاغلي قریب الرحمن سعید پښتو ته ژباړلی دی .(ویستلې توره)  ناول دښاغلي ذبیح الله التمش لیکنه  پښتو ژباړه یې دښاغلي ذبیح الله عطایي ،د ( ایمان پلورونکي ) په نامه ناول  دښاغلي عنایت الله لیکنه. د( یوبل بت ماتوونکي ) ناول دعنایت الله التمش لیکنه ،    دښاغلي ډاکټر خالق زیار ( مات څانکونه ) چې دده له خوا پښتو ته ژباړل شوی دی او لیکوال یې جبران خلیل دی. دصالح محمد صالح له خوا ژباړل شوی ناول ( زه بدلمنې نه یم! )دښاغلي مبارک شاه داودزي ژباړل شوي ناولونه ( زه دچا لورنه یمه اودځوانۍ په ځنګل کې ). دښاغلي اسدالله جلالزي ژباړل شوی ناول( لومړنۍ مینه ) چې دروسي لیکوال ایوان تورګنیف لیکنه ده . په همدې ډول د( جاسوسه) په نامه ناول چې لیکوال یې پاولو کویلو دی او خالد نجیم پښتو ته ژباړلی دی ، (د وندرلیوان ) چې لیکوال یې واحدالله امان دی او علم ګل سحر پښتوته ژباړلی دی. ..

داو په پښتو ژبه دلیکل شوو او ژباړل شوو ناولونو او ددوی دلیکوالو نومونه چې ما راټول کړي دي.

Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso