Skip to main content

Pukhto Tanqeed. Tandeeqi Karkhey of Saleem Raaz By Hanfi Khalil

 

شايد زما د فيسبک ملګرو زما دا ليکنه نه وي لوستې چې پخپله سليم راز صاحب هم پرې ډير خوشحاله وو- ليکنه لږه اوږده ده بخښنه غواړم-


تنقيدي کرښې ـــــ  پښتو تنقید او سليم راز


   په جنوري ۱۹۹۹ کښې د تنقيدي کرښې په چاپ كولو ښاغلي سليم راز د پښتو تنقيد د یوې اوږدې مودې په جمود يو دروند ګوذار کرے وۀ ـ  دغه تنقيدي اثر په کال نومبر ۲۰۰۰ کښې په دوېم ځل او د پښتو تنقید سره تړلي دانشوره طبقه کښې د دې کتاب د ضرورت او اهمیت د احساس په نتیجه کښې اوس په درېم ځل چاپ کېږي ـ له هر څخه نه وړاندې زۀ د خپل دروند او قدرمند مشر سليم راز صاحب د دې پېرزونې ، مينې او اعتماد منت بار يم چې د تنقيدي کرښې درېم چاپ له پاره د سريزې ، يا تنقيدي رائي ليكلو اعزاز ئې ماته راکړو او په ډېر درناوي ئې ماته موقع راكړه چې زۀ د تنقید او په خصوصي توګه پښتو تنقید په حقله د دومره اهم کتاب په حقله خپله رائې څرګنده كرم ـ د تنقيدي کرښې په يوه يوه کرښه کښې پوره یو جهان پروت دے ـ يوه نظريه، يوه فلسفه ، يو فكر، يو معنوي نظام ، يو علمي او ادبي پس منظر ، يو تاريخ ، يو تهذيب او ټولنه ، يو ارتقائي صورت حال ، د فن يو جهان د سماجي شعور يو تحریک ، د ټولنیزو علومو یو منظر نامه او نور ډېر اړخونه د دې کرښو په معنوي تل كښي څركونه وهي ـ  ځكه دا کرښې راسپړدل غواړي او د دې کرښو معنويت ، افادیت او اهمیت د پښتو تنقيدي ، علمي او ادبي حلقو ته په لا زيات صراحت سره جوتول او رسول غواړي ـ په وړومبي نظر خو دا کرښې د څو چوڼ کړے شوو پښتنو شاعرانو او دانشورانو د ذات ، فكر، نظرياتي اساس تخليقي زور ، فني كمال او هنري صلاحيتونو يوه تنقيدي جائزه ښكاري ـ خو خبره دومره ساده او اسانه هم نۀ ده ـ ځکه زۀ د سليم راز صاحب د دې تنقيدي کرښو اصلي او بنيادي هدف ته د راتللو نه مخکښې ځنو هغو محركاتو ته اشاره کول غواړم چې د دې کرښو پس منظر کښې ئې وضاحت ضروري دے او د دې کرښو په تفهیم کښې زمونږ مرسته کولے شي ـ 

      دا خبره فطري علومو (Natural sciences) هم جوته کړې ده او سماجي علومو (Social Sciences) هم چې ټولنه ، دا زمکه زمونږ شمسي نظام ، دا ویړ کائنات او په کائنات کښې هره ذره د ارتقاء او حرکت سره مخ دي ـ په کائنات کښې جامد هېڅ هم نشته ، نۀ ماده ، نۀ خیالات او نظریات او نۀ د كائنات لوې او واړۀ عناصر هر څهٔ ، په هره لمحه حرکت کوي او ارتقائي مرحلو نه تېريږي ، بلکې مخ په  وړاندې ځي ، پراخېږي او وسعت مومي ـ د طبيعاتو (Physics) ماهرانو د دې کائناتو د ګېسونو د مرحلو نه د توانائۍ او مادي بدلون د ارتقاء او وسعت کوم سفر جوت کړے دے ، نن مونږ د دغه سفر په نتيجه کښې د کائناتو په يوه انتهائي وړه او معمولي ذره يعني زمکه باندې ژوند کوو چې زمونږه د شمسي نظام برخه ده او شمسي نظام پخپله د ملكي وے (Milkyway) کهکشان د (ستورو انجمن) برخه ده او دغسې دغه ملکي وے (Milkyway) کهکشان د نورو غټو کهکشانونو برخه ده چې شمېره ئې د کروړونو او اربونو نه هم زیاته ده ـ اوس غور وکړئ چې دغه هر څۀ په هره لمحه حرکت هم کوي او وسعت هم مومي، نو زمونږ په زمکه ، ژوند ، نظام ، تهذیب ، خیالات ، فكر، فن او شاعري به څنګه جامد پاتې کيږي ـ د دې هر څۀ حرکت ، ارتقاء او وسعت د يو خاص فطري قانون ترمخه روان دي او دغه فطري قوانین د کائنات په هره ذره خپل اثر لري ـ په دغو فطري قوانينو کښې يو بنيادي قانون دا دے چې دغه حرکت او ارتقاء د منفي او مثبت د تصادم نتیجه ده ـ دغه د منفي او مثبت تصادم په ماده کښې هم دے ، توانائی کښی هم ، د ژوند په ټول مرتب نظام کښې هم ، خیالاتو او تصوراتو  کښې هم او دغسې د ټولنې په تهذيبي ارتقاء ، فني او جمالياتي سفر کښي هم ـ دا مونږ چې څۀ وينو او محسوسو ئې د دې هر څۀ ابتداء د توانانۍ د صفر نکتې نه شوې ده ـ د طبيعاتو عالمانو جوته کړې ده چې د کائنات ماده کۀ په توانائۍ کښې بدله شي او توانائي په برقي چپو کښې بدله شي نو پوره نيمه توانائي به منفي وي او پوره نیمه به مثبت ـ دغسې بنيادي اکائي به ئې صفر وي ـ د هم دغه صفر د اكائۍ نه د منفي او مثبت تصادم دَ دې مادي نظام او ويړ کائنات ابتدا کړې ده او دغسې په هره لمحه د ارتقاء په صورت کښې وسعت مومي ـ د علامه اقبال په قول :


یه کائنات ابهی ناتمام ہے شايد 

که آ رہی ہے دما دم صدائے کن فیکون


دغسې ارتقاء او وسعت په موجوده لمحه كښې مونږ ته د فطري او سماجي علومو ډېر رازونه پرانستي دي چې نن هم مونږ په دغو علومو د هم دغو فطري قوانينو په رڼا کښې غور کوو او په دې زمکه هم د سماجي ارتقاء ، تهذيبي سفر ، او فني ، جمالياتي او شعوري سفر برخه يو ـ

     فطري او ټولنیز علوم د هم دغه ارتقاء او وسعت مطالعه کوي چې په ټولنیزو علومو کښې بيا يوه څانګه د ژوند د مسلسل حرکت تغير ، ارتقاء او وسعت مطالعه د فنونو او په خصوصي توګه د لطیفو فنونو په واسطه کوي ـ په دې توګه د فطري علومو رشته د سماجي علومو سره او دَ سماجي علومو رشته د فنون لطيفه سره تړلے شي ـ دغسې د فطري علومو ، سماجي علومو او فنون لطيفه د دغه تكون مرکز او محور انسان او انساني ټولنه جوړېږي ـ هسې خو ټول لطيف فنونه (Fine Arts) لكه  مصوري ، سنګ تراشي ، موسيقي ، رقص ، وغېره د انسان او انساني ټولنې نه چاپېره چورلي او ټول لطيف فنونه د حسن او صداقت ترجماني كوي ـ خو هر کله چې شعر او ادب هم د دغو لطیفو فنونو برخه ده او د ټولو نه موثره ذريعه او وسیله ده نو ځکه مونږ په فنون لطیفه کښې هم شعر او ادب ته زیاته پاملرنه کوو او د شعر و ادب سره تړلي شخصيات او هنرمند د ټولنې انتهائي اهم ، حساس او د تخيل ، تصور ، جذبې او احساس بهترین استاذي او نمائنده ګڼو ـ د فنون لطیفه په حواله چې مونږ په خصوصيت سره د حسن او صداقت په لور کومه اشاره وکړه دا پخپله یو اوږد تفصيل او وضاحت غواړي چې په راروان بحث کښي به ئې په خپله موقع وضاحت وشي ـ دلته په فنون لطيفه کښې د شعر او ادب په لور توجه کول غواړم چې خبره د سماجي بدلون ، ارتقاء او حسن و جمال د فنکارانه عکاسۍ په لور راشي او په دغه ترجمانۍ کښې د شعر او ادب د کردار څرګندونه وشي ـ 

      په لطیفو فنونو کښې چې کله مونږ د ادب د کردار خبره کوو نو له هر څهٔ اول زمونږ توجه د ادب او نظرئيې په لور راځي ـ د نظرياتي اساس نه بغېر د دنيا يو عمل هم مخ په وړاندې نۀ شي تلے ـ دا ویړ کائنات پخپله د يوې منصوبي ، سکيم یا پلان (Plan) نتیجه ده ـ هم دغسې د هر عمل په منظر کښې یو سوچ ، فكر يا منصوبه محركه وي چې مونږ ورته نظرياتي اساس وايو هر سوچ ، فكر يا نظريه د اظهار نه پس د عمل شكل اخلي ـ همدغه قانون د ادب هم دے او د نورو علومو او فنونو هم په ادب کښې د نظرياتي اساس اظهار پخپله د شخصیت اظهار وي ـ يعني په مجموعي توګه خو داسې وئیلی کېدے شي چې ادب د شخصیت د سوچ ، کردار او ذات د اظهار يوه فني رويه وي چې د مختلفو ادبي صنفونو په شکل ئې څرګندونه كېدے شي بلكې د مغربي دانشور بفن (Baffon) په قول اسلوب پخپله شخصیت وي يعني (Style is the man itself) خو په خصوصي توګه مونږ دا وئیلی شو چې ادب د شخصیت د مرکزي او بنيادي تصور او نظرياتي اساس ترجمان دي ـ ګویا ادب د شخصيت او ذات د اظهار او بيا د شخصیت د نظرياتي اساس او تصور نه بغېر هېڅ هم نه وي ـ 

    هر کله چې خبره د ادب او شخصیت راغله نو مونږ ته دا هم پته ده چې د شخصیت یا فرد د ټولنې نه بغیر تصور نۀ شي كېدے يعني فرد او ټولنه یو بل سره لازم او ملزوم دي ـ ټولنه په افرادو جوړېږي او افراد د ټولنې شناخت وي ـ په دې توګه په ادب کښې چې د شخصيت د اظهار خبره کېږي نو ګويا چې په ادب کښې د يو اجتماعي ټولنيز شعور د اظهار خبره كېږي ـ د هم دغه اجتماعي ټولنيز شعور د اظهار نه د سماجي علومو (Social Sciences) دوه غټې څانګې وجود مومي چې مونږ ورته نفسيات ( Psychology) او عمرانیات ( Sociology) وایو ـ ګویا په دې طریقه ، ادب شخصیت او معاشره په يو ځاې د يو بل سره تړلي روان وي ـ 

     نفسیات او سماجيات هسې خو دوه بيل بيل سماجي علوم ښکاري چې يو د انسان د داخلي جهان مطالعه كوي يعني انساني شعور او لاشعور ، جذبات او احساسات ، فکر او نظريه وغېره د انسان داخلي دنيا سره تعلق لري او دوېم سماجي علم سماجیات یا عمرانیات د انسان د خارجي دنيا د مطالعې نوم دے ـ چې پكښې د ټولنې او سماج د مختلفو اړخونو يعني سياسي او سماجي شعور ، د ژوند کړۀ وړۀ او کلتور ، تهذیب او تمدن وغيره ـ  ادب د دغو دواړو سماجي علومو هنداره وي او دغه دواړه سماجي علوم په خپلو کښې هم يو بل نه بيل او جدا نۀ شي پاتې کېدے ځکه چې د فرد ذات او داخلي جهان د ټولنې او خارجي عواملو نه اثر اخلي او دغسې د يو فرد د ذاتي او داخلي دنيا نه علاوه د يوې ټولنې ، قام او ملت اجتماعي نفسيات هم وي چې تعلق ئې نېغ په نېغه د ټولنې او سماج سره وي هم دغه رنګ د يوې ټولنې ، قام او ملت د نفسياتو سماجي او كلتوري مطالعه هم کېدلے شي ـ په دې توګه څنګه چې فرد او معاشره د يو بل نه بېلېدے نۀ شي دغه رنګ نفسیات او سماجیات یا په نورو ټکو کښې د انسان داخلي او خارجي جهان هم د يو بل نه بېلېدے نۀ شي او خبره چې ادب ته راشي نو ادب بيا د دغو دواړو اړخونو د ترجمانی وظیفه په داسې انداز تر سره کوي چې فني او جمالياتي اړخ هم څرګند شي او د ټولنيز شعور او اجتماعي نفسياتو محركات هم مخې ته راشي ـ د دغو داخلي او خارجي جهانونو د ترجمانۍ او مطالعې په وخت د سماجي علومو ځنې نور اړخونه هم مخې ته راځي لکه سياسيات ، مذهبیات ، اقتصادیات ، اخلاقیات وغيره ـ هر کله چې ادب د دغو ټولو اړخونو ترجمان دے نو ګويا چې ادب د ټول ژوند ترجمان دے ـ نۀ يواځي ترجمان بلكې په ژوند کښې د ښائست حسن و جمال ، تهذیب او تمدن ، ټولنیز شعور كلتوري ارتقاء د ترجمانۍ وظیفه هم ادب ترسره کوي او په هم دغه تناظر كښي د مغربي دانشور او اديب مېهتیو آرنلډ دا قول د غور ور جوړيږي چې ونيلي ئې وۀ چې:


"Literature is the criticism of life"

      يعني ادب د ژوند تنقید دے ـ ځکه چې ادب د ژوند ټولې بدرنګۍ ختمول غواړي ، ژوند کښې د حسن و جمال اضافه كول غواړي ـ ژوند کښې د جمود خاتمه او مسلسل حرکت ، حرارت ، ولوله او پرمختګ غواړي ـ په ژوند او معاشره کښې تهذيب او اخلاقي اقدارو ته وده ورکول غواړي ـ ژوند کښې پريوتې طبقې راپورته کول غواړي او د يو ترقي پسند تصور په نتيجه کښې د يوې مهذبې ، خوشحاله ، پرامن او ترقي يافته معاشرې قيام غواړي ، دا هر څۀ د ادب وظيفه ده خو ورسره دا هم یاد سائل پکار دي چې ادب دا وظيفه هله تر سره کولے شي چې يو صحت مند او مثبت تنقيدي شعور وده  موندلې وي ـ ځکه چې ادب ترجماني خو کوي خو د دغه ترجمانۍ په وخت د ارتقائي او صحت مند شعور وظیفه تنقيد تر سره کوي ـ په ټولنه کښې کۀ تنقيدي شعور نۀ وي نو ټولنيز اقدار به د جمود ښکار کېږي ـ د تهذيب د ارتقاء لړۍ به په ځائے ودرېږي د حسن وجمال تصور به له مينځه ځي ـ ګوپا کۀ په ټولنه کښې تنقيدي عمل نۀ وي نو نن به دا انساني معاشره هم نۀ وه ـ نۀ به دا ارتقائي شعور وۀ او نۀ دا تهذيب او اخلاقي معيار ـ د

تنقيدي شعور د عدم موجودګۍ په صورت کښې به نن هم انسان د هم هغه حيواني خصلتونو نمائنده او د غارونو او ځنګلونو باشنده وۀ ـ مطلب دا چې مونږ د كائناتي ارتقاء کومه خبره شروع کړې وه هغه مو تر معاشرتي ارتقاء را ورسوله ـ څنګه چې كائناتي ارتقاء د فطري قوانينو ترمخه كېږي دغسي معاشرتي ارتقاء هم د سماجي قوانينو او د تهذيبي اقدارو د فطري بدلون سره تعلق لري ـ د ټولنې او تهذيب د بدلون ، حرکت او حرارت قوانين مثبتي نتيجې په هغه وخت څرګندوي چې په ټولنه کښې تنقيدي تصور وجود لري ـ د هم دغه تنقيدي تصور په وجه ادب هم د ټولنیزو اقدارو نمائندګي په داسې انداز کښې کوي چې د انساني ټولنې د تهذيب په لور پرمختګ سره سره ادبی رجحانات ، موضوعات او بنيادي محرکات هم پرمختګ کوي . په دغه پس منظر کښې د ټولنې سره سره د شخصیت ، ادب او تنقيد درې ګوټيزې دائرې په هره لحظه او هره زمانه کښې په نوو نوو شکلونو نمود کوي ـ 

    د ادب په حقله مباحثو كښې د تصوراتي ادب او مقصدي ادب خبره کېږي يا د رومانوي دبستان او حقیقت پسندو دبستان بحثونه کېږي ـ دغسې په تنقيدي مباحثو کښې هم دا سوال همېشه سر پورته کوي چې تنقيد علم دے کۀ فن ؟تنقید سماجي سائنس دے او کۀ تاثراتي رويه ؟ تنقید د متعین اصولو پامته دار دے کۀ نه تنقيد يو تخليقي عمل دے ؟ کله چې مونږ په دغو پوښتنو غور راز


کوؤ نو دې نتيجې ته رسو چې تنقيد د دغو دواړو اړخونو نمائندګي كوي ـ د تنقيد مختلف دبستانونه مونږ ته دا ښائي چې دا د يو سماجي سائنس په شکل هم مخې ته راځي او د يو تخليقي عمل په شکل هم ـ تنقید خپل اصول او ضوابط هم لري او د يوې نوي تهذيبي او ارتقائي فضا تخليق هم کوي . په دغو دواړو روئيو کښې مشترکه خبره دا ده چې تنقید په هر صورت او هر شكل كښې د فرد او معاشرې په بدلون ، ارتقاء او د ټولنې په اخلاقي ، تهذيبي ، فني او جمالياتي اقدارو کښې دَ بنيادي محرک حېثيت لري ـ ادب او تنقيد په عمومي توګه خو یو عظیم مقصد لري خو کۀ ادب او تنقید محض د انساني مسرت ، خوشحالۍ ذوق او داخلي جهان د تسكين سبب هم جوړ شي نو دا پخپله د يو اهم مقصد د تكميل په لور قدم دے ـ خو کله چې تنقيد د ادب رخ د ټولنيز شعور د ودې او انساني اخلاقي معيار ، سياسي او سماجي بدلون ، اقتصادي او طبقاتي خوشحالۍ په لور راولي نو ګويا چې ادب د مقصدیت نمائنده جوړولو کښې تنقيد خپله بنيادي وظيفه په احسنه توګه ادا کوي ـ 

      ادب او تنقيد زيات زور د حسن و جمال په تخلیق او فني روئيو راوړي ـ خوبه دې هم غور پکار دے چې د حسن و جمال تصور هم په هر دور ، هره ټولنه او هر قوم او ملت کښې یو رنګ او په يوه پيمانه نۀ وي ـ ادب او تنقيد کۀ د خپل خپل دور ، خپل خپل ملت او خپلې ټولنې بنيادي غوښتنو او پوښتنو ته مثبت جواب ورکړي نو ګويا چې د خپل فطرت ترمخه ادب او تنقید د حسن و جمال نمائندګي هم کوي او د عصري غوښتنو ترجماني هم ـ

    اوس چې خبره د شخصیت ، ادب او تنقید راغله نو مونږ په دي بحث كښې هغه مرحلې ته راورسېدو چې د ښاغلي سليم راز صاحب د تنقيدي کرښې د مندرجاتو جائزه واخستے شو ـ په دغه پس منظر كښې مونږ په دې خبره غور کولے شو چې د راز صاحب تنقيدي كرښې ، ادبي كرښې هم دي او د هغو ټولو ارتقائي منزلونو په لور اشارې هم ، چې مونږ ئې د فطري علومو او كائناتي ارتقاء نه تر معاشرتي ارتقاء یوه لنډه خاکه وړاندې کړه ـ د راز صاحب دا تنقيدي كرښې د نظري تنقيد په لاره د عملي تنقيد يوه داسې زړۀ راښکونکې نمونه ده چې د څو چوڼ کړے شوؤ شخصياتو ، د فكري محركاتو نظرياتي اساس ، سوچ او فکر ، علمي او ادبي رجحان ، ژبې او ادب له پاره د هغوي د خدماتو او په مجموعي توګه د سماجي بدلون ، ارتقاء ، تهذيبي او اخلاقي ودې او پرمختګ په لړ کښې د دغو شخصياتو د داخلي او خارجي جهان يوه تجزيه ده چې په پښتو تنقید کښې دَ موضوع په حواله هم او د ليک او اسلوب په حواله هم يوه ځانګرې اضافه ده ـ د ښۀ او بد د تميز كولو يا د کره او کوټه معلومولو شعور هر انسان سره وي خو پيمانې او معيارونه ئې بدل وي ځکه هر انسان په څهٔ نۀ څهٔ پيمانه خو تنقيدي ذوق او شعور لري خو په دغو انسانانو کښې فنکار د اظهار سليقه او وسيله هم لري ـ کوم فنکار چې په کومه پېمانه زيات حساس وي او د حسن و جمال ملكه لري ، په هم هغه پېمانه د خپل تنقيدي بصيرت اظهار د خپل فن او هنر په ذریعه کوي ـ ښاغلے سليم راز صاحب چې يو فنكار او تخلیق کار دے نو ورسره يو بالغ نظره سياسي شعور لرونکے ، د صحافت د مېدان عملي غړے ، او د سماجي سائنس يو باخبره لوستونکے هم دے ـ هغه د خپل تنقيدي شعور او بالغ نظر اظهار په هره سطح او هر پلیت فارم کوي ـ هغه كۀ شعر ليكي نو هم ئې د ټولنې په اجتماعي نفسياتو نظروي او کۀ نثر ليكي نو هم د خپل متوازن تنقيدي نكته نظر څرګندونه کوي ـ مونږ چې د هغه د رپورتاژ مطالعه کوو نو هم د يو بې رويه بې ريا نقاد په توګه را مخې ته کېږي او کۀ د مختلفو مضمونونو ، مقالو ، تبصرو او تجزيو مندرجاتو ته ئې ګورو نو د هغۀ د تنقيدي تصور او نظرئيې عکس راته جوتېږي ـ

     سليم راز صاحب کۀ په اصنافو ليک کوي نو هم ئې د خپل تنقيدي سوچ او نظرئيې په تناظر کښې جائزه اخلي او کۀ په شخصياتو څهٔ ليکي نو هم ئې د سماجي شعور او نظرياتي اساس په تناظر کښې تنقيدي جاج اخلي ـ د هغوي دا موجوده كتاب تنقيدي کرښې د شخصياتو د نظرياتي اساس او سماجي شعور د تجزئيې په شکل یو تنقيدي دستاویز دے ـ چې په پښتو تنقید کښې يوه نادره اضافه ده او د راز صاحب د تنقيدي بصیرت سفیر او غماز دے . دا کتاب مونږ ته دا اعتماد راکوي چې په پښتو کښې د يو باقاعده ، کل وقتي ، او پیشه ور نقاد په حېث مونږ سلیم راز صاحب او د هغه تنقيدي هڅې ډېر په ویاړ سره پېش کولے شو ـ 

    هر څو کۀ په پښتو کښې د تنقيد هغه روايت په نظر نۀ راځي کوم چې په انګريزي ، اردو او نورو ترقي يافته ژبو کښې ليدے شي خو بيا هم داسې نۀ ده چې پښتو ژبه او ادب د تنقیدي نظریاتو د بازګشت نه خالي او عاري ده ـ پښتو کښې د تنقيد وړومبۍ نخښې خو د خوشحال خان خټک ، رحمان بابا ، حمید بابا او کاظم خان شېدا نه علاوه د كلاسيكي دور د نورو شاعرانو په افکارو کښې هم ليدے شي ، خو په منظوم ادب کښې دغه تنقيدي افکارو ته مونر باقاعده تنقيدي روايت نۀ شو وئیلے ـ پښتو کښې دَ جدید تنقید د رواج سهره د اولسي ادبي جرګې ، په خصوصي توګه د کاکاجي صنوبر حسېن ، امير حمزه شينواري او دوست محمد کامل مومند په سر ده ـ او بيا د اولسي ادبي جرګې د سېوري لاندې چې د دغو ذكر شوؤ شخصیاتو نه چا د تنقید روایت په وراثت کښې تر لاسه کړو هغو کښې د اجمل خټک ، قلندر مومند ، همېش خلیل ، ایوب صابر او څو نورو نقادانو نومونه هم اخستلے شو ـ خو په دغو ټولو کښې چاته هم مونږ يو كل وقتي او پېشه ور نقاد بیا هم نۀ شو وئیلے ـ څنګه چې په اردو کښې مونږ د تنقید په حواله د پروفیسر ممتاز حسېن ، سید احتشام حسېن ، پروفیسر مجتبیٰ حسېن ، پروفېسر غلام حسېن ذوالفقار ، ډاكتر وحيد قريشي ، اختر حسېن رائے پوري ، مجنون ګورکھپوري ، ډاکتر محمد علي صديقي ، ډاكتر سيد. عبدالله ، ډاکتر وزیر آغا ، ډاکتر سلیم اختر او نور ګڼ شمېر نومونو ته ګورو نو دغه شخصيات راته د تنقید د مېدان کل وقتي او پېشه ور نقادان ښكاري ـ په پښتو کښې چې د جديد تنقيد آغاز د كاكاجي صنوبر حسېن نه کوؤ نو تر سلیم راز صاحب پورې د تنقید په سفر كښې راته اکي يو سليم راز داسې ليکونکے ښکاري چې د كله نه ئې د شعور سترګې پرانستې دي د هغه وخت نه تر موجوده لمحې ئې د تنقید لمن كله هم نه ده پرېښې او دغسې ئې په حقه د يو كل وقتي او باقاعده نقاد وظیفه تر سره کړې ده ـ چې د تنقيدي افکارو يوه بنيادي حواله ئې دا كتاب تنقيدي کرښې هم ده ـ د پښتو د عملي او نظري تنقيد په سفر کښې په کتابي شكل ځنې مثالونه زمونږ په مخکښې شته چې پکښې د سيد رسول رسا  ٫٫ادبي تنقيد،، ، د افضل رضا  ٫٫تخليق او تنقيد،، ، د سحر يوسفزي ٫٫ادب څهٔ دے،، ، د محمد صديق روهي ٫٫ادبي څيړنې،، ، د ربنواز مائل ٫٫ادب ، تنقید او فکر ،، د طاهر بخاري ٫٫تنقيدي مفردات،، ، د پروفېسر عارف نسيم ٫٫ادبي تنقيد،، او ځنې نور د دغه مزاج کتابونه موجود دي خو د دغو تنقيدي هڅو په موجودګۍ کښې هم د سليم راز تنقيدي کرښې خپل انفرادیت ، اهمیت او ضرورت لري چې د پښتو تنقيد يو ځانګړي اړخ ته اشاره کوي ـ د راز صاحب دا کتاب د مقصدي او ترقي پسند تنقيدي دبستان يوه غوره نمونه ده چې په پښتو کښې د اجمل خټک کتاب ژوند او فن سره چاپ شوي تنقيدي ليك ٫٫ژوند او فن،، نه پس د ترقي پسند تنقید دوېمه نمونه ده چې د پښتو په تنقيدي ادب ئې پېرزو کړې ده ـ راز صاحب خپل دغه کتاب سره په ابتدا کښې تنقيدي ليکنه د ژوند ، ادب او تنقید په نوم شامله کړې ده چې د دغه ليکنې په تناظر کښې ئې د خپل کتاب نورو ليکونو له پاره يو تنقيدي بنياد او ادبي جواز پیدا کړے دے ۔ په دغه لیک کښې راز صاحب د ټولني ، ژوند ، ادب او تنقید دَ پس منظر څرګندولو سره هغه اصول او معيارونه هم متعين کړي دي د کومو په رڼا کښې ئې چې د مختلفو شخصياتو دَ تنقيدي نظرياتو جاج اخستے دے ـ دغه شان په دغه لیک کښې هغۀ د ژوند ، ادب او تنقید په هغه زاويو يو مجموعي بحث هم کړے دے چې په پښتو تنقید کښې د مقصدي او ترقي پسند تنقید سمت سموي او بيا د ترقي پسند تنقید په ميزان ئې د کاکاجي صنوبر حسین ، دوست محمد كامل ، فارغ بخاري ، سيده بشره بېګم (س ب ب ) ، ایوب صابر ، سېف الرحمن سليم ، ربنواز مائل ، ډاکتر امین الحق امين ، هاشم بابر او طاهر اپريدي د تخليقي ، علمي ، ادبي او تنقيدي نظرياتو او هڅو جاج اخستے دے ـ په دغو شخصياتو کښې ځنې نقادان ، ځنې شاعران ، ځنې د افسانوي ادب نمائنده او ځنې په مجموعي توګه د دانشورې طبقې نمائنده او ترجمان دي ـ ځکه سليم راز صاحب د هر شخصیت د فکر سر چشمې د هم هغوي د مزاج ، ادبي سفر ، تخليقي جوهر ، سماجي شعور او تنقيدي بصيرت مطابق څېړلي او د خپل تنقيدي ميزان په تله تللي دي د راز صاحب په دغو تنقيدي تجزيو کښې د نفسياتي او عمراني دواړو تنقيدي دبستانونو نخښې ليدے شي  ـ مونږ وړاندې بحث کښې اشاره کړې ده چې د نقاد او تخلیق کار داخلي جهان ، ذات او شخصيت ، فکر و نظر د ټولنيز اجتماعي شعور نه رڼا او ځلا اخلي او دغسې د خپل فني او فكري شخصيت رغاوڼه ترې سازوي ـ ځکه راز صاحب هم يو خوا خو د دغو شخصياتو په ذات او د هغوي د فکر و فن په داخلي جهان کښې خپل ځان جذب کړے دے او بل خوا ئې ورسره خپل ټولنیز شعور او فکر و دانش ملګرے کړے دے او بيا ئې د يو سماجي سائنسدان وظيفه هم تر سره کړې ده او د يو فنکار او ادبي نقاد وظيفه هم ـ چرته چې د يو تخلیق کار په تخليق کښې د ټولنيز شعور بازګشت محسوس شوے دے نو راز صاحب ئې د هغۀ د تخلیق په تناظر کښې دَ فکر و نظر تجزيه کړې ده او چرته ئې چې د يو ليکونکي په ليک کښې دَ سماجي سائنس ، تنقيدي شعور او اجتماعي فکر و دانش څركونه ليدلي دي نو راز صاحب ئې په هم هغه تناظر کښې تجزيه کړې ده ـ په دې توګه د تنقيدي کرښې په هر لیک کښې هغه متعلقه شخصیت هم په نظر راځي د چا د فکر و فن جائزه چې اخستلی شي او پخپله د سليم راز صاحب ذات او شخصیت هم په هر لیک کښې په داسې انداز را مخې ته کېږي چې د راز صاحب د شخصیت مختلفې زاوئې ترې څرګندې شي ـ تنقيدي كرښې کښې شامل په شخصياتو ليکونه نۀ خو ژوند ليکونه يا سوانح عمري ده او نۀ شخصيت نګاري ، نۀ خاكې دي او نۀ د شخصياتو د هلو ځلو داستان او روداد ـ البته د دغو ټولو ادبي توکو څهٔ نه څۀ عکس پكښې چرته چرته ضرور محسوسېږي ـ په حقيقت کښې دا ليکونه د شخصياتو د داخل او خارج يوه داسې مطالعه ده چې د متعلقه شخصياتو د نظرئيې ، فکر و نظر او سماجي شعور په تناظر کښې دَ هغوي د عملي غرزو پرزو یوه تجزياتي مطالعه ده چې د دغو شخصياتو د ذات انكشاف هم كوي او په ټولنه کښې د هغوي د مثبت کردار د اثراتو جاج هم اخلي ـ د دغو شخصياتو د فني سرګرمو به تجزيه کښې د هغوي د شخصیت عکس هم ښکاري او د هغوي د شخصيت په مطالعه کښې د هغوي د فن تصور او تولنیز شعور هم منعکس کېږي ـ خو دا هر څهٔ سليم راز صاحب په دومره هنر کړي دي چې خبره يواځې د شخصيت د ذات او د هغۀ فن پورې محدوده نۀ پاتې کېږي ـ خبره په ټولنه کښې د ادب او اديب کردار ته رسي او په معاشره كښې د تنقيدي بصيرت او ادبي هڅو اهمیت ته رسي د دې لیکونو په ذریعه راز صاحب په غېر محسوس طريقه د غورو فکر بلنه وركوي ـ راز د ټولنې د وګړو په مړ ضمیر ګوذار کول غواړي ـ د دغو ذكر شوؤ شخصیاتو د جدوجهد په تناظر کښې راز صاحب فكري جمود ماتول غواړي ، د يو پرامن ، تهذیب یافته او خوشحاله معاشرې قيام غواړي ـ د ادب او تنقید په تناظر کښې د عصري غوښتنو شعور عام کول غواړي او په مجموعي توګه د ژوند ، ادب او تنقید په رشته ، تعلق او تړون د غور و فکر احساس ورکول غواړي چې دغسې په ژوند کښې د يو صحت مند جمالياتي رجحان او فني دائره کښې د ژوند او ټولنې د ارتقاء دا لړۍ روانه وي ـ په ژوند کښې دَ مقصدیت او صداقت ، او په ادب کښې د حسن و جمال د افادي او مقصدي تصور د عام کولو په ذريعه ادب هم صحت مند وي ، ټولنه هم او د ټولنې هر وګړے هم ـ

       د راز صاحب د تنقيدي کرښې ليکونو نه د مثالونو پېش کولو سره ما د خپل موقف تائید په اسانه کولے شو خو دا کار مې ځکه ضروري ونۀ ګڼلو چې د راز صاحب په مختلفو شخصياتو دغه ليکونه لوستلو نه پس لوستونکي زما په موقف غور وکړي او د خپلې پوهې او شعور به رڼا کښې پخپله زما د رائے تائيد يا ترديد وکړي ـ زۀ په دې موقع صرف دومره قدر وئيل غواړم چې راز صاحب د تنقيدي کرښې په ليکلو په پښتو تنقید کښې د يو ځانګړي اسلوب یوه نادره اضافه کړې ده چې د پښتو تنقيدي روايت ته ئې نوے رخ او نوې زاويه وربخښلې ده ـ پښتو تنقيد ته د دې انداز او اسلوب او د دې قسمه نظرياتي او مقصدي ليكونو نور هم ضرورت دے ـ زمونږ د عصر زلمي او نوې تنقيدي حلقې بايد چې د راز صاحب د دغه اسلوب پېروي وکړي او ورسره نوې نوې اضافې هم وکړي ـ د راز صاحب تنقيدي کرښې په خپل ذات کښې خو هغه بې پنا اهمیت لري چې په علمي ، ادبي او تنقيدي مباحثو کښې به همېشه له پاره د سليم راز د شخصیت پېژندګلو او يوه بنيادي حواله وي ـ خو زما خواهش دا دے چې د دغو ليكونو او د دې كتاب تنقيدي کرښې د اهمیت او افادیت احساس او اندازه باید زمونږ نوي کول او د دې دور نوؤ تنقيدي حلقو ته هم په هغه پېمانه وشي چې دَ دې کتاب د مندرجاتو او ښاغلي سليم راز صاحب د اهلیت ، صلاحیتونو ، مطالعې ، مشاهدې او د هغۀ د ژوندي احساس او ټولنيز شعور حق ادا شي ـ 


                       حنيف خليل

                  قائد اعظم يونيورستي

                   اسلام آباد

                   ۸ دسمبر ۲۰۱۸

Comments