Skip to main content

Islam and Women Rights By Asad Hassan. Pashto Blog

 Islam and Women Rights By Asad Hassan. Pashto Blog

په اسلام کې د ښځو د حقوقو په نوم یوه نه ختمیدونکې ډرامه (سریال)!

 

لومړۍ برخه - د غرب څخه تاثر!

 

د بل په خوله نه! که پخپلو سترګو د تاریخ پاڼې مطالعه کړئ، نو پېدا به کړئ چې په مختفلو وختونو کې د ښځو د حقوقو چغه پورته شوې ده. ددغه پورته شوې چغې ډیر مثالونه دي خو د مثال په توګه په ۱۸۴۸م کال کې چې کله په غربي نړۍ کې په رسمي بڼه د میرمنو د حقونو او ازادۍ لپآره اوازونه پورته شو، نو دغه پورته شوې اوازونه آن تر اسلامي نړۍ راورسیدل، او دا هغه وخت وو چې اسلامي امت په څلور کنجه کې د غرب تر فکري او سیاسي اغیزې لاندې په یو نه ډول راګیر شوی وو. د تاریخ په دغه حساس وخت کې داسې بریښي چې د اسلام په نوم سره واک ته د رسیدونکو اسلامي نهضتونو او سیاسي کړیو څخه خپل دیني فکر یو ډول هیر شوی وو، نو دوی هم ددغو غربي اوازونو په ځواب کې وویل چې اسلام هم ښځو ته حقونه ورکړي دي، او پدې لړ کې يې بیا د ښځو د حقوقو تر سرلیک لاندې ډیر کتابونه چاپ شول، ډیرو علماوو لیکچرونه ورکړل، سیمنارونه وشول، او له ممبرونو څخه په دغه اړه د سیاسي موخو او د خلکو د کنټرول لپاره تقریرونه وشو، او دغه نه ختمیدونکې لړۍ (ډرامه) لا تر ننه هم روانه ده، چې تازه سیریز یې نن په افغانستان کې جوړیږی، او دا ډرامه دومره پیچلې شوې ده چې آن تاسو دادې نن غواړئ دا مقاله په دې اساس ولولئ که کوم نوي څه په کې پیدا کړئ او یا د فقه، روایت، دین، او سیاست په نوم د خپلې خور او لور اخیستل شوي حقونه بیرته تر لاسه کړئ.

  

زه په تاسف سره تاسو ته وایم چې زما سره نوي څه نشته، که دي نو هغه د قرآنکريم یو څو کرښې دي، او بدبختانه دغه خلک (کوم چې وایي اسلام ښځو ته حقوق ورکړي دي) که په خپل دین او الهي کتاب یې واقعا غیرت درلودای نو دویي به هیڅکله د حقونو داسې خبرې نکولې. او هغه ځکه چې په اسلام کې د ښځو د حقوقو تر سرلیک لاندې داسې کوم شی هیڅ وجود نلري! او ددغه خلکو پر خوله په غلطو روآیتونو سره په اسلام کې د ښځو لپاره د حقوقو اواز اوچتول یو چل، فریب او دوکه ده. دغسې مکاره سیاسي مشرانو اول ښځې د ټولنې له بدنې څخه جلا کړې، بیا یې ښځې اقلیت وګرځوو، بیا وروسته يې د ښځو سره د ښځو په حقوقو کې چنه زني شروع کړه. 

  

فرض کړئ که چیرې تاسو یو داسې سرلیک ووینئ چې: (په اسلام کې د نارینوو حقوق)، نو حتما دغه سرلیک به درته د خندا وړ ښکاره شي ، که په راتلونکو لړیو کې لږ نور هم ولولئ نو پوهه به شئ چې په اسلام کې همدغسې د میرمنو د حقونو سرلیک هم همدومره د خندا وړ دی لکه د نرانو د حقوقو. هغوئ چې په ممبرونو ناست دي، او تاسو ته په اسلام کې د ښځو د حقوقو په باره کې لیکچرې درکوي، په اصل کې همدغه خلک دي چې د میرمنو الهي ورکړل شوي حقونه یې د خپلو سیاسي موخو او د سمییزو حکومتونو د ملي او استخباراتي منافعو لپاره کنټرول او غصب کړي دي.

 

د ښځو د حقوقو په نوم سره د اسلام په مبارک دین باندې دغه دیني ټیکدارانو ډیرې ملنډې ووهلې، دغه ملنډې تر دې حده ورسیدې چې دغه ټیکدارانو خپل ځانونه د الله تعالی ج سره په حقوقو کې شریک وګڼل، په دغه دیني ټیکدارانو شيطان دومره غالب شو چې آن د الله تعالی ج نومونه ترينه هير شول او ددې پر ځای چې ووایې انسان ته د هغه د حقوقو ورکونکی يواځې الله تعالی ج دې او که کومه ښځه له حق ورکولو څخه محرومه شوه نه په مقابل کې حتما يو تجاوزګر او غاصب انسان شتون لري چې (د دین یا فقهې په نوم یې) ددغه میرمنې حق غصب کړی دی، خو متاسفانه! دغه ټیکداران دومره ړانده شول چې ځانونه يې د الله تعالی ج سره په واک کې شريک وبلل، او فکر یې وکړ چې همدوي دي چې انسانانو ته حقوق ورکولای شي او همدوي دي چې انسان د خپلو حقوقو څخه منع کولای شي.

 

د الله تعالی ج د نمونو څخه يې یو نوم (المعطي) دی یانې هغه جل‌جلا‌له د هر څه او حق ورکونکی دی چې په هر څه کې انساني حقوق هم شامل دي، او بل نوم یې (المانع) دی یانې هغه جل‌جلا‌له دی چې یو انسان ته به د حرامو څخه د ځان ساتنې، او د اجتناب امر کوي، او پام مو وي چې دا امرونه د انسان له توانه باهر دی. دغه دیني ټیکدارانو په الهي اوامرو کې تجاوز وکړ، ډیر حلال یې حرام، او ډير حرام یې حلال وګرځول، او بیا ورسته یې صرف خپل ځانونه د میرمنو د حقوقو ورکونکي او منع کونکي وټاکل.

 

 که دغه ټیکداران واقعا د دین خدمتګاران وای، نو دویې به د خپلو الفاظو سره ډیر احتیاط کړی وو، او د څښتن تعالی ج نومونه به یې د نعتونو، ترانو او قصیدو لپاره نه، بلکې په ژوند کې به یې د ښځو، اقلیتونو او ماشومانو د ژوند ژغورنې لپاره او ورته به يې یوه عملي بڼه ورکړې وای. او په (اسلام کې د ښځو حقوق) یا پورتنۍ خبرې په همدغه چوکاټ کې د دیني ټیکدارانو د تجاوز یوه ښکاره نمونه ده. دغه ټکدارانو ته اسلام نور هیڅ هم نه دي، بلکې اسلام ورته د امتیازاتو د یوې خزانې په څیر دی، کومه خزانه چې د پیړیو راهیسې د نرانو په لاس کې غورځیدلې ده. چونکې دويي (د نرانو طبقه) زوروره ده، نو تل يې کوښښ کړی دی چې د امتیازاتو غټه برخه (لکه ودونه، حوري، غلمان، قوامت، تعلیم، وينځې، کنيځې، او ډیر نور څه چې وروسته به ذکر شي) خپل ځانته جلا کړي دي او یا هم د زمري په شان میرمنې اړباسي چې خپله حصه د نر په قدمونو کې کیږدي او بیرته میرمنې خپل دغه کیښودل شوي حقوق یوې میرمنې ته تل د یوې وروسته پاتې او احسانمدې په توګه د یوه منت په ډول ورکړل شي. او زمونږ په اسلامي ټولنه کې دې منت دومره ژورې ریښې او جرړې پیدا کړي دي چې حتی اکثره میرمنې هم ګمان کوي چې دغه (فلانکۍ) ډله ښه ده شاید زمونږ حقونه مونږ ته بیرته راکړي. 

  

کلیواله! یوه انسان ته د هغه د الهي حقوقو ورکونکی څوک کیدای شي؟ ظاهره خبره ده چې کله تاسو د الهي حقوقو خبره واورئ نو په ذهن کې به مو فورا د څښتن تعالی ج نوم راځي، نه د کوم حکومت او نه د کومې سیاسي ډلې نوم. یوه انسان ته الهي حق ورکونکی او او بیرته یې ترینه اخیستونکی صرف څښتن تعالی ج کیدای شي، او که کوم انسان په دې باور وي چې یا به یو بل څوک ده ته دده د خور او لور حق ورکړي، او یا به دې خپلې خور او لور ته حق ورکوي، نو دا اشتباه هم ده او د څښتن تعالی ج سره یو څوک یا ځان شریک ګڼل هم شو، او هغه جل‌جلا‌له خو یو دی او هیڅ شریک نلري، نه په ذات کې شریک لري، نه په صفاتو کې او نه د خپلو بندګانو د حقوقو په ورکړه او واک کې، ځکه هغه جل‌جلا‌له وايې (ولا یشرک في حکمه احدا). که تاسو چاته د هغو حقوق ورکوئ نو دا د احسان او منت خبره نه ده، بلکې خپل ځان له ګناه څخه ساتل غواړئ، باید تاسو له هغو څخه مننه وکړئ چې په ګناه کې واقع نه شوئ، او که له یو چا حق اخلئ نو دا ظلم دی، او د ظالم سره د الله تعالی ج یوه خاصه او د سخت عذاب وعده هم شتون لري. 

  

ادامه لري!

  

وَمَا عَلَيْنَآ إِلَّا ٱلْبَلَـٰغُ ٱلْمُبِينُ. (يس-۱۷). زما مسؤولیت یوازې پیغام رسول وو. (او تاسو هم د حق لارې د پیدا کولو لپاره په څیړنې او پلټنې سره خپل مسؤلیت ادا کړئ). 

 

ستاسو په درد دردمند، ستاسو خپل ورور، کلیوال، او پیر،

#پیر‌بنده‌فقیر


Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso