Skip to main content

Malala Of Maiwand. Who Was Malalai Afghan.

 Malala Of Maiwand. Who Was Malalai Afghan.


د ميوند د ورځي په اړه:

ملالۍ، څوک، چيري او څنګه اتله سوه؟

پوره ۱۴٣ کاله د مخه په نننۍ ورځ، د۱۸۸۰ع کال د جولای ۲۷ د دوشنبې په ورځ سهار د کندهار لوېدځ #ميوند په سوځنده دښته کي د #محمد_ایوب_خان تر مشرۍ لاندي افغان لښکر د انګرېز يرغلګرو سره په جګړه واوښت چي افغان ښځو هم پکښي ګډون لاره.

د نړۍ په دې مشهوره جګړه کي د افغان لښکر له يوه قومندان سره خپله پېغله لور هم وه چي [#ملالۍ]نومېده. ملاله د کندهار ختيځ ميوند د خوګياڼو کارېز وه چي د شفاهي رواياتو او قبر د جوړښت له امله په ونه دنګه پېغله ښکاري.

سهار پيل سوې خونړۍ جګړه په داسي حال کي غرمې ته ورسېده چي ايوب خان د ځان ماته پکښي حتمي وبلله، د دريو زرو انګرېزي او ملاتړي هندي ځواک په وړاندي اوس يوازي پنځه سوه افغانان په نيم ژواندي حالت کي ولاړ وه، په دې بدمرغه شېبه کي افغان بيرغچي هم ولګېد او د ملي مبارزې بيرغ[سور/سپين] پر مځکه ولوېد، دا چي ملاله او [سردارو*] د جګړې شاته دوې پېغلي وې، ملاله د بيرغ اوچتولو ته ور وړاندي سوه او د ناره ئې کړه:

خال به د يار له وينو کښېږدم***چي شينکي باغ کي ګل ګلاب وشرموينه

که په ميوند کي شهيد نه سوې***خدایږو لاليه بې ننګۍ ته دي ساتينه

دې چغي د افغان ځواکونو لوېدلي مورال داسي وننګاوه چي په يوه پرېکنده بريد ئې د دښمن ملا غوټه ورماته کړه او ددې ورځي جګړه د انګرېز په تېښته پای ته ورسېده.

د افغان جسدونو ټولولو په وخت کي د يوې پېغلي جسد هم وموندل سو چي د ايوب خان لخوا امر وسو چي همدلته دي د نورو افغانانو سره د مانده پر شمال غاړه ښخه کړل سي [سردارو بيا تر ډېره ژوندۍ وه او وروسته مړه سوه].


استاد احمدصميم د ښکلا مجلې په يوه ليکنه کي ليکي چي ده ته [حاجي لالي اڅکزي] چي عمر ئې ۱۳۰کاله وو او د ميوند په جګړه کي ئې ګډون کړی وو؛ کيسه وکړه چي ملاله ئې پخپله لېدلې ده چي د اغا محمد خوګاڼي لور وه او کيږدۍ ئې د خیگ کارېز پر بارانه ولاړه وه.


موږ د کلي خلګ پر یوه دوکانچه/تنګاچه سره ناست وو چي یوه چټه پېغله راغله؛ سور ټیکری ئې تر سر تړلی وو، او سپین ټکری ئې د یوې لښتي پر سر غوټه کړی وو، او د جنګ پر لور ولاړه.

ويل کېږي چي د ملالۍ خپلوان اوس د #هرات په (سینگران) کي پراته دي او له هغې ورځي خپل مړي د ميوند په هديره کي ښخوي.


د میوند نوم د غزنوي دربار نامتو وزير حسن ميمندي ته منسوب دئ او هم د شهيدانو پر هديره تاريخي څلی لري چي په ليدولو ارزي.

د ميوند تاريخي ماتي وروسته په لندن کي پارلمان په۱۲۰ رايو سره د کندهار تخليه رسماً منظور او پاس کړه. برتانوي پوځ د پروګرام له مخه د ۱۸۸۱ع کال د اپريل تر ۲۷ له کندهاره ووت او هغه ئې عبدالرحمن خان ته وسپاری.


 د برتانيې بيرغ د يوويشت توپونو په سلامۍ سره په اوسني ولايت کي راکښته او انګرېزان او افغانان دواړه په دې توګه د مبتلا مصيبته خلاص سول، خو دا چي د کندهار ځيني برخي لکه #سيوۍ، #خرقه_شریفه #کوټه، چاغی، #ږوب، #پښين او #چمن د انګرېزانو سره پاته سول، مانا دا چي هغوی نيم کندهار په خپله واکمني کي مدغم او له افغانستانه بېل کړ، په داسي حال کي چي امير عبدالرحمن د مرکزي کندهار په وړيا اخيستو سره دومره خوشحاله سو چي د پاته کندهار غوښتنه ئې هېره کړه.

د افغانانو په سياسي تاريخ کي د ميوند انګرېز ماتي خورا ستر چانس وو خو چنداني سمه ګټه ورڅخه وانه خيستل سوه. 

ياده دي وي چي د کندهار ښار د شهيدانو څلور لاري توپونه د همدې ورځي دي چي افغانانو ته په لاس ورغلل.

انګرېزي سرچينو کي تر ټولو ښه تشريح Illustrated London News ورکړې ده چي يو خبريال ئې په دې جګړه کي ګډون لاره. 

*سرداره غازي د ملاعبيدالله لور د امير شيرعلي خان د وزير سردار محمد رفيق خان لودين خور او د سردار مقصود خان محمدزي ښځه وه. نوموړې له ملالې سره ملګرې وه او تر ډېره ژوندی وه.

 نور مهم عکسونه کامنټ کي...

د ملالۍ د نورو ډېرو نور مالومات دلته: https://rb.gy/vnltuv

#Afghanistan_history #دافغانستان_تاريخ 🇦🇫

ټويټر: twitter.com/pashtonzoy

#MaiwandDay


Malala Of Maiwand. Who Was Malalai Afghan.




Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso