Peer Rokhan. Who Was Pir Rokhan. Pashto Info
د پښتون په ډوب کړل شوې تاريخ کښې تانده او ځلانده اتلان ښکاره کٶونکې او په خپل قام د دغه اتلانو تارخ ليدونکې/لوستونکې د داد ډاډ او وياړ وړ دې پښتانه په هر لحاظ ډير مفلوج کړل شوې دې خو بيا هم موږ داسې څيړنکاران ليکوالان پوهان تجزيکاران..... لرو چې هغې د پښتون قام دغه د خاورو لاندې تاريخونه رالټوې او دې قام ته يې د عبرت په توګه وړاندې کوې.
پير روښان رحمة الله عليه زموږ په تير شوې پياوړې اتلانو کښې يو تواند او ځلاند او پياوړى شخصيتې تاريخ لرې چې د هغۍ هلې ځلې د هيچا پټ فناه نه دې.
پيروښان هغه ستر اتل او شخصيت دى چې د "پښتو" او "پښتنو" دپاره يې په ليک دود دستور......کښې بلها ستړې کړې.
پير روښان هغه اتل دى چې چې په وړومبې ځل په موسقۍ کښې د رباب په تارونو کښې سر (س دپاسه پيش کارول ضرورې دې) په لحاظ سره زياتوالى وکړو چې تر اوسه پورې د " شاتار" ، " ګټار " او د جنګ د ګوتې په نوم ياديږې. د دې سره يې د صوفيانو دپاره په " قوالۍ " کښې ځانګړې سرونه هم ايجاد جړل.
د بلې خوا يې پښتو ژبې د يو نوې ليکدود جوړولو سره سره د پښتو د ځانګړو غږونو دپاره بيل بيل ټکې يا حرفونه هم جوړ کړل او د فارسۍ او عربۍ د ليکدود نه يې د يو بيل او ځانګړې پښتو ليکدود د جوړښت دپاره لاره اسانه کړه.
نورو ليکوالانو او ژبپوهانو په دې کښې ورستو بيا لږ ډير ردو بدل کړى دى خو ګران کار د يو څيز يا بنسټ ايښودل دې.
او هغه پير روښان رحمة الله علیه ایښى ٶو.
په پښتو ليکدود کښې چې نن کوم ځانګړې توري يعني "څ" ، "ځ"، "ږ"، "ښ" او "ګ" دى، د دې اختراع په لومړي ځل پیر روښان رحمة الله عليه كړې ده.
د دې ترڅنګ د روښانې تحريک غړو په پښتو ادب کې باقاعده د يو بيل مكتب بنیاد کیښودو بلها نامتو شاعران او ليکوالان یې پښتو ادب له ورکړل په ځانګړې توګه روښانيانو د پښتو غزل له یو نوی رنګ ورکړى.
په پښتو شاعرۍ کې په لومړي ځل د معيار غزل مرزا خان انصاری پیش کړو چې اصل نوم یې فتح خان ٶو او د پیر روښان کلک مرید او لمسی ٶو هغه په خپلو شعرونو کښې په تفصیل سره د روښانیانو عقاید او نظریات په ډیر ښکاره ډول بیان او اولس ته وړاندې کړې د مرزا خان انصارې نه پرته بلها نورو روښانیانو شاعرانو په پښتو غزل کښې د تصوف ډيرې درنې درنې مسئلې بیان کړې همدغه روښانیان ٶو چې د پښتو غزل يې د ګل، بلبل، وصال او فراق نه راويستلو او معنویت یې ورکړو.
پخپله د بایزید روښان ونډه په پښتو ادب کښې د هیچا نه کمه نه ده د پښتو ځانګړې ليکدود يعنې رسم الخط، صراط التوحيد حالنامه مقصود المؤمنين، فخر الطالبين،
خير البيان، يوه نومورکې رساله، د بایزید سرودونه مکتوبات او نور ګڼ شمير د هغه معلوم اثار دې چې د پښتو ادب يوه مهمه او لویه برخه جوړوې او يوه ستره ادبې او قامې سرمايه هم ده.
د پیر روښان رحمة الله عليه او روښانې تحریک خلاف اكثر ليكل د يوې ټاکلې ائيد يالوجې د سيورې لاندې شوي دې، زياتره خلکو د هغۀ د
ستر مخالف اخوند درويزه پيروې کړې ده او هغه يې يو متبدع (بدعت کونکی ) پیر ګڼلى دی او د هغه تعليمات يې د اسلام له اصولو څخه انحراف بللې دې. د هغه مخاليفنو په هغه رنګ رنګ الزامونه او تورونه لكولې ٶو چې تر نن ورځې د عادې خلکو په ذهن کې هم هغه کیسې پرتې دې.
پیر روښان رحمة الله عليه د وحدت الوجود منونکى ؤو، هغه د وحدت الوجود عقيدې له يو نوی رنګ ورکړى ٶو.
هغه غوښتل چې د توحيد د مسئلی د فلسفې په لحاظ د خلكو باهمې اختلافات او بيګانګې هم ختمه کړې او د ټيټو مطالبو څخه یې نظر بلند کړې او د يو اوچت نصب العین په ورښودو یې ایثار او فداکارۍ ته تیار کړې لکه د اخوندرويزه غوندې پير مريد چې د مغلو په رزق او څوکيو خوړلو په درواغو د خلکو ذيهنيت منتشر ساتلو او د خپلو خلکو غلامې يې په مغلو کول د مغلو د مالګې خوراک سره هغه دومره غورځېدلې ٶو چې په خپل اسلام/مذهب کښې يې نوې فرقې راولاړې کړې وې چې د اسلام سره يې هيڅ تړون او مشابهت نه لرلو.
پير روښان دا هڅه کول چې په خپلو خلکو او د هغۍ په مننوکو مريدانو دغه جعلې پيرې او د اسلام پر زد کړنې پر دوې وپيژنې په دغه مقصد کښې پير روښان تر ډیره حده بریالی شوی هم ٶو خو د بد مرغه د عامو خلکو د ناپوهۍ او غلط فهمۍ د هغه مرموز او خالصد تصوف خبرو له غلط رنګ ورکړو او دا يې مشهوره کړه چې ګنې هغه د هندوانو يا تناسخ د عقيدې منونکى دى خو دا چرته هم ممکن نه ده پير روښان يو سوچه مسلمان ٶو او يو مسلمان داسې عقيده څنګه لرلى شې؟
دا د يو ځانګړې ډلې پروپېګنډا وه د هغوې کار او دنده هم دا وه چې روښانې تحريک او پير روښان په پښتنو کښې ناکام او بدنام کړې او د بده مرغه هغوې په دغ
ه مشن کښې بريالې هم شول د وخت ضمير خرڅه او مغولو ته ژمن موليانو پيرانو د وخت د واکدارانو په ملاتړ او تاييد کښې په هغه ناکاره او بدکاره بدحکمونه او فتوې ورکړې او د هغۍ اثار کتابونه.....يې وسيزل.
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.