Skip to main content

History, Origin Of Word Afghan. Evolution of Word Afghan

 د "افغان" نوم تاريخ او تاریخي تکامل؛ 

د "افغان" نوم یو ژور تاریخي میراث لري، چې د لرغوني تمدنونو او کلتورونو سره نغښتی دی. پوهان د دې نوم یادونې د مختلفو تاریخي، ژبني او ادبي سرچینو له لارې څېړلي، چې

⬅️ په سانسکریت او اوستایي متونو کې یادونه

د دې نوم یوه له لرغونو یادونو څخه د سانسکریت په مهابهارتا کې شوې، چې شاوخوا 1200 ق.م لیکل شوې (که څه هم کره نیټه یې لا هم د څېړونکو تر بحث لاندې ده). د «افغان» نوم د اَشواکا، اسوکا یا "اس سپرو" سره تړاو لري، چې هغه وخت د کابل، ګندارا، سوات، کنړ، هندوکش، او د کابل نه تر اباسین پورې سیمو کې اوسېدل، او د خپلو ممتازو اسونو له کبله مشهور وو.

د سانسکریت اصطلاح اَشواکا، اسواکا او اَشواګان، اسوګان د اس سپرو او د دوی د سیمې لپاره کارېده. ډېر پوهان باور لري چې اَشواکا یا اَساکان د "افغان" د نوم بنسټ جوړوي. اَشواکا لغوي مانا "اس سواران"، "اس روزونکي" او "اس سپاره جنګیالي" ده، چې د هغو خلکو ته اشاره کوي چې د غوره نسل اسونه یې درلودل. دا نوم د سانسکریت او اوستایي اَشوا، اسوا یا اَسپا (اس) نه اخیستل شوی. لا هم په پښتو ژبه کې د اس لپاره اَس او اَسپا کارېږي.

د لرغوني آریانا (افغانستان) اَشواکان، اسواکان یا اَسپاګان د اَسپا واکمنو ته رسېږي،چې له زرتشتي او مخکېني زردشتي دورې راهیسې، افغانستان د آسپایي (د آس) سلسلې د واکمنانو کور و.

⬅️د ګندهارا نامتو ژبپوه پانیني، چې د پښتونخوا د صوابي له سیمې و، د سانسکریت ګرامر کتاب اَشتا‌دهایي کې د اَشواکا یادونه کړې، چې د ژبني ودې یو مهم سند ګڼل کېږي.

⬅️د یونان او روم کلاسیک تاریخونو د اَشواکان، اسواکان او د دوی د اس سپورۍ مهارت مستند کړي:

⬅️سترابو (۱م ق.م – ۱م پیړۍ) - جغرافیه کتاب کې د اَسپاسیو-اسپزی (اَسواکا څخه سرچينه اخستل شوې بڼه) د قبیلو یادونه کړې، چې د اس سپورۍ له کبله مشهور وو.

⬅️آريان arrian (۲م پیړۍ) - د اسکندر سفرنامې کې اسواکان ، آسپزی (يوسپزی) یادونه کړې، چې د اسکندر مقدوني د 327 ق.م یرغل پر مهال یې سخته مقاومت او مقابله وکړه.

کورتیوس روفوس (۱م پیړۍ) - د اسکندر تاریخ کې د افغانانو د سواري مهارت ستاینه کړې چې  د نظامي ځواک په اړه لیکي:

"د هغوی نظامي ځواک له 20000  آس سپرو، ۲۰۰,۰۰۰ پیاده عسکرو، له 2000 څخه زیاتو جنګي سورلیو (جنګي ګاډو) او 4000 جګړې ته روزل شویو فیلانو څخه جوړ و." (دیودورس سیکولس (DIODORUS SICULUS، کتاب XVII)

⬅️ځینې څېړونکي باور لري چې "افغان" د اوستایي او سانسکریت ریښو لکه اَوَجان / اَپاجان او اَوَهان / اَپاهان نه اخیستل شوی، چې مانا یې "وژل"، "وهل"، "بیا غورځول" یا "دفاع کول" ده. دلته دا هرڅه د وطن د دفاع په توګه وو،  د ایران مشهور څېړونکي علي‌اکبر جعفري د دې نوم ژبنۍ ریښې داسې تشریح کوي:

"په اوستا کې 'اَوَجان' او 'اَپاجان'، او په سانسکریت کې 'اَوَهان' او 'اَپاهان' د وژلو، وهلو، غورځولو، دفاع کولو مانا ورکوي. له دې ریښو نه اخیستل شوی اسم فاعل به 'اَوَغنا'، 'اَوَغانا'، 'اَپَغنا' او 'اَپَغانا' وي، چې مانا یې 'هغه څوک چې غورځوي'، 'مدافع'، 'جنګیالی' او نور دي، او دا نومونه د زړورو افغانانو لپاره مناسب دي."

⬅️3م پیړۍ – د "افغان" نوم د اَبګان او اَپَګان په بڼه د ایران د شاپور اول (۲۴۲-۲۷۲) او شاپور درېیم (۳۰۹-۳۷۹) د واکمنۍ پر مهال د نقش‌ رستم په کتیبه کې موندل شوی.

⬅️4م پیړۍ – د یوناني رسم‌الخط په باختریایي سندونو کې د "افغان" نوم αβγανανο لیکل شوی.

⬅️6م پیړۍ ( 505 – c. 587) د هندي ستورپوه وراهه مهیرا «"افغان"» د «اَوَګانا» (अवगाण) په بڼه ثبت کړی.

⬅️7م پیړۍ (602–664) چینایي سیلاني هسوئن‌ تسانګ «افغانان» «او‌پو‌کین» بللي.

⬅️10م پیړۍ (993 ز.) – حدود العالم افغانان یاد کړي.

⬅️11م پیړۍ( 973- 1048) – البیروني (تاریخ الهند) د افغانانو یادونه کړې، او د غزنوي دورې تاریخپوه ⬅️العتبي (تاریخ یمینی) هم د افغانانو ذکر کړی.

⬅️11م پیړۍ – فردوسي (شاهنامه) کې د افغان یادونه شوې.

⬅️14م پیړۍ – ابن بطوطه په 1333 ز. د افغانانو یادونه کړې.

نور منځني تاریخي منابع – فخر مدبر (ادب‌الحرب), منهاج سراج (طبقات ناصري), حمدالله مستوفي (تاریخ گزیده), او فرشته (تاریخ فرشته) افغانان یاد کړي.

يوه اړخ ته د "افغان" نومي اتنونیم(ریښې)  تاریخي تسلسل د لرغونو آس سپرو او د هغوی د ستر فرهنګي او پوځي میراث سره ژور تړاو لري. بل اړخ ته دا نوم داسی هم ښایي چې د درناوي یو لقب و، چې د زړورتیا، عدالت او شرافت نښه وه.

سربېره پر دې، د آریایي روایتونو په لرغونو متنونو کې د« آوا» او «آواګان» یادونه شوې، چې ښیي دا نومونه د آریانا افغانستان درنو شخصیتونو ته کارېدل. که د جسټي (Justi) او د ایران مشهور څېړونکي علي‌ اکبر جعفري له آویستایي تفسیر څخه ګټه واخلو، نو دا الفاظ "مهربان" او "سرپرست" او اتلولۍ معنا لري، چې د هغه مهال د اتلولۍ او سرښندنې سمبول و.

د ساسانیانو د دورې په روایتونو کې ابګان، اپاګان او آواګان د پام وړ نومونه وو، لکه څنګه چې سپرېنګلینګ او اولاف کارو (Sprengling & Olaf Caroe) اشاره کړې، نو دا نوم (د ابګان یا اپاګان په بڼه) لا د ۳مې میلادي پېړۍ څخه رایج و او په شاهي دربارونو کې پېژندل کېده.

یو په زړه پورې ارتباط هغه وخت څرګندېږي، کله چې د کای لهراسپ (د آریانا د آسپایي سلسلې واکمن) نسب ته ځیر شو. د هغه د پلرونو په نومونو کې کیاواز، کیاوزان، کیاوجان، کیاوجي، کیاوګي او اهوژنګ راځي. په ځانګړې توګه، اوجان نوم (چې "کای" یې شاهي مخکینی نوم دی او د "پاچا" معنا لري) د "افغان" نوم سره نږدې تړاو لري، چې د دې نوم ژور تاریخي رېښې نور هم پیاوړې کوي.

نو، د افغان هویت، چې د آس سپرو، پوځي زړورتیا، او لرغوني ژبني میراث پر بنسټ ولاړ دی، د زرګونو کلونو راهیسې دوام لري، او د سیمې د تاریخي او فرهنګي جوړښت یو اساسي عنصر ګڼل کېږي.

⬅️نور وضاحت؛ 

د لرغوني آویستایي آريايې  اسواکان یا اسپاګان د آسپایي سلسلې سره نږدې تړاو لري. یوناني تاریخپوهانو، چې له اسکندر سره ملګري وو، د کابل، ګندارا، سوات، کنړ، هندوکش، تر اباسین پورې د افغانانو (اسواکا) سخت مقاومت ثبت کړی، چې د هغوی د جنګي مهارت، زړورتیا او د آس سپرلو مهارت یې په ډاګه کوي.

د "افغان" نوم ژورې ژبنۍ رېښې لري، چې د سانسکریت او اويستا د Aśvaka څخه اخیستل شوی، چې مانا یې "اس سواران"، "اس روزونکي" او "اس سپاره جنګیالي"، غوره اس نسل پالونکي ده. دا نوم څرګندوي چې افغانستان د لوړ نسل آسونو له کبله مشهور و.

تاریخپوهان اسواکا د زړورتیا او د آس سپرلو د مهارت لقب بولي. د هند ځینې سرچینې، په ځانګړي ډول Vivekananda Kendra، د "افغان" او "آریایي" ترمنځ اړیکه داسی څرګندوي:

"آن د افغان نوم هم آریایي دی، چې له اسواکایاناـ د اسواکا د مهمې قبیلې، څخه اخیستل شوی، چې دا لقب یې د نامتو نسل آسونو د مهارت له امله تر لاسه کړی و."

له زردشتي او مخکېني زردشتي دورې راهیسې، افغانستان د آسپایي (د آس) سلسلې د واکمنانو کور و، چې پکې بورا-آسپا، لهر-آسپا، ویشتاسپا، او ګوشتاسپا شامل دي. دا واکمنان، چې له لرغوني آریانا (افغانستان) سره تړلي وو، د سیمې د آس سپرلو فرهنګ ته وده ورکړه، چې دا دود تر نن ورځې پورې دوام لري. افغانان د آسونو سره ژوره تاریخي او کلتوري اړیکه لري، چې د دوی د هویت نه بېلېدونکی عنصر دی.

د اسواکا چې د مهابهارتا (شاوخوا ۱۲۰۰ ق.م) کې ذکر شوی، د هندوکش،(لغمان( الیشنګ)، کنړ، سوات، کابل، او ګندهارا په سیمو کې مېشت و. د اسواکا نامه رېښه بيا موږ  د Aspasioi (چې اوسني يوسپزی) په نوم کې وينو ، چې د اسکندر مقدوني د ۳۲۷-۳۲۶ ق.م یرغل ته یې سخت مقاومت وکړ.

د افغانانو د آس روزنې او سواري مهارتونه د زرګونو کلونو راهیسې د دوی د فرهنګ یوه بنسټیزه ځانګړنه ده. یوناني تاریخپوهان اریان او سترابو د دې قومونو زړورتیا ثبت کړې.

د ګندهاري اپراچاراجا سلسله، چې آسپایي سلسله هم بلل کېږي، د آسونو د روزنې دود ته دوام ورکړ. له زردشتي آریانا څخه نیولې، تر ننني افغانستانه، د آس سپرلو فرهنګ د افغان ټولنې نه جلا کېدونکی برخه ده.

یوناني تاریخپوه سترابو د افغانانو د سواري مهارت ستاینه کړې. د Aspasioi (یعنې ایسپزي) او Assakenoi قومونو یو ستر پوځ درلود:

20000 سپاره عسکر

30 فیلان

30000 پیاده عسکر

د اسکندر مقدوني د یرغل پر مهال، Aspasioi (ايسپزی-يوسپزی) خپله مشهوره ښار آریګایون وسوځوله، تر څو دښمن ته په لاس ورنشي، او د مقاومت لپاره غرونو ته لاړل. د افغانو ښځو هم وسلې راواخیستې او د بې عزتۍ پر ځای یې مرګ غوره کړ. د افغان ملکه کلیوفاس د اسواکا قوم مشري کوله.

سترابو Aspasioi ته Hippasioi (له یوناني ἵππος، چې "آس" معنا لري) ویلې، چې د افغانانو د نامتو آس روزنې ته اشاره کوي.

یوناني روایتونه وایي:

اسواکان نامتو غاوي روزونکي وو، چې ۲۳۰,۰۰۰ لوړ نسل غويي یې درلودل، چې اسکندر مقدوني بیا مقدونیا ته د کرنیزو اړتیاوو لپاره ولېږل.

د افغانانو کرنیز او مالداري سیستمونه ډېر پرمختللي وو.

هندي متون، لکه پورانونه، هم د اسواکا قوم داسې یادونه کوي:

آس سپاره

آس روزونکي

آس ځغاستي (سیالۍ) کوونکي

چینایي سیلانی هوان سانګ د غزني او شاوخوا سیمو کې د آس روزنې پراخ صنعت ثبت کړی.

بابر، د خپلو یادښتونو په کتاب کې، د وزیرستان د سلیماني غرونو د آسونو ستاینه کړې، چې د لوړ کیفیت لرونکي وو.

منهاج السراج، د طبقات ناصري لیکوال، د افغان سپرو عسکرو ستاینه کړې او هغوی یې د "لویو فیلانو" سره تشبیه کړي، د هغوی د ځواک او زړورتیا له امله.

د زرګونو کلونو راهیسې، د آس روزنه، سواري، او جنګي تاکتیکونه د افغان فرهنګ اساسي برخه پاتې شوې. دا لرغونی دود د افغانستان په تاریخ، نظامي تګلارو، سوداګرۍ، او ټولنیزو جوړښتونو باندې ژور اثر لري.

له زردشتي، باختري او آریایي دورې نیولې، تر ننني افغانستانه، د افغانانو او د هغوی د آسونو ترمنځ پیوستون دوام لري، چې د هغوی د مقاومت، ځواک، او نه ماتېدونکي روح سمبول دی.

➡️References / سرچینې

موږ له لاندې سرچینو څخه مرسته اخیستې ده:

1)Allama Abdul Hai Habibi – Article about the history of the Afghan name

علامه عبدالحی حبیبي؛  د "افغان" نوم د تاریخ په اړه مقاله

2)Afghanistan: A Military History from the Ancient Empires to the Great Game – Book by Ali Jalali

افغانستان: له لرغونو امپراتوریو څخه د سترې لوبې (ګريټ ګېم) تر وخته د افغانستان نظامي تاریخ –  علي احمد جلالي

3)Art Through The Ages in Afghanistan – Book by Hamid Naweed

په افغانستان کې هنر د تاریخ له پلوه –  حامد نوید 

4)A Political and Diplomatic History of Afghanistan, 1863-1901 – Mohammad Hassan Kakar

د افغانستان سیاسي او دیپلوماټیک تاریخ (1863-1901) –  محمد حسن کاکړ

5)Ancient India – By R. C. Majumdar

لرغونی هند – آر. سي. مجمدار 

6)Government and Society in Afghanistan: The Reign of Amir 'Abd Al-Rahman Khan – By Hasan Kawun Kakar

په افغانستان کې حکومت او ټولنه: د امیر عبدالرحمن خان واکمني – حسن کاوون کاکړ 

7)The Turks in the Early Islamic World (The Formation of the Classical Islamic World) – By C. Edmund Bosworth

ترکان د لومړني اسلامي نړۍ په جوړښت کې –  سي. اډمونډ بوسورت

9)Hunnic Peoples in Central and South Asia: Sources for Their Origin and History – Edited by Dániel Balogh

د هوني قبایل په مرکزي او سویلي آسیا کې: د دوی د اصل او تاریخ سرچینې –  ډانیل بالوغ تدوین

10)Arrian’s Anabasis of Alexander (2nd Century CE)

د اریان د سکندر د سفرونو په اړه (۲مه پیړۍ میلادي)

10)Strabo’s Geographica (1st Century BCE – 1st Century CE)

د سترابو "جغرافیه" (۱مه قبل میلاد – ۱مه میلادي پیړۍ)

11)Curtius Rufus’ Histories of Alexander (1st Century CE)

د "افغان" نوم تاريخ او تاریخي تکامل؛ 

د "افغان" نوم یو ژور تاریخي میراث لري، چې د لرغوني تمدنونو او کلتورونو سره نغښتی دی. پوهان د دې نوم یادونې د مختلفو تاریخي، ژبني او ادبي سرچینو له لارې څېړلي، چې د دې نوم د پرمختګ په اړه مهم معلومات برابروي.

History, Origin Of Word Afghan. Evolution of Word Afghan. What afghan means. Word Afghan, Abgan Or Awghans.

د کورتیوس روفوس "د سکندر تاریخونه" (۱مه میلادي پیړۍ

Comments