Skip to main content

How and Why Peshawar Khyber Pakhtunkhwa Was Separated From Afghanistan. Maulana Khanzeb about Afghanistan, Peshawar, Sikhs and Great Britain History.

How and Why Peshawar Khyber Pakhtunkhwa Was Separated From Afghanistan. Maulana Khanzeb about Afghanistan, Peshawar, Sikhs and Great Britain History.


 Pekhawar Sanga Da Afghanistan Na Juda Sho? Pukhtunkhwa Sanga Da Afghanistan na Juda Shwa.?


پېښور د افغانستان څنګه بېل کړل شو ؟


څو ورځې وړاندې د سیمې ېو ځوان  ېو ليک کړې وو چې پښتونخوا په تاريخي توګه د افغانستان برخه ده ! پدې خبره هغه زورل شوې چې ته ولې داسې وائې. د تاريخ د حقيقتونو ډار او د هغې انکار تل د غېر فطری جوړښت غبرګون وي.

پېښور په تاريخي توګه د افغانستان برخه وو په 1772ز کښی چې کله د احمد شاه بابا ځوئي تېمور شاه واک ته اورسېدو د قندهار نه ئې پلازمېنه کابل ته بدل کړه نو پېښور د افغانستان د ژمی پلازمېنه شوه .

 تېمورشاه به اتهه مياشتې په کابل او څلور مياشتې په پېښور کښې وو پېښور ئې داسې ډولي کړې وو چې ګام په ګام باغونه  ګلان او ولې به بهېدلې سټيورټ الفنسټن دپېښور داسې صفت کوي چې دغه وخت لندن هم دومره ډولي نه وو.

په 1808 کښی سټيورټ الفنسټن چې پېښور ته راغلې نو د شاه شجاع سره ئې د افغانستان د ژمی په پلازمېنه پېښور کښې په جون 1808 کښې د برطانوي سلطنت له خؤا درې نکاتي تړون اوکړو تر دغه دمه پېښور رسمي پلازمېنه وه.

تاریخي سؤال او سیاسي سؤال دوه جلا جلا حقيقتونه وي تاريخي واقعیت چې هرڅه وي هغه نه بدلېدونکی حقيقت وي د چا په چپ کولو سره تاريخي حقيقت نه بدليږي البته په سیاسي سؤال د خپل معروض د حقيقتونو په رڼا کښې بحث کېدې شي.

پښتونخوا دوه سوه کاله د مخه د زرګونو کاله نه د لوئي کور افغانستان تاريخي برخه وه څه دوه سوه کاله کيږي چې پښتونخوا د افغانستان نه په زور شوکول شوې.

د جغرافې دغه جبر سره ېواځې پښتانه نه د مېنځني ختيځ نه واخله تر لاطيني امريکا پورې بلها قامونه د وخت سامراج د واک د فلسفې چې قامونه مات کا او حکومت پې اوکا مخ کړي .

پښتانه هم د دوه سوه کاله نه واخله تر دې دمه د سامراج پدغه ډانګي کوتره کړل شوي.

دوه سوه کاله خو ډېره زمانه ده د پښتنو په اجتماعي حافظه کښی دومره شلون راوستل شوې چې شل کاله وړاندې واقعیت منلو ته نه تېار دي او نه ترې ځان خبروي .

په تاریخي توګه باندې کابل او هند ترمېنځه تربګنی پاتي شوې د پښتنو جغرافيه د خپل جغرافيائي ارزښت او څه د پښتنو د خپلو بې وقوفو له کبله تل د جګړو مرکز پاتې شوې.

د پښتنو خاوره د مېنځنې ايشياء او سويلي ايشياء په چوک پرته ده هم دغه وجه ده چې پښتنو تل ددغه دواړه جغرافيو له کبله وهل خوړلي.

په اتلسمه پېړۍ کښی هند چې د سرو زرو مرغې ګڼل شوه غربي زورور ددې خاورې په نيولو او ددې د ګټو په ارمان د هر ډول زبر ځواک جدت او زور سره راغلل.

پرتګاليانو/ پرانسويانو/ برطانويانو خپلې خپلې سیمې قبضه کړې.

په سائنسي ښکېلاک په ړومبی ځل د پښتنو خاوره او وګړي د کارولو لپاره د اتلسمې پېړۍ په آخر کښی د پرانس د نيپولين او د ايران د شاه فتح عليخان ترمېنځه داسې تړون اوشو چې د هند په نيولو کښی د پرانس سره د کومک لپاره ايران د پښتنو د کارولو ذمه واري په سر واخيسته دغه تړون پيرنګېان بېدار کړل او د پښتنو په خاوره او ددې په وړاندې د زارا روس په خاوره ئې خپل پام رواړولو.

د اتلسمې پېړۍ په دوېمه لسيزه کښی په پنجاپ کښی سيکهانو زور اومندلو  په پښتونخوا کښې د سيد احمد او شاه اسماعيل شهید په مشرۍ کښی هندي غازيان پښتونخوا ته راغلل دغه تحريک د خپل ځان دننه د کمزورو له کبله د ناکامې سره مخ شو .

سيکهان ډېر په زور کښی وو دغه وخت د افغانستان سلطنت د خپل مېنځي جګړو د شاه محمود د لاسه د فتح خان سدوزي د وژنې له کبله د ستونزو سره مخ وو په ړومبی ځل سيکهان په 1823 کښی پدې برېالي شو چې پېښور ئې بشپړ اونيولو او د افغانستان واک ئې د جمرود نه آخوا واړولو.

قاضي عطاء الله ليکي چې د امیر دوست محمدخان لوئي ارمان وو چې پېښور بېرته اونيسم پيرنګېانو ته ئې هم د مرستې خواست کړې وو خو پيرنګېانو ورسره مرسته نه کوله په 1836 ز کښی د امير د ځوئي اکبر خان په مشرۍ کښی په پېښور لوئي لښکر رالې د سیکانو جرنېل هري سنګ ئې هم اووژلو جمرود قلا هم اووهل شوه خو آخره کښی لښکر کمزوري اوکړه بې وخته خور شو پېښور داسې د سيکانو په ولقه کښی پاتي شو .

په 1838 ز کښی پيرنګېانو د کؤټه په لار د شاه شجاع سره خپل پوځ ورسره کړو کابل ئې ورله اونيولو ېوه لوظنامه هم اوشوه  شاه شجاع تر ملتان پورې د سلطنت نه د خپل ذاتي لالچ لپاره لاس په سر شو خو پيرنګېانو خلاف ورزی اوکړه تر دې چې شاه شجاع افغانانو پخپله اووژلو او د پيرنګېانو څورلس زره لښکر ئې هم اووژلو.

ددغه پېښې پس پيرنګېانو پېښور ته پام کړو آخر دا چې په 1849ز کښی پيرنګېانو پېښور د سيکانو اونيولو او د روس په وړاندې د ېو قوي مورچې او د افغانستان د ښکېل کولو لپاره کلک ګامونه واخیستل.

په 1879 کښی د ګوډاګي امير ېعقوب خان سره د ګندمک تړون اوکړو د افغانستان بارنې تګ لاره پيرنګېانو پخپل لاس کښی واخيسته او افغانستان د ېو مستعمره په توګه د پيرنګېانو لاس ته اولوېدو د کرمې تر پشين پورې سیمې د افغانستان نه رسمي غوڅې کړل شوې .

په دولسم نومبر 1893 ز کښې پيرنګېانو د افغانستان د دوامداره رنځور کولو او زارا روس په وړاندې د پېښور مورچه قوي کولو لپاره په زور جبر په امير عبدالرحمان خان د ډېورنډ تړون ورتپلو ددې لږ وړاندې د برټش بلوچستان په نامه د تاريخي قندهار نه جنوبي پښتونخوا د بړټش بلوچستان په نامه ماته کړل شوه څه وخت پس د NWFP په نامه کمشنري صوبه جوړول ورسره د فاټا کرښه د بفر زون په توګه راښکل ټول هغه استعماري جالونه وو چې تر نن پورې دوام لري او ددې خاورې ثبات او امن ځائې له ځکه نه راځي چې نن هم پښتانه بې واکه او سامراجي زورور په نوي شکل په واک کښی دي.

په 1905 کښی په امير حبيب الله خان تړون ورتپل په 1919 اګست کښی د خپلواکې د جګړې ګټلو سره په غازي امان الله خان زوړ تړون تپل هم دغه ېوه سلسله ده.

کله چې هند ويشل شو برطانوي سلطنت ماتېدو د شوروي اتحاد په وړاندې پدې خاوره کښې د نوي سامراج لپاره مهمې ریاستي قلاګانې پکار وې دغه وخت ېو موهوم امکان وو چې که د افغانستان شاه هڅه کړې وې نو ممکن وه چې پښتونخوا پيرنګېانو افغانستان ته ورپريښې وې خو څه جرنده خراپه او څه دانې!

افغانستان څه شاهانو تباه کړې او څه قام د خپل ملي او قامي وحدت لپاره کله هم پاڅون نه دې کړې ځکه اوسپنيز امير وائلې وو خاوره په لوظونو نه په زور اخيستل شي.

هم دغه د تاريخ جبر دې چې تراوسه راروان دې پښتونخوا په تاريخي سؤال کښی دافغانستان برخه ده خو د معروض په حقيقتونو او سیاسي سؤال کښی د پاکستان د ارټيکل ون لاندې د پاکستان برخه ده اوس دا د قام په اجتماعي شعور پسې ده چې تاريخي سؤال باندې ځان پوهه کوي او که د تاريخ جبر د سیاسي سؤال په شکل مني ځکه چې قام تراوسه د قامي وحدت په مختلفو پړاؤونو هم لا نه دې پوهه چې لوئي افغانستان څه دې ؟ مات افغانستان څه دې ؟ پښتونستان پکښی څه دې ؟ او د قام د خپلواکې لپاره اړخونه په رياست کښی دننه او دهغې بار څه وي ؟ 

مولانا خانزېب...



Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso