Skip to main content

History of Cricket in Afghanistan. History of Cricket In Kabul Afghanistan. 1910

 History of Cricket in Afghanistan. History of Cricket In Kabul Afghanistan. 1910


افغان کرکټ؛ لنډه تاريخچه:

د افغانستان د کرکټ که اوسنی پرمختګ حيرانونکی دئ، پيلېدل ئې هم تر دې کم نه دي.

څرنګه چي کرکټ يوه انګليسي لوبه وه، افغانستان کي خلګ هغه وخت ورباندي خبر سول چي انګرېزانو په لومړي ځل پر افغانانو يرغل وکړ [۱۸۳۹-۱۸۴۲ع] او دغه لوبه به ئې د #کابل، #جلال_اباد او #کندهار په خپلو انګرېزي کمپونو کي تر سره کوله، خو کله چي انګرېزان له افغانستان څخه ووتل، د کرکټ لوبه هم ورسره ختمه سوه. خو دې لوبي وروسته هغه وخت عامه بڼه واخیستل چي د #امير_عبدالرحمن خان په وخت کي انګرېزي ماهرينو په بيلابيلو ادارو کي کار پيل کړ لکه ماشين خانه، روغتون او نور...

ډېر ژر دې لوبي د امير عبدالرحمن خان د شاهي کورنۍ زړه هم خپل کړ او د امير مشر زوی [حيب الله خان، وروسته #امير_حبيب_الله_خان] به هر مازيګر د ارګ د انګليسي ډاکټرانو سره د کرکټ لوبه کوله. کله چي امير حبيب الله خان امير سو؛ کرکټ د ارګ تر څنګ په باغ بالا [اوس د پل تخنيک انسټيټيوټ] د عامو ښاريانو او انګريزي ماهرينو په لوبو واووښت.

د امير حبيب الله د دورې نامتو اخبار [#سراج_الاخبار] په يوه رپوټ کي ليکي: 

«یوې خواته یوه کړۍ وینو چي د [حبیبیې ښوونځي] زده کوونکي په خورا خوشحالۍ د [کرکټ] په لوبه بوخت دي. د ودانۍ پر مخامخ د ځانگړي ودانۍ لور ته ستر شهزادگان او ورسره ملگري چارواکي، او د ټولواک ځانگړي خدمتگاران د [ټېنېس] لوبه کوي».


انګرېز فرانک اې مارټین چي د ۱۸۹۵ او ۱۹۰۳ کلونو ترمنځ د امیر عبدالرحمن خان او د امیرحبیب الله په وخت کي اته کاله په ارګ کي د سر انجنیر په توګه دنده درلوده، په خپل کتاب (د اوسپنیز امیر تر سیوري لاندې-under the absolute Amir) کي لیکي: “امیر حبیب الله خان له کرکټ او ټېنیس سره علاقه درلوده، خو له کرکټ سره یې زیاته مینه وه ، په دې لیل چي دغي لوبې د توپبازۍ له ملي لوبې سره ورته والی درلود، کومه چي دا لوبه هم له یوه بال او یوه پلن لرګي سره کېږي.”

د #امير_امان_الله_خان په دوره کي چي ملي او مذهبي ورځو لکه اختر، نوروز او جشن به ځانګړی خوند لاره او پکښي به کرکټ، #واليبال، غېږ ايستل، بيليارډ، #کراټه، #بزکشي او نور تر سره کېده، خو کرار-کرار ددې لوبي ځای [#هاکي] ونيو او کرکټ له منځه ولاړ او دولتونو هم هاکي ته ارزښت ورکړ، د هاکي په لوبه کي هم افغانان وځلېده او په وروسته کي د هاکي ښځينه ملي لوبډله هم جوړه سوه.

له يوې خاموشي پېړۍ تېرېدو وروسته اټکل ٢٥ کاله د مخه په حيرانوکې توګه د پېښور د خاورين افغان پنډغالو څخه څو ځوانانو د کرکټ د ۲۰۰کالو پرمختګ په ۱۵-۲۰کالو کي تر سره کړ.

کله چي د لومړي امـارت په وخت کي د کرکټ فدراسیون د لومړي ځل لپاره په ۱۹۹۶ع کال کي رامنځته سو او پنځه کاله وروسته [۲۰۰۰ع] د کرکټ د نړیوالي شورا له لوري د دریمي درجې هيواد غړیتوب ترلاسه کړ چي دغه کال د افغان کرکټ په تاریخ کي د ودي او پرمختګ پیلامه سوه چي سربېره پر دې د ډېرو هلو ځلو په پایله کي ورته د کرکټ اسیایي شورا له لوري د دوهمي درجې غړیتوب هم ورکړل سو.

د کرکټ لوبه که څه هم په هيواد کي د ۲۰۰۰ع کال تر نیمایي پوري دومره نه وه مشهوره، خو په ۲۰۰۶ع کال کي د هانګ کانګ له لوري افغانستان ته په نیمه پایلوبه کي د ماتي پر مهال د کرکټ اسیایي شورا جام د افغانستان #کرکټ_ملي_ټیم سره د استعدادونو د راجذبولو او بریاوو په برخه کي ډېره ارزښتمنه مرسته وکړه.

وروسته چي ئې په ۲۰۰۷ع کال په کویټ کي د کرکټ اسیايي شورا له لوري غبرګ جامونه ترلاسه کړل، د ټولیزو رسنیو پام ئې هم ځانته راجلب کړ او په همدې سره هيوادوالو خپلو ملي لوبغاړو ته د اتلانو لقب ورکړ.

په ۲۰۰۹ع کال کي افغانستان د کرکټ بورډ په نامه يوه خپلواکه اداره په رسمي ډول رامنځ ته کړه چي د حساب ورکولو، مسوولیت منلو، روڼتیا او همپالنې پړاونه ووهي.

ښکاري چي کرکټ به د لرغونو مهالونو په اصطلاح توپ ډنډه او يا يو د گېند غورځولو او په يوې ډنډې ټېل وهلو څخه منځته راغلی وي. کرکټ د ۱۶پېړۍ په اوږدو کي د اروپا د انگلینډ سیمي څخه د ټيوډور له مهالونو څخه پېژندل سوی دئ. همدارنگه په ځينو لرغونو سندونو کي ښکاري چي د [گريگ] تر نوم لاندي يوه لوبه د برتانوي شهزاده [اېډورډ] او د هغه د زوی لخوا په نیونډن سیمه کي کېده، چي خلک ئې په اټکل د کريکټ لوبه گڼي، خو داسي جوت لاسوند په لاس کي نسته چي همدا د کرکټ لوبه وگڼل سي. څو نورو ټکو ته په اشارې سره ويل سوي چي د کريکټ توری په ۱۵۹۸ع کال کي د [کرکټ] د ويی څخه چي د برتانيې سوېل ختيځي انگرېزي ژبي گړدود څخه ئې گړنه يادېږي؛ رامنځ ته سوی دئ.


عکس: امير حبپيب الله خان د کرکټ کولو پر مهال، ۱۹۱۰ع/سراج الاخبا


History of Cricket in Afghanistan. History of Cricket In Kabul Afghanistan. 1910. Amir Habibullah Khan Playing Cricket In Afghanistan Capital City Kabul in 1910. Afghans and Cricket. Afghan Cricket and India Role. Role Of English Empire in Afghan Cricket history. Who Introduced Cricket In Afghanstan


History of Cricket in Afghanistan. History of Cricket In Kabul Afghanistan. 1910. Amir Habibullah Khan Playing Cricket In Afghanistan Capital City Kabul in 1910. Afghans and Cricket. Afghan Cricket and India Role. Role Of English Empire in Afghan Cricket history. Who Introduced Cricket In Afghanistan.




History of Cricket in Afghanistan. History of Cricket In Kabul Afghanistan. 1910. Amir Habibullah Khan Playing Cricket In Afghanistan Capital City Kabul in 1910. Afghans and Cricket. Afghan Cricket and India Role. Role Of English Empire in Afghan Cricket history. Who Introduced Cricket In Afghanistan? 




 


History of Cricket in Afghanistan. History of Cricket In Kabul Afghanistan. 1910. Amir Habibullah Khan Playing Cricket In Afghanistan Capital City Kabul in 1910. Afghans and Cricket. Afghan Cricket and India Role. Role Of English Empire in Afghan Cricket history. Who Introduced Cricket In Afghanstan.

Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Urdu Story. Bewi Ki Bestar Par Tazleel. Insult Of Wife In Bed Room.

Urdu Story.  Bewi Ki Bestar Par Tazleel. Insult Of Wife In Bed Room. بیوی کی بستر پر تذلیل لینہ حاشر برسوں سے رابعہ کے چہرے کی رونق ماند پڑتی جاتی تھی۔ یوں لگتا تھا کہ اس کے رخ پر صرف خزاں کا موسم ٹھہر گیا ہے۔ اٹھائیس برس کی عمر کہنے کو کیا ہے پر اتنی سی عمر میں اس کی جوانی ڈھل گئی تھی۔ آنکھیں ویران تھیں، عارض اجاڑ تھے۔ وہ سر تا پا پت جھڑ کا کمزور پیلا پتہ دکھائی دیتی تھی۔ مسکراہٹ کی نئی کونپلیں ہونٹوں پر نمودار ہونے کا نام نہ لیتی تھیں ۔ آنکھوں کے گرد حلقوں کی حدود لا محدود ہوئی جاتی تھیں۔ جھنجھلاہٹ، تناو اور راتوں کے جگراتے اس کے اعصاب کو تباہ کر چکے تھے۔ پر کسی کو خبر نہ تھی کہ رابعہ کو کیا غم تھا۔ لاکھ پوچھو پر کسی کی بھی کرید کچھ نہ کھوج پائی۔ سچ کیا تھا وہ تو بس رابعہ دل کے کسی کونے میں چھپائے بیٹھی تھی ۔ دس سال شادی کو بیت چکے تھے۔ ان برسوں میں رابعہ نے امان کی عادات و اطوار کو حفظ کر لیا تھا۔ لیکن امان نے اس کو سمجھنے، کھوجنے کی زحمت کبھی نہ کی تھی۔ وہ ایسی کتاب کی مانند تھی جس کو بغیر پڑھے گھر کے کسی کونے میں رکھ دیا جاتا ہے۔ جس کے اوراق ایک دوسرے کے ساتھ ہمیشہ چسپاں رہتے ہیں۔