Skip to main content

خالونه

 «د پېژند (هويت) او ښکلا تلپاتې نښه: د پښتنې افغان ښځو خالونه( ټاټوګان)»


 «ځواک مند افغان»

د افغانستان د کلتوري منظر د غرنیو زړه‌ونو په منځ کې د یوې ژوندي میراث نښې پراته دي، د پښتنې ښځې د مخ خالونه ( ټاټوګان). دا نښې یوازې د ښکلا زینت او د دودیزو نښانو رنګیني نه دي؛ بلکې د تلپاتې پېژند، قبایلي میراث او د ماتېدونکي تاریخ د تسلسل سمبولونه دي، چې په غوښه کې انځور شوي او د زرګونو کلونو له لارې تر نن ورځې ژوندي پاتې دي.

په پښتو کې د «خال» ټکی په مانا د «ډاټ/داغ» دی، خو د پښتنې افغان ښځې په ژوندي تجربه کې د دې مانا تر دې ډېره پراخه ده. دا خالونه او هنري بڼې یوازې د ښکلا لپاره نه دي، بلکې د پېژند، هويت او د نیاګانو (اناګانو)د تړاو تلپاتې سمبولونه دي، هغه نښې چې د تاریخ طوفانونه یې هم نه شول ختمولی.

د پښتني په کلیوالو او قبایلي سیمو کې نسلونه نسلونه ښځو پر خپلو مخونو خالونه ایښي دي. دا عمل، چې تل يې حافظې د زړې ښځې په لاس ترسره کېده، له واده مخکې یو ډول «مراسم د تېرېدو» او د قبیلې د تړاو سمبول و. د تېره ستن او د طبیعي رنګ په مرسته ځانګړي ټکي، کرښې او بڼې د تندي، زنې او ګالونو پر مخ لګول کېدو. بهرنی ښایي دا یوازې د زینت یوه بڼه وګڼي، خو د پښتنې ښځې لپاره هره نښه د وینې، نسل، ښکلا او عزت کیسه ده.

د دغو خالونو (ټاټوګانو) ریښې یوازې په محلي دود کې نه، بلکې د هندو-ارياني لرغوني تاریخ په پراخ ډګر کې موندل کېږي. دا د سیتي (سکا-ساکا-scythian) د هغه ویاړلي کوچي جنګي ولس انګازې دي چې د اوراسیا Eurasia کوچي ګرځندوی د استېپونو پر پراخو ډاګونو کې یې ژوند کاوه. د یونان تاریخپوه «هېروډوتس» لیکلي چې د سیتي-ستين ولس خالونه د اشرافو او نژاده کسانو نښې وې. دا یوازې خیال نه دی؛ په ۱۹۷۴ز کال کې روسي لرغونپوهانو په سیبریا کې د سیتي Scythian مومیاوې-مړي وموندلې چې پر پوست یې لاهم د حیواني بڼو، افسانوي موجوداتو او هنري بڼو خالونه موجود وو، نښې چې د نن ورځې د پښتنې ښځې پر مخ لیدل کېږي. په پکتیا غرونو، د غزني د سويل پښتونوا په درېو او د سیستان په دښتو کې چې موږ کومې نښې وینو، دا د یوې ژوندي تمدني بڼې دوام دی.

 د کپتان «جي رابینسن» د افغان قبایلو په څېړنه کې یادونه کړې چې دا ټاټوګان د پښتنو د پېژند له ریښو سره تړاو لري او د هغوی د سیتي (سکا) میراث ژوندی ساتي.


د سیتي او پښتنو ترمنځ دا هنري او دودیز تسلسل کوم تصادف نه دی. تاریخي، ژبني او لرغون‌پوهني شواهد ښيي چې پښتانه یوازې د دې میراث وارثان نه دي، بلکې ښایي د همدې تسلسل ژوندی بڼه وي. د «سکا تیگرخاؤده» یادونه شوې ده، د هغو خلکو چې د اوږدو خولیو، لنډو ټونیکونو او د «سګری» په نوم د کږو تېغونو شهرت درلود. د دې توصیفونه د لومړنیو پښتني جنګیالیو په انځورونو کې هم لیدل کېږي.

لرغونپوهان لکه «اولف کیرو»، «بري ینګرمن» او «سټیفن ټانر» ټینګار کوي چې پښتانه ښایي له ختیځو ایرانیانو، په ځانګړي ډول له سکا ولس سره تړاو ولري. د «افغانستان لنډ تاریخ» (وهاب ښايسته او ینګرمن) لیکي چې سکا د لومړیو څپو له ډلې وو چې د ننني افغانستان په پښتني ټاټوبو کې مېشت شول. د هغوی د غیرمرکزي، کورنۍ‌محوره ژوند بڼه د پښتني قبایلي جوړښت سره ورته وه.

«ټانر» په خپل کتاب «افغانستان: پوځي تاریخ» کې افغان قبایل د سیتي، کوشاني، سپینو هوني، خلجي، سکا او پارتیا د اولادونو په توګه یادوي. نوموړی د احمدشاه بابا فلسفي او کلتوري ریښې د سیتي جنګي کوچي ولس سره نښلوي، هغه سړی چې هم قبایلي غرور درلود او هم ملي لید. د هغه په شعرونو کې، لکه د سیتي نیاګانو-نيکګانو، جنګي ویاړ او مینه‌ناک احساس یو ځای راټول دي.


کله چې د منځنۍ آسیا او سویلي آسیا په تاریخ کې لوی کډوالۍ او خوځښتونه روان وو، سیتي ولس له اوراسیا نه تر افغانستان، ګندهارا او پښتونخوا لوړو غرونو ته ورسېدل. دا یوازې کډوالۍ نه وه، بلکې د یو نوي ولس د جوړېدو پیل و. ژبپوهان باور لري چې پښتو د ختیځو ایراني ژبو ژورې ریښې لري او د سکا-ساکان د وینا انګازې پکې ژوندي دي.

«د ایران د کمبریج تاریخ» یادونه کوي چې سیتي ختیځ ایراني ولس و، په ژبه او کلتور دواړو کې. «د معاصر پاکستان د راؤټلج لارښود» وايي چې که څه هم نن سبا «افغان» او «پښتون» سره نږدې مترادف ګڼل کېږي، خو د «افغان» ټکی ښایي د سیتي ژبني ریښې ولري او د درېیمې میلادي پېړۍ په ماخذونو کې ښکاره شوی دی.


د خالونو قبایلي هندسه: د پښتنو د قبیلو د پېژند نښه؛ 

دا خالونه تصادفي نه وو، بلکې هره قبیله خپلې ځانګړې بڼې لرلې، په ځانګړي ډول د غلجي قبايلو دننه. څو بېلګې:

هوتک قبیله: د تندي په منځ کې یو ټکی، د زنې لاندې یو، او پر دواړو کنډو درې ټکي.

توخي قبیله: د تندي په منځ کې یو ټکی، پر کنډو درې ټکي، یا د بادام بڼه چې څلور ټکي یې چاپېره کړي.

ناصر قبیله: د تندي پر ښکته برخه څلور ټکي، یا یو مرکزي ټکی له متوازنو ډیزاینونو سره.

 

سلیمان‌خېل، علي‌خېل، اکا‌خېل: درې‌پاڼیزه بڼه چې د تندي له مرکزي ټکي خپره شوې، او د زنې لاندې او کنډو ته وړې نښې ورسره.

تر‌ه کي قبیله: د تندي پر مخ د ګل یا پاڼو هنري بڼه، د «W» او «V» ګډ شکل، او د زنې لاندې وړې نښې.

دا نښې د ښکلا، د تړاو نقشه، د پېژند بیرغ، او د حافظې هنري عمل و. آن د ځینو مشرانو او جنګیالیو پر مخ هم دا نښې لیدل کېدې – خو په کوچنیو او لږ ښکلي بڼو کې.


سره له دې چې د پردیو ارتجاعي ایډیالوژیو څپې او د دیني ارتجاع ځواکونه د دې دود د ختمولو هڅه کوله او ورته یې د «غیر اسلامي» نوم ورکاوه، دغه دود بیا هم ژوندی پاتې شو. دا د سلیمان غرونو په لوړاوو، د ننګرهار په درېو او د کندهار په دوړو ډکو میدانونو کې لا هم شته. دلته خالونه د عقیدې پر ضد نښه نه ده، بلکې د یوې داسې کلتوري ویاړ تصدیق دی چې د نننیو تنگو تفسیرونو نه ډېر پخوانی دی.

دا نښې د هغو مورانو، مندو د ستاینې بصري سرودونه دي چې په زړورتیا ولاړې وې، نه د نارینه شاته، بلکې د هغوی ترڅنګ. دا د هغو ښځو چوپه شاعري ده چې په خپلو لاسونو یې اوبه او تاریخ دواړه یو ځای وړل. دا مقاومت دی، نه د نعرو په بڼه، بلکې د ساتنې په بڼه.

نن هم، د پښتنو د خالونو په لېرې پرتو کلیو کې، د «خال» دود ژوندی دی. د هر ټکي، هرې کرښې، او هرې ګل‌پاڼې سره چې پر پوست رسمېږي، د پښتنو ساکانو میراث بیا راژوندی کېږي. دا مړه دودونه نه دي، بلکې د یوې نه ماتېدونکې کلتور ژوندي نښې دي.

د مخ خالونه د تېر ښکلايي زینت، د پېژندنئ ژوندي شاهدان دي، هغه پېژند چې د پېړیو کډوالو، مقاومتونو او بیا راژوندي کېدو له لارې جوړ شوی دی. دا د میندو، جنګیالیو، شاعرانو او ملکانو کیسې په چوپه ژبه وایي. هره نښه د یوې لویې ټولې یوه ټوټه ده، پر پوست لیکل شوی ژوندي آرشیف.

تر هغو چې دا خالونه پاتې دي، د پښتنې سیتي ساکانو، روح په پښتني بدن کې ژوندی دی. په دې حافظه کې زموږ تېر هم پروت دی او زموږ ځواک هم. ځکه د هرې ښځې د زنې پر نازکو نښو کې هغه رښتیا پروت دی چې هېڅ امپراتور، هېڅ ملا، هېڅ یرغلګر یې نه دی توانېدلی له منځه یوسي.


سکاګان، ساکان زموږ د اوږده تاریخي سفر زړور اتلان دي. هغوی زموږ د خاورې، ژبې او سپېڅلو دودونو د مینې ژوندي سمبولونه دي.

هغوی یوازې د تېر د افسانوي څېرې نه دي؛

ساکان د پښتنو سپېڅلي نیکګان دي.

همدا نيکګان وو چې زرګونه کاله وړاندې یې د تمدن لومړني «پټکي» ګنډلي، چې د وحشي آس یې رام کړل او د استېپونو پر پراخو ډاګونو یې په وقار ځغلول،  

چې د سرو زرو ځلا یې په سپېڅلو ګاڼو او مقدسو بوتانو بدله کړه، چې پر خپلو پوستونو یې سپېڅلي خالونه کښل د عزت او پېژند نښې چې نن هم د پښتنو پر مخونو ژوندی دي.

هغوی د انګورو، انارو او د غرونو د وحشي مېوو نه د «سوما» سپېڅلی څښاک تیاراوه 

نه یوازې د څښاک لپاره، بلکې د روح او ژوند د مراسمو په توګه.

د هغوی لارې وحشت نه وې، بلکې کمال وې؛

د هغوی هنر هېر شوی نه و، بلکې زموږ د کلتور په هډوکو کې کښل شوی دی.

هغوی د زینې شاعران وو، د چوپتیا مجسمه‌کوونکي، د باد او آسمان جنګیالي. د هغوی له لارې د میراث ساه ژوندی پاتې ده، په ژبه کې انځور شوې، په مراسمو کې نغښتې، او زموږ په وینو کې ځغلي.

موږ لا هم دلته یو. موږ لا هم یاد ساتو. موږ د زمانې رنګینه لیکنه یو.

راځئ خپل میراث نه یوازې پر مخونو، بلکې په زړونو کې وساتو. ځکه کلتور هغه څه نه دي چې موږ یې اغوندو؛ دا هغه څه دي چې موږ یو. او په داسې نړۍ کې چې ژر هېرېږي، حافظه مقاومت دی، کلتور ځواک دی، او دود، کله چې په ریښتیا وپېژندل شي، انقلاب دی.


«ځواک مند افغان»

Comments