Skip to main content

Gender performativity and Pashtun literary and spoken misogyny.

 د جنسیت د ترسره کېدو څرنګوالی او د پښتنو په په خبرو او وینا کې ښځې ضدتوب

Gender performativity and Pashtun literary and spoken misogyny.


جېنډر

 performativity

 (د جنسيت اداکاري / د جنسيت تمثيل) د فيمنسټ فلسوفې Judith Butler 

کانسپټ (تصور) دے چې پکښې ددې خبرې غندنه کيږي چې صنف 

gender

 يو فطري او مداومتى

 constant 

ثابت / دايمي څيز دے بلکښې هغه دا وايي چې جېنډر ټولنيز جوړښت

 social construct


 دے او په ﺯوره په انسان/جنس لاګو او عملي کيږي. دا څه نوې تصور نه دے خو بټلر پکښې نوي خبره دا کوي چې صنف ادا کيږي او دا يوه اداکاري ده چې ټولنه يې په انسان په ﺯوره ادا کوي ولې اندرونی توګه ضروري نه ده چې انسان دې دغه رنګه وي يا يې ترجيحات دغه وي.... بلکې دا د ټولنې فشار pressure

 وي چې دا صنفي اداکاري د انسان په برخه کړي او د هغه په مسلسل تکرارولو سره د انسان د وجود/نفسياتو حصه وګرځي. دا اداکاري که څوک نه کوي او د خپل جنس نه متبادل اداکاري کوي نو ټولنه ورته بد ګوري او بد يې ګنړي. لکه مثال ﺯمونږ ټولنه کښې د سړو صنفي اداکاري دا وي چې دې به غصه ناک وي، غيرتي به وي، ګټه وټه به کوي، د کور واک به وسره وي، يو خاص قسم کالي به اغوندي، يو ځانګړي رنګه 


pronoun 

اسمِ ضمير به يې وي، يو خاص د خبرو انداﺯ او اواﺯ به وي او داسې نور... که يو نر جنس 

Male sex

 دا صنفي/نارينه اداکارۍ پوره پوره او مسلسل کوي نو دې په هغه صنف/نارينتوب 

manliness 

کښې برابر تسليميږي او ټولنه ورته هم ډاډ ورکوي چې هلکه د سړي بچې يې، سم سړے يې وغېره.. 


اوس که دغه صنف/سړې/هلک ولګي او ددې خپلې صنفي اداکارۍ په ضد هاغه صنفي اداکاري شروع کړي چې هغه ټولنې د ﺯنانه جنس 

Female sex 

دپاره ساﺯه کړي وي نو ده ته بد کتل کيږي او خلک ورله پېغور ورکوي چې څه د ښځو خوي کوې، څه د ښځو په شان کور ناس يې، څه د ښځو شان اواﺯ د دے، څه د ښځې شان ګرځې، څه د ښځو کارونه کوې، پخلې او ځاې جارو کول ولې کوې څه ښځه يې څو!!! ، ويښته دې څه د ښځو شان غټ کړي دي، ولې ته څه ښځه وې چې هغو درته لګيا وو او تا ورته څه نه وئيل، سړے يې د سړو خوي کوه د ښځو خوې دسره بد ښکاري، ته څه د ښځو په شان په وړه خبره ژاړې، څه د ښځو شان مکار يې... او داسې نور.


 هم دغه رنګ چې څنګ سړي ته بد کتل کيږي دغه رنګ ماده جنس

 Female sex

 ته بيا ډېر بد کتل کيږي چې هغه دا خپل صنفي/ښځينه اداکاري پريدي او د خپل ماده جنس مخالفه صنفي اداکاري شروع کړي لکه ورته وئيل کيږي چې څه ده ځانه دې سړې جوړ کړې، ته څه سړې/هلک/نارينه يې چې بهر به کار کوې، ته څه سړې يې چې دومره په تېزہ خبرې کوې، ته څه سړې چې وېښته دې لنډ کړي، ته څه سړې يې چې نور تعليم کوې، ته څه سړې يې چې منډې وهې، لوبې کوې، دا کوې دا کوې وغېره....


بټلر وايي چې دا هم ددې ټولنيز فشار له وجهې د صنفي اداکارۍ د مسلسل تکرار وجهه ده چې شخصيت ساﺯوي او دا چې دا اداکاري/مخصوص رويې فطري نه دي بلکښې ټولنيز دي چې يو خاص صنف کښې يو خاص جنس په ﺯوره وردننه کوي او هاغه صنفي اداکاري پرې عملي کوي چې د شخصيت برخه يې ګرځي.... لکه نر جنس 

male sex

 په نارينتوب 

Manliness/masculinity 

کښې وردننه کوي او زنانه جنس 

female sex په ښځينه

 Womanliness/femininity ښځينه توب

 / ښځيتوب کښې... هالانکه فطري طور داسې اداکاري د انسان/جنس د وجود برخه نه وي بلکې جوړه کړې شي په ﺯور.. جنس هم د ټولنيز فشار او تمې نه مجبوره وي او هاغه اداکاري کوي ځکه هغه/هغې ته يره وي چې خلق به څه وايي، ما پورې به خاندي، غصه به کوي، مزاق به کوي، بد به راته ګوري.


د صنف يا د صنفي قدرونو/رويو/اداکاريو مطلقه طور غندنه هم سمه نه ده بلکښې ښه والې او بد والې يې نسبتي دے. چې کومې ټولنې انساني وي او 

gender equality 


د جنسيت برابري / صنفي مساوات صنفي برابري وي پکښې نو هلته دا صنفي اداکاري هم دومره ﺯوروره او تفريقي discriminatory

 تفريقي / توپيري / تبعيضي نه وي او يو جنس او د هغې صنفي اداکاري په بل جنس او د هغې صنفي اداکارۍ کښې دومره فرق نه کيږي، يو ته سپک او بل ته درون نه‌ کتلي کيږي.. مثال که ښځه غواړي نو هم هاغه ټولنيز رول لوبولې شي کم چې سړې لوبوي...


د پښتنو په ټولنه کښې، څنګه چې ما لنډ مثالونه بره ورکړل، دې صنفي اداکارۍ کښې لوې توپير ښکاري او تحقير هم. خصوصاً د ښځو په معامله کښې... مثال که ښځه وغواړي سړي غوندې بهر روﺯګار نشي کولې، هاغه شان اﺯادي په خپل ځان نه لري ځکه دا صنفي اداکاري د سړو په برخه تسليميږي د ښځو نه.


که نور يې اسان کړمه نو تاسو وړو ماشومانو ته‌ وګورۍ. که دوه وړوکې ماشومان، جينۍ او هلک، چې ژبه يې سمه نه وي ﺯده او لوبې کوي نو دا توپير کول پکښې مشکل وي چې څوک د سړو خوي کوي او څوک د ښځو. ځکه دغه صنفي اداکاري په دوي لا شروع شوي نه‌ وي د ټولنې له اړخه, او نه يې هغو پېژندلے شي ځکه دا د تربيت/دود دستور سره سره د ژبې سره هم لوې تعلق لري. دغه دوه واړه ماشومان به يوبل کښې دا توپير نه کوي چې ماله د سړو خوي پکار دے که د ښځو...


د ژبې په دې کښې لوې لاس وي ځکه څه ورﺫکول په ژبه کيږي او ژبه د ادب برخه ګرځي. چې څنګه د ټولنې قدرونه وي داسې يې ادب وي. پښتو کښې ښځو ته همېش سپک کتلې شوي د سړو نه او دا خبره د پښتو په ژبې/ادب کښې هم څرګنديږي. لکه په خبرو کښې مونږه چې يو بل ته کنځل کوو نو هم ښځې يوبل له ﺯياتې يادوو، چې بل کس کمزورے،  بيغېرته، او سپک ثابتوو نو د ښځو حواله ورله ورکوو. دغه رنګ د پښتو متلونه چې د کانړي کرخې بللې شي د پښتو د تاريخي حقيقتونو نه پرده چوتوي. ځکه متل هله جوړيږي او د يوې پېړۍ نه بلې ته منتقليږي چې هغه موجود وي، هم په عمل کښې او هم په فکر کښې....

د پښتو دا متلونه وګورۍ چې د پښتو د ښځې ﺯات باره کښې تاريخي او مروجه حېثيت راښايي:


چې عورته وي، غلطه وي

چې ښځې ته حل وے نو ډم ته يې ولې نه وايې

چې کونډه شي په منده شي

چې کوس يې کوږ وي، بخت يې خوږ وي

چې په خاوند درنه وى په ټول کلي درنه وي، چې په خاوند سپکه وي په ټول کلي سپکه وي

چې څومره ټيټه وي دومره پليته وي

د ادې واک تر کټوۍ پورې دے

د باچه رور نه ملنګ مېړه ښه وي (مطلب د نا واده شوي ښځې حېثيت نه وى)

د ښځې شل ګزہ ژبه وى

د ښځو د يو کمسې لاندې سل مکره وي

د ښځو کلي نه وي

د ښځو اوره، منه يې مه

د ښځې سوچ او د جمي باد ﺯر بدليږي

د ښځو خلې سورۍ وي

د ښځو ﺯيارت نه وي

د ښځو شرم په ننواتو نه واپس کيږي

د ښځو نظر د کلي د بهر نه لګي 

د کومې پېغلې چې صفت وکې هغه مټيزہ تختي

د لونړو پلار همېشه ستړې وي

د ناوې خاموشي د ناوې رضا وي

کوس ته ګوره په خوړ کښې اودس ته ګوره

د شپې ټولې ښځې يوشانتې وي

د سړي پته د ښځې نه معلوميږي

د سپيرې ښځې سل کاله عمر وي

د يوې پښتنې ښځې عقل د نهه نايانو او جولاګانو برابر وي

جينکۍ پليت بوټې دے، ﺯر ﺯر غټيږي

جينۍ چې د کټکي نه راکوځيږي، وده وه يې

که مور خره وي اولاد ته ښه وي

ښځه د پښو سپلۍ ده، که خوښه دي نه وي بدله يې که

ښځه د شېطان نه ووه قدمه مښکې ځي

لور لويول بل له خواري کول دي

ښځه ناقصه قوم دے

ښځه نه تخت غواړي نه بخت غواړي، دا يو شے سخت غواړي

ښځه په نکاح ده، ﺯمکه په انتقال

ښځه په خېټه ډکه ساته او په سپېړه يې لاندې ساته

ښځه خلق حجرو ته نه بوځي

خرې ته چې لېلا ووې نو بيا واخه نه خوري

لور ښه ده خو غمونه يې ډېر وي

لور د شرم ټوکرۍ ده، د بل په سر يې اچوه

پيشو هم د کوس ميرمنه شوه

سړې که کشر وي ، د کور مشر وي

شتمنه ښځه سړي نه غلام جوړوي

وران سړې خداې پاک په لونړو سموي

ژبه او اوښکې د ښځې توره ده


د داسې رويو د بدلون دپاره به داسې قسمه روايتي خبرې د مېنځه وړل غواړي، د ژبې او د ادب په جدت سره ټولنه د جدت په لار روانېدے شي... چې څوک په کلتوري ورځو د داسې قسمه متلونه او مشران ستايي او تنقيدي نطر پرې نه لري هغوي قام د جمود ښکار کوي. صنفي اداکارۍ کښې چې د ښځو په برخه دا توپير او تحقير له مېنځه نه وي تلې نو ټولنه انساني قدرونو باندې پوره نه شي ګڼلے کيدلې. د کلتور او فوکلور ادب تقليد کول نه دي پکار بلکې هغه مسلسل د تنقيد لاندې راوستل غواړي او د فرسوده قدرونو او خيالاتو نه پاکول غواړي.


- ﺯېن خان


#خپلواکې_ښځې


د مدير ايډماين لخوا ؛

Gender performativity →

 د جنسيت اداکاري / د جنسيت تمثيل  

Misogyny → د ښځو کرکه / ښځه‌دښمني

 Feminist → د ښځو د حقونو پلوي / ښځوپال Philosophy → فلسفه / حکمت  

Concept → تصور / مفکوره  

Constant → ثابت / دايمي  

Social construct → ټولنيز جوړښت  

Pressure → فشار / زور  

Pronoun → اسم ضمير  

Manliness / Masculinity → نارينتوب / سړيتوب Womanliness / Femininity → ښځينه توب / ښځيتوب

Gender equality → د جنسيت برابري / صنفي مساوات  

Discriminatory → تفريقي / توپيري / تبعيضي  

Role → رول / ونډه / دنده  

Tradition / Traditional → دود / دستور / روايتي Culture → کلتور / فرهنګ  

Folklore → ولسي ادب / فولکلور  

Modernity / Innovation → جدت / نوښت Criticism → نقد / تنقيد  

Values → ارزښتونه / قدرونه  

Attitudes → رويې / چلندونه

Comments