Skip to main content

Utmankhail Aw Da Melma Nang. Pashto Info Blog About Otmankhail.

Utmankhail Aw Da Melma Nang. Pashto Info Blog About Otmankhail.


اتمانخېل او د مېلمه ننګ.-


تېمور شاه چې د احمد شاه بابا ځوئي وو پينځه ځل ئې د هند په لور په کال 1774. 79.80.85. 88 کښې ئې  لښکرې لېږلې وې خو ځنې خوېونه او کمزورې داسې وې چې د احمد شاه ښوځښت پشا تلل هم دده د وخت نه پېل شو او په آخر کښې دده ځوئي شاه شجاع د سيهکانو او پيرنګيانو سره دڅوکې لپاره په لاس ېو کولو هرڅه اوبائلل.

په کال 1779 کښې د تېمور شاه خلاف په کورنۍ کښې د مرګ ېوه هڅه اوشوه مقصد ئې د تېمور په ځائې د احمد شاه بابا شپږم ځوئي ،سکندر شاه، په تخت کېنول وو. پدې کار کښې د ډېرو اميرانو ترڅنګ ،فېض الله خان، د مېا عمر بابا ځوئي ،صاحبزاده محمدي،او ملک ارسلا خان مومند، لاس لرلو . تېمور شاه د پېښور په بالاحصار کښې دېره وو د پنچاپ په لور ئې د لښکرو تابېا کوله فېض الله خان ته د اپريدو او شينوارو نه ده نوي پوځي ډلې جوړولو کار سپارل شوې وو خو هغه په چل بالا حصار ته د لښکر سره ننوتو چې په ظاهره نوې دسته پېش کول ئې مقصد وو خو په پټه ئې تېمور شاه د منځه وړل غوښتل. پوځ چې قلا ته ننوتو تېمور شاه چې ېو دم دومره خلک اوليدل نو پوهه شو چې لوبه بدل ده شاهي پوځ په میدان کښې آرام کولو دې د قلا دويم چهت ته په منډه اوختو او خپل پوځ ته ئې د جګړې غږ اوکړو . شاهي پوځ زر په جګړه شو حالت ئې قابو کړه فېض الله خان سره د ځوئي اونيول شو او د تېمور شاه په حکم سمدستي اووژل شو. صاحبزاده محمدي ته د پلار او کورنۍ د لوړې روحاني مرتبې په وجه څه اونه وائل شو بل مهم سړې ملک ارسلا خان مومند په تېښته کښې برېالې شو او د مومندو په غرونو د اتمانخېلو سیمې ته ئې د پناه هڅه اوکړه. کله چې ملک ارسلا خان د اتمانخېلو اول کلي ته اورسېدو نو د کلي مشرانو پېژاندو چې د باچا د ېرې راتښتېدلې. مشرانو ورته په منت اووئيل چې تا خپل کلي ته نه شو پرېښودې ځکه چې که ته رالې نو بېا ته زمونږ مېلمه شوې او د پښتون ولې د آئين لاندې ستا ساتنه په مونږ پرض کيږي مهرباني اوکه مونږ د تېمور شاه سره مه په لانجه کوه .  ملک ارسلا خان د مشرانو سره په خبرو وو خو بل لوري خپلو خلکو ته پټه اشاره کړې وه چې کډه مې په بله لار کلي ته ننباسې هغې د ارسلا خان کډه کلي ته په بله لار ننه باسله . چې د کلي مشران د ارسلا خان د کډې نه خبر شو نو ېوبل ته ئې اووئيل چې دا سړې خو اوس زمونږ مېلمه شو او اوس خو په مونږ د مېلمه ساتنه لازم ده ټوله قبيله ورله راغله  وائل ته اوس زمونږ مېلمه ئې او ښه ډاډه راسره اوسه. تېمور شاه چې کله د ارسلا خان په نيولو کښې ناکام شو او ددې نه خبر شو چې اتمانخېلو پناه ورکړې نو د زور په ځائې د چل نه  کار واخيست . څه وخت پس ئې په ارسلا خان پسې جرګه اوليږله قرآن کريم ورله ورکړي وو او د قرآن په ېو پانړه ئې هغه ته معافي هم ليکلې وه او خپل شاهي مهر ئې هم پې لږولې وو. ارسلا خان چې کله دا معافي نامه اوليده نو ډاډه شو په تېمور شاه ئې اتبار اوکړو او د اتمانخېلو سره د مشورې نه پس پېښور ته راستون شو او ځان ئې باچا ته حواله کړو خو تېمور شاه بې اتباري اوکړه او هم په هغه ورځ ئې ملک ارسلا خان مومند اووژلو. د تېمور شاه دا کار د پښتو او اسلام  نه ېو غورزېدلې کار وو د قران او لوظ دپاسه د ېو پښتون مشر وژل ډېر بېخونده کار وو پښتانه پدې کار سخت خفه وو چې په نتيجه کښې تر اوسه تېمور شاه په تاريخ کښې سپک او بې پښتو ېاديږي چې تر دې پورې پښتانه وائي چې ده له پښتو هم نه ورتله حالانکه په پښتو پوهيدو شعرونه ئې هم په پښتو کښې وائلي خو ېو ښځه ئې پارسي بانه وه او د ايران اثر پې ډېر وو خو په پښتنو کښې د پښتون باچا په ځائې په پارسي بان باچا ېاديږي...


مولانا خانزيب...


#تمانخېل #اتمانخېل #باجوړ



Utmankhail Aw Da Melma Nang. Pashto Info Blog About Otmankhail. Utmankhel By Maulana Khanzeb Of Bajour Dir,  Swat and Malakand. Pukhto Mazmoon. Pashto Blogs



Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso