How President Dawood Was Killed In Arg President House In Kabul in Saur Revolution.
د داود خان او کورنۍ شهادت:
هغه وخت ورځ بې موسمه یخه وه، تورو سپېرو ورېځو اسمان نیولی، او یو خوندور نرم اورښت پیل شوی و. د ماڼۍ دننه د کابېنې غونډه روانه وه. کابل کې د بحراني حالت د منځ ته راتلو څخه داود خبر کړل شو. د امنیت په خاطر هغه امر وکړ، چې د هغه کورنۍ او نږدې خپلوان دې د ښار د خپلو کورونو څخه ماڼۍ ته راوستل شي، او په خپله خصوصي سړې لهجه کې هغه خپلو وزیرانو ته وویل: چې خپلې چارې دې روانې ساتي. تقریبا د مازدیګر په دریو بجو باغیانو ریاستۍ ماڼۍ محاصره کړه. هغه دوران کې ډګروال عبدالقادر د جګړن داود تړون په ملګرتیا باګرام هوايي ډګر نیولی و. تړون د هوايي قواوو دېرش منصبداران، چې ځانونه یې سپارلې وو، د سبق ورکولو په غرض، په ماشینګڼ وويشتل. هغې باغیانو ته داسې فایده ورکړه چې هغې سره د داود وفادارو هیڅ مقایسه نه شوه کولای.
د باګرام هوايي ډګر تر لاسه کولو سره سم، جیټ الوتکو او زرهدارو هلېکوپترونو پر کابل الوتنه پېل کړه، او د مازديګر په تېرېدلو لومړی چورلکو او بیا مېګ الوتکو په ریاستي ماڼۍ د توغندیو برید پيل کړ. ګڼو سرچینو داسې هم ویلي دي چې کودتاچیانو د شوروي سفارت څخه چې کله د مرستې غوښتنه وکړه، داود خان لا ژوندی او مقاومت جریان لري، نو د تاشکند څخه مېګ روسي الوتکو د ارګ په دقیق بمبار کې د هغوی ملاتړ وکړ.[1]
د ارګ نن او پرون د ارګ د پخواني کارکوونکي بازمحمد له قوله داسې لیکي: ( د پنجشنبې ورځې یوه نیمه بجه وه، په ګلخانه کې د وزیرانو شورا غونډه وه، په غونډه کې د دفاع او فواید عامې وزیران نه وو. موږ ډوډۍ راوړې وه، چې د داودخان سریاور مجیدخان راغی، داودخان ته یې څه وویل، وزیران او داودخان راولاړ شول د ګلخانې دوهم منزل ته، چې هلته مخابرې هم وې ولاړل. (پوهاند عبدالقیوم وردګ چې د داود خان په دوره کې د سرحدونو او قبایلو وزیر و، وايي ، چې تر یو وخته ټول وزیران وو، بیا نور ددې اطاق څخه چې داود خان و، نعیم خان و نورو ځایو ته ولاړل، فقط درې نفره ورسره پاتې شول، چې عبدالاله، قدیر او زه وم.... او زیاتوي چې هغه ډیرې خبرې د ګارډ د قوماندان صاحبجان خان او یو څو پوځي منصبدارنو سره کولې...[2]).
بمباري روانه وه، د ګارډ کسانو مقاومت کاوه، خو په ګارد کې هم د کودتاچیانو کسان وه، چې هم به داودخان ته راتلل او ډاډ به یې ورکاوه، چې دوی مقاومت کوي او هم به یې د کودتا په ګټه خپل کار کاوه. دغه کسان عزیز حساس او علومي وو. دوی د ګارډ د اول کنډک قوماندان سروروخان د ارګ د جومات خواته شهید کړ. مازدیګر ۵ یا ۶ بجې به وې چې داود خان خپل فامیل چې د ارګ د کلا او دلکشا ماڼۍ ترمنځ په کورونو کې اوسېدل راوغوښتل، ددوی کورنۍ چې راغله، وزیران بیرته د ګلخانې لومړي پوړ ته راکښته شول. د شپې لس یا یولس بجې به وې، چې د داود خان زوی شهید شو.... ۱۱۱ مخ).
[1] د افغانستان سقوط (۲۳۲) مخ
[2] ژوندۍ خاطرې، ۹۵ مخ
دوهمه برخه
د جمهوري ګارډ د مرستیال قوماندان او اوپراسیون آمر فضل الرحمن په وینا د غوايی د اتمې د سهار تر شپږو بجو پورې يې په ټينګه دفاع او برید وکړ، د یاغیانو اته ټانکونه یې وېجاړ او نږدې پنځوس تنه کودتاچیان یې له منځه یووړل. جمهوري ګارډ د ۱۶۰۰ افسرانو، وړو ضابطانو او سرتیرو څخه تشکيل شوی و. حکومت پلان درلود چې د کودتا د اوومې نېټې څخه درې ورځې وروسته د ولسمشر ساتندوی ځواک په درنو او عصري وسلو سمبال کړي، خو بخت یاري وه نه کړه او کودتا پيل شوه. په ګارډ کې کمونیستي لوړپوړې افسران لکه د کشف آمر جګتورن عبدالحق علومي(د نورالحق علومي ورور)، د اوپراسیون مرستیال جګړن سید جان او د دویم پياده کنډک قوماندان جګړن محمد عزیز حساس وو، خو دوو خلقي افسرانو اغامحمد د مخابرې آمر ( کله چې به یې ماتحت ته امر (لارښوونه) مخابره کوله، نو هغوی به یې د مقاومت پر ځای صبر ته بلل او د مرستندوی ځواک د راتګ خبر به یې ورکاوه، یا به یې هم کله چې د خپل مشر امر مستقیما مخابره کاوه، نو خپله مخابره به یې د خولې څخه لیري نیول تر څو امر اخیستونکی یې خبرې سمې وا نه وري) او لومړي بریدمن جمعه خان د ګارډ د مخابرې ماشین په له کار غورځولو کې د کودتاچیانو په بري کې رغنده رول ولوباوه.
یو تن عیني شاهد ویلي دي چې د جمهوري ګارډ مخکنی قوماندان توفیق احمد عزیزي یې په خپلو سترګو ولید، چې د جهوري ګارډ قوماندان صاحبجان خان یې له راډیو ستېشن څخه تر لاس نیولی وه ایست او په خپل لاس یې وواژه.
ارواښاد پوهاند کاکړ د کوشاني په حواله لیکلي، چې د کورنیو چارو د وزیر قدیر نورستاني له لارې د دفاع وزیر غلام حیدر رسولي ته د ۱۰۵ تنو کودتا کوونکو نومونه رسېدلي وه، خو هغه هیڅ هم وه نه کړل. د کورنيو چارو وزارت د استخباراتو رییس محمد عیسی نورزاد چې دا راپور تر حیدر رسولي رسولی و، هغه ورته ویلي وه، چې دا دوه درې تنه زما خپلوان او دا دوه تنه زما پسرخوانده ګان دي.
د سردار محمد داود خان د واکمنۍ سیاسي ستونزې اثر لیکوال د غوايي په کودتا کې د کمونیستانو او داود خان د پلوي قواوو لنډيز داسې لیکلی دی، چې د داود خان مدافع پلوي سرتېرې: ۲۴۱۰۰ تنه وه او یاد سرتېرې د جهوري ګارډ لوا، د ریشخور او قرغې فرقې، د قول اردو مستقل قطعات او پراشوټ. ۱۷۳ ټانکونه او زرهپوش او د مدافعینو قوماندانان او مسولین یې جګړن صاحب جان او تورن جنرال محمد نظیم یاد کړي دي.
او د غوايي کودتا کې شریک سرتېرې يې: ۱۳۰۰ تنه نفوذیان د ۴مې، ۱۵ مې او ۸۸ مې زغره والو لواوو، د کومانډو ۴۴۴ مه قطعه او د بګرام ښکاري غونډونه. ۳۲۰ عرادې ټانکونه، زرهپوشونه او محاربوي ماشینونه او ۲۶ وزره سو ۲۲ او مېګ ۲۱ الوتکو ګډون کړی و. د یادو کودتا چیانو مشري وطنجار، جګړن رفیع، جګړن خلیل الله، جګتورن یعقوب او پيلوټ عبدالقادر وو.
د کودتا په دوو ورځو کې د افغانانو تلفات د خلقيانو د رسمي وینا له مخې د ۷۰ څخه تر سلو تنو، پرچمي نبي عظیمي د ۱۰۰۰ او ۱۵۰۰ تنو تر منځ او او عاصم اکرم بيا د شهیدا داود خان، د هغه د کورنۍ، وزیرانو، لوړو پوړو افسرانو او سرتېرو په ګډون نږدې د ۳۰۰۰ تنو د وژل کېدو خبره کوي.
دا چې داودخان او کورنۍ یې په ډېرې بې رحمۍ سره په ګلخانې ماڼې کې په شهادت ورسېده،
داود افغان
سرچینه: د افغان واکمنو کرونولوژیک تاریخ
••• ═══ ༻✿༺═══ •••
د تاريخي موادو د پاره زموږ پاڼه خوښه او دغه ليکنه/البوم له ملګرو سره شريک کړئ✅
د نورو ليکنو لپاره زموږ پاڼه:☚ mundigak.com See
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.