Skip to main content

Qamar Gulla, Pashto Folk Singer Died In Canada Today.

Qamar Gulla, Pashto Folk Singer Died In Canada Today.

Fazal Aziz VOA Deewa Radio


‏د پښتو ژبې نوموتې او خوږ غږې سندرغاړې د ورپیښې ناروغۍ لکبله د کاناډا د ټورنټو په یو روغتون کې د ورپیښې ناروغۍ لکبله مړه شوه.


ارواښاده قمرګله چې د پښتو ادب او هنر ځلانده نوم په ۱۹۵۲ کال د جنوري په ۲۱ نېټه د افغانستان،ننګرهار ولایت د ښیوې ولسوالۍ د شګې په قریه کې زیږیدلی وه



د پښتو ژبې مشهوره سندر غاړې قمر ګله د جمعې په ورځ [نهم دسمبر] د کېنېډا په ټورنټو ښار کې په يو روغتون کې مړه شوې ده. د سندر غاړې کورنۍ دغه خبر تاييد کړی دی.

د کېنېډا په ټورنټو ښار کې د پيوستون په نامه د افغان ټولنې په فېس بک پاڼه د قمرګلې د مړينې خبر ورکړل شوی چې "د هیواد نومیالۍ سندرغاړې د ارواښاد استاد زاخیل میرمن او د ایمل زاخیل مور میرمن قمرګل د کانادا ټورنټور ښار په یو روغتون کې د ورپیښې ناروغۍ د امله" په حق رسېدلې ده.

مشهوره سندر غاړې قمرګله د افغان نوميالي سندرغاړي زاخېل استاد مېرمن وه او د تيرو څو کالو نه يې په کېنېډا کې ژوند کولو


د قمرګلې زوی اېمل زاخېل هم سندرغاړی دی.

قمرګلې په خپله يوه مرکه کې ويلي وو، هغه په هنري کورنۍ کې زېږېدلې او کورنۍ يې د وړوکوالي نه تشويق کړې او د هغې بيا د سندرې او هنر سره مينه پېدا شوې وه.

هغې ويلي په رېډيو يې لومړۍ سندره (په ما ميينه سترګې دې سرې دي، نن خو دې ډېر ژړلي دينه)، او دغه وخت به يې عمر خواوشا 22 کاله وو

په ټولنيزو رسنیو د هغې د ژوند په اړوند ويلې، چې هغه د افغانستان د ننګرهار ښار د شګې په ولسوالۍ کې زېږېدلې وه.

په ټولنيزو رسنيو د قمرګلې په مړینه د خفګان څرګندونه شوې 


د افغانستان پخواني وزير او سفیر ډاکټر عمر زاخېلوال په ټویټر د قمرګلې د مړينې په اړه ويلي، "د مرحومې خوږې هیوادنۍ ترانې به تر اوږدې د هیوادوالو د یادونو برخه وي"


خلیل وردک په ټویټر ویلي، "قمرګله ډیره خوږه سندرغاړی وه. قمرګله دی دنیا په هسکه غاړه لاړه ځکه خپل وطن ته یی خیانت ونه کړ او ډیر ښکلی هنر یی خپلو مینه والو ته پریښود. ډیره لویه هنري هستی مو له لاسه ورکړه".

تصبيح الله نومې تن ويلي، "تر څو چې پښتو موسیقي ژوندۍ وي،هغه به یو له ځلانده ستورو څخه وي".

قمرګلې د پښتو ډېرې سندرې ويلي چې پکې ځينې مشهورې سندرې "زه چې په تورو سترګو تور رانجه کړل پورې مورې"، "وا ملنګه ياره کېده قدم ورو"، "زه انتظار کوومه ستا د سترګو".

قمرګلې د پښتو ژبې د يادو شاعرانو کلامونه هم زمزمه کړي دي. هغې ګڼ اېوارډونه هم ګټلي وو





Bio Data, Biography And Life Story Of Pashto Singer The Late Qamar Gulla.

Qamar Gulla, Pashto Folk Singer Died In Canada Today.  She was born On 21st July 1952 In Khewa District Shegai Of Nangrahar, Afghanistan.


Qamar Gulla Was Born In District Shagai Nangrahar Afghanistan. Qamar Gula Started To Sing When She Was Just 7 Years Old. 


Qamar Gula Sung First Recorded Song In Radio Kabul Afghanistan while She Was 22.  


Qamar Gulla First Ever Song Recorded In RTA Was " Pa Ma Mayeena Stargi Di Sri Di, Nan Kho De Der Jarali Deena, Pa Ma Mayana.

Qamar Gula Was Married To Well Known Afghan Musician Ustad Zakhel. Qamar Gula Was Living In Canada Since Last Two Decades. 


Qamar Gula Also Recorded Pashto Songs For Radio Pakistan And PTV While She Was Living As Refugee In Peshawar. Saadullah Jan Barq re Discovered Qamar Gula. 

Hit Pashto Songs Of Qamar Gula Who Died Today. 

Che Me Meena Khuday Pa Ta Bandi Peda Kra, Tarka Ma Pa Hagha Wraz Khpla Raza Kra. Rehman Baba Kalam. Za Speena Kamtara Yam By Qamar Gula Bibi.









Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso