Skip to main content

Chants Populaires des Afghans. Book Review by Muhammad Ali Dinkhail

 د پښتونخوا د شعر هار و بهار

Chants Populaires des Afghans

( د پښتنو مشهورې سندرې)

James Darmesteter

(Book Review)

ليک: ډاکټر محمد علي ديناخېل

نېټه: ۹م جولائي ۲۰۲۱


د جيمز ډارمسټټر دا کتاب چې د پښتو برخې نوم يې " د پختونخوا د شعر هار و بهار" دے، په فرانسيسۍ ژبه کښې د کتاب نوم Chants Populaires des Afghans دے ۔ د کتاب په فرانسيسۍ ژبه کښې د نوم ترجمه ده " د پښتنو مشهورې سندرې" ۔ په دې ريويو کښې به اول د کتاب د ليکوال پېژند ګلو کولے شي ۔ بيا به د کتاب پېژندګلو او مندرجات وړاندې کولے شي ۔  د دې کتاب په دري او پښتو ژبو کښې هم ترجمې شوي دي چې د هغې ذکر به تاسو هم په دې ريويو کښې ولولئ ۔ اوس به اول د ليکوال پېژندګلو اوکړو ۔

جيمز ډارمسټېټر

نوموړے ايران شناس، د لرغونو ايراني ژبو او متنونو فرانسيسي عالم جېمز ډارمسټېټر په ۲۸م مارچ کال ۱۸۴۹ کښې د يو يهودي جلد ساز په کور کښې پېدا شو ۔ دغه يهودي جلد ساز په ۱۸۵۲ کښې پېرس ته په دې نيت منتقل شو چې هلته خپلو بچو ته د اعلي تعليم موقعې برابر کړي ۔ جېمز ډارمسټېټر چې کله خپلې د سکول وړومبۍ زدکړې پائے ته ورسولې نو په Ecole des Hautes Etudes کښې داخل کړے شوچرته چې هغه  د تقابلي ګرامر او سنسکرت مطالعه اوکړله ۔ هغه په ۱۸۷۴ کښې ايران پېژندنې ته د Notes de Philologic Iranienne په نوم وړومبۍ علمي ورکړه اوکړه ۔ يوکال وروستو هغه د اوستا په مطالعه خپله انعام يافته مقاله هم شائع کړه ۔ د دې دوؤ کتابونو په چاپ کولو هغه د خپل ټول ژوند د مطالعې مېدان  يعني ايراني ژبپوهنه او زرتشت مذهب مطالعې ته ورداخل شو ۔  په ۱۸۷۷ کښې هغه په ادبياتو کښې د ډاکټرېټ ډګري تر لاسه کړه ۔  د هغه د نورو کارونو تر څنګ په انګرېزۍ او فرانسيسۍ ژبو کښې د هغه د زرتشت مذهب د مقدس کتاب اوستا ترجمې ډېر اهميت لري ۔  د هغه د اوستا ترجمه چې د L.H. Mills  سره يې په شريکه کړې وه، د جرمن شرق شناس او ژبپوه ميکس مولر په ترتيب او تدوين سره په Sacred Books of the East کښې د ۱۸۸۳ نه ۱۸۸۷ پورې خوره شوه ۔ هغه په خپل کتاب  Grammaire historique du Persan دا خبره ثابته کړه چې زړه فارسي او اوستا دوه بيلې ژبې دي ۔ هغه دا ووئېل چې نوې فارسي په فارس کښې لويه شوې ده ۔ هغه د پهلوي نه سيميټيک توکي بيل کړل او دا رائے يې قائمه کړله چې فارسيک (پاژند) يوځينۍ پهلوي وه چې په اوستائي رسم الخط کښې به ليکلې کېدله ۔   په ۱۹۸۶ م کال کښې هغه د هندوستان سفر اوکړو او په واپسۍ کښې يې د افغانانو (پښتنو) د سندرو ترجمه اوکړه چې يې پکښې د افغاني (پښتو) ژبې او ادب په حقله يو معلوماتي مضمون هم اوليکلو اوشائع کړو ۔  هغه د خپلو مقالو يوه ټولګه د  Essais Orientaux په نوم چاپ کړه ۔ په دې کښې  د جوډيزم او بد مت په پرتليز جاج يوه مقاله، د مهابهارت او د شاهنامې په پرتليز جاج مقاله ، او يو څو مقالې د افغانستان، د افغانستان د ژبې ( پښتو) او تاريخ په حقله شاملې دي ۔ په ۱۸۸۲ کښې هغه د ايشايټک سوسائټي اعزازي سيکرټري جوړ شو او هم تر مرګه پورې اعزازي سيکرټري وۀ ۔  هغه د نورو ليکوالانو د کتابونو يو ښۀ تجزيه کار وۀ او کله کله به يې د نورو ليکوالانو په کتابونو کښې د تعريف او توصيف هغه نکتې هم راوويستلې د کومو چې به پخپله د کتاب ليکوال ته هم پته نۀ وه ۔  هغه د نورو خلقو په علمي کار د خپلې رائے ورکولو په حقله ډېر د لوئے زړۀ نه کار اخستلو ۔  په ۱۸۸۵ کښې  په کالج ډي فرانس کښې د فارسۍ ژبې او ادبياتو د شعبې د پاره د هغه انتخاب اوشو ۔  کله چې ميکس مولر هغه ته د نورو مشرقي مقدسو کتابونو د ترجمې خواست اوکړو نو هغه په دغه مقدسو کتابونو کښې په ذکر شويو رسوماتو د ځان پوهه کولو د پاره په ۱۸۸۶۔۸۷ کښې د فرانس د تعليم د وزارت په مرسته د يولسو مياشتو د يو " ژبپوهنيز مشن" په غرض هندوستان ته روان شو ۔  هغه د دغه سفر وړومبۍ او اوږده برخه د پنجاب  په شمال مغربي سرحد باندې تېره کړه ۔  په دې دوران کښې هغه د اپرېل مياشت په پېښور کښې تېره کړه او د مئي نه د ستمبر پورې په اېبټ اباد کښې پاتې شو ۔  د هغه مقصد دا وۀ چې د پښتو په مطالعه کښې د خپلو يو څو متقدمينو نه هم وړاندې لاړ شي چا چې  صرف په ادبي متونو باندې اکتفا کړې وه ۔  هغه دا هم غوښتل چې ژبپوهانو او تاريخ پوهانو ته د پښتنو د ژبې او د خيال په باره کښې کره او فوري معلومات ورسوي ۔  د دې مقصد د پاره  هغه د ځان سره دوه مرستيالان، په پېښور کښې پير محمد علي او په اېبټ اباد کښې مولوي محمد اسماعيل اونيول ۔  دوي به د پېشه ورو سندرو ويونکيو مشهورې سندرې ليکلې او د دې په ترجمه کښې به يې د هغه مرسته کوله ۔ د هندوستان نه په واپسۍ په ډېر کم وخت کښې هغه د سلو نه زياتې سندرې په پښتو رسم الخط کښې د فرانسيسۍ ترجمې او تشريح سره په ۱۸۸۸ کښې د Chants Populaires des Afghans (د پښتنو مشهورې سندرې) په نوم د پېرس نه چاپ کړې ۔  د کتاب د نوم نه چې د څه څيز اندازه لګي په دې کتاب کښې د هغې نه زيات څه موجود دي ۔  لکه  د دې کتاب په مقدمه کښې هغه د پښتو فونولوجي او مورفولوجي تفصيلي تجزيه کړې ده ۔  هغه دا خبره تصديق ته رسولې ده چې دا ژبه د ژبو د ايراني خاندان سره تعلق لري ۔  په دې مقدمه کښې هغه د پښتو ادب او تاريخ خاکه هم راښکلې ده ۔  د هندوستان (پېښور، ايبټ اباد) خپل دې سفر نه هغه  په فروري ۱۸۸۷ کښې پېرس ته واپس شو ۔ 

د هغه د څېړنې د دلچسپۍ په موضوعاتو کښې، کوم چې وړاندې ذکر شو د هغې نه علاوه ، انګرېزي ادبيات هم شامل وو ۔ د دې دلچسپۍ په وجه اول د هغه ملګرتيا د انګرېزۍ د شاعرې ميري رابنسن سره جوړه شوه او ډېر زر يې ورسره وادۀ اوکړو ۔  او خپل کتاب Le Zend Avesta يې د هغې نوم ته منسوب کړو ۔  هغه څه وخت وروستو بيمار شو او د پينځه څلوېښتو کالو په عمر کښې په ۱۹ اکتوبر ۱۸۹۴ په پېرس کښې په حق اورسېدلو ۔  د ډارمسټېټر  کونډې څه وخت وروستو په پېرس کښې د Pasteur Institute د ډائريکټر سره وادۀ اوکړو ۔ کله چې دوي دواړه مړۀ شو نو د ډارمسټېټر کتابونه دغه انسټي ټيوټ ته په وراثت کښې پاتې شو ۔  او تقريباً پنځوس کاله هغه دغلته پراته وو ۔  بيا څه وخت وروستو Gilbert Lazard دغه کتابونه د Institute d’Etudes Iraniennes کتابتون ته اولېږل او دغه کتابتون ډارمسټېټر ته د عقيدت پېش کولو په توګه د هغه په نوم منسوب يعني Bibliotheque James Darmesteter شو ۔

د ليکوال د پېشندګلو نه وروستو به اوس د کتاب د فرانسيسۍ نسخې پېژندګلو اوکړو ۔ 


په ټائټل مخ يې دا لانديني ليکل شوي دي ۔

Societe Asiatique

Collection D’ouvrages Orientaux

Second Serie

CHANTS POPULAIRES DES AFGHANS

Recueillis

PAR JAMES DARMESTETER

Paris

Imprimerie Nationale

Ernest Leroux , Editeur, Rue Bonaparte, 28

1888-90

د مضامينو د فهرست نه يو مخ وړاندې يې دا ليکل کړي دي ۔

A LA MEMOIRE

DE MON FRERE

ARSENE DARMESTETER

د مضامينو فهرست په دولسو مخونو مشتمل دے ۔ دا کتاب د پېژندګلو نه علاوه په درېو بابونو، درېو ضميمو او پينځه قسمه اشاريو باندې مشتمل دے ۔ په اول او په دويم مخ پېژندګلو ده او بيا د درېم مخ نه د ۱۵۲ مخ پورې وړومبے باب دے چې د پښتو ژبې او د پښتو ژبپوهنې بحثونه پکښې شوي دي ۔ 

دوېم باب چې د پښتنو د اصل نسل باره کښې دے، د ۱۵۳ مخ نه شروع کيږي او د ۱۸۳ مخ پورې دے ۔

درېم باب، کوم چې د کتاب د وړومبۍ برخې اخري باب دے او د پښتو ادبياتو په حقله دے، د مخ ۱۸۴ نه تر ۲۱۸ پورې دے ۔ په مخ ۲۱۸ د کتاب وړومبۍ حصه پائ ته رسي ۔ تر دې ځايه په کتاب د مخونو د شمېرو نمبر په رومن کښې ليکلے شوے دے ۔  د کتاب دوېمه برخه Chants Populaires Des Afghans د ادبياتو متعلق ده ۔ د دې برخې د مخونو شمېرې په عربي يا انګريزي هندسو کښې ليکلې شوي دي  او د اول نه بيا شروع شوي دي ۔ د کتاب دا برخه د مخ ۲۹۹ پورې رسېدلې ده ۔ په دې کښې ضميمې، اشاريې او صحت نامه شامل دي ۔ په دې برخه کښې د پښتو ادبياتو انګريزي ترجمه شوې ده ۔


اول باب La Langue Des Afghans


دويم باب Histoire et Origine  des Afghans

دريم باب  La Litterature Populaire des Afghans 

ضميمې درې دي 

Textes De Bannu Communiques Par M. Thorburn

La Chanson Du General Roberts

Notes De Folk Lore

د مخ نمبر ۲۶۳ نه تر مخ نمبر ۲۹۶ پورې  لانديني عنواناتو لاندې څلور اشاريې دي

I. Index Lexicographique

II. Index Des Noms De Personnes

III. Index Geographique

IV. Index Ethnique

په مخ نمبر ۲۹۷ صحت نامه ده ۔

د مضامينو د فهرست نه وروستوپه دوه مخونو کښې د کتاب "پېژندګلو" ليکلې شوې ده ۔ 

په وړومبي باب کښې وړومبے سيکشن د Phonitique د سرخط لاندې نور لانديني ذيلي عنوانات لري ۔

I. Elements Empruntes

II. Elements Indigenes

د Elements Indigenes د سرخط لاندې بيا دا موضوعات څېړلے شوي دي ۔

A. Consonnes Simples

B. Consonnes Isolees

C. Groupes De Consonnes

D. Voyelles Et Diphtongues

E. Epenthese, Prothese, Inversion, Etc

د وړومبي باب دويم سيکشن په Morphologie مشتمل دے ۔ دا سيکشن په لاندينيو شپږو برخو مشتمل دے ۔

I. Le Substantif

II. Le adjective

III. Noms de Nombre

IV. Pronoms

V. Le Verbe

VI. Mots invariables

د وړومبي باب د درېم سېکشن نوم Formation Des Mots   دے ۔ دا سېکشن په لاندينيو غټو دوؤ برخو وېشلے شوے دے چې هره برخه يې بيا ځانله ذيلي عنوانات هم لري ۔

A. Derivation

B. Composition

دويم باب په دوؤ برخو وېشلے شوے دے ۔

درېم باب: La Litterature Des Afghans په دوؤ برخو کښې تقسيم دے ۔ دا باب د ۱۸۴ مخ نه تر ۲۱۸ مخ پورې دے ۔

 چې د ادبياتو او فوکلور په حواله اهميت لري، په لاندينيو حصو کښې تقسيم شوے دے ۔

اوله حصه : Chansons Historiques

په دې اوله حصه کښې بيا دا ذيلي عنوانات دي

1. Cycle De Sayyid Ahmad (1826-1831)

2. Cycle De La Campagne D’Ambela (1863)

3. Cycle De La Guerre D’Afghanistan (1879-1881)

دويمه حصه: Chansons Religieuses

دريمه حصه: Legendes Romanesques

څلورمه حصه: Chansons D’Amour

پينځمه حصه: Moeurs Et Folklore

د کتاب درېمه برخه  په پښتو رسم الخط کښې ليکلې شوې ده او د صفحو نمبرې يې په عربۍ کښې ليکلې شوي دي ۔ د دې حصې د صفحو نمبرې هم د اول نمبر نۀ شروع شوي دي ۔ د کتاب په دوېمه برخه کښې چې د پښتو ادبياتو د کومو نمونو فراسيسي ترجمه ورکړے شوې وه ، د ادبياتو هغه نمونې دلته په پښتو املا او پښتو رسم الخط کښې ليکلې شوي دي ۔ دا برخه د اول مخ نه تر ۲۲۸ مخ پورې ده ۔ د کتاب دا برخه د ښي طرف نه شروع شوې ده ۔ په ښي طرف د کتاب په ټائټل دا لانديني ليکل شوي دي ۔

د پښتونخوا د شعر

 هار و بهار

يوه مجموعه

د غزلو او چاربېتو د متلو او قيصو د مصرعو او سندرو

چې د پېښور په ښار او د اېبټ اباد په چاونۍ کښې

د فرانسس سرکار په حکم او فرمائش

سنه ۱۳۰۳ هجري

جم ډارمسټټر صاحب جوړه کړه

په سرکاري مطبع کښې

د مشرقي انجمن د پاريس په خرڅ

۱۸۸۸

چاپ شه سنه عيسوي

د کتاب د ښي طرف نه په وړومبۍ صفحه دا سرخط ليکلے شوے دے ۔ " د احمد شاه بادشاه د جنګ غزل چې له مراتي سره يعني له باهو سره يې کړے وۀ ۔"  دغه رنګ د دې برخې يو څو نور موضوعات په لانديني ډول ليکلي شوي دي ۔

د يار محمد خان دراني جنګ چې له سېد بادشاه سره په هنډ کښې کړے وۀ ۔ چاربېته د نوره دين شاعر چې د بر بر اوسېدونکے علاقه د پېښور۔

د نوره دين اخون چاربېته چې د فېض الله خان مهمند اوسېدونکے د هزار خوانۍ چې د تمامو مهمندو خان او نواب وۀ او پير مځمد خان د امير دوست محمد خان ورور په ټګۍ سره په خپل دلبار کښې وواژه ۔

چې د سېد احمد شاه غازي جنګ په بالا کوټ کښې لۀ سيکهانو سره شوے وۀ د هغه چاربېته د ګل محمد شاعر دا ده ۔

حال د ملک د صوات (سوات) ابيات د عنوان الدين کاکا خېل واقعه ۱۸ مارچ ۱۸۸۲ عيسوي۔

د مختلفو تاريخي او نورو چاربېتو نه علاوه په دې کښې  اته اتيا مصرعې، ټپې، شپېته متلونه او منظوم او منثور اړونه يا معمې هم شاملې دي ۔

دا چاربېتې او سندرې د موضوعاتو په لحاظ په دې ګروپونو کښې وېشلے شوي دي ۔

ديني سندرې

عشقي سندرې

د دودونو او رواجونو او فوکلور په باب سندرې

 د کتاب د اخر کښې اته معمې شاملې دي چې اتمه معمه يې داسې ليکلې شوې ده ۔

نۀ په زمکه نۀ په اسمان دے

نۀ سړے دے نۀ حېوان دے

په پاسته ځائے يې مکان دے

هر سړے ورته حېران دے

 

د دې کتاب پښتو ترجمه

د دې کتاب د پښتو متن او د حواشي د پښتو ترجمه "د پښتنخوا د شعر هار و بهار" په نوم په ۱۹۷۷ کال (درېم چاپ) د حبيب الله رفيع په اهتمام د پښتو ټولنې له خوا خوره شوې ده ۔ دا ترجمه د ښوونې او روزنې په مطبع کښې چاپ ده ۔ د فرانسيسي ژبې نه دا کتاب ډاکټر روان فرهادي په دري ژبه کښې ترجمه کړے وۀ او بيا د دري نه رفيع صاحب پښتو ته ترجمه کړو ۔  دا پښتو ترجمه په درېو برخو مشتمله ده ۔ د پښتو په دې ترجمه باندې محمد صديق روهي د "مخکيني" د سرخط لاندې دوه مخه ليکل کړي دي ۔  د "مخکينې" نه بعد اته مخونه د کتاب په ليکوال جېمز ډارمسټېټر باندې ليکلے شوي دي ۔  د دې نه وروستو " په پښتو ژبه کښې اولسي ادب" د سرخط لاندې د ډارمسټېټر يوه مقاله ده چې ترجمه کونکے يې ډاکټر روان فرهادي دے ۔ توضيحات پرې پوهاند عبدالحۍ حبيبي ليکلي دي او پښتو ترجمه کونکے يې حبيب اللي رفيع دے ۔  دا برخه د نهم مخ نه تر ووۀ دېرشم مخه پورې ده ۔  چې د مخ ۳۸ نه د مخ ۴۴ پورې د توضيحات د سرخط لاندې عبدالحۍ حبيبي ليک دے ۔ د دې نه وړاندې د کتاب دوېمه برخه د مخونو نمبر د يو نوي ترتيب سره د اول نه شروع کيږي ۔ دا برخه د کتاب د چاربېتو، ټپو ، متلونو، او معمو برخه ده چې د اول مخ نه تر ۲۲۸ مخ پورې خوره ده ۔  د کتاب د درېمې حصې نوم " تشريحات "دے ۔ د دې ليکوال ډارمسټېټر دے او پښتو کونکے يې پوهاند ډاکټر سېد بها والدين مجروح دے ۔  د تشريحاتو دوېمه برخه " د ديني اشعارو" اشاريه ده ۔ درېمه برخه يې " کيسې او نکلونه " دي ۔ څلورمه برخه يې عشقي سندرې دي ۔ پينځمه برخه يې " دودونه او فوکلور" دے ۔ دا تشريحات د پينځو برخو سره د اول مخ نه تر ۵۹ مخ پورې دي ۔ د ۶۰م نه ۶۲م مخ پورې د بنو متون په نوم " ضميمه" ده ۔  ورپسې د حبيب الله رفيع په ترتيب سره "نوم ليکونه او سمون ليک" خور شوے دے ۔  د نوم ليکونو برخه د مخ ۶۳ نه تر مخ ۹۲ پورې ده ۔ په دې " نوم ليکونو" (اشاريه) کښې د سړو نومونه، د ټبرو او کورنيو نومونه، او د ځايونو نومونه دي ۔ د مخ ۹۳ نه د مخ ۹۹ پورې سمون ليک دے ۔

By Mummmad Ali Dinakhail.




Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه د...

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu...

Understanding the UAE Visa Ban: Reasons and Implications

پاکستانیوں کے لیے یو اے ای ویزا پابندی کے بارے میں تفصیلی خبر اور وجوہات متحدہ عرب امارات (یو اے ای) نے پاکستانی شہریوں پر ویزا پابندی عائد کر دی ہے، جس کی وجہ ان سرگرمیوں کو قرار دیا گیا ہے جن سے یو اے ای کی ساکھ کو نقصان پہنچا ہے۔ یو اے ای میں موجود پاکستانی سفارتخانے نے تصدیق کی ہے کہ یہ پابندی نافذ العمل ہے اور یہ تمام پاکستانی شہریوں پر لاگو ہوتی ہے، چاہے وہ کسی بھی مقصد کے لیے سفر کر رہے ہوں۔ یو اے ای حکومت نے پابندی پر کوئی سرکاری بیان جاری نہیں کیا، لیکن پاکستانی سفارتخانے کا کہنا ہے کہ یو اے ای حکومت کو درج ذیل سرگرمیوں پر تشویش ہے: یو اے ای حکومت کے خلاف مظاہرے کرنا سوشل میڈیا پر یو اے ای حکومت پر تنقید کرنا مجرمانہ سرگرمیوں میں ملوث ہونا یو اے ای حکومت نے اس بات پر بھی تشویش ظاہر کی ہے کہ ان سرگرمیوں میں ملوث پاکستانی شہریوں کی تعداد دیگر قومیتوں کے مقابلے میں زیادہ ہے۔ پاکستانی سفارتخانے نے پاکستانی شہریوں کو مشورہ دیا ہے کہ وہ یو اے ای کا سفر کرنے سے گریز کریں جب تک کہ ان کے پاس درست ویزا نہ ہو۔ سفارتخانہ یو اے ای حکومت کے ساتھ مل کر اس مسئلے کو حل کرنے اور پابندی ہٹانے کے...