Life Of Bacha Khan Baba. Highlights Of Bacha Khan Baba Personal and Political Life.
د باچا خان بابا ژوند
1889-90
خان عبد الغفار خان په اتمانزو چارسده کښې دَ بهرام خان کور کښې پېدا شو.
1896
جومات کښې ئې د قرآن کريم زده کړه شروع کړه.
1898
په ميونسپل بورډ هائي سکول پېښور کښې داخل کړے شو.
1901
په اېډورډز مشن هائي سکول کوهاټي ګېټ پېښور کښې داخل کړے شو. E.F.E Wigram هغه وخت د دې سکول هيډ ماسټر ؤ.
1906
د آرمي د کمېشن اخستلو نه ئې انکار وکړو.
1908
اسلاميه سکول علي ګړهـ ته لاړو.
1909
انګلستان کښې ئې د تعليم نۀ کولو فېصله وکړه.
1910
په خپل کلي اتمانزو کښې ئې يو سکول د مولانا عبد العزيز په ملګرتيا کښې شروع کړو.
1911
د رځړو د يار محمد خان د لور سره ئې وادۀ وشو.
1911
د حاجي صېب د ترنګزو په اصلاحي تحريک کښې شامل شو.
1913
مشر ځوئې عبد الغني خان پېدا شو.
1913
د مسلم ليګ يو اجلاس له اګرې ته لاړو.
1914
د مولوي فضل ربي او مولوي فضل محمود سره د شېخ الهند محمود الحسن په بلنه دېوبند ته لاړو.
1914
د چېلې اېستلو دپاره باجوړ ته لاړو
1915
انګرېزانو د اتمانزو په ازاد سکول پابندي ولګوله.
1915
دوېم ځوئې خان عبد الولي خان پېدا شو.
1918
کور واله ئې وفات شوه.
1919
د رولټ اېکټ خلاف ئې د سياسي ژوند اغاز وکړو.
1919
ګرفتار شو .
1919
دوېم وادۀ ئې د سلطان محمد خان د لور نامياته سره وکړو.
1920
خلافت کانفرنس کښې د شرکت کولو دپاره دهلي ته لاړو.
1920
افغانستان ته په هجرت لاړو.
1920
صوبائي خلافت کمېټي جوړه شوه او د هغې صدر منتخب کړے شو.
1920
د خلافت تحريک دپاره ئې د چندې راټولولو مهم شروع کړو. دا رقم به په هغه مدرسو لګولے شو کومې چې حکومت په ١٩١٥ کښې بند کړے وې.
1921
په اتمانزو کښې يې وړومبۍ ازاده مدرسه جوړه کړه.
1921
تحريک اصلاح افاغنه جوړ کړو او د هغې وړومبے صدر ئې باچاخان او د پښتو ژبې وړومبے ډرامه نګار ميا محمد شاه د هغې سېکرټري جنرل مقرر شو او محمد اکبر خان خادم د شاعر په حېث.
1921
په 25 مۍ يې د دويم ټبر نه لور ميرتاجه پېدا شوه.
1921
په 17 دسمبر د 40 اېف سي آر د لاندې ونيولے شو او درې کاله بامشقته قېد کړے شو. د دۀ خلاف الزامونه دا وو چې د هجرت په تحريک کښې لويه برخه اخستې وه او دوباره ئې په اتمانزو کښـې ازاد سکول شروع کړے وۀ.
1921
حکومت د هغۀ د مشر ورور ډاکټر خان صېب او د نورو پښتنو مشرانو په ذريعه په جېل کښـې هغۀ ته ووې چې مونږ تا ته د ازاد سکولونو چلولو اجازت درکوو خو د صوبې دورې پرېږده.
1922
هغه په جېل کښې وۀ چې په 20 اګست د دوېم ټبر نه ئې درېم ځوئې عبد العلي خان پېدا شو.چې مشهور ماهر تعليم دے او د پېښور يونيورسټۍ او ګومل يونيورسټې وائس چانسلر پاتې شوے دے.
1923
چې کله د ډېره غازي خان په جېل کښې وۀ نو مور بي بي ئې وفات شوه.
1923
د هغۀ مشر ورور ډاکټر خان صېب د لندن سېنټ تهامس هسپتال نه ډاکټري وکړه او هلته ئې د يوې انګرېزې سره په دوېم ځل وادۀ وکړو. د هغې نه د ډاکټر صېب يو زوے جان خان او يوه لور مريم وه.
1924
د جېل نه رها شو.
1924
د جېل نه په واپس راتلو ورته د اتمانزو يوې جرګې د فخر افغان خطاب ورکړو.
1924
په صوبه کښې د جوړو شوو ازادو سکولونو چې خدائي خدمتګارانو چلول د هغې په دوره روان شو.
1926
د آل انډيا کانګرس د تحريک خلافت په حقله په کلکته کښې کېدونکي اجلاس له لاړو .
1926
د باچا خان بابا پلار بهرام خان وفات شو.
1926
د خپل ټبر او مشرې خور سره حج له لاړو.
1926
د حج ادا کولو نه پس سره د خپل کور واله هلته ايسار شو او د سعودي عرب او فلسطين مختلف ځايونه ئې وکتل. هم هلته ئې کور واله په حق ورسېده او په بېت المقدس کښې دفن کړې شوه.
1928
په مۍ ١٩٢٨ کښې ئې يوه رساله د "پښتون" په نوم په پښتو ژبه کښې شروع کړه.
1928
باچا خان د انجمن نوجوانان صوبه سرحد په نامه يو تنظيم جوړ کړو.
1928
د ملګرو سره کلکتې ته د خلافت کانفرنس له لاړو. هلته ئې مولانا ظفر علي خان، علامه اقبال او علي برادرانو سره د سرحد او افغانستان په حقله خبرې اترې وشوې.
1928
په ١١ نومبر د کانګرس د صوبائي کمېټې صدر وټاکلے شو.
1929
د کانګرس سالانه اجلاس کښې د شرکت دپاره لاهور ته لاړو. چې په هغې کښې د ټول هندوستان د ازادولو غوښتنه وشوه.
1929
د کانګرس اجلاس له لکهنو ته لاړو چې په وړومبي ځل ئې مهاتماګاندهي او جواهر لعل نهرو سره ليدل کتل وشو.
1929
په افغانستان ئې د بچه سقه خلاف د نادر خان فتح د نورو خدائي خدمتګارانو سره ونمانځله.
1929
د ټول هندوستان دوره ئې په دې غرض وکړه چې د افغانستان د پښتنو په حقله د نورو خلقو مرسته نوره هم تېزه او تنده کړي.
1929
د نوجوانان صوبه سرحد تنظيم له ئې د يو غېر سياسي نتظيم "خدائي خدمتګار" نوم ورکړو چې وروستو دا تنظيم د پېرنګي د ظلمونو له وجې يو سياسي تحريک شو، بابا په خپله د دې تنظيم سالار اعظم ؤ.
1929
کلي په کلي وګرځېدۀ چې خلقو کښې خدائي خدمتګار تحريک معرفي کړي.
1929
د خلافت تحريک د کانګرس سره د اختلاف راتلو له وجې ئې د خلافت کمېټۍ د صدارت نه استعفي ورکړه.
1929
په اتلسم او نولسم اپرېل ئې په اتمانزو کښې د خدائي خدمتګار تحريک يوه غونډه وکړه چې په کښې دوه سوه سرخپوش شريک شو.
1929
په ستمبر کښـې ئې د خدائي خدمتګار سياسي څانګه د زلمو جرګه په نوم پرانسته چې وروستو بيا د هغې نوم افغان جرګه کېښودے شو.
1930
په درويشتم اپرېل ئې په اتمانزو کښې يوه جلسه وکړه او خلقو ته ئې د حکومت خلاف په سول نافرمانۍ کښې د شريکېدو خواست وکړو.
1930
په درويشتم اپرېل سره د ملګرو پوليس په نحقۍ کښې د ايف سي آر د لاندې ګرفتار کړو او درې کاله قېد کړے شو.
1930
مياشتنۍ پښتون مجله بنده کړې شوه.
1930
د هغۀ د ګرفتارۍ خلاف په درويشتم اپرېل د قصه خانۍ دردناکه پېښه وشوه.
1930
د مۍ په دويم تاريخ د پښتونخوا خلقو د حکومت خلاف هړتال وکړو.
1930
د مۍ په ديارلسم تاريخ حکومت اتمانزو کلے محاصره کړو چې خلق په دې مجبور کړي چې هغوي خدائي خدمتګاري پرېږدي.
1930
په اتويشتمه مۍ د ټکر پېښه رامنځ ته شوه.
1930
د قېد دوران کښې باچا خان بابا کانګرس سره خبره وکړه چې کۀ هغوي زمونږ امداد کوي نو هغوي به خپل تحريک کانګرس سره وتړي.
1931
د يو کال قېد تېرولو نه پس د ګاندهې جي او ارون پېکټ ترمخه د ډېره غازي خان جېل نه رها کړے شو.
1931
په مارچ کښې د کانګرس په کراچۍ کښې کېدونکي اجلاس له په وړومبي ځل د هغوي په بلنه د سلو خدائي خدمتګارو سره شريک شو.
1931
په اپرېل کښې دهلي ته د کانګرس اجلاس له لاړو.
1931
په مۍ کښې يو ځل بيا "پښتون مجله" د عبدالخالق خليق په ادارت کښې شروع شوه.
1931
په نهم جون د ګاندهي جې سره د کانګرس د ورکنګ کمېټۍ اجلاس له لاړو.
1931
په جوﻻئي کښې د ګاندهي جي ځوئے دېوداس ګاندهي د پښتونخوا د حالاتو معلومولو دپاره پېښور ته راغے او په اتمانزو کښې د بابا سره دېره شو.
1931
حکومت د خدائي خدمتګار تحريک د اثر رسوخ ختمولو په غرض خاکسار تحريک شروع کړو او د پېښور ګورنمنټ هائي سکول هېډ ماسټر عنايت الله مشرقي ئې د هغې وړومبے صدر مقرر کړو.
1931
په دېرشمه جولائي د صوبې چيف کمشنر سر سټيورټ پيئرز د باچا خان سره انټرويو وکړه.
1931
په ديارلسم اګست باچا خان بمبۍ ته د آل انډيا کانګرس اجلاس له لاړو په دغه اجلاس کښې فېصله وشوه چې په صوبه سرحد کښې دې يوه نوې کمېټي د سرحد کانګرس کمېټۍ په نوم يا د سرحدي صوبې جرګه په نامه جوړه شي.
1931
په پنځويشتم اګست د ګاندهي جې او جواهر لعل نهرو په ملګرتيا کښې د وائسرائے سره مټينګ له شملې ته لاړو.
1931
په څلېريشتم دسمبر په تحريک پابندې ولګېده او په خپل کور کښې ګرفتار شو او د درې کاله قېد بامشقت سزا ورکړې شوه.
1932
په دسمبر کښې بيا يو ځل پښتون مجله د حکومت د جبر ښکار شوه او بندېز پرې ولګېدو.
1934
په اوولسم اګست ئې د ګاندهي جي د روژې نيولو په وجه هغۀ سره د همدردۍ کولو دپاره يوه هفته روژې ونيولې.
1934
په اوويشتم اګست د درې کاله قېد تېرولو نه پس رها شو خو خپلې صوبې ته په تللو ئې پابندي ولګولې شوه او پنجاب کښې نظربند کړے شو.
1934
په دېرشم ستمبر ئې په کلکته کښې عوامو ته د يوې جلسې په دوران کښې په هندو مسلم اتحاد باندې خطاب وکړو.
1934
په بمبۍ کښې ئې يو اجلاس ته خطاب وکړو د هغې په وجه حکومت په يو پي واردها کښې په اووم دسمبر ګرفتار کړو.
1936
په اګست کښې رها کړے شو خو لا په خپله صوبه او پنجاب تللو ئې پابندې وه د دې وجې نه دوباره واردها ته لاړو او ګاندهي جي سره دېره شو.
1937
په فرورۍ کښې عام انتخابات وشو چې پکښې خدائي خدمتګارو په پنځوسو کښې په نولسو سيټونو کاميابي حاصله کړه.
1937
په مارچ کښې د ګاندهې جي سره آل انډيا کانګرس اجلاس له دهلي ته لاړو.
1937
په سرحد او پنجاب ته تللو چې کومه پابندي پرې لګېدلې وه هغه په شپږويشتم اګست پورته کړې شوه.
1937
شپږ کاله بهر تېرولو نه پس د ګاندهي جي سره خپلې صوبې ته راغلو او خان عبدالولي خان په اتمانزو کښې د دواړو استقبال وکړو.
1937
سرحد ته د راتلو نه پس ئې فېصله وکړه چې د ټولې صوبې او بلوچستان يوه دوره وکړي او خدائي خدمتګار تحريک فعال کړي.
1938
په وړومبۍ مۍ ګاندهي جي د صوبه سرحد د اتو ورځو په دوره راغلو.
1938
په مۍ کښې باچا خان بابا بيا پښتون مجله شروع کړه اوس مياشتنۍ نۀ وه بلکې لس ورځې پس به چاپ کېدله او ايډيټر ئې عبدالخالق خليق صاحب ؤ.
1938
د ګاندهي جي سره د آل انډيا کانګرس د ورکنګ کمېټۍ اجلاس له کلکتې ته روان شو.
1938
ګاندهي جي د صوبه سرحد د يوې مياشتې په دوره د تللو پروګرام جوړ کړو.
1940
په مارچ کښې باچا خان بابا د آل انډيا کانګرس سالانه اجلاس له رام ګړهـ بهار ته روان شو.
1940
باچا خان بابا د کانګرس ورکنګ کمېټۍ اجلاس کښې شرکت وکړو. په دې اجلاس کښې په صوبه سرحد کښې د سول نافرمانې د تحريک شروع کولو کار ورته وسپارلے شو.
1940
يو وار بيا پښتون رساله بنده کړې شوه.
1941
په دريشتم دسمبر باردولي ته د ورکنګ کمېټۍ اجلاس له لاړو.
1941
باچا خان با با په توله پښتونخوا کښې د خدائي خدمتګارو دپاره ټرېنېنګ کيمپونه پرانستل.
1942
ګاندهي جي او با چا خان بابا دواړو د آل انډيا کانګرس نه استعفي ورکړه ځکه چې هغوي حکومت سره په دوېم عالمي جنګ کښې د تعاون اعلان وکړو.
1942
په جولائي کښې باچا خان بابا د خدائي خدمتګارو دپاره د پېښور نه څوارلس ميله لرې په سردرياب کښې يو مرکزي دفتر د مرکز اعلي خدائي خدمتګاران په نامه جوړ کړو.
1942
په اوويشتم اکتوبر باچا خان بابا سره د نورو خدائي خدمتګارانو د چارسدې نه مردان ته د تللو په وخت ميروس ډېرۍ کښې "د هندوستان پرېږدئ تحريک" په وجه د پوليس نه وهل وخوړل چې په هغې کښې ئې دوه پُښتۍ ماتې شوې او هري پور جېل ته بوتللے شو او دوه کاله قېد کړے شو.
1945
ډاکټر خان صاحب د لارډ کننګم په دعوت د صوبه سرحد کښې خپل وزارت جوړ کړو.
1945
په اوولسم مارچ د لارډ وېويل د اعلان ترمخه د نورو قېديانو سره رها کړے شو.
1945
باچا خان بابا او ګاندهي جي د کانګرس او د هغې د ورکنګ کمېټۍ نه د وتلو نه پس په بمبۍ کښې بيا په کانګرس کښې شامل شو.
1945
په مۍ کښې باچا خان بابا بيا د پښتون اجرا وکړه. خو دا ځل د هفته وار اخبار په شکل کښې ؤ.
1945
په پنځويشتم جون باچا خان بابا او ډاکټر خان صاحب په شمله کښې د وېويل په کانفرنس کښې د کانګرس د نمائندګانو په حېثيت شريک شو.
1946
باچا خان بابا د انډيا د مرکزي پارليماني اسمبلۍ ممبر وټاکلے شو.
1946
د حکومتي مسئلو باندې د خبرو اترو کولو دپاره باچا خان دهلي ته د ګاندهي جي ملاقات له لاړو.
1947
په دوويشتم اپرېل باچا خان بابا وړومبي اېشين ريلېشن کانفرنس ته خطاب وکړو.
1947
په مۍ کښې د پښتون زلمے په نوم يو تنظيم باچا خان بابا په خپله رهنمائۍ کښې جوړ کړو او د هغې مشري ئې خپل مشر ځوئي عبدالغني خان ته وسپارله.
1947
په يويشتم جون باچا خان بابا د پښتونستان مطالبه په بنو کښې وړاندې کړه چې وروستو د بنو قرارداد په نوم مشهور شو.
1947
باچا خان بابا د ګاندهي جي، لارډ ماؤنټ بېټن او محمد علي جناح سره په يو اجلاس کښې شرکت وکړو کانګرس ته په صوبه سرحد کښې د رېفرنډم کولو کار وسپارلے شو خو باچا خان بابا د دې نه بائيکاټ وکړو.
1947
د پاکستان جوړېدو نه پس په دوويشتم اګست حکومت د ډاکټر خان صاحب وزارت مات کړو او د هغۀ په ځائې ئې عبدالقيوم خان راوستو.
1947
په دوېم او درېم ستمبر باچا خان په پاکستان کښې دننه د صوبې د نوم پښتونستان مطالبه وکړه.
1948
باچا خان بابا د قامي اسمبلۍ اجلاس کښې د شرکت کولو دپاره کراچۍ ته لاړو.
1948
په درېمه فرورۍ باچا خان د وړومبۍ پارليماني اسمبلۍ د غړي په حېثيت حلف وچت کړو.
1948
په پينځم مارچ ئې قامي اسمبلۍ ته په اردو کښې خطاب وکړو.
1948
د مارچ په مياشت کښې باچا خان د پيپلز پارټۍ په نوم يوه پارټي جوړه کړه چې عبدالصمد خان اچکزے، عبدالمجيد سندهي، جي اېم سيد، شېخ هشام الدين دوي هم ورسره ملګري وو. باچا خان بابا متفقه توګه باندې د دې صدر منتخب شو.
1948
د اپرېل په منځومانه کښې جناح صېب صوبه سرحد ته راغے باچا خان بابا ئې هرکلے وکړو.
1948
په ديارلسمه مۍ باچا خان بابا د خدائي خدمتګار تنظيم په ټول ملک کښې د خورولو اعلان وکړو او وې وئيل چې دا خدائي خدمتګار به د نوې جوړې شوې پيپلز پارټۍ رضا کاره ډله وي.
1948
په مۍ کښې باچا خان بابا خپلې صوبې ته راغلو او په ټوله صوبه کښې ئې د حکومت خلاف تحريک شروع کړو.
1948
د شمالي علاقو د دورو نه پس باچا خان بابا اراده وکړه چې اوس سوېلي علاقو ته لاړ شي خو د دې نه اګاهو په پينځلسم جون ګرفتار کړے شو او درې کاله قېد کړے شو.
1948
په څلورمه جولائي ١٩٤٨ د سرحد حکومت د يو آرډيننس په ذريعه خدائي خدمتګار تحريک خلاف قانون وګرځولو.
1948
په دولسم اګست هر کله چې باچا خان بابا جېل کښې ؤ د بابړې دړدناکه واقعه پېښه شوه.
1948
د ستمبر په مياشت کښې خدائي خدمتګار تحريک خلاف قانون وګرځولے شو او د سردرياب مرکز وران کړے شو.
1950
د باچا خان بابا درې کاله قېد ختم شو خو څو ځله د بنګال ريګولېشن ١٨١٨ د لاندې شپږ شپږ مياشتې زيات کړے شو.
1952
په فرورۍ کښې د بابا پوخ ملګرے او دوست قاضي عطاء الله خان چې د ډاکټر خان صاحب په وزارت کښې وزير تعليم ؤ وفات شو.
1952
د باچا خان بابا په ميو هسپتال لاهور کښې اپرېشن وشو.
1954
په جنورۍ کښې باچا خان بابا سره د نورو خدائي خدمتګارانو د جېل نه رها کړے شو خو د پنډۍ په سرکټ هاؤس کښې نظربند وساتلے شو.
1954
په مارچ کښې باچا خان بابا ته اجازت ورکړے شو چې د بنګال اسمبلۍ اجلاس له لاړ شي هغۀ هلته اسمبلۍ ته په اردو کښې تقرير وکړو او پکښې يې هغه ټول وجوهات بيان کړل د کومو له وجې چې هغه جېل ته کړے شوے ؤ.
1954
باچا خان بابا د ون يونټ مخالفت وکړو. په دې مسئله کښې هغه د خپل ورور ډاکټر خان صاحب مخالف ؤ کوم چې هغه وخت دئ مغربي پاکستان چيف منسټر ؤ.
1955
حکومت د باچا خان بابا خپلې صوبې ته په راتللو چې کومه پابندې لګولې وه هغه ئې وچته کړه.
1955
په ستمبر کښې باچا خان بابا د صوبه سرحد دورې ختمې کړې او د بلوچستان په دوره د عبد الصمد خان اچکزي په وېنا روان شو.
1955
بلوچستان ته لا په لاره ؤ چې سره د دوو ملګرو ګرفتار کړے شو. خو بيا په شپږويشتم ستمبر رها کړے شو..
1956
په شپاړسم جون باچا خان بابا ملکي سلامتيا ته دنقصان رسولو په الزام کښې په شاهي باغ پېښور کښې ګرفتار کړے شو. دغسې هم په دغه ورځ عبد الصمد اچکزے هم په کوئټه کښې ګرفتار کړے شو.
1956
په شپږم ستمبر په لاهور هائي کورت کښې د جسټس شبير احمد په عدالت کښې په باچا خان بابا کېس شروع شو.
1956 په شپږم ستمبر باچا خان بابا عدالت ته خپل يو ليکلے بيان ورکړو چې هغې کښې ئې د خپل ټول ژوند حالات ليکلي وو.
1957
په څلېريشتمه جنورۍ عدالت باچا خان بابا څوارلس زره روپۍ جرمانه کړو چې د هغې د ورکولو نه هغۀ انکار وکړو نو د هغۀ جائداد په کښې ضبط کړے شو.
1957
باچا خان بابا پرېښودے شو.
1957
په اوويشتمه جنورۍ باچا خان بابا په پاکستان نېشنل پارټۍ کښې شامل شو چې د شپږو مخالفو سياسي پارټو نه جوړه شوې وه.
1957
د باچا خان بابا مشر ورور ډاکټر خان صېب په اوومه جولائې د مغربي پاکستان د وزير اعلي د عهدې نه لرې کړے شو.
1957
د جولائي په مياشت کښې باچا خان بابا، مولانا بهاشاني، ميا افتخار الدين او جي اېم سيد په ډهاکه کښې په يو کانفرنس کښې عوامي نېشنل پارټي جوړه کړه.
1958
باچا خان بابا د "ون يونټ او پښتانۀ" په نوم د يو يونټ خلاف يو پمپلټ چاپ کړو.
1958
په ديارلسم ستمبر باچا خان بابا بلوچستان ته د داخلېدو په جرم کښې کوئټه کښې ګرفتار کړے شو ځکه چې ډسټرکټ مجسټرېټ بلوچستان ته د هغۀ په داخله پابندې لګولې وه. پېښور ته ئې راوستو او رها ئې کړو.
1958
په يولسم اکتوبر باچا خان بابا او مولانا بهاشاني صېب د نورو اتو لويو لويو ليډرانو په شمول په مشرقي پاکستان کښې د پاکستان سېفټي اېکټ د لاندې ګرفتار کړے شول. په دې موقع عبد الصمد خان اچکزے هم ګرفتار شو او څوارلس کاله بامشقته قېد کړے شو.
1959
په څلورم اپرېل باچا خان بابا رها کړے شو. هغۀ د ټولې صوبې دوره شروع وکړه. هم په دغه کال باچا خان بابا سره د نورو سياسيانو د اېبډو يعني (Elective bodied disqualification order د لاندې تر کال 1966 پورې نااهله وګرځولي شول.
1961
په دولسم اپرېل کښې باچا خان بابا چې کله د سوېلي علاقو په دوره ؤ نو په ډېره اسماعيل خان کښې د Public order Ordinance د لاندې ګرفتار کړے شو.
1962
يو غېر سياسي تنظيم "اېمنسټي انټرنېشنل" باچا خان بابا Prisoner of the year وګرځولو.
1962
د دسمبر په مياشت کښې اېمنسټي انټر نېشنل د باچا خان بابا د رها کولو غوښتنه وکړه ځکه چې حکومت به د هغۀ قېد هر شپږ مياشتې پس زياتولو.
1964
په دېرشمه جنورۍ باچا خان بابا د هري پور جيل نه رها کړے شو ځکه د هغۀ صحت ورځ تر ورځ خرابېدو.
1964
په اوويشتمه مۍ پنډت جواهر لعل نهرو مړ شو باچا خان بابا د هغۀ لور ته د تعزيت پېغام د تار په ذريعه ولېږلو.
1964 په ستمبر کښې حکومت باچا خان بابا له برطانيې ته د علاجئ دپاره د تللو اجازه ورکړه. په لندن کښې هغۀ د صوبه سرحد د زوړ ګورنر جنرل اولف کېرو سره ملاقات وکړو.
1964
په دولسم دسمبر باچا خان بابا د يورپ نه افغانستان ته لاړو.
1965
په يو دېرشم اګست باچا خان بابا په کابل کښې په پښتونستان چوک کښې د پښتونستان د ورځې نمانځلو دستوره کښې شرکت وکړو.
1969
د مۍ په مياشت کښې د هندوستان حکومت باچا خان بابا له د بين الاقوامي خېرخواهۍ په لړ کښې د هغۀ د کړوخدماتو په اعتراف کښې "نهرو امن اېوارډ" ورکړو.
1969
په جون کښې د هندوستان وزير اعظمې اندرا ګاندهي په کابل کښې د باچا خان بابا سره ملاقات وکړو او د قرآن پاک د يوې نسخې نه علاوه ئې ورله د هندوستاني جوړه کپړه په تحفه کښې ورکړه.
1969
باچا خان بابا د کابل نه د بېروت (لبنان) په لاره هندوستان ته لاړو.
1970
په فرورۍ کښې باچا خان بابا د هندوستان نه واپس افغانستان ته لاړو.
1972
په څلېريشتم دسمبر باچا خان بابا د يوې جرګې سره پاکستان ته د اتۀ کاله جلاوطنۍ نه پس راستون شو. په دې جرګه کښې خان عبدالولي خان، اجمل خټک. محمد افضل خان، مولانا ګل بادشاه او مولانا عبد الباري شامل وو.
1975
په دوېم اپرېل د باچا خان بابا خلاف يو کېس جوړ کړے شو او په ديارلسم اپرېل د خانپور رېسټ هاؤس ته ولېږلے شو.
1976
په اوويشتم اپرېل باچا خان بابا ازاد کړے شو.
1977
په وړومبي اکتوبر جنرل ضياء الحق پېښور ته په دوره راغلو او د باچا خان بابا سره ئې ملاقات وکړو.
1978
په دوېم مارچ باچا خان بابا د پاکستان نه افغانستان ته د خپل کتاب "زما ژوند او جدوجهد" ليکلو په غرض روان شو.
1980
په شپږويشتم مارچ باچا خان بابا د طبعي معائنې دپاره د کابل نه هندوستان ته روان شو.
1980
د جولايۍ په اتلسم تاريخ بابا د هندوستان نه واپس افغانستان ته لاړو.
1980
په يوويشتم اګست باچا خان بابا د علاج دپاره روس ته روان شو.
1980
په يولسم اکتوبر د روس نه واپس افغانستان ته راغلو.
1981
په ديارلسمه فرورۍ باچا خان بابا ناجوړه شو.
1981
په نولسم اګست د افغانستان صدر ببرک کارمل وغوښتو چې په ځنې اهمو مسئلو ورسره خبرې اترې وکړي.
1981
په شپږم نومبر د افغانستان نه هندوستان ته روان شو.
1982
په وړومبې جنورۍ د هندوستان نه افغانستان ته راواپس شو.
1982
په درېم مارچ باچا خان بابا په جلال آباد کښې د کټ نه پرېوتو او ژوبل شو او د هغې له وجې د کابل په هسپتال کښې داخل کړے شو.
1982
په اتويشتم اپرېل باچا خان بابا واپس پاکستان ته راغلو.
1983
د حکومت له خوا د کالا باغ ډېم جوړولو خلاف ئې تحريک شروع کړو.
1983
د ټولې صوبې دوره ئې شروع کړه چې د حکومت له خوا د کالا باغ ډېم جوړولو خلاف اولس بېدار کړي.
1984
باچا خان بابا د کالا باغ ډېم د مخالفت کولو په وجه په خپل کور کښې نظربند کړے شو.
1984
په وړومبي اپرېل باچا خان بابا د علاج دپاره افغانستان ته روان شو.
1984
په شپږمه مۍ د افغانستان نه واپس پاکستان ته راغلو.
1984
په نولسمه جولايۍ باچا خان بابا د عبد الولي خان، مېرمن نسيم ولي خان او محمد اعظم خان سره افغانستان ته لاړو.
1984
د ستمبر په نهۀ ويشتمه نېټه د افغانستان نه واپس پاکستان ته راغلو.
1985
د آل انډيا کانګرس په دعوت باچا خان بابا د سلمې کليزې نمانځلو له په شپږويشتم دسمبر هندوستان ته روان شو په دغه موقع عبد الولي خان او د د باچا خان نمسے ذالفقار علي خان هم ورسره وو.
1986
د جنورۍ په څلورم تاريخ باچا خان بابا د هندوستان نه راستون شو.
1986
باچا خان بابا خپل اخري تقرير د پښتو عالمي کانفرنس ته په نولسم اپرېل وکړو.
1987
د مۍ په مياشت کښې باچا خان بابا سخت ناروغه شو او د پېښور په لېډي ريډنګ هسپتال کښې داخل کړے شو.
1987
د جون په څلورم تاريخ پرې د فالج حمله وشوه د هندوستان د حکومت په بلنه د آل انډيا مېډيکل انسټيټوټ آف مېډيکل سائنس ته منتقل کړے شو چې تر شپاړسم اګسته پورې هلته ؤ.
1987
باچا خان بابا له د هندوستان د ټولو نه لوئے اېوارډ بهارت رتن ورکړے شو.
1987
د اګست په مياشت کښې بيرته پاکستان ته راوستلے شو او په لېډي ريډنګ هسپتال کښې داخل کړے شو.
1988
د اګست نه تر شلمې جنورۍ باچا خان بابا بې هوشه پاتې شو او اخر ئې په شلم تاريخ سحر پينځۀ دېرش منټه کم په اووۀ بجې ساه ورکړه.
1988
په يويشتمه جنورۍ د بابا جنازه په جناح پارک کښې درې بجې ماسپښين ادا کړے شوه.
1988
په دويشتمه جنورۍ د خپل وصيت مطابق په جلال اباد کښې په خپل کور کښې خاورو ته وسپارلے شو
Bacha Khan Baba: Championing Non-Violence and Pashtun Freedom
Bacha Khan Baba, also known as Khan Abdul Ghaffar Khan, was a towering figure in the Indian independence movement and a lifelong advocate for Pashtun rights. Nicknamed the "Frontier Gandhi" for his unwavering commitment to non-violent resistance, Bacha Khan's legacy continues to inspire people across the globe.
Early Life and Education
Born in 1890 in British India, Bacha Khan hailed from a Pashtun family in what is now Khyber Pakhtunkhwa, Pakistan. Despite limited formal education, he embraced learning and was deeply influenced by his mentor, Reverend Wigram, who instilled in him the values of service and social justice.
The Rise of Khudai Khidmatgar.
In 1929, Bacha Khan founded the Khudai Khidmatgar ("Servants of God") movement, a non-violent volunteer force dedicated to social upliftment and resistance against British colonial rule. The Khudai Khidmatgar, clad in all-white uniforms, played a pivotal role in challenging British authority and promoting Pashtun self-determination.
Unwavering Commitment to Non-Violence
Bacha Khan was a staunch believer in Gandhi's philosophy of Satyagraha, advocating for non-violent protest even in the face of brutal repression by the British. He was imprisoned numerous times for his activism, enduring torture and hardship with remarkable resilience.
Promoting Hindu-Muslim Unity
Bacha Khan was a vocal advocate for Hindu-Muslim unity, challenging the divisive politics that ultimately led to the partition of India. He believed that all communities in the subcontinent could coexist peacefully and that religious differences should not be exploited for political gain.
Post-Independence and Legacy
After India's independence in 1947, Bacha Khan continued to champion Pashtun rights and social reforms in Pakistan. He faced political persecution and exile but remained unwavering in his commitment to peace and justice.
Bacha Khan Baba's life and legacy offer valuable lessons for our times. His unwavering commitment to non-violence, his fight for Pashtun rights, and his advocacy for Hindu-Muslim unity continue to inspire activists and peacemakers around the world.
Highlights of Bacha Khan Baba's Personal and Political Life:
- Founder of the Khudai Khidmatgar, a non-violent resistance movement against British rule.
- Imprisoned numerous times for his activism, enduring torture and hardship.
- Close friend and follower of Mahatma Gandhi, sharing his commitment to Satyagraha.
- Advocate for Hindu-Muslim unity, opposing the partition of India.
- Championed Pashtun rights and social reforms throughout his life.
- Khan Abdul Ghaffar Khan Foundation: https://byjus.com/free-ias-prep/khan-abdul-ghaffar-khan/
- Remembering Bacha Khan: https://todayspointonline.com/babrra-massacre-when-hundreds-of-khudai-khidmatgar-workers-were-killed-in-charsadda/bacha-khan
Bacha Khan Baba's story reminds us that even the most powerful oppressors can be challenged through non-violent means. His unwavering commitment to peace and justice continues to inspire generations to fight for a more just and equitable world.
hope this blog post provides a brief overview of Bacha Khan Baba's remarkable life and legacy. If you'd like to learn more, I encourage you to explore the following resources:
- Bacha Khan's Legacy of Non-Violence: https://cesran.org/bacha-khan-and-nonviolence-hope-for-peace-in-afghanistan-and-pakistan-2.html
Please feel free to share your thoughts and comments about Bacha Khan Baba in the comments section below.
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.