Skip to main content

Sher Shah Suri. A Pashtun Reformer who Rulled India for Five Years.

Sher Shah Suri. A Pashtun Reformer who Rulled India for Five Years.


نن د پښتون پاچا شېرشاه سوري د مړيني۴۷۹ تلين دئ.


فريد خان له نن څخه څلور پېړۍ وړاندي په هند کي يو ځواکمن افغان واکمن وو چي د هند پر لويه وچه يې خپله واکمني چلوله، هغه د یوه پړانګ په وژلو سره د بهار د پاچا ژوند ژغورلو وروسته د "شیرخان/وروسته شېرشاه" لقب تر لاسه کړ.

هغه ٤٧۹کاله وړاندي په همدې ورځ ماپښین قضا د کالنجر د کلا په یوه برج کي د باروتو په ګودام کي د چاودني پر مهال ومړ. 

د هغه نيکه ابراهيم خان سور او پلار حسن خان له روه (پښتونخوا) څخه هندوستان ته مهاجر سول او د افغانانو د لودي په واکمنۍ کي يې دنده ترسره کړه. 

 شېرشاه سوري ته د هند خلکو د سلطان العادل لقب ورکړی او هغه یوازنی پښتون وو چي په مرګ یې د هند لوی واړه او د هر مذهب خلکو ژړل.

_________________________________

په هندوستان کي د افغانانو د واک او حکومت په اړه خورا لږ څه ليکل سوی دي، که وي هم اکثره يې د جنګو او شخړو په اړه دي. د هغوي د بریاوو، غوره تدبیرونو، حکمت، عدالت، علم پرورۍ، حکومتولۍ، ناکاميو او نور تاریخ سم نه دی لیکل سوی. که وي هم زموږ تر خلګو سم نه دي رسېدلي.

 د مثال په توګه، د #شېرشاه_سوري د ښې حکومتولۍ، د هغه د خدمتونو لکه د کلکتې څخه تر پېښوره پوري د عمومی سړک [جي. ټي. روډ] جوړول چي په اسيا کي يو له لويو سړکونو دئ، ډېر کم افغانان ورباندې خبر دي. د هغه د زغم په هکله مشهوره خبره ده چي کله هغه په ډهلي کي واکمن و د جمعې په خطبه کي امام د هغه په حضور کي وویل:

"چي په ټوله ډهلي کي د ده تر کورنۍ فاسد خلک نسته. شېرشاه سوري یوازي له لمانځه وروسته ملاامام ته یوازي وویل چي:

"دیني عالمانو ته به نرمه وعظ کول ښه دي او بس".

سر اولف کېرو لیکی:

 « شیرشاه سوری د لوی پښتون ټبر او پښتنی ټولنی یوه داسی مهمه ټوټه ده چي نوري ټولي ټوټې سره مښلوی. تر ده وروسته به دا قوم تل سترګی په لاره وي چي د شېرشاه سوري غوندي لارښود یې په برخه سی تر څو دا ټوټې پارچې قوم بیا سره سریښ کړی او د پښتون ټبر په تاریخ کي ځای ولري»!

دغه ځیرک ستراتیژیست امپراتور په هند کي داسي اقتصادي ـ نظامي  قوانین او سیسټمونه وضع کړل چي حتی اوس هم ترې اقتباسونه سته.

د هند روپۍ او پوسته خانې سیستم همدې شېرشاه د شیرګړ په نوم د وخت موډرن ښار ودان کړ او د اوومي پیړۍ پاتالي پوترا کنډر شړی ښار یې د پټنه په نوم بیرته له سره ورغاوه.

همایون دغه ستر پښتون ته د استاد البادشاهان خطاب کاوه.

نامتو هندي مورخ ډاکټر دوست محمد خان په خپل کتاب ’سکوں کی کہانی اور ہمارے محاورے‘ کي ليکي:

"روپۍ لفظ د پخواني سنسکريټ ژبي دئ چي [اومې اوسپني] ته وايي، او دغه نوم پخپله شېرشاه پر خپلو سيکو کښېښود، هغه امر وکړ چي له روپۍ ماسېوا بل څه [زر، طلا، او نور]نه چلېږي او هر حاکم اړ دئ چي خلګو ته تنخوا په همدې روپۍ ورکړي، د هندوستان خلګ اوس هم روپۍ سپېڅلي ګڼي او پخواني پټان ته ئې منسوبوي"

منشی سید احمد مرتضیٰ په’صولت شیر شاہی‘ کي ليکي:

"د شېرشاه سوري په سکه کي په عربي او هندي د څلورو خلفا نومونه [حضرت ابوبکر، حضرت عثمان، حضرت عمر او حضرت علی، رض]نومونه او منځ کي"سری سر ساہی"ليکل سوی چي په هند کي تر ټولو له تعصب څخه خلاصه سکه ګڼل کېږي"

هغه په خپله دوره کي پښتنو ته زيات کاروکړ، تر څو وکولاى سي پښتانه د غرونو راکښته او د هند په حاصل ورکونکي مځکو کي يې ميشت کړي. په دې موده کي يې په هندوستان کي د سړکونو، ډاک او ټيکس نظام رواجولو ترڅنګ په لومړي ځل په هند کي د سيکې بنسټ هم کښېښود.


د خپل اولس د غرور او یوالي هیله مند ځوان د خپلو ځوانو، غښتلو او میړنیو شاه زلمیو زامنو(جلال خان، قطب خان) او قومي سردارانو پرمټ له مغلو څخه په بېلابیلو جګړو کي جنپور، بېهار، ګجرات، اګره، بنګال، بنارس او آن د ډهلي ښار فتحه او د هند په پراخه مځکه یې یو ځل بیا د افغانانو واکمني، برم او پرتم را ژوندی کړ.


‏توجه:

پخوانی فېسبوک اکاونټ له ځيني ستونزو سره مل دئ، راتلونکي کي به له دې اکاونټ فعاليت کوم.




Sher Shah Suri. A Pashtun Reformer who Rulled India for Five Years. Sher Shah Suri In Pashto. Pashto Blogs about Sher Shah Soori. Shir Shah Suri In Pashto. Pashto Pedia

Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Urdu Story. Bewi Ki Bestar Par Tazleel. Insult Of Wife In Bed Room.

Urdu Story.  Bewi Ki Bestar Par Tazleel. Insult Of Wife In Bed Room. بیوی کی بستر پر تذلیل لینہ حاشر برسوں سے رابعہ کے چہرے کی رونق ماند پڑتی جاتی تھی۔ یوں لگتا تھا کہ اس کے رخ پر صرف خزاں کا موسم ٹھہر گیا ہے۔ اٹھائیس برس کی عمر کہنے کو کیا ہے پر اتنی سی عمر میں اس کی جوانی ڈھل گئی تھی۔ آنکھیں ویران تھیں، عارض اجاڑ تھے۔ وہ سر تا پا پت جھڑ کا کمزور پیلا پتہ دکھائی دیتی تھی۔ مسکراہٹ کی نئی کونپلیں ہونٹوں پر نمودار ہونے کا نام نہ لیتی تھیں ۔ آنکھوں کے گرد حلقوں کی حدود لا محدود ہوئی جاتی تھیں۔ جھنجھلاہٹ، تناو اور راتوں کے جگراتے اس کے اعصاب کو تباہ کر چکے تھے۔ پر کسی کو خبر نہ تھی کہ رابعہ کو کیا غم تھا۔ لاکھ پوچھو پر کسی کی بھی کرید کچھ نہ کھوج پائی۔ سچ کیا تھا وہ تو بس رابعہ دل کے کسی کونے میں چھپائے بیٹھی تھی ۔ دس سال شادی کو بیت چکے تھے۔ ان برسوں میں رابعہ نے امان کی عادات و اطوار کو حفظ کر لیا تھا۔ لیکن امان نے اس کو سمجھنے، کھوجنے کی زحمت کبھی نہ کی تھی۔ وہ ایسی کتاب کی مانند تھی جس کو بغیر پڑھے گھر کے کسی کونے میں رکھ دیا جاتا ہے۔ جس کے اوراق ایک دوسرے کے ساتھ ہمیشہ چسپاں رہتے ہیں۔