Skip to main content

Dr. Sardar Jamal, Fun, Hunar Aw Shakhsiat.

Dr. Sardar Jamal, Fun,  Hunar Aw Shakhsiat. 


 د ادب د کوه قاف ښاپېرے ( وړومبۍ برخه )

ليک: ذاکريوسفزے

زما د ليک د دغه ورکړے شوي سرخط سره کېدے شي دې ډېر ملګري اتفاق ونۀ لري. او پکار هم ده ولې چې دا قسمه سرخط بيخي د مقالې سرخط نۀ شي کېدے. خو ولې دا کار شعوري طور ما ځکه کړے دے. چې هم ددې پۀ

ذريعه زۀ دا خبره پۀ ګوته کؤل غواړم. چې زۀ ددې  خبرې جوګه خو بالکل نۀ يم چې دخپل زېر بحث ليکوال پۀ کار او زيار مقاله وليکلے شم. ولې چې مقاله د کومو اوصافو تقاضا کوي . هغه زۀ پۀ خپل ځان کښې بيخي نۀ وينم. ځکه نو ملګري دې زما دغې ليک ته هم ددغه سرخط پۀ بنياد ديو تاثراتي ليک پۀ نظر وګوري.بله ددې سرخط پۀ ذريعه زۀ دا خبره هم ثابتوغواړم . چې کۀ چرته چا هم زما ددغه زېربحث ليکوال د ادبي فنپارو لوستنه کړې وي يا ئې د فېسبک پۀ لاره دهغوي هلې ځلې کتلي يا لوستلي وي. او يا ئې د هغه

د ذاتي ژوند مشاهده کړې وي. نو هغه به ارومرو زما د ليک دغې سرخط سره متفق وي. ولې چې د هرڅه نه راپۀ دېخوا د هغه خپل نوم هم ددغې سرخط پوره پوره مرسته او ملګرتيا کوي. ولې چې هغه هم د حسن د

ښاپېرو سردار دے يعني سردار جمال. څوک چې د جلال او جمال دمرکب نه رغ کړے شوې پښتنه خاوره صوابۍ کښې زيږيدلے. لوبېدلے او دبلها

تيندکونو نه راتير شوے دے . د ژوند تر دې دمه رارسيدلے دے. چې نن ئې د ښاغلوښاغلي د نازولؤ نازولي د نازولو پۀ خاطر هم پۀ هغه خاوره راټول

شوي دي کومې خاورې چې هغه زيږولے دے.لکه څنګه چې دهر چا پۀ کار او زيار د خبرې کؤلو نه مخکښې دهغۀ مختصره پېژندګلو کؤل د ادب يوه اهمه

برخه ده. ځکه نو زۀ هم د خپل زېر بحث ليکوال مختصره پېژندګلو شريکؤل ضروري ګڼم. زما د دغه ادبي ښاپېري د ژوند نقشه ګل محمد بېتاب د ))رنځو طبيب(( د سرخط لاندې دخاکې پۀ شکل کښې پۀ داسې انداز کښې

خوندي کړې ده. چې مونږ ئې د هغه د ژوند پۀ اړه دسوانح لړۍ پۀ حېث د حوالې پۀ طور پېش کؤلے شو هم پۀ دغه خاکه کښې څو کرښې داسې هم شته چې زما دليک د سرخط سره پوره پوره ملګرتيا کوي. ځکه چې بېتاب

ليکلي .( رنځور طبيب د وجود پۀ لحاظ ښکلے سړے دے. برابرکوټلے وجود لري. ګڼ ويښتۀ ئې دي چې پۀ منځ کښې ئې لاره ويستلې وي. تورې سترګې ، مضبوطې وريځې ، نرۍ تيره اوږده پوزه ښکلے هوارمخ پۀ اندازه غوږونه،دمخ پۀ مناسبت سره برابره خلۀ لري.)) رنځور طبيب خاکه ګل محمد بېتاب وحدت پيښور(( اوس فېصله پۀتاسو ده چې د ګل محمد بېتاب ددغه ليک پۀ رڼا کښې زما د ليک سرخط څومره صداقت لري. هم پۀ دغه خاکه کښې وړاندې ليکلي شوي دي چې خپل نوم ئې سرداربهادر دے او د صوابۍ د تاريخي کلي جلسۍ اوسيدونکےدے . نيکۀ پلار او ټول ترونه ئې پهلوانان وو لکه دپلار نوم ئې اپريدے. د يو ترۀ نوم ئې کابلے، د بل کشمير، او بل کپور وو. چې پۀ دې نامه ئې د نيکۀ يو ورور وو چې هغه هم لوے پهلوان ؤ.اوس به بيا تاسو پۀ شش و پنج کښې اخته شئ چې پلار نيکه ئې پهلوانان وو نو دے څنګه ښاپېرے شو نو دےهم پهلوان ګڼلے شئ خو ادبي پهلوان. د سردار جمال د کردار باره کښې طاهر بخاري ليکلي دي چې سردار جمال يو تعليم يافته ځوان دے. ډېر حساس طبعيت لري او داخلاق فاضله خاوند دے. پيغورسريزه(سردار جمال له مور او پلار پۀ وړوکوالي کښې دماما لور کړې وه او لکه عامو پښتنو ئې پۀ وخت وادۀ کړےؤ. د وادۀ پۀ وخت ئې عمر ١٧ کاله ؤ. ځکه نو اوس ئې

بچي ځوانان دي چې د کونترې والوتې افسانوي مجموعې مطابق ئې نومونه څۀ پۀ دي ډول دي. صدق جمال،اختتام جمال، ښکال جمال، الوت جمال او احترام جمال.ګل محمد بېتاب خو دخاکې د غوښتنو مطابق خپل رنځور

طبيب پۀ منډه منډه ځوانۍ ته رسولے دے. او د بچو پلار کړے ئې دے خو ولې دهغه دخپلې وېنا مطابق هغه پۀ کال نولس سوه پينځه اويا يم کښې پېدا شوے دے.او تر لسم جماعت پورې د رسمي تعليم لړۍ ئې دخپل

کلي سکولونو کښې سرته رسولې ده. دولسم ئې دګورنمنټ ډګري کالج لاهور )صوابۍ( نه د سائنس پۀمضامينو کښې پاس کړو خپل شوق خو بل پله بوتلوته هڅولے وۀ. خو دمور ناڅاپي مرګ ، بيا د مېرې مور سره ژوند او خپلوانو وروڼو خويندو تربيت دهغه نه نفسياتي مريض جوړ کړو. او دا شان دسردار جمال نه دوخت سپېړو او تودو سړو يوخوا د ګل محمد بېتاب

رنځور طبيب او بلخوا زما د ادب دکوه قاف ښاپېرےجوړ کړو. د مشرانو خبره ده چې زمرے چې کله زخمي شي نو د دۀ قهر او قوت نور هم زيات شي زمونږ دغه زېر بحث ليکوال چې هم څومره څومره درديدو نو دومره

دومره پکښې د ليک او تخليق زڼے زرغونيدو لکه چې ايوب صابر وئيلي دي چې:

دا د خلې چې مې ترخې ترخې اوباسي

دا زما يو ځاے لګيا زما حالات دي

زما سره د خبرو اترو پۀ وخت هغه ددې خبرې څرګندونه وکړه چې زما فطري مېلان سائنس طرف  ؤ.او د ادب سره مې هېڅ تعلق او تړون نۀ ؤ. خو خپل

نفسياتي معالج ډاکټر محمد فاروق زما د مرض پۀمناسبت سره زما رجحان او مېلان د کتابونو سره پېداکړو. بهرحال ډاکټر فاروق دخپلې تجربې پۀ رڼا کښې دګل محمد بېتاب د رنځور طبيب نه د معاشرې د پاره مسيحا جوړ کړو. او پکښې ئې د ژوندون سره د تړون جوړولو توان هم پېدا کړو. او دا شان ئې خپله دتعليم لړۍ سر دوباره دوام داره کړه. او دخپلووروڼو خوېندو دکفالت او ذريعه معاش پۀ خاطر ئې دډسپينسر کورس وکړو د شپاړسم ټولګي پورې ئې رسميزده کړه هم وکړه. اوسرکاري سکول کښې د استاذۍغوندې معززې پېشې سره وابسته شۀ، دغې سره ئې پېشه ورانه کورسونه هم وکړل. او مېډيکل سائنس باندې ئې جاري وساتلو او کے ټي ايچ کښې ئې د ټيکنيشن

دکورس نه پس د اېم ډي او الټراساونډ کورسونه هم وکړل هم دا شان د ګل محمد بېتاب رنځور طبيب واقعي چې طبيب شۀ. خو هغه د خوشحال بابا خبره چې

يو دښکار، بل دکـــــــــــتاب بل د دلبرو

پۀ جهان کښې نورې نۀ شولې واړه کښې

نو هم ددغه شعر پۀ مصداق ئې د ښکار او د دلبرو سره سره دکتاب سره هم تړون کلک وساتلو او دکاکاجي صنوبر حسېن مومند پۀ ژوند او مبارزه ئې د

باچاخان پوهنتون نه د ايم فل ډګري ترلاسه کړه.ـ

خپل سيمابي فطرت پۀ يو ځاے زړۀ لګولو ته پرېنښودو او دخپل وخت نه مخکښې ئې د استاذۍ پېشې ته خير باد ووې. او نن سبا د جهانګيري پۀ يو پرائيوېټ هسپتال کښې دغه رنځور طبيب د رنځورانو عالج ته ځان وقف

کړے دے .

د صوابۍ افسانوي روايت او ډاکټر سردارجمال:

 ډاکټر سردار جمال خپل سيمابي فطرت پۀ يو ځاے زړۀ لګولو ته پرې نښودو او د خپل وخت نه مخکښې ئې د استاذۍ پېشې ته خيرباد ووئېل  او نن سبا د جهانګيري پۀ يو پرائيوېټ هسپتال کښې دغه رنځور طبيب د رنځورانو علاج ته ځان وقف کړے دے .د خپل زېر بحث ليکوال د ژوندد نورو رازونو راسپړدنه نورو ملګروته دهغوي د دلچسپۍ پۀ بنياد پۀ دغه ځاے پريږدم .او اوس راځم د خپل  کوه قاف د فن پۀ لور چونکې زما پۀ ذمه دسردار جمال د افسانو پحقله يو تاثراتي ليکنه کؤل دي .ځکه نو ما هم پۀ دغه مناسبت سره د خپل ليک د پاره دغه رومانوي ،افسانوي او جمالياتي مرکب نوم  غوره کړو .د سردار جمال د  افسانو پۀ حقله دخپلې خبرې له د يو مضبوط بنياد ورکؤلو پۀ نيت ضروري ګڼم چې وړومبے د صوابۍ د افسانې پۀ روايت څو کرښې وليکم ولې چې هغه دفارسي بانو خبره چې . 

خشت اول چو نهد معمار کج. 

تا ثريا مي رود ديوار کــــــــــــج 

خو ددغې خبرې نه مخکښې يوه بله خبره هم ډېره ضروري ګڼم او هغه دا چې د افسانې د تعريف متعلق کومې خبرې شوې دي کۀ دهغې ټولو نچوړ پۀ خپلو څو لفظونو کښې را اونغاړم نو هغه به داسې وي چې. 

د خارج نه يوه واقعه  را خستل هغه خپل داخل ته کوزول او ورسره خپل احساسات او جذبات شاملول او بيا پۀ منثور انداز کښې د فني چوکاټ دننه  ليکل يا بيانول افسانه ده. 

البته د ډاکټر محمداعظم اعظم دغه تعريف لږ نور هم دلچسپ او د توجه قابل دے .ولې چې هغه ليکي افسانه د نثري قيصو يو قسم دے ولې  د داسې عناصرو نه جوړوي .چې يو تربله تړلي او د يو بل د اثر لاندې وي . بهرحال خبره مې کؤله د صوابۍ دافسانې پۀ حواله نو لکه دادب د نورو اصنافو غوندې د افسانې پۀ ميدان کښې صوابۍ هم ډېر لوړ مقام لري .چې يو ثبوت ئې د نادرخان بزمي ((پلوشې ))افسانوي مجموعه ده .چې پۀ   کښې پۀ اول ځل چاپ شوې ده او پۀ دويم ځل چاپ ١٩٤٩ ئې د ځينې نورو اصنافو سره ((اتمان ګدون ليکوال ملګري ))پۀ خپله ذمه ترسره کړو. 

عبدالغفران بيکس .ډاګۍ صوابۍ خپله افسانوي مجموعه کښې چاپ کړه . هم دغه شان ١٩٧٠ زړۀ چاودي پۀ کال پيرمحمد شارق انبار صوابۍ، پښتو افسانې د طاهربخاري 'پيوند' پۀ يوکم ديرشو ضخيمو مقصدي او معياري افسانو مشتمله افسانوي مجموعه ده،کښې نورالامين يوسفزي خپله وړومبۍ ١٩٩١ پۀ کال افسانوي مجموعه  'لنک روډ' د پښتو ادب ته ډالۍ کړه او هم ددغه لنګ روډ پۀ ذريعه پينځه کاله کښې تر 'ډډې ونې' ئې يو ارتقائي سفر ترسره کړو خو د پښتو مينې پۀ ځاے کښياستو ته پريښود او ورپسې د ډډې ونې نه تر د 'اسونو باچائي' پورې لاړ د اسونو باچائي ته پۀ کښې ورسيده .خو دغلته ورله هم ايساريدو ٢٠٠١ کال  کښې ١٩١٨ مزه ورنۀ کړه او پوره شپاړس کاله پس 'دوېمه لاره' ته ورسيده .د دويمې لارې لاروے هم پاتې نه شو او ورپسې درې کاله پس ئې پښتنو له ((څادر ))پۀ لاسو کښې ورکړو .د څادر نه پس مو ورله پښتنو پۀ خپلو زړونو کښې دومره ځاے ورکړو چې د صوابۍ پۀ کچ د افسانې پۀ ميدان کښې د بابا پۀ نوم وبللے شو .پۀ  صفتي طور خو بابا شو خو ولې پۀ کرداري طور اوس هم لا د پښتو ادب پۀ ميدان کښې لکه د زلمو خپل خدمات ترسره کوي او اوس ئې له خيره د افسانو کليات  ((دا قيصې او دا افسانې ))پۀ نوم د چاپ پۀ مرحله کښې دي . چې ورسره پکښې ديوې بلې افسانوي مجموعې  ((د خوړ غاړه ))هم اضافه شوې ده. 

دې سره سره د امير عثمان زروبۍ صوابۍ، 'د ډيوې لاندې' د محمد اياز غزل او ادينه صوابۍ کړه مار ١٩٩٨ 'تورتم'د تاجبر خان افسانې د پروفيسرمحمد ظاهرشاه اسوټا صوابۍ ولاړې ګټې  .د ډاکټر محمد ياسين اقبال يوسفزي   'خوږه خاوره ترخې قيصې'، د مطلوب ،ترلاندۍ صوابۍ احمدخان يوسفزي دوه نثري فنپارې 'زۀ يوګل يم رژيدلے' او 'سلګۍ سلګۍ ژوندون'، د لياقت تصور زيده صوابۍ،  ((تصورات ))هم ددې خاورې هغه ګلونه دي چې د پښتو د ناوې سنګارکښې بلها اضافه کړې ده. 

پۀ دغه ميدان کښې د صوابۍ ښځينه ليکوالې هم ښۀ پۀ نره خپل کردار  لوبوي او لکه د زيتون بانو غوندې ئې د ښځو دمعاشرتي ستونزو د رابرسيره کؤلو او دهغوي سره د کيدونکي امتيازي سلوک د غندلو پۀ بنياد د خپل قلم نه دتورې کار اخستےے دے او د مشرقي او پښتنې رواياتو پۀ چوکاټ کښې دننه ئې ډېرې مقصدي او معياري افسانې ليکلې دي او هغه ټولنې ته ئې لکه د ائينې غوندې مخامخ کړي .کومه ټولنه کښې چې د ښځې باره کښې دا متل وئيلے کيږي چې پيزار کۀ د سروشي نو د پښو شي 

پۀ دغو کښې ډاکټر نګهت ياسين زيده صوابۍ پوره بې منزله مزل ,٢٠٠٧ څلور افسانوي مجموعې "سدره ګلونه" . شاملې دي ٢٠١٦  او سکندر ٢٠١٤  انتظار ،٢٠١٣ د کلثوم افضل زيدوي زيده صوابۍ درې افسانوي مجموعې شرغشي، 'اعتبار پۀ چا" او 'د لوڼو پلار' پۀ نومونو پښتو ته د صوابۍ لخوا ډالۍ کړي دي. 

دې نه علاوه ګڼ شمير ليکوالان مختلفو وختونو کښې پۀ رسالو او اخبارونو کښې د صوابۍ لخوا د افسانې ميدان کښې ښۀ پوره پوره نمائندګي کوي . دغو کښې طلا محمد شباب ډاګۍ صوابۍ، نسيم الوهاب مرغز صوابۍ، سيف الاحد کلا بټ صوابۍ او ځينې نور ډېر ښاغلي شامل دي. 

د ترجمې پۀ ميدان کښې هم د صوابۍ لخوا ميدان خالي نۀ دے پاتې شوے . او زمونږ ډېرو ليکوالانو د پښتو ژبې شهکار افسانې بالکل طبع زاد انداز کښې اردو ته او د اردونه پښتو ته ژباړلي دي  .ددغه سلسلې وړومبۍ کړۍ د ارواښاد فهيم سرحدي تاليف عکسونه، کوم چې د اردو ژبې د شهکار افسانو پښتوترجمه ده. زمانے فسانے،د زينت سلطانه زروبۍ صوابۍ تاليف او ترجمه ده .چې پکښې دسردارجمال د درې افسانوي مجموعې پيغور، کونترې والوتې او د پېريانو کوټه شاملې دي .دې سره پۀ بيلا بيلو وختونو کښې د بيلا بيلو ليکوالانو افسانې پۀ اخبارونو او رسالو کښې ترجمه شوي دي چې پکښې د اجمير ګل افغان نوم سرفهرست دے. 

چې د نصيب الله سيماب، بنجاري افسانه ئې د بنجاري پۀ نوم ترجمه کړې ده .چې پۀ درې مياشتنۍ مجله اکادمي ادبيات اسلام اباد پاکستان کښې چاپ ده. 

هم پۀ دغه بڼ کښې لوبيدلے او چغيدلے د پښتو ژبې بلبل سردار جمال هم شامل دے .کوم چې د ګل محمد بېتاب د وېنا مطابق فطرتي افسانه نګار نۀ ؤ . بلکې د سلام طوره رسالې د لوستلو پۀ واسطه ئې پښتو افسانې ته پام راګرځيدلے دے او هم دا شان د موصوف د تخيل پۀ زمکه د افسانې زڼے زرغن شو .او هم د خپل محنت او ليونۍ جذبې پۀ زور ئې دې مقام ته را ورسولو .چې هم دنن محفل شهزاده ئې ترې جوړ کړے دے. 

سردار جمال تردې دمه پښتوادب ته څلور افسانوي مجموعې ورپيرزو کړي دي .چې ترتيب ئې څۀ پۀ دې 'ډول دپېريانو' ،٢٠١٤ع، ' کونترې والوتې' ،٢٠٠٧ دے .'پيغور' .اګر چې دغه څلور ٢٠٢١  او 'زخمي مرغۍ '٢٠١٧ 'کوټۀ واړه' مجموعې پۀ مختصرو افسانو مشتملې دي او د ايډګر ايلن پو د تعريف مطابق هره هره افسانه ئې پۀ يوه ناسته کښې ښۀ پۀ اسانه لوستلے کيدے شي .خو چې د ا ختصار سره سره زمونږ افسانه نګار د هډسن وضع کړي تعريف هم پوره خيال ساتلے دے .ولې چې د اختصار سره سره ئې د مقصد او جوړښت هم د خيال ساتلو کوشش کړے دے .پۀ دغه حواله به نور بحث د موقعې مناسبت سره پۀ راتلونکو صفحو کښې کؤلے شي .خو اوس دلته د زېربحث افسانه نګار د  افسانوي مجموعو تر د نيټه وار ترتيب يوه تته شان خاکه شريکؤل غواړم .چې پکښې به مونږ ته دافسانه نګار د فکري او د فني ارتقاء   تدريجا اندازه ډېره پۀ اسانه وشي . 

پيغور: د سردار جمال وړومبۍ افسانوي مجموعه ده کومه کښې د طباعت پۀ کالو سنګار کړې شوې ٢٠٠٧ چې پۀ مئي ده .او پۀ دانش خپرندويه ټولنې پيښور کښې چاپ شوې او د ادبي دوستانو مرکز مردان لخوا خوره شوې ده . دغې مجموعه چې پکښې ټولې څوارلس افسانې شاملې دي . د پښتو ادب د  نوموړو ليکوالو اجمل خټک، ميا لطيف شاه شاهد، ډاکټرمحمد زبيرحسرت او طاهر بخاري ليکلو شوو سريزو دکتاب پۀ ارزښت کښې ډېره اضافه کړې ده . اجمل خټک پۀ خپلو خبرو کښې دافسانې پۀ تاريخي پس منظر د مختصر بحث نه پس د ليکوال د فن او فکر هم ډېره زړۀ پورې خبره کړې ده او د سردار جمال د افسانو  پۀ تاثر کښې ئې دهغوي د روڼ  مستقبل زېرے ورکړے دے، دغه خبره به د هغوي د نورو افسانوي مجموعو د لوستلو نه پس واضحه کيږي چې زمونږ د افسانه نګار باره کښې د اجمل خټک پېش ګوئي څرمره رښتيا ثابته  شوې ده ولې چې اجمل خټک بابا خپلو خبرو کښې ليکلي دي چې.:

'تر څو چې دسردار جمال دافسانو تعلق دے پۀ دې کښې هغه  بنيادي خصوصيت شته چې ژور تاثر دے ښائسته او خوږه يوسفزئي لهجه او محاوره لري نو پۀ دې لحاظ کاميابه افسانه ښکاري' . 

دويمه سريزه طاهر بخاري ليکلې ده  چې پکښې دا خبره ډېره نااشنا او دغور قابله ده .او کومه چې عقل سره سمون لرونکو معلوماتو او د باقاعده دلائلو پۀ بنياد وئيلي شوي دي  چې د پخوا راسې زما دا تحقيق دے چې د نننۍ مختصرې افسانې ابتداء د عربۍ، فارسۍ  د لطائفو او حکايتونو نه شوې ده، .فرق پکښې د نوم دے يعني دا چې عربو ورته حکايت او فارسي بانو ورته لطيفه يا نقل وئيل خو چې کله ايډګر ايلن دا فن پۀ يورپ او امريکه کښې متعارف کړو نو مختصره افسانه ورته ووئيلے شو .د دغې خبرونه پس بخاري صيب زمونږ د افسانه نګار د افسانو متعلق ليکلي دي چې :

'دسردار جمال د افسانو د لوستونه دا تاثر قائميږي چې د دې افسانه نګار مشاهده او تجربه ډېره وسيع ده هغه د معاشرې پۀ هر اړخ نظر لري او دا وجه ده چې پۀ استوګنه کښې د ذرې ذرې خبره او دمعمولي نه معمولي واقعه د هغۀ دافسانې پلاټ کيدے شي .دۀ څخه د پلاټونو هېڅ کمے نشته چې زۀ ئې خداي عطا ګڼم '. 

د طاهر بخاري ددغه تاثر پۀ تاثر کښې زۀ د ترتيب نه مخکښې دسردار جمال د افسانو د پلاټ باره کښې دا خبره کوم چې هغه بحېثيت د ليکوال ډېر زيرک او باريک بين دے .ځکه نو هغه چې قدم پورته کوي نو بل نوم نه مخکښې ورته د افسانې قيصه لاس پۀ نامه ولاړه وي  .هغه کۀ د جهانګيري پۀ اډه کښې د سورلۍ پۀ حېثيت ګاډي کښې کښيني  نو هم ئې فکر ونظر پۀ خپل سفر نه بلکې د معاشرې پۀ ناهموارو او ناکړدو مرکوزوي .ځکه نو هم پۀ دغه مختصره دورانيه کښې د يخ جرس سړي ته ټول منظر وړاندې ودروي .البته دومره ده چې د جذباتو شدت ترې نه د افسانې پۀ ځاے واقعه نګارۍ ته نزدې کړے دے هم پۀ دغه افسانوي مجموعه دريمه سريزه د 'زړۀ خبره ده' کومه چې ډاکټر محمد زبيرحسرت د خپل زړۀ خبره دسردار جمال دپاره پۀ صحيح معنو کښې شونډو له نۀ ده راوستې .او د خپل شاګرد پۀ طرف 

دارۍ کښې ئې ډېره زبردسته تجزيه کړې ده .چې پکښې زمونږ د زېربحث افسانه نګار افسانې تقريبا پۀ ټولو فني لوازماتو  پوره کره او ټنګيدلې ثابتې کړي دي لکه چې ليکي :

'زما تر فهمه  ددې ټولو افسانو تعلق د هغه د ترقي پسند سوچ او اپروچ سره دے .چې پۀ ډېرو مختصرو ټکو کښې خپله مدعا بيانوي او دا اختصار ددې افسانو لوے خاصيت دے'. 

ياده دې وي چې ډاکټرمحمد زبيرحسرت دسردارجمال باقاعده طور د سکول پۀ سطح د رسمي زده کړې استاذ هم پاتې شوے دے .او زۀ دا خبره پۀ  دعوي سره کوم چې دغه ادبي زڼے زمونږ افسانه نګار کښې هم د ډاکټر موصوف پۀ برکت رازرغن شوے دے .څلورمه سريزه هم پۀ دغه افسانوي مجموعه دميا لطيف شاه شاهد ده .چې لب لباب او خلاصه ئې داده چې:

' دا ښاغلے سردار جمال د نوي ليکوال دهغې فميلي سره نسبت لري چې د نوو امکاناتو لټون د زوړ روايت پۀ رڼا کښې کؤل غواړي او ده هم داسې چې هر پښتون ليکوال له دا پکار دي چې بقول د نورالامين يوسفزي خپل نوے نسل د پرون پۀ غېږ کښې دنن پۀ لاره سبا ته بوځي. 

خو کۀ چرې مونږ صرف د خپل پرون پۀ غيږ کښې د نرګسيت پۀ خواږۀ خوب اودۀ پاتې شو .نو بايد چې د وخت د کاروان نور نور وروستو پاتې شو. 

پۀ اخره کښې زمونږ زېر بحث ليکوال خپلې خبرې هم شريکې کړي دي چې پکښې لږ د تذبذب  طرف ته تلے دے .او هغه داسې چې د خپلې پېژندګلو او زده کړې پۀ باب کښې د ادب طرف ته او د ليک لوست طرف ته مېلان ئې د ډاکټر فاروق پۀ مشوره پېدا شوے دے او دلته کښې د دې خبرې اعتراف کوي چې زما دادبي زده کړې بنياد هم ډاکټر محمد زبيرحسرت دے .خو کيدے شي چې دغه  ادبي سپرغۍ د وخت ګردونو دبي ساتلې وه او څه د ډاکټرفاروق پوکو او څۀ دسلاطوره حرارت دوباره پۀ سره سکروټه کښې بدله کړې وې .خو بس چار دې ښۀ وي ددغه ټولو مشرانو چې زمونږ د ادب ښاپېرے ئې د پښتنو د پاره مسيحا جوړ کړو .د ذکر شوو پوهانو د تبصرو او تجزيو او تاثراتو نه پس زۀ نۀ ګڼم چې ددغه افسانو متعلق څه داسې خبره پاتې وي چې  نوره څيړنه غواړي .خو دومره به ووايم چې پيغور دهغه افسانوي دنيا کښې د قدم کيښودو وړومبۍ پوړۍ ده او ورسره ئې دهغه دخپلې وېنا مطابق دغې ميدان ته راتګ هم غير ارادي دے .خو بيا هم ددې مجموعې ټولې افسانې هر څو کۀ مختصر دي هرڅو کۀ پۀ ساده باده او روايتى انداز کښې ئې شروعات شوي دي .هر څو کۀ پکښې د واقعه نګارۍ رنګ غالب دے .خو بيا هم دغه ټولې افسانې هم د دې پښتنې خاورې هغه اصلي او حقيقي تصويرونه دي چې د حقيقت نه ئې انکار کؤل  د ائينې مخې ته د خپل وجود د طبعي خدوخال نه انکار کؤل دي.  

دسردار جمال د افسانو فکري او فني جاج :

د سردار جمال  ټولو افسانو کښې لکه  د منشي پرېم چند غوندې اصلاحي رنګ موجود دے .خو ولې دغه اصلاحي رنګ د افسانوي انداز پۀ ځاے کله کله باغيانه انداز هم خپل کړے شوے دے .او هم پۀ دغه لړکښې د يو کردار سره د کيدونکي غيرانصافي او غيراخلاقي رويې د ليدو سره هغه دومره جذباتي شوے دے چې دهغه کردار احساسات  ئې هم د خپلو راپاريدلو جذباتو پۀ انداز کښې داسې بيان کړي چې لکه د يوې افسانې دغه اختتام څو جملې ئې هم زما د دعوې د ثبوت دپاره کافي دي . چې 'دله، بې غيرته، دوسه، خنزيزه، خپله مور خور نۀ لرې'. 

دلته افسانه نګار بالکل د مذمت پۀ ځاے د مزاحمت انداز خپل کړے دے .هر څو کۀ دافسانې پۀ نازک وجود دغه لفظونه درانۀ ښکاري خو د پښتتون ضمير تقاضې هم دغسې وي .دلته زۀ د موصوف د پيغور د پوره کتاب فني جاج خو نۀ شم اخستے ولې چې پۀ مخکښې تګ او د وخت تقاضا هم پۀ نظر کښې ساتل پکار دي .خو صرف دهغه د افسانو پۀ سرخطونو به لږه غوندې  خبره وکړم . 

خو د هر څه نه وړاندې که د سرخط متعلق د پوهانو د رائې څرګندونه وکړے شي .نو غوره به وي لکه د سحر يوسفزي  مطابق پۀ افسانه کښې د ټولو نه زيات زړۀ راښکونکے څيز د دې سرخط دے يعني نوم يا سرخط کښې چې څومره زړۀ راښکون وي نو دومره به د قاري توجه خپل ځآن ته راکاږي .پۀ دغه حواله پيغور کښې شامله افسانه 'انالله وانا اليه راجعون' ډېر زيات انفراديت لري .ولې چې نوم د افسانې د ټولو مندرجاتو نچوړ او يو عکس وي .او دغه مذکوره سرخط کښې دغه ټولې خوبۍ شته خو د قاري بصيرت او بصارت غواړي .دغه شان 'يخ جوس 'هم هر څو کۀ يو عاميانه نوم دے خو ډېر زيات  زړۀ راښکون لري  .او بيا دغه يخ جوس چې د ګرمۍ پۀ سخته تنده کښې د چا د نظره تير شي نو هغه به ئې د خپلې تندې د احساس کمولو د پاره خامخا لوستلو ته ليواله کيږي .دغه خصوصيات او فني ښکلا خو پۀ خپل ځاے د ډېرې ستائنې وړ ده .خو ولې د دغې نه را په دېخوا  دغه افسانوي مجموعه 'پيغور 'د دې سرخطونه داسې دي چې هم د دغې سرخطونو د لاندې د نورالامين يوسفزئي لنک روډ، 'ډډې ونې' او 'داسونو باچائي'،  ليکلې افسانې موجودې دي .لکه پيغور، احساس او شور، چونکې سرخط دافسانې د کاميابۍ اوله پوړۍ ده نو پۀ دغه حواله د ډېر احتياط نه کار اخستل پکار دي . ولې  چې دا ا نساني جبلت دے چې هر نوي څيز ته خامخا توجه ورکوي .بل د پيغور پۀ حواله کۀ لږه نوره خبره وکړے شي نو هغه به دا وي چې  د سردار جمال د پيغور دموضوع او پلاټ پۀ مناسبت سره نورالامين يوسفزي هم د 'ژوره کنده 'د عنوان لاندې بالکل هم دغه موضوع ته د افسانې جامه ورپه غاړه کړې ده. 

خو دا هم زمونږ د پاره د ډېر فخر او سرلوړۍ خبره  پۀ دې ده چې زمونږ دواړه ليکوالان لکه څنګه چې د دې خاورې سره تعلق لري نو هم دغسې ئې قيصې بالکل سوچه او پاکې هم  د دې خاورې او د دې پښتنې ټولنې پېداوار دے .او هم دغه خاوره د دواړو ليکوالانو موضوعاتو بنيادي ماخذ دے .ځکه نو دغه افسانې نه خو سرقې کيدې شي  او نۀ ترجمې کيدې شي بلکې دغه ټولې افسانې طبع زادې افسانې دي .ځکه ئې سرخطونو او موضوعاتو کښې يکسانيت خبره نۀ دي ګڼل پکار. 

تر څو پورې چې د افسانې د تهيم يا مرکزي خيال خبره ده نو پۀ دغه لړ کښې هم د پيغور زياتې افسانې پۀ دغه تکنيک  پوره خيژي ولې چې د ډاکټر اعظم د وېنا مطابق: 

' هغه موضوعات د افسانې تهيم د پاره کامياب موضوعات ګڼلے شي کوم چې خالص انساني موضوعات وي او د ګردې انساني ټولنې د پاره ليدلي کتلي وي'. 

مونږ کۀ د پيغور يوه افسانه 'روټۍ 'ګورو نو مونږ به پکښې د دنيا پۀ مخ د ترقي پذيرو ټولو ملکونو د اولس ا صل تصوير هم ووينو .او ورسره به پکښې دخپل د وطن د بدرنګه واکدارانو او دوه رنګه نظام مخې ته لګيدلي دروغژنې څهرې هم ووينو .ولې چې د اولس د حالت زار قيصه چې د کوم ځاے نه شروع شوې  اوس هم لا پۀ هغه ځاے ولاړه ده .د واحد يوسفزئي دغه يو شعر د 'روټۍ ' افسانې دمرکزي خيال پوره پوره څرګندونه کوي چې : 

'اوولس کلن شومه خو هېڅ بدلون مې ونۀ ليدو 

مــــــــــا به ډوډۍ پسې ژړل چې لا دکال نه وومه '

دا هم ددغه تهيم کمال دے چې 'روټۍ 'ئې يوه مثالي افسانه ګرځولې ده ګني نو نور پکښې نه د سرخط پۀ حواله څۀ انفراديت او زړۀ راښکون شته .نه ئې تمهيد کښې څۀ مقناطيسي اثر شته او نۀ ئې پلاټ  کښې څۀ خاص جدت شته .خو روټۍ بيا هم روټۍ ده ولې چې هم دا لکه د امن غوندې د ګړدې انساني ټولنې مسئله ده .او زما پۀ خيال کۀ چرې دغه افسانه نورو ژبو ته وژباړلې شي نو   يقينا چې 'پاکستان ايک ز'رعى ملک هے 'دغه جمله به نړيوالو ملکونو ته د خيالي داستان عنوان ښکاره شي. 

د تهيم نه پس که مونږ د پېغور افسانو ته د پلاټ پۀ حواله ځير کيدل غواړو نو بايد چې مونږ يو ځل بيا د انالله وانا اليه راجعون  افسانې د پلاټ  رغوڼه  وګورو .ولې چې دغه افسانو د سرخط غوندې انفراديت د پلاټ پۀ جوړښت کښې هم لري .د افسانې مرکزي کردار اخترمنير کوم چې د خپل وخت يو لوے مصور وي هم د دغه کردار د نفسياتوڅرګندونه ډېر پۀ ښۀ شان کړې شوې ده او دې سره سره پکښې د هغۀ د جمالياتي ذوق مطابق د جمالياتي ترکيباتو رومانوي روزمره او برجسته او جاندارو محاورو استعمال هم شوے دے . 

لکه د مثال پۀ طور 'او هو دا سپرلے، داشينکے، دا ابشارونه، دا شنې ونې دا ګلان ،دا ، شنې اوبۀ پتنګان، دا مستې هواګانې، دا ښائسته مازيګر،دا زړۀ راښکونکے منظر، يا دا چې او هوه دا ځواني، دا خمار، دا جمال،دا انداز،دا کمال، دا ښائست'.. 

خو ولې چې کله هم دغه مصور د خپل فن بې قدري ويني او د خپل اولس د نفرت نه ډکې رويې ويني نو بيا هم خپل جذبات ډېر پۀ منفرد انداز کښې بيانوي  چې: 

'توبه دا تشدد، دا انتها، دا دومره زيات تفاوت، دا دومره لوے قهر، دا دومره لويه تباهي'  خپل تخليق سره دا سلوک کؤل د نثر پۀ انداز کښې را يو ځاے کړے شوي دا ترکيبونه زما پۀ خيال د افسانې پۀ حواله يو منفرد اسلوب دے .چې د ډېرې ستائنې  وړ دے .او ښکلے بلاټ ئې ترې جوړ کړے دے. 

بهرحال د پېغور، پۀ حواله به دغه نيمګړے بحث پريږدو  .د اجمل خټک بابا پۀ دې خبره راټول کړو چې که  ايډګر اېلن پو کوم چې د افسانې مشهور ليکوال ياديږي  او د هغه دا مختصره ترينه افسانه د ښو افسانو مثال کښې پېش کؤلې شي چې يو ګاډي کښې يو ملګرے د بل نه دا تپوس کوي چې ښه لکه تۀ پېريان نۀ منې؟ هغه ملګرے جواب  ورکوي نه صيب نه بالکل ئې نۀ منم واقعي؟ ملګري  دا ووئيل او غېب شو .نو زۀ د سردار جمال افسانې ته ولې ښۀ افسانه ونۀ وايم. 

کونترې والوتې :

د سردار جمال د افسانوي سفر دويمه پوړۍ ده .چې به اوويشتو مختصرو افسانو مشتمله ده .د عامر پرنټنګ پرېس ادارې له خوا كال ٢٠١٤  كښې دغه افسانوي مجموعه  چاپ شوې ده، هم د دغه مجموعي تړون ئې دمور او پلار پۀ نومونو کړے دے .ولې چې هم هغوي ورته پښتو او پښتون ولي ښودلې ده .او د خپل مستقبل اثاثه يعني  خپلو بچو ته ئې ډالۍ کړې ده. 

دغه افسانوي مجموعه چې پکښې د لاشونو، فېصله،تور قميص،لوږه، کونترې والوتې، حيا، خالي فريم، لفظونه، ارمان، خپل وجود ته مې نيولي دي غوږونه ، پيسه، پرهېز، نخښه، صدمه، اختر، د پېريانو غوټه، تعويذ، څهرې، ډولۍ او ووټ د سرخطونو هم هغه معاشرتي معاشي،مذهبي، سياسي، طبقاتي، او ځينې رومانوي  موضوعات ئې د خپل اولس د بدې ورځې د بدلون پۀ بنياد اعاده کړي دي .اګر چې هغه موضوعاتو له ئې نوي عنوانات ورکړي دي کوم چې تيره مجموعه کښې شامل دي  خو پۀ دغه حواله زمونږ افسانه نګار ګرم هم نۀ دي ګڼل پکار ولې چې دلته هم قدم پۀ قدم بس هم دغه  قيصې عملي طور تکراريږي  خو صرف کردارونه ئې بدليږي رابدليږي  نو چې مونږ کښې ترڅو پخپله بدلون نۀ دے راغلے نو مونږ د خپلو ليکوالانو نه څنګه دبدلون طمع ولرو يا ترې د بدلون مطالبه وکړو .د سردار جمال د افسانو موضوعاتي نچوړ هم دا شعر دے چې:

 دنيا نے تجربات  و حوادث کى شکل ميں

 جو کچھ مجھے  ديا هے وه لوٹا رها هوں ميں 

بهرحال خبره د 'کونترې والوتې 'ده نو  را به شو دې لور ته هم پۀ دغه افسانوي مجموعه نورالامين يوسفزي يوه ډېره زړۀ پورې او جامعه سريزه ليکلې ده .چې پکښې ئې تقريبا کتاب کښې د شاملو زياتو افسانو موضوعاتي تجزيه هم کړې ده .او څۀ مختصر غوندې ئې دغه افسانو پۀ تکتيک هم خبره کړې ده، د نورالامين يوسفزي د سريزې د لوستونه قارى ته   تقريبا د ټولو موضوعاتو ښۀ پوره پوره انداز کيدې شي .ځکه نو دلته زۀ موضوعاتي څيړنې نه ډډه کؤل مناسب ګڼم. 

البته پۀ فني حوالې سره کۀ د زېر بحث ليکوال د افسانو خبره لږه نوره هم پۀ وړاندې بوتلې شي نو غوره به وي .ولې چې هم دغه د فن دمعراج پېمانه ده لکه څنګه چې د'پيغور 'د افسانو د سرخطونو متعلق څۀ مختصر غوندې بحث شوے وو .نو کۀ دلته د دې دوېمې افسانوي مجموعې خبره وي نو قيصه بيا د تکرار سره مخ کيږي ولې چې هم هغه شان  عاميانه نومونه هم ددې افسانو د پاره ټاکلي دي .چې پکښې 'نخښه 'بيا د نورالامين يوسفزي د افسانې نوم سره سم دے .البته د خپل ارتقائي سفر ښودنه ئې پۀ ځينو ځينو سرخطونو کښې ډېر زبردست انداز کښې کړې ده .لکه خالي فريم، خپل وجود ته مې نيولى دي غوږونه، کونترې والوتې، ډونېټر وغيره ډېر زړۀ  راښکون لري. 

د سرخط د انتخاب پۀ لړکښې به زما د خپل زېر بحث ليکوال ته دا مشوره وي چې هم د افسانې د خپل وجودنه داسې نااشنا او زړۀ دردونکے لفظ راخستل  ډېر کامياب ګڼلے کيږي  ولې چې پښتون قام د رومان پۀ ځاے د درد خبرې ته ډېره توجه ورکوي .لکه دمثال پۀ طور د نورالامين  يوسفزي د يوې افسانې سرخط دے 'وئى دا ما نه 'اوس کۀ پۀ غور وکتلے شي يا واوريدلے شي نو ډېر د کرب او اذيت ترکيب دے او د قاري د توجه مرکز هم داسې سرخط وي. 

  ډېر  دغه شان 'خپل وجود ته مې نيولي دي غوږونه' منفرد او قابل توجه سرخط دے .او د قاري زړۀ ارومرو دغه افسانه لوستل غواړي. 

پۀ دغه دوېمه افسانوي مجموعه کښې کۀ مونږ د افسانه نګار د پلاټ د رغاوڼې جاج واخلو نو پۀ دغه حواله هغه ډېر پرمختګ کړے دے .ولې چې پلاټ د افسانې د قيصې منطقي تړون ته وئيلے شي او د افسانې د وجود د پاره د ملا د تير حېثيت لري .پۀ دغه لړ کښې د زېر بحث ليکوال د ډېرو  افسانو د پلاټ رغاوڼه داسې شوې ده چې بيخي يوه فرضي قيصه يا واقعه ئې حقيقت ته ډېره زياته وخت خو ئې يوه عامه او مخلي موضوع ، نزدې کړې ده يا عاميانه واقعه د پلاټ د انفراديت پۀ زور دومره زوروره کړې ده چې قارى خپلې اوښکې د قيصې لوستلو ته بيخي نۀ پريږدي .لکه د مثال پۀ طور د ارمان افسانې پلاټ دومره زړۀ راښکون لري  چې د يوې عامې قيصې ، نه ئې يوه بهترينه افسانه جوړه کړې ده ګني نو نور انداز بيان ئې داسې دے لکه چې د افسانه نګارۍ پۀ ځاے واقعه نګارۍ ته ډېر نزدې دے  .خو ولې بيا هم د پلاټ اختتام ئې سړے پۀ ډېر سوچ مجبوره کوي .يعني دا چې پۀ قول دافسانه نګار دلته قبرونه هم دهغه چا کښيني د کومو خلقو چې بارانونو کښې کورونه راپريوځي (ارمان) هم دغه شان ساده خو زړۀ  راښکونکي پلاټونه رغول زمونږ د زېر بحث ليکوال خاصه ده . 

د افسانې دکاميابۍ دپاره چې بل کوم بنيادي فن دے هغه کردار نګاري ده . پۀ دغه تناظر کښې هم دکونترې والوتې زياتې افسانې پۀ ډېرو مناسبو او موزونو کردارونو اډاڼه کړې شوي دي .د دغه افسانو د کردار نګارۍ غټه خاصه دا ده چې هر کردار له د خپل عمر خپل حېثيت او خپلې پوهې مطابق ژبه هم ورکړې شوې وه .د کردار نګارۍ پۀ حواله ډاکټر سلام سندهلوي پۀ خپل کتاب اصناف ادب کښې ليکلي دي چې :

'کردار نگاري افسانے کا ايک اهم جز هے. افسانه کے کرداروں کو حقيقى انسانوں سے ملتا جلتا هونا چاهیے جب هم افسانه ميں اپنا جيسا جتنا جاگتا اور چلتا بھرتا انسان ديکھيں گے. تو اس وقت هم ان سے متاثر هوں گے". 

د سردارجمال د افسانو د کردارنګارۍ پۀ حواله به زۀ دومره ووايم چې د کونترې والوتې افسانوي مجموعې زياتې افسانې پۀ انفرادي کردارونو اډاڼه دي اوپکار هم داسې ده چې د افسانې وحدت تاثر هله قائم پاتې کيدے شي  چې پۀ هغې کښې د کم نه کم خو معياري او مثالي کردارونه پېش کړے شي . خو هغه کۀ د ښۀ کردار پۀ صورت کښې يا که د بدکردار پۀ صورت کښې وي  .لکه د مثال پۀ طور خالي فريم افسانه، چې بالکل هم پۀ يو کردار اډاڼه کړې شوې ده او ډېر پۀ خوند خوند سرته رسولې شوې ده .پۀ دغه افسانه کښې د يو پروفيسر د کردار پۀ ذريعه دا خبره ښودلې شوې ده چې هرکال پۀ خپل مناسب وخت او مناسب حالاتو سره د تړون ساتلو متقاضي وي ولې چې تير ساعت پۀ بيرته جاروتل ناممکن دي  بالکل هم دغه شان لفظونه، افسانه هم د جمال پۀ انفرادي کردار اډاڼه ده . 

چې افسانه ئې ډېر پۀ ښۀ انداز کښې هم بالکل پۀ افسانوي ژبه کښې سر ته رسولې ده .او لکه څنګه چې د افسانې نوم کښې رومانيت دے نو هم داسې د دغه افسانې ژبه بالکل سوچه افسانوي ژبه ده. 

البته دغه دا څو جملې پکښې د رومان خوند پيکه کوي . لکه پۀ قول د افسانه نګار 'المارۍ ته لاړو سګريټ او  چرس ئې راواخستل سګريټ ئې ډک کړو او اوږدۀ دمونه ئې راښکل  بيا ئې بل سګريټ ډک کړو او هغه ئې هم پۀ يو څو دمونو کښې راښکلو.'او هم دغسې پسې تړلې نورې څو جملې هم د غه تاثر ورکوي چې دغې کيفيت سره د سړي جمالياتي حس رابيداريږي  او پۀ خيالاتو کښې ئې وسعت او رنګيني پېدا کيږي .او بيا پۀ خيال کښې د لږې نورې رنګينۍ د پاره د دم پۀ ځاے د ګوټ تر حده رسيدل ئې دغه افسانه يوه خيالي افسانه کښې بدلوي . نو خبره مې کؤله د کردار نګارۍ پۀ حواله او لاړم پکښې د دم او دارو پۀ لور بهرحال دغسې افسانې سره تړلې دغه خبرې هم مخې ته راوستل  ضروري وو. پۀ دغه افسانوي مجموعه کښې  'کونترې والوتې 'پۀ هره حواله ډېر زيات انفراديت لري .پۀ موضوعي لحاظ د خپلې سيمې له لمبه لمبه حالاتو اډاڼه  ده چې پکښې ډېر پۀ نازک او لطيف انداز کښې هغه ټول محرکات مخې ته کړي دي .د کومو لۀ وجې چې زمونږ جنتي خاوره پۀ دوزخي ماحول کښې بدله کړې شوې ده دغه افسانه پۀ فني طور د سردار جمال د فني ارتقاء  پۀ لور د سفر څرګندونه هم کوي .ولې چې پيغور کښې ټولې افسانې روايتي او ساده  باده کلي وال انداز کښې هم پۀ کلي والو او ساده باده کردارونو او مکالمو اډاڼه دي خو ولې پۀ دغه دوېمه افسانوي مجموعه کښې هغه د روايت نه د جدت پۀ لور ډېر زيات او کامياب سفر کړے دے. 

'افسانوي مجموعه 'کونترې والوتې 'ته يوه کتنه' 

کونترې والوتې دغه افسانه پۀ قول د نورالامين يوسفزي يوه نيم علامتي افسانه ده .او افسانه چونکې ټوله د مرغو د کردارونو پۀ زور اډاڼه ده نو زما پۀ خيال ډېره د خوند خبره پکښې دا هم ده چې هرې مرغۍ له ئې د هغې د خصلت مطابق کار،کردار او مکالمه  ورکړې ده .لکه د بلبل او کونترې کردار چونکې عامو حالاتو کښې هم ژوند ته ښکلا وربخښل دي نو هم پۀ دغه مناسبت ئې د هغوي مکالمې ډېرې موزون او د موقعې مناسبت سره رغوني دي .د بادشاه د كردار د پاره ټپس منتخب کؤل دې خبرې ته اشاره ده چې دلته تاج همېشه د هغه چا پۀ سر وي چې خپل سر ئې هم خپل اختيار کښې نۀ وي .د ګنجۍ کردار هم دهغې د فطرت ملاچرګګ وغېره ، مطابق دے او دغه شان لاټو، کارغۀ ټولې مرغۍ د خپلو فطرتونو مطابق کردارونو له منتخب کړے شوي دي. 

هم ددغه افسانې دفني خوبيو پۀ لړکښې نورالامين  دا خبره هم ليکلې ده چې د افسانې انجام ډېر زيات دردناک دے او متاثره کوونکے دے .ولې چې د فېصلې اورولو نه پس چې جلاتيانو د کونترې سرغوڅ کړو . کونترې پړکونه ووهل د مرۍ نه ئې وينو دارې وهلې خو د دغه دارو د يو يو څاڅکي نه بې شميره کونترې جوړې شوې. 

د نورالامين د دغه رائې احترام  پۀ خپل ځاے چې هغه ليکي چې :

'د افسانې اختتام پۀ دې جمله پکار وو چې د قاضي د فېصلې پۀ رڼا کښې عدالت ملزمې ته د سر غوڅولو حکم ورکوي '.خو زما ذاتي رائې د دې نه لږه بدله ده . او هغه دا ده چې افسانه چې پۀ کومو لفظونو ختمه کړې شوې ده نو پۀ دې کښې د اميد يو کرن پۀ نظر راځي او د خپل حق غوښتونکو د پاره پکښې دا هم خوشخبري ده چې ستاسو د دغه وينو څاڅکي د ازادۍ ډيوه کښې لکه د تيلو غوندې کار ورکوي .بله دا چې د پوهانو وېنا ده چې هغه افسانه کاميابه افسانه ثابتيدې شي دکومې ابتدا چې د داسې  مقام نه ونۀ کړې شي پۀ کوم مقام چې بلها افسانې اختتام ته رسيدلي وي او اختتام ئې داسې پکار دے  چې بلها نورې افسانې وزيږوي .د دغه ټولو خوبيو نه را پۀ دېخوا زما پۀ خيال کۀ چرې افسانه نګار د بلبل او کونترې دغه مکالمه د شپې پۀ ځاے د ورځې د غرغنډو موسم کښې چرته پۀ دشته کښې پۀ يوه تنها ولاړه تکه شنه ګوره ونۀ کړے وے .نو پۀ دې کښې نور هم فطرتي رنګ زيات شوے ؤ .ولې  چې بلبل او کونتره دواړه داسې مرغۍ دي چې د تيارې د خوريدو نه مخکښې خپل ځانونه جالې ته د رسولو کوشش کوي. 

 هسې خو په ٢٢ افسانو مشتمله دې مجموعه کونترې والوتې پۀ هره افسانه خبره کؤلې شو خو قيصه به قيصو ته لاړه شي  .لهذا د مخکښې تګ پۀ خاطر هم د دې افسانوي مجموعې نه يو بله افسانه باندې خبره کؤل کافي دي .خو دلته افسانه نګار زۀ هم پۀ دې کشمکش کښې مبتلا کړم چې د يوې ځوانې جينۍ بوډا سړي ته وادۀ کؤل دا جواز پېدا کوي چې واقعې چې هم دغه پښتنې جينکۍ پنجاب ته وادۀ کؤلے شي  .پۀ کومه چې پښتنه ټولنه کښې څۀ داغ لګيدلے وي دلته هم د افسانه نګار د بيان مطابق جينۍ کښې څۀ ناڅه قصور پۀ نظر راځي .ولې چې د ګينټې دوو پۀ سفرکښې هغه د يوې عامې سورلۍ سره د سترګو داسې جنګ پيل کوي چې د هغه جذبات راوپاروي .پکار دا وه چې د جينۍ کردار سپيځلے ښودلے شوے نو بيا د يو  بوډا پنجابي سره د هغې د وادۀ قيصه د قارى د پاره د قهر غضب او قابل نفرت کار کيدے شو. 

'پرهيز' افسانه کښې هم دمينې محبت قيصه ډېره پۀ غيرفطري او ناموزون اختتام ختمه کړې شوې ده ولې چې ډاکټر مريض ته حوصله ورکوي  .د مريض نيم صحت د ډاکټر د خلې د تسلۍ لفظونو کښې پروت وي .اجمل چې د ډاکټر پۀ حېث د دې افسانې مرکزي کردار ادا کوي هغه چې پخپل نظر محور ته د هغې د خاوند مخکښې دا خبره کوي  چې د ټيسټونو د کتلو نه  پس زۀ پۀ دې نتيجه ورسيدم چې د دې جينۍ هيپټاټس سى دے .دا د يو نه بل ته لګي لهذا تاسو له د يو بل نه پرهېز پکار دے نو دا د اميد پۀ ځاے د نااميدۍ پېدا کؤلو اختتام دے . او اختتام داسې پکار وي چې سړے ژوند ته وهڅوي .پۀ دغه افسانوي مجموعه د بحث خلاصه دا ده چې سردار جمال د٢٠٠٧ نه تر ٢٠١٩  دکونترې والوتې  نه تر د  پيغور پورې ډېر لوے فني او فکري سفر کړے دے .او د ډاکټر زبيرحسرت دغه خبره ئې هم منلې ده  .ولې چې هغه د پېغور سريزه کښې دا تجويز ورکړے دے .چې افسانه نګار له  کلي نه د ښار پۀ لور هم سفر کؤل پکار دي. 

نو دۀ ذهني او فکري طور هم د روايت نه ترحده او علامت نګارۍ پورې هم ښۀ بله ډېر سفر کړے دے .او د کلي والې لهجې نه تر افسانوي لهجې پورې هم بلها لاره لنډه کړې ده او ورسره ئې پۀ خپلو افسانو کښې د زړۀراښکونکي منظر کشۍ پۀ بنياد د رومانوي فضا سازولو هنر کښې هم بلها ډېره پختګي او شائستګي پېدا شوې ده. دې نه دا هم معلوميږي چې نفسياتي طور زمونږه افسانه نګار جذباتو کښې هم ښۀ مثبت بدلون راغلے دے.د وخت لږ او خبرې ډېرې پۀ مصداق به نور وخت د زېر بحث ليکوال نورو دوو افسانوي مجموعوته وقف کړو .ولې چې د هغې نه د خوند اخستو سره سره د استفادې طمعه دارى هم لرو. ( نور دوېمه برخه كښې )

( دا مقاله د پښتو ادبي فورم له لوري صوابۍ كښې د ډاكټر سردار جمال په درناوي كښې تابيا شوي تقريب كښې ښاغلي ذاكر يوسفزي صاحب اورولې وه)


#پښتو_ادبي_فورم_پېښور

#ډاكټر_سردار_جمال

#پښتو_افسانه

#Pashto_Adabi_Forum_Peshawar

#dr_sardar_jamal

#Pashto_Short_Story

Comments