Skip to main content

Lyrics Of Da Mene Sa Khabar Oom Gani Na Ba me Kawala

 Lyrics Of Da Mene Sa Khabar Oom Gani Na Ba me Kawala.

Wallah Da Lari Lari Tamasha Ba Me Kawala.

والله د لري ، لري تماشه به مــــــــــــــــې کــــوله

له مینــــــې څه خبـــــر وم ګنـــې نه به مې کوله


د پاکو مهـــــــذبو ښاریه کـــــې ژوند بــس دا وو

نور هیڅ هنــــــر مي زده نه کړو نشه به مې کوله


مونږ ټول عمـــر په مینه کې بس دغه سبق یاد کړ

ټپه یـــــې کــــــــوله او ټپه به مـــــــې کـــــــــوله


قسم دی موري زړه مي د هیچا مال ته ښه نه کـړ

که یو وخــت به مو نه وه ګوزاره به مــې کـــوله


بل هیڅ چیرته د دي پېښور ستــړو پریښی نه یم

کابل ته چـــــې به لاړمه دمه به مــــــې کـــــــوله


باور به مې په چا کو د جنګ او امن ســـــوال وو

آتله! بل د چا ســـــــره جــــــرګه به مــــــې کــوله 


اسرار اتل ۔۔




Wallah Da Lari Lari Tamasha Ba Mi Kawala. Da Meni Sa Khabar oom gani na ba mi kawala. Song by Karan Khan, Lyrics By Israr  Attal, Katlang Mardan. Pashto Poetry In Text. Kiran Khan Pashto Ghazal Lyrics. 

Comments