Skip to main content

Idrees Khan Safi, Aka Bakht Zaman Is A True Muslim. Maulana Khan Zeb

 Idrees Khan Safi,  Aka Bakht Zaman Is A True Muslim. Maulana Khan Zeb


ادريس خان ساپی مسلمان دې.


د شپاړسمې پېړۍ نه تر اوولسمی پېړۍ پورې په لويديځ کښې څلور کروړه انسانان پدې وژل شوي وو چې د عيسائيت د رواېتي ډلې ، کېتهولک ، خلاف څوک ولې خبره کوي ؟ ولې سؤال پورته کوي ؟  د دومره وژنو سره بېا هم پروټسټ نه کمېدو تر دې چې د عيسائيت دننه پوره ېوه بله نوې ډله د ،پروټسټنټ ، په نامه جوړه شوه آخر ټول ېو بل سره کېناستل وائل دا جګړه د کفر د فتوو او وژنو په زور نه خلاصېږي ېو لوئي تړون د ټولو مذهبي ډلو او اولسونو ترمېنځ اوشو وائل رياست به د ټولو شريک وي او عقيده دې د هرچا خپله وي د ېو بل په عقيده کښې به کار نه لرو هم دغه لامل دې چې څلور سوه کاله اوشو خو په لويديځ کښې د مذهب په نامه جګړه نه ده شوې نن سبا په نړۍ کښې د ټولو ښکلي جوماتونه هم د کافرو پدغه هېوادونو کښې دي که دغه زغم د مینځه اوځي نو په مسلمانانو به داسې لوبه اوکړې شي لکه څنګه چې د  اندلس د سقوط پس شوې وه ېا به د ېهودو پشان ،هولوکاسټ ،اوشي .

اسلام ډېر د دليل ، منطق ،او زغم ،دين دې تر دې چې قرآن وائي چې که د زړه نه څوک په اسلام خوښ نه وي نو په زوره د توحيد کلمه وائل هم ورته نشته ،ېو غزوه کښې ېو کافر کلمه اووئله خو ېو صحابي بېا هم اووژلو پېغمبر ع خبر شو هغه کس ته وائي د کلمې سره دې ولې سړې اووژلو ؟ هغه وائي د وېرې مسلمان شو ! پېغمبر ع پقار شو وائل ،هلا شققت قلبه ، آېا تا ئې زړه څيري کړې وو ، 

اسلام ېو دې خو فرقه پرست او تکفيري فکر همېش د اسلام په نامه فتنې جوړې کړي د اسلام ښکاره غټ بنا دي دغه چې هرڅوک مني مسلمان دې د ډلو او فرقو دننه خپل خپل اسلام تشريح کول بل کم مسلمان او ځان کامل مسلمان ګنړل تراوسه کم خېر نه دې روړې ځکه خو رسول الله ص د هرڅه زيات په مسلمانانو د فرقه پرستی وېره کړې چې د بني اسرائيلو پشان به دين په ډلو ډلو کښې ويشي لکه څنګه چې ويشل شوې تر دې چې د خدائې پېغمبر ص وائي مونځ په هر چا پسې اوکړئ ! خو  د خدائې په کور کښې هم ډېر په ېو بل پسې د مونځ کولو هم منع کولې شي په جوماتونو ئې غټ غټ ليکلي د پلانې فرفې جومات  .


ېو پښتون ځوان دې ادريس خان ساپی نوم ئې دې د څه وخت نه هغه به د ،بخت زمان ، په ،تمثيلي څېره خبرې کولې پخپلو خبرو کښې د ګپ او مزاح په انداز کښې د ،مولي صېب ، سره د مکالمې په توګه باندې به ئې په ټولنيز چاپېريال سوالونه پورته کول ، ددغه خبرو له کبله په هغه سخت تنقيد اوشو تر دې چې فتوی پې ورکړل شوې. زه د څه ورځو نه وينم چې د هغه ويډيوز په وجه باندې هغه ته مرتدد ،ملحد ، او قسما قسم نسبتونه د ځنې اصحاب ممبر له خؤا هم ورکول شي کورنۍ هم تنګول ويرول شي ، چې هيڅ اسلامي او علمي رويه نه ده. د ادريس خان زما سره خبرې شوي دهغه وېنا داده چې زه ښه کلک مسلمان ېم د اسلام او د دين د شعائرو د سپکاوي کم سوچ هم نشم کولې خو په ذهن کښې مو سوالونه راپورته کېږي  دهغی لپاره ېوه وسيله مې جوړه کړې وه. ادريس خان دغه ويډيوګانې نورې پريښې هم دي خو په سماجي رسنۍ د نورو خلکو له خؤا خورول شي ،دغه راز ېو مولا صېب مې اورېدلو وائل دې هلک د خنزير شکل جوړ کړې حالانکه دغه د ، بخت زمان ،تمثيلي شکل د ، سنائپ چېټ ، نه اخيستل شوی دهغه خپله څېره بلکل نه ده.

په ځائې ددې چې که کم ځوان سوالونه پورته کوي په ټولنه کښې  ېا چا ته داسې برېښي چې دا ټيک کار نه دې زمونږ په ضد دې نو د مکالمې په انداز باندې خبره پکار وي  مولا صېب چې په هرڅه خبره او تبصره کوي په هرڅه کښې کار لري نو که کم سؤال څوک پده پورته کوي د کفر فتوا ته رسول هم سم کار نه دې ځکه دا سمدستي د کفر او ملحد فتوې الوځول ډېر خطرناک کار دې که څوک دا ګنړي چې مونږ به بې تحقيقه فتوا ورګوزارو او داسې به خلک غلي شي دا ډېر کمزورې ګمان دې خلک داسې څوک نشی غلي کولې سماجي رسنۍ د فتوو نه د مکالمې وسيله ده په دليل ،تهذيب ،او ،منطق ،سره به خبرې کول وي.

فقهاء ېو اصل بېانوي کچرته وائي ېو سړې د اسلام بنېادي خبرو نه ښکاره منکر شي چې مرتدد ورته وائل شي نو هرڅوک نه د وخت واکمن به ترې پوښتنه کوي درې ورځې به هغه ته د مکالمې لپاره ورکول شي د هغه که سوال او شکوک وي هغه به لرې کول شي اوس په ځائې ددې چې ړومبی تحقيق اوشي خبرې اوشي نو دهرڅه وړاندې د فتوو ټاپې اولږول شي .

زه هغه ټولو اصحاب ممبر ته وائل غواړم چې د ادريس خان پشان ځوانان ښه کلک مسلمانان دي دا سوالونه خبرې د ېو ادريس نه په لکونو خلک کوي حل ئې دغه فتوا ګانې او جذباتي غبرګون چرې هم نه دې ، په وړو وړو خبرو څوک د اسلام نه مه اوباسئ امام ابوحنيفه که څوک مني نو هغه وائي که په ېو سړي کښې ېو کم سل نښې د کفر او ېوه د اسلام وي زه به بېا هم هغه مسلمان منم ، په اوس وخت کښې ځنې خلکو د اسلام نه د حجاج ابن يوسف دين جوړ کړې حجاج ېو ورځ ېو قاری راوستلو وائل د خدائې کلام راته ولوله هغه ورته سورت نصر تلاوت کړو او د سورت ېو آېت ئې داسې اولوستو ، ورائت الناس یخرجون من دين الله افواجا ، حجاج ورته وائي دا ټکې یخرجون نه یدخلون دې هغه قاری ورته وائي چې ،یدخلون نه ، یخرجون ، ټيک دې کم وخت به چې ډلې ډلې خلک اسلام ته راتلل هغه وخت د خدائې د پېغمبر وو اوس ستا پشان د ظالمانو خلکو د لاسه ډلې ډلې خلک د اسلام څخه اوځي.

زه په ذاتي توګه هر ځوان ته وائم د پښتنو رواېتي ټولنه ده د علم شعور کمې دې داسې ټولنه کښې بدلون او پوهه خورول ډېر هنر او حکمت غواړي ګران کار وي بائد چې ډېر په تهذيب خبرې پکار وي د هيچا د مذهبي جذباتو ژوبل کول هم هيڅکله نه وي پکار بائد ټولنيز شعور او زغم له ډېر کار پکار دې چې اوشي.

عن ابن عمر قال قال رسول اللہ صلی اللہ علیہ وسلم ایما امری قال لاخیہ یا کافر فقد باء بھا احدھما ان کان کما قال والا رجعت علیہ ،صحيح البخاري.

رسول الله ص وائي چاچې کم مسلمان ته کافر اووئلو نو ېو پدې کښې کافر دې که هغه بل کس کافر نه وي نو دا کلمه په ويونکي راګرځي...


مولانا خانزېب...



Idrees Khan Safi,  Aka Bakht Zaman Is A True Muslim. Maulana Khan Zeb. Mulla Aw Idris Khan Safi. Idrees Safi Aw Mula. Islam Aw Mula, Mula Aw Fatwa. Fitwa Aw Mula

Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso