King Amanullah Khan, Maulana Abdul Majid Afghani And Modern Education.
دغازي امان الله خان فحاشي او مولانا عبد المجيد افغاني.
مولانا عبد المجيد افغاني چې په خټه د باجوړ اتمانخېل وو ېو ستر ليکوال او په اېډورډ کالج کښې ښوونکی پاتي شوې وو ، افغاني صېب په هغه وخت کښې چې د پيرنګېانو په دسيسه او مرسته ېو تاجک ډاکو او د پيرنګېانو تنخادارو پيرانو حضرتانو ډنډورې جوړې کړې وې د هغه وخت په پښتون رساله کښې د غازي په مرسته کښی ليکنې کولې او د غازي په ضد جوړه لوبه ئې د پيرنګېانو ډرامه منله ځکه چې غازي خپل هېواد د پيرنګېانو آزاد کړې وو خپل ملت ئې د نړۍ سره سيال کول ګوښتل د پښتنو په خاوره او د مسلمانې نړۍ د آزادي خوښو مبارزينو سره ئې کلکه مرسته کوله د مولانا افغاني دهغه وخت دغه ليکنې د غازي د روڼ کردار په اړه بيخي سند او تر نن وخت پورې د ډنډورو ښکار خلکو لپاره مدلل جواب دې ډاکټر وقار علي شاه د غني خان په اړه پخپل کتاب کښې د مولانا افغاني دغه ليکونه د تاريخ برخه کړي . ډاکټر صېب ليکي :
د ،پښتون د جنوری ۱۹۲۹ وړومبنۍ ګڼه کښې د پېښور د مشن کالج ېو طالب علم د عبدالمجيد افغاني مضمون” د افغانستان ملکه او د يورپ لباس” د سر خط لاندې چاپ شوې دې پۀ دې اوږد مضمون کښې ليکوال د امان الله خان د يورپ د دورې تفصيلات بيانوي او د هغه عزت او درناوي ذکر کوي چې کوم د يورپ باچاهانو امان الله خان ته ورکړې وو. ليکوال وائي چې د امان الله خان د ازادۍ سره مينه او د خپلې خاورې عزت دۀ ته پۀ نړۍ کښې هغه مقام ورکړو چې د افغانستان د نورو باچاهانو پۀ خوب او خاطر کښې هم نۀ شو راتلې. امان الله خان هم دا ثابته کړه چې د هغۀ قام پښتون جاهل او وحشي نۀ دې، پۀ دې پېرنګي دې بهر ملکونو کښې پېژندلې دې بلکې د دنيا د نورو مهذبو قامونو پۀ شان د دنيا پۀ ژوند او ژواک پوهېږي.
عبدالمجيد ليکي چې ، زمونږ بادشاه يورپ پۀ خوب کښې هم نۀ ؤ ليدلې، مګر کوم وخت چې هغه د يورپ ځمکې ته ورسېدو هم هغه وخت نۀ دې مشرقي بادشاه وو نۀ هغه امير وو چې ېو څو ورځې وړاندې د مومندو سره پۀ جرګه کښې ولاړ وو، خبرې ئې کولې او ېو خوارکي مومند ورته ووئيل “امير صېب بل چا له هم وار ورکوئ کۀ نۀ؟ ډېر مۀ ګړېږه چې زۀ هم خبره وکړم” او دۀ ورته ووې” ډېره ښۀ ده نۀ به ګړېږم ته اوګرېږه ! . بلکې دلته داسې معلومېده چې دې هم د يورپ بادشاه دې او هم پۀ دې اب و هوا کښې پېدا شوے لوئې شوېدې او دومره خوددار معلومېږي لکه چې تمام يورپ د دۀ زېر فرمان دې. دا ټول سفر د دۀ پۀ خلاصېدو دې. د يورپ تمام متعصب اخبارات پۀ دې انتظار کښې دي چې کله به د امير صېب نه څۀ غلطي کېږي او دوئې به پرې اعتراض کوي او سپک به ئې کړي. مګر هېڅ عېب ورته ښکاره کېږي نۀ. د هغۀ پۀ خوددارۍ کښې څۀ عېب نۀ مومي نۀ پۀ لباس کښې نۀ پۀ خبرو کښې څۀ نقصان او نۀ د يورپ د تهذيب نه خلاف څۀ کمے شته. نۀ د هغو کارخانو د دنيا د تباهۍ سامان دريابي بېړې پۀ دۀ باندې دهشت پېدا شۀ. تمام يورپ حېران دې چې دا څۀ رنګه سړې راغلې دې.
د ملکه ثريا پۀ هکله ليکي چې ،هم دا رنګ د افغانستان ملکې چې کوم وخت د مغرب پۀ ځمکه قدم ايښې دې ، دا نۀ مالومېږي چې دا هغه مادر وطن ده چې د کابل پۀ کوڅو کښې به پۀ جينکو پسې ګرځېده او پۀ يو څو ورځو کښې ئې اتۀ سوه جينکۍ پۀ مدرسه کښې داخلې کړې او د هغوئې د تعليم انتظام ئې وکړو ، بلکې داسې مالومېږي چې د يورپ يوه ملکه ده او تمام عمر ئې پۀ يورپ کښې تېر کړې دې. نۀ د يورپ قومونه د هغې پۀ وضع اعتراض کولې شي، نۀ پۀ ګفتګو باندې. نۀ پۀ لباس باندې او نۀ د هغې پۀ شاهانه خوددارۍ باندې. د يورپ تمامې ملکې د هغې هرې ادا ته ګوري او حېرانېږي چې د کابل پۀ غرونو کښې دې څرنګ دا تهذيب زده کړې دېاو تمامه تبديلي د شاه افغانستان پۀ حکم او اجازت سره ده.
هغۀ ته دا مالومه ده چې دا ټول تصويرونه به افغانستان او هندوستان ته ځي. هغۀ ته خپل قامي غېرت هم معلوم دې، هغۀ ته دا هم مالومه ده چې پښتون ته پۀ ښځه څومره غېرت ورځي. هغه د دې نه هم خبر دې چې دښمنان به پۀ دې بهانه پۀ افغانستان کښې د فساد پېدا کولو کوشش کوي او د هغو خلکو د پاره چې د زمانې د رنګ نه نااشنا دي دا ېو لوے سند دې. دا هر څۀ غازي امان الله خان ته مالوم دي مګر بيا هم دې هېڅ پروا نۀ لري .
ليکوال دا هم وائي چې دا کومه پرده چې دلته پۀ هندوستان کښې رائجه ده او د کومې مطابق چې ملکه ثريا “بې پردګي” کوي دا نۀ خو پۀ اسلام کښې شته او نۀ پۀ پښتو کښې. ليکي چې:
“د کوم قام چې د ګلونو پۀ شان جينکۍ غرونو ته ځي او پۀ خپلو سرونو لرګي راوړي، پۀ شاړو مېرو کښې لوونه کوي، د جنګ پۀ مېدان کښې پۀ مخکښې روانې وي او خاوندانو د دوئې پۀ اوږه باندې ټوپکونه ايښي وي همېشه د کونتون په ننګ بې مېړه ناسته وي ، دښمن ولي او دوي پۀ سرو لمبو کښې ولاړې وي د داسې قام ملکه به څۀ پرده وکړي او نه ورله پکار ده .
پۀ دې مضمون باندې هم پۀ دې ګڼه کښې ېو خدائي خدمتګار ميا احمدشاه د خپلې رائې اظهار داسې کړې دې:
د ګونګوسې نه داسې مالومېږي چې د بعضو روح مړو، ړوند زړو خلکو پۀ سترګو کښې د افغانستان ازادي او ترقي غړېږي او دا خيرن مخ کوشش کوي چې پۀ څۀ چل سره زمونږ د سر ګل، زمونږ د زړۀ ارام، زمونږ د حجرې مشر، زمونږ د کنډک شپون، زمونږ د محفل شمع غازي شاه امان الله خان پۀ خلکو کښې بدنام کړي. پۀ خپله خو مو دا ايمان دې چې عزت د دۀ کېږي او د خوشالۍ نه مونږ باغ باغ کېږو .
دغه راز د هغه وخت ېو بل قامي مبارز او حق پرست عالم ارواښاد مولانا عبدالرحيم پوپلزئې پخپلو ياداښتونو کښې د غازي امان الله خان په اړه ليکي په کال ، ۱۹۳۴، کښې حج ته لاړم په مدينه منوره کښې مې يو کس اوليدو چې د ،پيغمبر خدا ص، د روضې سره نزدې فرش ئې د خپل ،سر، په ويښتو ،جارو ،کولو هڅه کوله او دسترګو نه ېې اوښکې روانې وې.
پوپلزئې صیب وائي ما اوپوښتل دا سړې څوک دې راته اووائیل شو چې دا د پښتنو پخوانې ، باچا، غازي امان الله خان، دې .
پوپلزئې صیب وائي! ډېر حېران شوم چې غازي د وطن نه پدې شړل شوې وو چې دې داسلام دښمن دې فحاشي روړې خو ما پخپلو سترګو پدې حال کښې په مدينه کښې اوليد .
په کم وخت کښې چې د غازي امان الله خان خلاف مولا شور بازار او نورو ډیرو پيرانو ،مجدديانو ،د کفر فتوې لږولې مولانا عبد المجيد افغاني په پښتون مجله کښې د غازي په حق کښې ليکنې کولې او علامه عبد الرحیم پوپلزئې په هغه وخت کښې د غازي په مرسته کښې فتوا ورکړې وه چې دې ښه مسلمان او د خپلو اولس خېر خوا دې خو پښتانه د خېر په ځائې د شر د خبرو ډېر مرګري کېږي د مذهب په نوم ئې ټول عمر خلک خپلو موخو له کاروي ځکه چې په مذهبي عقيدت سره په جذباتو کښې ډېر په آسانه راځي ،او هم داسې د غازي امان الله خان سره هم اوشوه غازي امان الله خان که پښتنو پريښې وې نو نن به دا بده ورځ پدې خاوره د پښتنو نه وې نه به هر لس شل کاله پس اشغال ګر راتلې او نه به هر لس شل کاله نظانونو ته سقوط ورکول شوې بلکې د خپل جغرافيائي موقعيت او د مېنځنې ايشيا او سويلي ايشيا د ګاونډ په برکت به د جهان سره نن دا ټوله منطقه سېال وې.
مولانا خانزېب...
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.