Skip to main content

Ahmad Din Talib, Pashto Poet From Charsada In Swat.

 Ahmad Din Talib, Pashto Poet From Charsada In Swat.


احمد دین طالب صاحب وائي:


زۀ طالب احمد دین ځکه سوات کښې خوښ یم.

چې وطن د ښاپېرو مې دے موندلے.


میاں وکیل شاہ فقیر خیل د احمد دین طالب بارہ کی داسی لیکی:


"تر څوارلسمې هجرۍ صدۍ پورې د کلاسيکي شاعرۍ  روايات زمونږه سترو شاعرانو تازه او ژوندي ساتلي وو. خو داسې وخت هم راغلو چې د څوارلسمې هجرۍ صدۍ په دوران کښې په اولسي اصنافو هم طبع ازمايي شروع شوه او دغه اولسي شاعرانو پښتو شعر د غروضي بحرونو نه ازاد کړو او د پښتو ژبې په ځا نګړو بحرونو کښې ځان له په ځانګړي طرز او اهنګ سره سم شعرونه ووېل لکه , ټپه, ناره, نيمکۍ, لوبه سندره چاربيته, بدله رباعي  يا مقام, سروکی ,مستزاد غزل وغېره د پښتو ادب پوهانو دا قسمه ادب په اولسي,شفاهي, يا فولکلوري نومونو سره ياد کړل

ددغه اولسي شاعرۍ په نوموړو شاعرانو کښې نوموړې اولسي شاعر احمد دين طالب هم  يو ځانګړی نوم او مقام لري احمد دين طالب څوک وو او دکوم ځای وو په کومه زمانه کښې يې ژوند کوو۔


احمد دين طالب د چارسدې ضلعې په مشهور کلي اتمانزۍ کښې د سراج الډين په کور کښې په 1866ع کښې زېږېدلې وو په خانداني لحاظ سره دوي د تور ترين چې د پښتنو مشهوره قبيله ده سره تعلق لرلو ځکه خو دوي د خپل کلي او خاندان په حقله په يوه چاربيته کښې وائي


ذات  نسب  زما  ترين  دی  واوره  توره

زه طالب احمد دين خپل عقل کښې سېر يم

خاص مقام مې اتمانزۍ باغچه سمسوره

خبردار.  د شاعرۍ  په زورر او  زير يم


بل ځای وايي


نوم احمد دين زما

ذات دې ترين زما

وطن مې هشتنګر

شهر اتمان


 ديني تعليم يې په خپل کلي کښې تر څه وخته پورې کړی وو خو چې کله ددوي وراره عبدالروف په خپل کلي کښې مرګ وکړو نو دوي ددغه دشمنۍ د وجې خپل کلی پرېښودو  ورور ارشاد الدين او وراره عبدالروف سره د ټولې کورنۍ سره  سوات ته لاړل او احمد دين طالب په خپل کلي کښې پاتې شو ځکه چې په ده د مرګ دعوه د مړي وارثانو ونکړه ده د خپل کلي د لوے عالم سره ديني زده کړه جاري وساتله خو د ورور او د ور اره په مخرورتيا کښې دې انګريزانو ونيو او د منټګمري (ساهيوال) سنټرل جيل ته يې په 1897ع کښې بوتلو په دغه باره کښې احمد دين طالب د منټګمرۍ د جيل په حقله يو لويه تاريخي چاربيته ليکلي چې څو شعرونه ترې راخلم


نيک بخته ډيره سخته جيلخانه د مينټګمري ده

تر  هغې  زمانې  چې د  کلمين  پرې  نوکري ده

نيک بخته ډيره سخته ده بنمبه د ساهيوال

چې نھ شي بجاو اوبه باغچې ته ځي فی الحال

په دوه بجې يې بند کړي چې مستري کړي ورته خيال

پس چار فټه ټهيکه مقرر شوي سرکاري ده

اونيټه د جيل  دا رنګه ليکي

تاريخ دې څوارلسم د نومبر که څوک يې زده کړي

اټاره   سو  ستانمۍ  ددې  سن  مقرر  دے


ددې نه معلوميږي چې احمد دين طالب په 1897ع کښې د مينټګمرۍ جيل ته تلے وو احمد دين طالب چې د جيل نه راغلو نو څه موده پس په 1901 کښی د صوابۍ مشهور کلي تورډهير ته لاړو او هلته د کشميريانو په جماعت کېې ديره شو او ددغه جمات عالم سره  د دينې علومو  زده کړه  کوله احمدين طالب يو ګرځنده سړی وو دوه کاله پس د تورډهيره نه کهنډې کلي ته لاړو هلته د اخون خيلو په جمات کښې لوے عالم صاحبزاده صاحب سره سبق شروع کړو احمد دين چې به کوم ځاے ته تلو نو د هغه ځاے خانانو او مخوريزو ځلقو سره به يې تعلق او دوستي جوړوله په کهنډه کلي کښې د مخوريز ملک خوئيداد  سره دوستي وه چې په سخاوت او ښه سړيتوب کښې مشهور وو خو د کهنډې سره خوا کښې د زيدې کلي د نجب خان نوم هم د سخاوت او د ښه سړي توب  په وجه مشهوذ وو دې د نجب خان سره نه وو ملاو نو په دې وجه وايي


نجب خان که لوے رئيس د اباخيل دے

خو په مثل د ملک خوئيداد به نشي


احمد دين طالب د کهنډې نه يو نيم کال پس زيدې کلي ته لاړو او د ايوب خيلو په جمات کېې ديره شو او مولوي عبدالطيف بابا جي سره يې د علم زده کړه کوله او د زيدې نجب خان سره تعلق او دوستي وه د هغه سره به په حجره کښې هم وسېدو ځکه خو وايي


لوے واړه زيده کښې به دعا کوي خانانو ته

ورانه به زيده شي که پرې لاس د نجب خان نه وي


احمد دين طالب د نجب خان نه په يوه خبره ډېر خفه شو او زيده يريښوده او د نجب خان نه خفه لاړو په يو چاربيته کښې د نجب خان د تلو په وخت وايي


عاليجا  عالي مکانه د زيدې  خان نجب خانه

د يارانو قدردانه  احمد دين خوشحال خندانه 

دې رخصت شو د دېرې

زړه مې شو زرې زرې


او زيدې کلي پرېښودو نه پس احمد دين طالب سوات ته لاړو او په 1908 خواو شاه په سوات کښې په مينګوره کښې د بنجاريانو په جمات کښې د هغه زمانې مشهور عالم متقي او بزرګ قاضي حسن الدين صيب چې په دنګرام قاضي صيب مشهور وو سره د علومو زده کړه شروع کړه احمدين طالب د ژوند ډيره برخه په سوات کښې تيره کړه د سوات د والي صيب د وډيګرام د لوے خان شير افضل خان د تهاڼې د نوموړي خان حسن خان غوندې مشهورو شخصياتو سره تعلق او دوستي وه چې ددوي مدحو کښې يې ډيرې چاربيتې او شعرونه وئيلي دي دوي ترې ډير خو شحاله وو د احمد دين د اولسي شاعرۍ لويه دبدبه په دغه ټوله علاقه تر لرې پورې خوره وه ډېر شاګردان يې لرل خو په دغه شاګردانو کښې يې د دغه وخت د بر صغير پاک و هند د پښتو نوموړې سندرغاړې صحبت خان د مرغز چې بيا په مردان کښې ورته د مير افضل خان پلار تاج محمد خان کور هم ورکړو تاج محمد خان هم ښه شاعر وو ديوان او معراج نامه يې پښتو اکيډمۍ پېښور چاپ کړي او بيا  صحبت خان مردان کښې استوګنه کوله صحبت خان د احمد دين ډيرې چاربيتې او غزلې رباعيانې ويلې دي  احمد دين چې کله بيمار شو نو د سوات نه په 1920ع کښې مردان ته راغلو او د صحبت خان سره ديره شو صحبت خان د احمد دېن طالب تر مرګه پورې ډير خدمت کړی وو  ځکه خو احمد دين طالب د صحبت په باره کښې وايي


يا شاګرد صادق وم زه د خپل استاذ

يا زما شاګرد  صحبت  په  صداقت دے

يا عزت ما د خپل پير استاذ وو کړے

يا صحبت داسې زما کړے عزت دے

يا ترې زه احمد دين ځکه ډېر رضا يم

چې مې شل کاله صحبت کړے خدمت دے


احمد دين طالب په 1929ع کښې د صحبت په کور مردان کښې وفات شو او په مردان کښې د سيد جلال بخاري صيب په قبرستان کښې خاورو ته وسپارلے شو۔ احمد دين طالب ډيرې چاربيتې ,بګتۍ, حکايات,رباغيانې , مستزاد او ملي غزلې بدلې او ټپې ليکلي او په څلور جلده کښې دغه شاعرۍ په خپل لاس ليکلي دا قلمي نسخې د صحبت خان نه پس د هغه قابل او مخلص ,مينه ناک زوي ارواښاد فرخ سېر شمع چې لوے موسيکار وو د خيال محمد کشور سلطان غوندې نوموړي ګلوکاران يې شاګردان وو  سره د يو بستې په شکل کښې محفوظ تړلي وې چې فرخ سېړ شمع صيب خپل زوي ډير مينه ناک قدردان  انسان شير زاده صيب ته وصيت کړے وو چې د احمدين طالب د لاس ليکلي دا قلمي نسخې به ميا وکيل شاه فقير خېل ته زما د مرګ نه پس ورکوې او هم هغه شان وشو چې په 1995 کښې د فرخ سېر شمع صيب د وفات نه پس يې دغه قلمي نسخې ما ته حواله کړے ما پرې اتيا مخونه مقدمه وليکله ترتيب مې کړه لغت نامه مې هم وليکله او 614 مخونه د احمد دين طالب کليات په نوم د افغانستان  زما ډير ګران ورور دوست ډېر مينه ناک او په پښتو ژبه او پښتنو ورک مئين محترم اسد الله دانش صيب په خپل لګښت کمپوز او چاپ کړو زه يې ډيره مننه کوم۔"



Ahmad Din Talib, Pashto Poet From Charsada In Swat. Pashto Pedia Blogs, Pashto Wikipedia, Pashto Info, Pashto Times, Pashto Words.

Comments