دګرامافون سپی
ډيرو هیوادوالو ته به په یاد وي چې په پخوانیو وختونو کې چې لا ټیپ ریکارډرونه نه وو جوړشوي نو خلکو به په ګرامافون (gramophone) سندرې اوریدلې. زماښه په یاد دي چې زموږ یوه خپلوان له نن نه شپږ پنځوس کلونه وړاندې یو ګرامافون درلود هغه به موږ ته پرې سندرې غږولې. عامو خلکو به ګرامافون ته (ګرافون) ويل او د سندرو ریکارډونه به یې په ګرامافون ( ګرافون) غږول.
له نن نه ۱۲۰ کلونه وړاندې په انګلینډ کې دموسیقۍ دخپرولو یوې کمپنۍ یو لیبل جوړ کړ چې( His Master's Voice) یې ورته وایه مخفف یالنډیزیې (HMV)و. د دې کمپنۍ دلیبل نوم چې ( دخپل خاوند غږ) نومید دسپي هغه انځورته اشاره وه چې پر ګرامافون کښل شوی و او د خپلې کمپنۍ د خاوند دثبت شوې (ریکارډشوې) سندرې یې خپرولې.
وروسته بیا نوموړې کمپنۍ دګرامافون دهمدې انځور شوي سپي مجسمې جوړې کړي اوهغو سندرو جوړوونکو ته به یې دجایزې په توګه ورکولې چې ددوی دیوې سندرې (سل زره ) ریکارډونه به یې خرڅ شوي وو او کمپنۍ به پکې ښه ډیره ګټه کړې وه.
زموږ دکلي حسن کاکا چې له مړینې یې اوس ډیر کلونه تیر شوي دي نو کله به چې زموږ دکلي کوم ماشوم ته په غوسه شو نو ورته به یې ویل : وا هلکه دګرافون له سپي نه مې هم له تا څخه ډیر بد راځې.
استاد لطيف ياد
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.