Pashto tapay lyrics in Text 2025. Pukhto د بې وسۍ حد ته خو ګوره چې زړه دې نه غواړي په زور دې غږومه ما خو جانان جانان ګڼلې تا بې وفا راسره وکړل ستمونه ستا خو آباده آبادي ده زما د زړه د کور دې وران کړل دیوالونه بې وفايي مې کړې نه ده که ته اوبه راخړوې بې وسه يمه په ما دې ځوانه ځواني اور کړه په تا دې اور شي د همزولو مجلسونه تا چې کول هغه دې وکړل پۀ ما دې نوم د بې وفاو کېښود مئينه ټګي دې وکړه ټګه ياره ستا دې ټګي وي زما دې صبر په خدای وینه ارمان به وکړې وخت به تير وي بيا به جهان راپسې ګورې نه به يمه چې خط مې وايي ورته ژاړه ماچې ليكه ورته مې ډېرژړلې دينه په بې قدرۍ مې ته ګرم نه يې په آسانۍ موندلي تل بې قدره وينه #لنډۍ #ټيکۍ #ټپې