Khattak Sook De. Who are khattak Pashtuns.. history Of Khattak People, Khattak Tribes, Khatak Khalak.
خټک څوک دي؟
ویلے شي چه د خټکو د مشر نیکه نوم لقمان وو چه د ځدران عثمان او اتمان رور وو۔د برهان ځوے وو د ککي نمسي او د کرلان کړوسے وو۔لقمان هم په څه واقعه خټک مشهور شوٕے وو۔او دغه لقمان د خټکو جدامجد دے۔
د لقمان یا خټک دوه ځامن وو چه یو تري او بل بولاق وو۔د تورمان هم دوه ځامن وو چه یو تري او بل لکی وو۔د پلار په اولاد کی تري نومیالے وو۔د تري هم دوه ځامن وو چه یو برکویټ او بل امیر یا امند وو۔
ویلے شي چه خټک پخوا په شوال کی اوسیدل چه د سلیمان غره د قبلیزی سلسلی په لړ کی پروت دے چه اوس په دغه ځاﺉ کی وزیر خلق استوګن دي۔
لږ ډیر اوو سوه کاله پخوا د منګلو په ملګرتیا د خپلی پخوانٸ علاقی نه راپاسیدل او د بنوں علاقی ته راغلل او هغه ځاﺉ دیره شول چرته چه نن صبا احمدزي وزیر پراته دي۔څه موده پس د منګلو او شیتکو په مینځ کی بدي پیښه شوه او منګل په کډه کولو مجبور شول خو خټک لا هلته پراته وو۔اخر د خټکو او شیتکو هم خړه راغله او خټک تری په کډه شول او په کربوعه ټیري لاچي او شکردره کی ان تر اباسین تر غاړی په زمکه دیره شول۔په دغه وخت کی دغه علاقه شاړه او ورانه ویجاړه وه۔او هم په دغه وخت کی د ویسۍ نه تر کوهاټه پوری علاقه باندی اورکزي اوسیدل۔او د کرمی د غاړی به بنګښ هم د کوچیانو په ډول دغی علاقی ته تلل راتلل۔خو څه موده پس د اورکزو او د بنګښو په مینځ کی شخړه راغله او د خټکو او اورکزو په مینځ کی خو د مخکی نه خړه وه نو خټک او بنګښ سره یو شول او اورکزي ي اووهل او په نتیجه کی ي ریسۍ۔پنیاله د زیړی نه تر تور څپر پوری ټوله علاقه رالاندی کړه او د خټکو او بنګښو تر منځ د لاچٸ او ګداخیلو غر برید شو۔اوس به د خټکو د علاقی جغرافیه بیان کم۔
ګرانه د خټکو قطب ته یوسفزي قبلی ته خلیل افریدي او بنګښ او سویل ته ي د بنوں علاقه ده د دوﺉ علاقه په اوږدوالي تقریبا 100 میله او په پلن والي به اندازا 50 میله وي۔د دوﺉ په نمرخاته اباسین بهیږي خو د اباسین نه پوری غاړه هم خټک شته او ان تر باړی رسیدلي دي۔مکهډ د خټکو مشهور ځاﺉ دے۔
خټک په خپل منځ کی په دوو برخو ویش دي چه یوه د قطبي خټکو برخه او بله د سویلي خټکو علاقه یادیږي۔د سویلي خټکو علاقه کی د مالګی درنګونه دي او د دی علاقی زمکه شګلنه او میداني ده۔غرونه ي هم غیراباد دي۔ټیري۔لاچي۔کرک۔شکردره او نور هم ډیر د دی علاقی مشهور کلي دي۔
د قطبي خټکو علاقه هم عریزه او کاڼړیزه ده او غرونه ي هم بیښی توښی دي۔اکوړے۔شیدو۔نظام پور۔امیر او اینځرے او داسی نور هم ډیر ي مشهور کلي دي۔
د خټکو ریاست۔
ګرانه که د خټکو په ریاست بحث کوم نو بیا دا خبره ډیره اوګدیږي خو محتصر غوندی نوټس پری درته لیکم۔
د خټکو د ریاست باني ملک اکوړ دے۔چه د درویش محمد ځوے وو او په ملک چینجو هم مشهور وو۔او د خټکو د قبیلی بطی خیلو څانګی سره ي تعلق وو او په کربوغه کی اوسیدو۔په څه خبره د خپلو عزیزانو نه خفه شو او نظام پور علاقی ته راغے چه په خوړه هم یادیږي۔په دغه وخت کی په خوړه کی مندوري لواڼي او ډنګرخیل اوسیدل۔په هغه زمانه کی د کابل صوبه د میرزا حکیم په لاس کی وه چه د بابر میرنے رور وو۔اکبر بادشاه د میرزا حکیم په تعاقب کی نیلاو ته راغے او د اټک قلعه ي جوړه کړه او د شاهي سړک د ساتنی ذمه داري ملک اکوړ ته ورکړه۔ملک اکوړ د لنډي سین په سویلي غاړه په خپل نوم سراﺉ اکوړ نومی کلے اباد کړو چه تر اوسه په اکوړه خټک یادیږي۔اکبر بادشاه ده ته په حلعت کی د موسی دری پوری علاقه ورکړه او د شاهي سړک پورا اختیارمند ي اوګرځولو۔خو د بده مرغه د اختیاراتو په لاس راتلو سره ده ته په خپله قبیله کی د بولاقو څانګی سره دشمني پیښه شوه چه د هغوﺉ مشري ملک نازو کوله او په دغه دشمنٸ کی ملک اکوړ د پیرسباق په مقام اووژلے شو۔د ملک اکو اته ځامن وو یو یو یخيی خان چه مور ي میري خیله وه او نوم ي تاروکه وو۔بل نظام خان چه مور بولاقه وه او نوم ي نندرکه وو۔بل یوسف خان۔مور ي غوریاخیله وه او دردانه نوم ي وو۔بل تاتارخان وو۔دغه رنګ حضرخان او عبدالغفورخان دواړه د یو موره وو۔طاوس خان چه مور ي څینٸ وه او بایي نوم ي وو او مصري خان چه مور ي ځلوځٸ وہ۔
د ملک اکوړ د مرګ نه پس یخيی خان د قام مشر شو چه د هغه په وخت کی د یوسفزو او خټکو هم بدي پیښه شوه۔د یخيی خان یولس ځامن وو چه شهبازخان۔بهادرخان۔عالم خان۔شریف خان۔جلال خان۔محمدخان۔ښادي خان۔حکیم خان۔عبدالله خان آدم خان او فیروزخان وو۔خو د بده مرغه یخيی خان هم بولاقو اوژلو او شهبازخان د قام مشر شو چه دا د پښتنو د ستر مشر ننګیالي افغان او د یو لوی ادبي شحصیت خوشحال خان خټک پلار وو۔شهبازخان د یوسفزو سره په یو جګړه کی سخت ژوبل شو او په کال 1640 وفات شو۔د ده نه پس د خټکو مشري د خوشحال خان بابا په قسمت اورسیده او ګرانه دغه یو لوے تاریخ دے چه لیکلو له ي څو صفحی پکار دي او که چرته الله موقع راکړه نو بیا به درته دغه ټول تاریخ اولیکم۔خو فی الحال دومره تاریخ کافي دے۔
ټولو پښتنو قبیلو ته درنښت او ډیر ډیر احترامات۔
مینه او مننه۔
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.