Who Are Khattak? Khattak Sook De. Da Khatako Tareekh.
«««« خټک څوک دي ««««
خټک د پښتنو يوه مشهوره او لر غو نې قبيله ده چې د کر لا ڼيو پښتنو پورې اړه لري، چې د خپل لوی نيکه لقمان په و جه چې په خټک سره مشهورشو اونن ورځ د خټکو په نا مه سره يا د يږي٠ لقمان د برهان زوې او کرلاڼ نمسې وو د برهان دوه زامن وو تورمان او بولاق چې ددې دواړو اولاد ته خټک ويئلی شي
د تا ر يخي رو ايتو نو له مخې په پيل کې خټک د جنو بي و زير ستان د شوال په غره کې چې د سليمان د غره شما ل لو يد ېځه لړۍ ده استو ګنه در لوده ٠ د شوال وادي د بنو په لو يد يز کې پر ته ده چې او ږد والی يې شپا ړس ميله او پلن والی يې ٨ ميله دی٠ داسي ويل کيږي چې دوی ٦٠٠ کلو نه وړاندې له هغه ځا يه د پښتو نخوا د بنو سيمې ته راغلل او هلته يې د هني او منګلو د قبيلوسره چې ددوی په څير کر لا ڼي پښتا نه وو استو ګنه غوره کړه٠ څه م وده ورو سته د کر لا ڼيو يوه بله قبيله چې شيتک نو ميده او اوس د بنو څيو په نا مه سره يا ديږي د شوال خوا ته وليږ ديدل او له هغه ځا يه يې د هني او منګل قبيلې و شړلې او پخپله په هما غه سيمې کې ميشته شول٠ په د غه وخت کې خټک هم له دوی سره استو ګن شول چې د سدراوڼ نهر او د هغه د شا او خوا سيمې د خټکو په لاس کې وې، خو تر څه مودې ورو سته خټک د شيتکو سره د دښمنۍ په و جه له هغه ځا يه وليږ ديدل او د کو هاټ په شمال ختيزوبر خو کې ميشته شول ٠ دکو هاټ دغه بر خې د چو ترې، ټيرې، لاچي، کر بو غې ، شکردرې، چراټ او نورو واديو او سيمو نه عبارت دي٠ چو تره داو سني کو هاټ د غره( چې په کو ها ټ کې د مالګې د غره جنوب لو يديزه لړۍ ده) او د لو اغر په مينځ کې يوه زر خيزه وادی ده٠ ددغې وادۍ مشهور ځای او د مالګې منډ يي کرک نو ميږي٠ټيرې د کو هاټ له ښاره د ٣٦ ميلو په واټن د جنوب خو اته يو مشهور ځای دی او دکو هاټ د ټيرې تحصيل د همدې کبله په دغه نوم با ندې مشهور شوی دی٠ لا چي د کو هاټ له ښار ه د ١٧ ميلو په واټن د جنوب خو اته دسړک پر غاړه پروت دی٠
کر بو غه دټيرې د سيمې په شمال لو يد يز او د ټيرې د قصبې په لو يد يز کې لږ څه د شمال خو اته يوه وادي ده، چې په د غه ځای کې په همدې نا مه سره يو کلی هم شته ،دغه ټولې سيمې دکو هاټ د ضلعې د ټيرې په تحصيل پورې اړه لري او ددې ضلعې په سهيل او سهيل لو يد يزو بر خو کې مو قعيت لري٠ د شکردرې په سيمه کې په همدې نا مه يو کلی هم شته چې نو مو ړې سيمه د کو ها ټ د ضلعې په جنوب ختيزې بر خې با ندې مشتمله ده٠ په هغه وخت کې کله چې خټکو پر پو رتنۍ سيمې قبضه وکړه او په هغې کې يې استو ګنه غوره کړه ،نو د کوهاټ د او سنۍ ضلعې ځمکې چې دغه ځای شمال ختيزې بر خې هم پکې شا ملې وې د اورکز يو پښتنو په لاس کې وې چې هغوی هم کر لا ڼي پښتا نه شميرل کيږي ٠
د ګوډ تيمور تر ير غل ١٣٩٨ ع ورو سته په اغلب ګو مان د پنځلسمې پيړۍ په پيل کې د پښتنو يوې بلې قبيلې يعني بنګښ چې هغوی هم کر لا ڼي پښتا نه دي د کورمې له وادۍ نه چې د کو هاټ په شمال لو يديز کې پروت دی د کو هاټ لوري ته په ليږد پيل وکړ او ددغې ضلعې د لو يديزو پو لو نه تير شول او ددغې قبيلې خلکو کو هاټ ته تګ راتګ پيل کړ٠ څه موده خو په خير او خير يت سره تيره شوه ، خو په پای کې د بنګښو او اورکزو تر مينځ شخړې را مينځ ته شوې چې په دغو جګړوکې خټک د بنګښو ملګر تيا وکړه چې په دغو جګړو کې محمد زيو او تپې ته نږدې دوه فيصله کوونکې جګړې پيښې شوې چې په د غو جګړو کې بنګښ او ددوی ملګري خټک بر يا لي شول او اورکزي د کو هاټ شما لي غر ونو ته پر شا وتمبول شول چې تر او سه پورې هم هلته استو ګنه لري٠ ددغو جګړو په نتيجه کې چې اورکز يو کو مې سيمې له لا سه ور کړې وې یوه هم د ريسي سيمه وه چې خټکو پرې قبضه وکړه ٠دغه ځای د کو هاټ په شمال ختيزه بر خه کې مو قعيت لري٠ خټکو پر دغو ټو لو سيمو با ندې د ١٥ پيړۍ په پای يا د ١٦ پيړۍ په لو مړ يو وختو نو کې تسلط ومو ند چې په دغو سيمو کې پڼياله، زيړي، توره څيړۍ هم شا ملې وې٠ همداراز خټکو پر شمال ختيزې بر خې باندې خپله پر ا ختيا جاري و سا تله او د زيړه پر ټو لې وادۍ او د خوړه نيلاب پر وادۍ يې هم خپله قبضه ټينګه کړه چې دنيلاب وادۍ يوه بر خه په کو ها ټ او لږه بر خه يې په پيښور کې پرته ده٠ دغه وادي د چراټ د غره د لړۍ او د نيلاب د غره تر مينځ مو قعيت لري٠ د نيلاب غر د اپر يديو له سيمې نه پيل کيږي او د ختيز خو اته د سندد درياب تر پورې غاړې پورې رسيږي٠ نيلاب په عمو مي تو ګه د کو هاټ په ضلعه کې شا مل دی ٠ د خوړه شما لي بر خه دپيښور په ضلعې او جنو بي بر خه يې دکو هاټ په ضلعه کې شا مل دي٠
تر هغه ورو سته کله چې د خټکو قبيلې په شمير کې زيا توالی راغی نو په هما غه تنا سب يې خپلو مقبو ضه سيمو ته پر اختيا ور کړه او اوس هغه پراخه سيمه ددوی په لاس کې ده چې ديو سفزيو د سيمې او دکا بل يا لنډي سيند له شمالي څنډو نيولې تر کا لا باغ، عيسی خيلو، مر وتو، بنو، وزيرو او دسند ددرياب تر لو يد يزو څنډو پورې غځيدلې ده٠
د خټکو شمال ته يو سفزي، لمر پر يو تو ته يې خليل، اپريدي او بنګښ، جنوب ته يې د بنو سيمه او ختيز ته يې ابا سين مو قعيت لري٠
د خټکو د سيمې اوږدوالی شاوخوا سلو ميلو او پلن والی يې پنځوس ميلو ته رسيږي٠ د خټکو سيمه پر دوو بر خو ويشلې شوې ده چې يو يې شما لي خټک او بل يې جنو بي خټک دي ٠ د جنو بي خټکو په سيمه کې د ما لګې کا نو نه شته٠ ددې سيمې ځمکه ميد اني او شګلنه ده٠ غرونه يې شنه او اباد نه دي٠ ټيري، لاچي، کرک او شکر دره ددې سيمې مشهور ځا يو نه دي٠
د شما لي خټکو سيمه هم غر نۍ ده چې ددې غرونو نه کو مه استفاده نه شي کيدلای ٠ اکوړي، شيدو، نظام پور، امير او امير کلان ددې سيمې مشهور او لوی کلي دي.
د خټکو دسيمې په لوړو بر خو کې ځينې وړې وړې او سمسورې درې هم شته چې په ځينو بر خو کې د ښونو ځنګلي ونې شته٠ دخټکو په سيمه کې دبهادر خيلو د ما لګې کان يا درنګ ډير مشهوردی چې ددغه کان د عا يداتو په وجه ډيرې پيسي لاس ته راځي٠
دخټکو مشهور ښا خونه :
هغه خټک چې دکو هاټ په شمال ختيز کې اباد دي او دکابل دسينده پورې استو ګنه لري داکوړه خټکو په نا مه سره يا ديږي٠اکوړي دپيښور او نو ښارنه ختيزې لور ته د کا بل سيند په جنو بي څنډو کې مو قعيت لري ٠خټک په اصل کې په دوولو يو ښا خونو يعني تري او بو لاق ويشل شوي دي ٠ د هند پر نيمې وچې با ندې د انګر يزانو د واکمنۍ نه وروسته خټک په دريو نو مو نو اکوړه، ټيرې او سا غري سره يا ديږي ٠ ساغري خټک بولاق دي ، خو ملک اکوړي چې ذکر به يې وشي تري خټک و٠
"د خټکو دوه لوی لوی ښاخونه دي. يو د ټيري خټک او بل د اکوړي خټک. د ټيري خټک د کوهاټ په ضلع، او په بنو، او پنډۍ کې آباد دي. او دوی اووه قامونه دي: خورم، سيني، ټيري، بارک، ساغري، بنګي خيل، نصروټي. د اکوړي خټک د پيښور ضلع کې سهيل اړخ ته او د کوهاټ ضلع کې لمر پرېواتۀ ته آباد دي. د اکوړي خټک ټول سرونه خريې٠. بې د هغو نه چه د کوهاټ په ضلع کې دي. د تاريخ خټک د سرفراز خان عقاب خټک مطابق
د 1931ء د مردم شماري مطابق په صوبه شمال مغربي سرحد کښې د خټکو تعداد دوه لکهه (۲۰۰۰۰۰) وو
په دې خټکو کښ درې قسم خلق د نورو نه زيات معتبر دي.
خان خيل: په دې نامه د خټکو او د ټيري د دواړه ټبرو خانان يادېږي. او دوی د سپاهيګرت د صفتونو او د ملک د انتظام د قابليتونو نه ډک دي. په سول کې ډير په لويو لويو عهدو باندې مقرر دي او ډير په رسالو پټړو کې سرداران دي.
کاکا خيل: دوی د خټکو د زيړي کاکا يعني د شيخ رحمکار صاحب اولاد دي. د هغه زيارت نوښهر ته نزدې دې او د زيارت کاکا صاحب په نوم باندې مشهور دې. د کاکا خيلو مياګانو په ټولو پښتنو باندې که په رعيت کې دي او که په غيرو علاقو کې ډير لوی عزت او زور دي. او د پښتنو لويه ستانه ده او وله خلق ډيري ډيري شکرانې او منوتئي ورکوي.
فقير خيل: دا د خوشحال خان خټک د مشر ورور لوې ولي الله, عالم, شاعر جميل خان چې په فقير بابا شهرت لري مزار يې د جهانګيري نه څو کلو ميټره لرې په تنګاړو کلي چې د درګۍ خاورۍ سره نيزدې دی اولاد دي. خلق ورته د بزر ګۍ په سترګه ګوري او ډير تعظيم يې کوي. اولاد ته يې فقير خېل مياګان وايي .
خټک خلق عام د پولې پټي کار (زمينداري) کوي او ګډې بيزې وغيره ډيرې ساتي ليکن اکثرپکې چې زمکې يې خرابې او غير آبادې وي نو د مالګې کريي يعني چان کوي او سوداګري پسې لرې لرې ځي او په پوځ کې بهرتي کېږي. دا وخت هم په پوځ او مليشا کې د دريو زرو نه زيات نوکران دي او په سوداګري او نوکري کې دوی اکثر مسافري کړې وي نو ځکه يې د نورو نه خوی خصلت او سړيتوب ښۀ وي. دوی ډير سخت خواري کښ او چست چابک او خنده روی خلق دي. دوی د سندرو او دنڅاډير شوقيان دي
د خټکو مشهور خيلونه دا رنګه دي
امندي، نداخيل، بليل خيل، بشبلي خيل، درغانخيل، ګنډ ا خيل ، سمندر خيل، بهرام، خواجه خيل، نصر تي،لګاړي، عبدلي، لو ګر خيل،بدين خيل، کشيد خيل، ګل دين خيل،چر ګي خيل، علي خان خيل، عالم خان خيل،لشکر خيل، مير ګل خیل الله داد خيل، اشرف خيل، داور خيل، کامل خيل،حسن خيل،محمود خيل، بادين خيل،شيخ علي خيل، اتمان خيل، در پي خيل،بارک خيل، انو خيل ، امير جان خيل، تاتار خيل،دوران خيل، او نور٠ دخټکو يو ښاخ دا با سين نه بله خوا په م کود کې استو ګنه لري٠
د خټکو اکثره ځمکې د بنجر والي له کبله د کر نې وړ نه دي٠ د خټکو په سيمه کې غنم، با جرې، چڼي او با جرې کرل کيږي٠ همداراز دوی د نا رنجو، ليمو ګانو او انګورو با غو نه هم لري٠
د خټکو د سيمي معد ني پيداوار مالګه، پټکری او د ډبرو سکاره دي٠
خټک د نورو پښتنو په څېر غير تي، زړور، ننګيالي، ميلمه پال او دعلم او زده کړې سره زيا ته مينه لري، همدا سبب دی چې زيا تره خلک يې با سواده او ښه تکړه ډاکتران، د پو هنتون استادان، انجنيران او د کمپيو ټر ما هر ين لري ٠ په پوځ کې هم ډير خټک په دندو بو خت دي٠
د خټکو د قبيلي يوه ښه ځا نګر تيا داده چې لا نجې مسلې د جر ګو او ننواتو له لارې اواروي او په عمومي تو ګه د جر ګو د فيصلو او پر ېکړو ډير درنا وی کوي٠
خټک په عمو مي ډول د شعر او شا عرۍ او مو سيقۍ سره ډير ه مينه لري ،همداوجه ده چې د او چتې پا يې شا عران او د مو سيقۍ فنکاران پکې ډير دی٠ دوی د مو سيقۍ په الا تو کې رباب، هار مو نيم،طبله او د مو سيقۍ نور الات استعما لوي٠ په پښتنو کې د خټکو اتڼ ډير مشهور دی٠
خټک د دنيا په هر ملک کښې استوګنه او روزګار کوي
د ١٩٦١ع کال د سر شمير نې له مخې ددوی شمير د٣٧٨٣٠٤ تنو په شا او خواکې ښودل شوی و چې ښا يې دا شمير به اوس ډير زيات وي چې ا کثره يې په کو هاټ کې او سيږي٠
د خټکو مشهور او نو م يالي خلک دا دي :
ا-ملک اکوړې : د خو شال خان غور نيکه د هندد مغو لي واکمن جلال الدين محمد اکبر ٩٦٣/١٠١٢ ع معا صر چې دمغولي در بار له خوا د خير اباد قصبه او تر نو ښاره پورې سېمې ده ته د جا ګير په توګه ور کړل شوې وې٠ ده د لو يې پا چا هي لارې سا تنه کوله٠ سرای اکوړه چې د اکوړه خټکو صدر مقام دی هم دملک اکوړي له خوا ودا ن شوی دی٠
٢- يحيي خان : د ملک اکوړې مشر زوی چې د خپل پلار تر وفات ورو سته دهغه پر ځای د خټکو د قبيلې مشر و٠
٣-شهباز خان د خو شال خان خټک پلار وه
٤- خان عليين مکان ستر خو شال بابا چې دتورې او قلم خا وند و٠ د مغولو پر خلاف يې ډیرې مبارزې کړي دي
د ديوان خاوند واو ډير کتابو نه يې کښلي دي٠ مشهور اثار يې د خو شال کليات، دخو شال خان ديوان، سو اتنا مه، طب نا مه ،بازنا مه،دستار نامه، فراقنا مه، فضل نا مه، هد ا يه ، ائينه، صحت البدن، بياض، زنځيرۍ,نام حق,اخلاق نامه او نور دي ٠
۵ - جميل خان د خوشحال بابا سکه ورور چې لوی ولي الله.عالم او شاعر وه په فقير بابا مشهور وو ډيدېر کتابونه يې ليکلي چې موندلي کتابونو نومونه يې دا رنګه دي
دل تذکرةالاولياء
نور محمديه
تذکره شيخ رحمکار
۶- اشرف خان هجري د خوشحال بابا مشری زوې دی چې مغولي واکمن اورنګزيب بندي کړ او د هندد بيجا پور په زندان کې وفا ت شو٠ دی شاعر وه او دديوان يې چاپ سوی٠
۷- افضل خان خټک د اشرف خان هجري زوی او دخو شال خان خټک لمسی و دتاريخ مر صع ليکوال چې دافغا نانو تاريخ او انساب پکې راغلي دي٠
۸- عبدا لقادر خان خټک ديوان يې چاپ دی د خوشحال بابا زوې دی اوس اوس يې يوسف زليخا مثنوي ميا وکيل شاه فقير خېل د تحقيقي سريزې او لغت نامې سره چاپ کړي د عبدالقادر خان بل سکه ورور شهباز خان وه دا دواړه ورورڼه د خپل تره فقير جميل بابا زومان وو
۹- سکندر خان خټک د خوشحال بابا زوې دی چې د سکندر خان کليات يې ميا وکيل شاه فقير خېل سره تحقيقي سريزې او لغت نامې سره چاپ کړی
۱۰- بهرام خان خټک چې د خوشحال بابا زوې دی د اشرف خان خټک سکه ورور دی د خوشحال بابا او د بهرام خان د يو بل سره تعلقات ښه نه وو
د خټکو نوموړي اولياء
۱) ارت بابا خوړه نظام پور
۲)شيخ الله داد بابا مندوني کښې
۳) نسک بابا ټيري کښې
۴) غازي بابا ټيري کښې
۵) شيخ علاوالدين بابا ټيري کښې
۶) نيکي بابا بهادرخېل کښې
۷) کاکا صاحب,(شيخ رحمکار )
۸) جميل خان (جمال خان) فقير بابا تنګاړو کلي اکوړه خټک
۹) شيخ بابر بابا ډاګ اسماعيل خېل
۱۰) مست بابا
۱۱) غالب ګل بابا
۱۲) بهادر بابا (ابک صيب)
حوالې=
۱ تاريخ مرصع د افضل خان خټک چاپ يونيورسټي بک ايجنسي پيښور
۲ تاريخ خټک سرفراز خان عقاب خټک چاپ يونيورسټي بک ايجنسي
۳ دی پټهان( انګريزي) ار ډبليو رجوے
۴ تاريخ حيات افغاني حيات محمد خان پښتو ترجمه عبدالطيف ياد کابل چاپ
۵ خټک او تاريخ ليک د ميا وکيل شاه فقير خېل پلوشه مياشتينۍ مجله کراچۍ
۶ د سکندر خان خټک کليات سريزه لغت نامه ترتيد د ميا وکيل شاه فقير خېل چاپ دانس خپرندويه ټولنه کابل
۷ د صديق ديوان سريزه.لغت نامه او ترتيب د ميا وکيل شاه فقير خېل چاپ دانش خپرندويه ټولنه کابل
۸ د کامګار خان خټک کليات سريزه.لغت نامه او ترتيب د ميا وکيل شاه فقير خېل چاپ دانش خپرندويه ټولنه کابل
۹ يوسف زليخا مثنوي د عبدالقادر خان خټک سريزه.لغت نامه او ترتيب د ميا وکيل شاه ففير خېل چاپ پښتو اکيډمي کوټه بلوچستان
۹ د معاذالدين خټک ديوان سريزه لغت نامه او ترتيب د ميا وکيل شاه فقير خېل چاپ دانش خپرندويه ټولنه کابل
ميا وکيل شاه فقير خېل
شجره خټک
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.