Skip to main content

Ajmal Khattak Interview With Hanif Khalil. Pashto Interview of Ajmal Khattak in 1999.

 Ajmal Khattak Interview With Hanif Khalil. Pashto Interview of Ajmal Khattak in 1999.

نن نه پنځه ويشت کاله مخکښې مې ارواښاد اجمل خټک سره يوه مرکه کړې وه چې نن يې د فيسبک ملګرو سره هم شريکول غواړم----


اجمل خټک سره مرکه

مرکه کوونکی ---حنيف خليل 


اجمل خټک د پښتو با شعوره شاعر، زيرک محقق، سپیڅلی نقاد، سنجیده صحافی او پوهه سیاستدان دی. د اولسي ادبي جرګې د سیوري لاندې ئې د کا کاجی صنوبر حسین مومند، حمزه شینواری، او دوست محمد کامل په ادبي صحبت کښې ناسته کړې ده چې له دغو دريو شخصيتونو نه د ډبرڅه زده کولو پخپله هم معترف دی. هسې خو د دوئ شخصیت کڼ اړخیز دی- څه ئې چې لیکلي دي ډیر معیاري ئې لیکلي دي خو بنیادي طور دوئ د یو زيرك شاعر په حيث ډيره لوبه نامه ګټلې ده. ګل پرهر، تکلونه او د غيرت چغه ئې د پښتو شعري مجموعې دي او جلا وطن کی شاعری يی د اردو شاعرۍ مجموعه ده. په شاعرۍ کښې ئې د پښتون اولس د درد د مظلوم مرسته او ظالم خلاف د احتجاج غږ په غورځنګونو دی. په بنیادي توګه  بو حقیقت پسند او ترقي پسند شاعر دی. د ژوند نغمه ډیره په فني پيرايه کښې د وئیلو قدرت لري. د پښتو ډیر شاعران د دغه ترقي پسند فکر را وړاندې کولو کوشش کوي خو په دغه فکر راوړاندې کولو کښې ترې شاعري تبلیغ او پروپیګنده جوړه شي او جمالیاتي اقدار او فن ترې په خاې پاتې شي. اجمل صاحب د خپل حقیقت پسند فکر اظهار په انتهائی فنی او جمالیاتي پیرایه کښې کړی دی چې زما په خیال پښتو شاعرۍ کښې په صحیح معنو کښې هم د ده امتیاز دی (خصوصاً د نظم په حواله)-- اجمل صاحب نن سبا ادب نه يو ډډې ته دی او د ځنو مصلحتونو په وجه د خبل فطري مزاج خلاف ئې ټوله توجه سیاست ته ورکړې ده.

پوښتنه

 د ځنو خلقو دا خیال دی چې ستاسو سیاست، ستاسو ادبي سرګرمو ته زيان رسولی دی یا دا چې ستاسو سیاست د ادب په لاره کښې خنډ جوړ شوی دی، ستاسو دې راې سره څومره اتفاق شته؟ 

جواب: 

زمونږ مجموعي سیاست د خپل تاریخ، ثقافت، ادب، ژبې او ملي حقیقي حق او ساتنې لپاره دی زمونږ په مخالفت کښې چې څوک کوششونه کوي هغوئ د ژوند په هر اړخ کښې زمونږ د ملي اهدافو خلاف په هره سطح تش د وروستو کولو نه بلکې زمونږ د وركولو او هیرولو کوشش کوي. د دې مقابله که په سیاست ونه شي نو په حکومتي اقتصادي او ثقافتي سطح زمونږ کوششونه به ځائ نه نیسي - ځکه چې د ژوند په هر اړخ دغه مخالفین قابض دي-- مونږ په ذاتي ډلیز او جماعتي کوششونو ځان ستړی کړو خو چې څومره مو کوشش وکړو هغه هومره په میدان کښې عملاً زمونږ د ملي تشخص حق لا نتيجه نه ده ښودلې اوس ضرورت ددې خبرې دی چې د ژوند په نورو ميدانونو کښې اختلافاتو باندې تیږه کیږدو  او به اتفاق سره د ملي تشخص ژبې، تاریخ ، ثقافت ، ادب، فن او روایاتو لپاره واقعي خدمت وکړو. د افغانستان د ګډ وډ کیدو سره زمونږ حالت کښي هم فرق راغی نو دا مو نوره هم دغه خدمت کښې بد قسمتی شوه زه به دا ووایم چې زمونږ د ژوند ملی تشخص او د ژوند د هر اړخ بقا لپاره زمونږ ژبه ثقافت او خپل حیثیت ضروري دی او ورسره په دې نتیجه هم رسو چې ددې علاج د دې د ساتنې او روزنې سره سره بنیادي ضرورت په هغه سیاسي قدرت قبضه یا حق اخستل دي کوم چې زمونږ نقصان يا تباهۍ ته متوجه دی. په دې حقله مونږ په سیاسی سطح کوششونه وکړل خو مونږ کښې کورنی نفاق هم زمونږ مخالفینو پیدا کړو او زمونږ غوندې نورو مظلومو قومونو چې د احساس او شعور په بنیاد د مشترک کوشش کومې ارادې لرلې په هغې هم تیره موده کښې حملې وشوې دغسې مونږ د خپل مرام په لور بیا هم مخکښې نه شو. بلکې نن چې خومره محروم او تباه يو او مستقبل او بقا ته مو خطره ده دومره هيچرې نه وه. د سیاسي جدوجهد په لړ کښې ما تر خپله وسه د ملک نه بهر او دننه چې څه کولی شول هغه مې وکړل زه چې هر چرته وم هلته مې د ادب او ثقافت تجربې حاصليدې د دغو تجربو په نتيجه کښې په دې نتیجه و رسیدم چې که زمونږ د ژوند او مستقبل لپاره دغه خدمت وشی نو په دې کښې به نننی پاکستان او موجوده حالاتو کښې مونږ له خپل مرام په لور کامیابۍ حاصلولو لپاره زمونږ غوندې د نورو مظلومو قومونو سره قدم او اواز یو کول پکار دی-- نو اوس مو د محرومو قومونو د تحریک به نوم د پښتنو ، بلوچو، سندھیانو سرائیکیانو او د پنجاب با شعوره او محکومو خلقو سره دقومونو د حقوقو لپاره یو تحریک جور کری دی. دا مونږ د خپلې ملي تجربې، شعور، احساس او ملي اهدافو د حصول لپاره د شراکت لار غوره کړې ده کوشش مو دی چې نه خپل حق بل چاته پریږدو او نه د بل چا حق وخورو د دي جدوجهد دمخکښی تګ سره سره ماته دا احساس او افسوس دی د هغه میدان او ملګرو نه بیل شوم چې د هیچا نه کم نه بلکې زيات زمونږ د ملي تشخص ژبی ، ثقافت ، تاریخ ادب فن او روایاتو لپاره لګیا دي په سختو او نازکو حالاتو کښې هر ډول جدوجهد کوي او د حالاتو په سیلۍ کښې دا د ملي مرام  ډيوه د فکر او قلم به زور بله ساتلې ده --زه دغه ملګرو سره د شریک جدوجهد په میدان کښې هغه هومره برخه نه شم اخستی څومره چې حق دی. ولې ملي شعور وينه غیرت درد او خپل ژوند راته هر وخت دې طرفته د خدمت زورونه را کوي په دې حالاتو کښې زما ضمير ذهن او هڅې په دې اطمینان سستې نه کوي.  چې د ملي تشخص کامیابۍ او مستقبل لپاره دې زما هیڅ قسم قرباني پاتې رانه شي--


س: 

ستاسو په خیال ادب او سیاست یوځاې تلی شي او که نه؟ ج

 ادب او سیاست پکار ده چې يوځاې روان شي او تلی شي خو زمونږ پښتنه معاشره د خپلو ملي او تاریخي بنیادونو په ځاې دبیروني او اخوا ديخوا اثراتو لاندې چې څنګه پکار وه په هغسې سوچه بنسټونو چا پرې نه ښوه- حالات داسې جوړ شو چې دملی ژوند ټولو اړخونو او تقاضو باندې د يو مرکز نه او په یو رفتار عملي کیدو په خځاې هر څه تس نس او ځان ځاني شوه-- ځکه چې دلته څنګه د ادب میدان کښې کار کیږي ورسره د سیاست میدان کښی هم جدوجهد روان دی او په ظاهره بیل بیل ښکاري خو زما یقین دی چې لا تر اوسه دواړو کښې ژور احساس موجود دی او زمونږ کوشش دی چې ادبي او ثقافتي خدمت او سیاست خپل لازمی فرض و ګڼو-- دواړو کښې ترنن ورځې ملي قوت متحرکه هم يو دی سره د دې چې په هر اړخ زمونږ د مخالفت کوششونه کیږي او کامیابیدی نه شي  زه به دا ووايم چې اوس خو خبره دې ته راغلې ده چې په تور سورنګ کښې سپينه رڼا ښکاری.


س : 

خټک صاحب تاسو د سیاسي پلیت فارم نه په حکومتي سطح تر اوسه د پښتو ژبی ، ادب او ثقافت د روزنې او پالنې لپاره څومره عملی کوششونه کړي دي؟


ج 

زمونږ په صوبه کښې چې د نيپ او اسلامي جمعیت علماء (مفتی محمود صاحب )شریک صوبائي حکومت جوړ شو نو پښتنو ليکوالو او اديبانو په يوه شریکه اجتماع کښې د حکومت نه د ژبې ادب د خدمت مطالبه وکړه دا د دې ليکوالو يو ډیر ګټه ور قدم وو- مونږ او زمونږ حکومت هغه مطالبه وستايله او دلته مو د پښتو د ساتنې او پالنې لپاره یوه اداره جوړه کړه خو زمونږ حکومت زر ختم شو او اداره هم و نه چلیده بیا حالات ډير بدل شول اوس نوو حالاتو کښې په اسمبلو کښې مونږ په دغه لړ کښې کوششونه کوو خو افسوس دا دی چې څومره پکار ده هغه هومره کامیابي را ته نه حاصلیږي. دې لړ کښی صرف مخالف مرکزي حکومت باندې الزامونه لګول کافي نه دی. ښه به دا وي چې که زمونږ ملګري یا زه په دې لړ کښې څۀ خدمت کول غواړو نو بايد چې خپله توجه زياته دې طرفته وګرځوو. او بیا زمونږ ليکوال هم باید چې زمونږ توجه را ګرځولو لپاره ډير څه وکړی.

س: 

اجمل صاحب د پښتو ژبې او ادب د بقا دپاره چې د پښتنو ليکونکو يو مرکزی تنظیم د پښتانه لیکوال په شکل کښې موجود وو داسې حالاتو کښې ستاسو دملګري ليکوال د جوړولو څه ضرورت وو؟

ج:

 زه چې کله کابل نه راغلم نو زما د ژوند د مطالعې او تجربې نچور دا وو چی بنیادي ضرورت او خدمت د ادب او ثقافت په میدان کشې پکار دی ما د پښتنو ټولنو او شخصیتونو سره د رابطې کوشش و کړو خو زه ګڼم چې زما په سیاسي میدان کښې مصروفیت ما ته د کامیابیو موقع را نه کړه څه موده پس د ملګري لیکوالو تجویز پیش شو ما ورسره په دې بنياد اتفاق وکړو چې د ادبي ټولنو او شخصیتونو په مشوره يو داسې ادبي تحریک جوړ کړو چې هغه زمونږ دملی مستقبل د تقاضو مطابق خدمت وکړی او په دغه بنیاد زمونږ پارټۍ د ملګري لیکوالو یو تنظیم جوړ کړو زما به کوشش وي چې دا په ملي سطح د ټولو پښتنو ليکوالو شریک شکل اختیار کړي.


س---

 تاسو په ابتدا کښې د تحقیق او تنقید په میدان کښې هم کار کړی دی خو وروستو مو په دغه ميدان کښې څه خاص اضافه و نه کړی شوه ددې څه وجه کیدی شی؟


ج: 

زما ادبی سرګرميو نه باشعوره لیکوال ښه خبر دي او ډير ادبي ملګري مې اوس هم ژوندي دي خو زما د سیاسي ژوند خصوصاً افغانستان ته دتګ نه پس داسې فضا جوړه شوه چې زه دلته په ادبي فضا کښې یاد پاتې نه شوم او زما څه قلمي  ادبي او ثقافتي هغه زیار او منډې چې مونږ کولې نه هغه چا يادې کړې نو ځکه زه اوس وايم چې ددې ميدان نوو زلمو ته به دا نوې خبرې ښکاري-- په دې خوڅه نه وایم خو دا یقین لرم چې فضا بدله شي هرڅه به مخې ته راشي دا هم وایم چی زه کابل ته نه وم تلی نو هیڅ ادبي او ثقافتي محفل داسې نه وو چې په هغې کښې زما خدمت او رول زما د لیونتوب مطابق، روښانه وړاندې او موثر نه وو او غټه خبره زه دا ګڼم چې مونږ د ژبې ادب، ثقافت او ملي تشخص کوم رخ روان کړی وو هغه شان و نه ساتلی شو او په هر اړخ نوی دور غالب شونو ماته ځان ډیر ګرم ښکاري چې هغه قلم او میدان نه زه یو اړخ ته ولې شوم. --

 س: 

ستاسو پحقله د ځنو ناقدانو دا رائې ده چې د غيرت چغه» نه پس ستاسو د شاعرۍ معیار هغه پاتې نه شو  کوم چې مخکښې ؤ --ستاسو څه خیال دے؟

ج: 

د غیرت د چغې ماحول او زمونږ د جدوجهد لپاره زما د ژوند لارې هغه شان پاتې نه شوې او زه په عملي سیاسي ژوند کښې زیات ورننوتم نو که په زړه ذهن او وینه کښې مې جذباتو احساساتو او شعور طوفانونه جوړول خو زه هغه شان ليكلو ته موقع او وخت نه شم پیدا کولی.

س-- 

ترق پسند ادب لکه د اردو پښتو ته هغسې وده ورنه کړی شوه څومره چې توقع وه. ستاسو څه رائې ده؟


ج--

 د ترقی پسند ادب په نوم چې کوم تحریک متحده هندوستان کښې شروع شوی و هغه د هغه وخت يو ډیر بنیادي او حقیقي ضرورت وو د هندوستان د تقسیم نه پس مغربي پاکستان کښې هغه تحریک هغه شان پاتې نه شو بلکې دلته سیاست به نشت حساب وو صرف پښتنو کښې سیاست وو-- په دې ملک کښې ژوند او سیاست څه عجيبه غوندې روان شو هرڅه د ملک د تا ریخي جغرافیائي ثقافتي او روایتي تقاضو مطابق روان نه وو بلكې بلخوا روان شو چونکې دغه تحریک زیات اثرات د سیاست نه اخستي وو ځکه ترقي پسند تحریک هم ددغه مرض ښکار شو او د ترقي پسند تحریک په نوم لکه چې د دې تحریک بنیادونه ایښی شوی وو چې د ټولو قومونو، ژبو او ثقافتونو د خدمت لپاره ئې ملاتړلې وه د هغې په ځاې ادب هم د حکمرانانو د مصلحتونو نه قربان شو چونکې پښتنو کښې سیاسی شعور وو لکه يو خت پښتو ته دغه تحریک خپل اثرات ننویستي وو ترقی پسند تحریک د ټولو ژبو او ثقافتونو سره سره د پښتو ژبې او ثقافت ته هم ددې د سوچه والي او اهمیت په وجه ډیره توجه ورکوله او بیا داسیمه خو د دغه تحریک لپاره دومره زرخیزه وه چې دفیض احمد فیض غوندې ترقی پسند لیکوال به هم وئيل چې زه پیښور ته راشم نو زما د شعر چینه تانده شی خو ولې وروستو بیا دغه شان حالت پاتې نه شو او ترقي پسند ادب هم د مخصوصو مصلحتونو د پاره دقربانۍ د ګډوري شان حلالیدل شروع شول.


د مرکې نيټه-------19-1-99


Ajmal Khattak Interview With Hanif Khalil. Pashto Interview of Ajmal Khattak in 1999.

Title: The Unyielding Voice of Pashtun Nationalism: Remembering Ajmal Khattak Baba

Introduction

In the realm of Pashtun politics and literature, few names resonate as profoundly as Ajmal Khattak Baba. A stalwart champion of Pashtun nationalism, a brilliant poet, and a fearless writer, Khattak Baba dedicated his life to the pursuit of Pashtun rights, social justice, and cultural preservation. This blog post honors the remarkable legacy of Ajmal Khattak Baba, a true icon of Pashtun resilience and determination.

A Life of Purpose

Born in 1925 in Akora Khattak, Nowshera, Pakistan, Ajmal Khattak Baba was raised in a family deeply rooted in Pashtun traditions. His early life was marked by a passion for literature and politics, which would become the hallmarks of his remarkable career. As a young man, he joined the Pashtun nationalist movement, aligning himself with the vision of Bacha Khan and the Khudai Khidmatgar.

Literary Legacy

Khattak Baba's poetry and writings are a testament to his mastery of Pashto literature. His works are infused with a deep sense of Pashtun identity, culture, and history. Through his words, he captured the essence of Pashtun struggles, hopes, and aspirations. His poetry collection, "Da Ghirat Ghali" (The Mountain's Pride), is a classic of Pashtun literature, and his political writings continue to inspire generations of Pashtun activists and intellectuals.

Unwavering Commitment

Ajmal Khattak Baba's political activism was marked by an unwavering commitment to Pashtun nationalism. He was a vocal critic of colonialism, imperialism, and religious extremism, and his writings and speeches inspired a generation of Pashtuns to stand up for their rights. As a leader, he remained steadfast in his principles, refusing to compromise on his values even in the face of adversity.

Legacy of Resilience

Ajmal Khattak Baba's legacy extends far beyond his literary and political achievements. He embodied the spirit of Pashtun resilience, inspiring countless individuals to stand up against injustice and fight for their rights. His unwavering dedication to Pashtun culture and identity has preserved the rich heritage of the Pashtun people. Today, his works continue to be a source of inspiration for Pashtuns around the world, reminding them of their history, their struggles, and their unbreakable spirit.

Conclusion

Ajmal Khattak Baba's life was a testament to the power of courage, conviction, and creativity. His legacy serves as a beacon of hope for the Pashtun people, reminding them of their strength, their resilience, and their unwavering commitment to their identity and culture. As we remember this remarkable individual, we honor not only his achievements but also the unbreakable spirit of the Pashtun people, which he so eloquently embodied throughout his life.



Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Urdu Story. Bewi Ki Bestar Par Tazleel. Insult Of Wife In Bed Room.

Urdu Story.  Bewi Ki Bestar Par Tazleel. Insult Of Wife In Bed Room. بیوی کی بستر پر تذلیل لینہ حاشر برسوں سے رابعہ کے چہرے کی رونق ماند پڑتی جاتی تھی۔ یوں لگتا تھا کہ اس کے رخ پر صرف خزاں کا موسم ٹھہر گیا ہے۔ اٹھائیس برس کی عمر کہنے کو کیا ہے پر اتنی سی عمر میں اس کی جوانی ڈھل گئی تھی۔ آنکھیں ویران تھیں، عارض اجاڑ تھے۔ وہ سر تا پا پت جھڑ کا کمزور پیلا پتہ دکھائی دیتی تھی۔ مسکراہٹ کی نئی کونپلیں ہونٹوں پر نمودار ہونے کا نام نہ لیتی تھیں ۔ آنکھوں کے گرد حلقوں کی حدود لا محدود ہوئی جاتی تھیں۔ جھنجھلاہٹ، تناو اور راتوں کے جگراتے اس کے اعصاب کو تباہ کر چکے تھے۔ پر کسی کو خبر نہ تھی کہ رابعہ کو کیا غم تھا۔ لاکھ پوچھو پر کسی کی بھی کرید کچھ نہ کھوج پائی۔ سچ کیا تھا وہ تو بس رابعہ دل کے کسی کونے میں چھپائے بیٹھی تھی ۔ دس سال شادی کو بیت چکے تھے۔ ان برسوں میں رابعہ نے امان کی عادات و اطوار کو حفظ کر لیا تھا۔ لیکن امان نے اس کو سمجھنے، کھوجنے کی زحمت کبھی نہ کی تھی۔ وہ ایسی کتاب کی مانند تھی جس کو بغیر پڑھے گھر کے کسی کونے میں رکھ دیا جاتا ہے۔ جس کے اوراق ایک دوسرے کے ساتھ ہمیشہ چسپاں رہتے ہیں۔