Skip to main content

Arab Classic Umara Ul Qais In Pashto By Latif Yad

 

Arab Classic Umara Ul Qais In Pashto By Latif Yad. Biography And Poetry Of Classic Arab Poet Omara Ul Qais. 


دعربو دجا هلیت د زمانې

یو مشهور شاعر امرؤالقیس :

د امرؤالقیس له نامه سره به ډیر هغه لوستونکي آشنا وي چې دعربي ژبې دشعر او ادب مطالعه یې کړي وي .دعربو دغه مشهور شاعر دسعودي عرب په نجد کې زیږیدلی و .دده اصلي نوم جندح و چې وروسته په امرؤالقیس سره مشهور شو . دی دجاهلیت دزمانې مشهورشاعر تېرشوی دی چې ان داسلامي دورې سترو شخصیتونو او شاعرانو دده دشعرونو او قصایدو ستاینه کړې ده. باید وویل شي چې دعربو دجاهلیت زمانه هغه زماني واټن ته ویل کیږي چې دحضرت عیسي دزمانې نه دحضرت پیغمبر دبعثت زمانې ترمنځ موده وه او داموده ۶۲۰ کلونه وه .دې زما نې ته ځکه عرب دجاهلیت زمانه وایي چې عربانو اصنامو او بتانو ته سجدې کولې او لمانځل یې .

امر والقیس د حُجر زوی او دمور نوم یې فاطمه وه . پلار یې دبني اسد په قبیلې واکمني کوله. ویل کیږي چې امرؤالقیس په کوچنیوالي کې له بدوخلکو سره ناسته ولاړه درلودله اوپه عیشونو او دشرابو په نشو کې به ډوب و او له همدې کبله یې پلار له خپله کوره وشاړه ،خوکله چې دبني اسدقبیلې خلک دده دپلار پر خلاف راپورته شول او هغه یې وواژه نودغه بدخبر ده ته هغه وخت ور ورسید چې دی دشرابو پر څښلو لګیا و او دشرابو په نشه کې ډوب و، ده په دغه وخت کې وویل چې پلار مې دې خدای وبخښي پر کوچنیوالي کې یې زه له کوره وشړلم او اوس چې لوی شوم دخپلو وینو غچ او انتقام یې ماته پرېښود،هماغه و چې دخپل پلار ددښمنانو نه دغچ او بدل اخیستلو په فکر کې شو ، خویارانو ورسره وفاونکړه او دي یې یوازې پرېښود او هغه هم مجبورشو او دترکییې مشهورښار انکرې ته لاړ او بیاوروسته هماغلته مړشو.

دجاهلیت په دوره کې د امرؤالقیس سربېره شپږ نورمشهور شاعران هم تېر شوي دي چې دهغو نومونه زهیر ابن سلمی ، عمرو بن کلثوم ، عنتره بن شدان ، لیبد بن ابي ربیعه ، حارث بن حلزه او طرفه بن العبد دي چې د امرؤالقیس په ګډون دغو اووشاعرانو ته عرب«شعراء المُعَلَّقات السَبع» وایي . ویل کیږي چې د امرؤالقیس په ګډون به دغوشاعرانو خپل شعرونه دکعبې شریفې پردیوال ځړول څو په خلکو کې شهرت ترلاسه کړي

دعربو دجاهلیت دورې دشاعرانو زیات شعرونه دصحراوو، بیدیاوو، اوښانو ، اسانو، دنجونو دښایست او پر خپلو قبیلو دویاړ په اړوند ویل شوي دي .همداراز دوی دميړانې ، سخاوت او ځوانمردۍ په اړه هم ګڼ شمېر شعرونه ویلي دي .

ما یووخت دهندوستان دډیلي په پوهنتون کې دعربي ژبې یولنډ مهالی کورس کې داخله کړې وه او زموږ په نصاب کې ددغو شاعرانونومونه او ددوی دکلام لنډې بېلګې هم راغلې وې چې دا دی نن تاسو ته د امرؤالقیس دعربۍ شعر د رې بیتونه د پښتو ژباړې سره یوځای راوړم :

وليل كموج البحر ارخي سدوله…علي بأنواع الهموم ليبتلي

فقلت له لما تمطي بصلبه…و أردف أعجازا و ناء بكلكل

فيا لك من ليل كأن نجومه…بكل مغار الفتل شدت بيذبل

او شپې چې دسمندردموجونو او څپو په څېر په خپلو غمونو او سختیو سره خپلې پردې پر ما وغوړولې څو ما وازمویي او کله چې دغو شپو خپل داوښ په څېر شا ماته را اوږده او خپله سینه ارته کړه،

ما ورته وویل : ای شپې حیرانوونکې ده داسې ښکاري چې خپل ستوري دې دیذبل ( دیوه غره نوم دی ) پر غره پورې په سختو او کلکو رسیو سره تړلي دي.

دا هم دامرو القیس دلامیه قصیدې څو بیتونه په لاندیني ویډیو کې :

https://www.facebook.com/yasirmuhammad.khan/videos/260569512657462

(یاد)



Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Urdu Story. Bewi Ki Bestar Par Tazleel. Insult Of Wife In Bed Room.

Urdu Story.  Bewi Ki Bestar Par Tazleel. Insult Of Wife In Bed Room. بیوی کی بستر پر تذلیل لینہ حاشر برسوں سے رابعہ کے چہرے کی رونق ماند پڑتی جاتی تھی۔ یوں لگتا تھا کہ اس کے رخ پر صرف خزاں کا موسم ٹھہر گیا ہے۔ اٹھائیس برس کی عمر کہنے کو کیا ہے پر اتنی سی عمر میں اس کی جوانی ڈھل گئی تھی۔ آنکھیں ویران تھیں، عارض اجاڑ تھے۔ وہ سر تا پا پت جھڑ کا کمزور پیلا پتہ دکھائی دیتی تھی۔ مسکراہٹ کی نئی کونپلیں ہونٹوں پر نمودار ہونے کا نام نہ لیتی تھیں ۔ آنکھوں کے گرد حلقوں کی حدود لا محدود ہوئی جاتی تھیں۔ جھنجھلاہٹ، تناو اور راتوں کے جگراتے اس کے اعصاب کو تباہ کر چکے تھے۔ پر کسی کو خبر نہ تھی کہ رابعہ کو کیا غم تھا۔ لاکھ پوچھو پر کسی کی بھی کرید کچھ نہ کھوج پائی۔ سچ کیا تھا وہ تو بس رابعہ دل کے کسی کونے میں چھپائے بیٹھی تھی ۔ دس سال شادی کو بیت چکے تھے۔ ان برسوں میں رابعہ نے امان کی عادات و اطوار کو حفظ کر لیا تھا۔ لیکن امان نے اس کو سمجھنے، کھوجنے کی زحمت کبھی نہ کی تھی۔ وہ ایسی کتاب کی مانند تھی جس کو بغیر پڑھے گھر کے کسی کونے میں رکھ دیا جاتا ہے۔ جس کے اوراق ایک دوسرے کے ساتھ ہمیشہ چسپاں رہتے ہیں۔