Skip to main content

هندوستان په سیکولر-ازم کې د پښتنو پاچهانو برخه»

 «د هندوستان په سیکولر-ازم کې د پښتنو پاچهانو برخه»


تاریخ دا ښيي چې د هند په خاوره کې کله پښتنو پاچاهانو واکمنۍ ته ورسېدل، نو د سیاست او مذهب تر منځ د اړیکو یو نوی باب پرانیستل شو.

 «علاو الدین غلجي» د لومړي ځل لپاره په ښکاره دا خبره وکړه څي د دولت د انتظام او انصرام اصل معیار باید د رعیت خیر او اصلاح وي، نه یوازې د فقهې کتابونه. کله څي قاضي مغیث ورڅخه د شرعي حیثیت پوښتنه وکړه، ده په زړورتیاغږ سره ځواب ورکړ:


« زه نه پوهېږم چې زما احکامات شرعي دي که غیر شرعي... خو هر هغه څه چې د ملک د اصلاح لپاره مناسب وي، زه د هغه حکم ورکوم!»

 ((سرچینه: الیمه، ډاکټر مبارک علي-—Tarikh i Firoze Shahi by Ziauddin Baran)


دا خبرې د هغه وخت د مذهبي روایتونو پر وړاندې یو زلزلوي فکر و، ځکه علماء د شریعت د مستقیم نفاذ غوښتونکي وو او صوفیاء بیا له حکومته بېل د خلکو په زړونو کې ځای جوړاوه.


په دې فکري ټکر کې درې لارې څرګندې شوې:


1. علما – څي واک د شریعت له لارې ټینګول غوښتل.

2.صوفیاء – څي خپل نفوذ د خلکو په منځ کې د محبت او روحانیت له لارې جوړاوه.

3. اولس – څي د سیاست او مذهبي شخړو نه ستړي، د ګډ ژوند او همزیستۍ لارې ته ورننوتل.


محمد تغلق کوښښ وکړ څي د علماوو او صوفیانو واک مات کړي او یوازې د پاچا سیاسي برتري ټینګه کړي، خو دا هڅه د سیاسي ګډوډۍ، بغاوتونو او د جزیې په څېر ظالمانه پالیسیو کې پای ته ورسېده. همدا مهال د اولس په منځ کې یو نوی رجحان راپیدا شو: د هندو او مسلمان ګډ ژوند. ځکه عام خلک د سیاست لوبي نه درلودې؛ هغوی یوازې د ژوند اړتیاوو، کاروبار او یو بل ته اړتياوې پېژندلې.


قحط، ټکسونه، خانجګړي او سیاسي بدلونونه د دواړو مزهبونو ژوند ته یو شان اغېزمن شول. په همدې ګډ درد کې د عوامو ذهنونه هم نږدې شول. پیرپرستي، نذر و نیاز او د مزاراتو کلتور داسې فضا رامنځته کړه چې دواړه مذهبونه یې په یوه ګډو فرهنګي چوکاټ کې راټول کړل.


صوفیانو د دې ګډ فرهنګي فضا په ودې کې مهم رول ولوباوه. هغوی د حکومت له دربار سره تړاو پرې کړ او خپله روحاني سلطنت یې د خلکو په منځ کې جوړ کړ. دا د سیکولر روحیې لومړني څرکونه وو، څي وروسته د هند ټولنیز جوړښت ته ژوره بڼه ورکړه.


«د سیکولرزم په اړه زموږ ناسم فهمي»


نن ورځ زموږ په ټولنه کې د «سیکولرزم» «شوشلزم-کميونيزهدم» او «لبرلزم» په څېر اصطلاحات/وييونو د ناسمو تعبیرونو ښکار شوي دي. د دې پر ځای چې په فکري او تاریخي مانا وپېژندل شي، ځینې یې د فحش کلمو په څېر، ځينې يې د کفر، ځينې يې په کوم نامه کاروي. حال دا څي يو ځای د سقراط په وینا:


«د لغات-وييو غلط استعمال تر ټولو ستره ګناه ده» 


سیکولرزم هېڅکله کفر نه دی. دا یوازې د "Separation of Church and State" یعنې د دین او دولت د بېلتون فلسفه ده. دا نه د مذهب ضد دی او نه د عبادت ځایونو د تړلو غوښتنه کوي. بلکې د دې مقصد دا دی چې:


 ټول مذهبونه په مساوي درناوي سره وپېژندل شي،

د وجدان او عقیدې ازادي خوندي شي،

ریاست د ټولو مذهبونو تر منځ بې طرفه پاتې شي.


یعنې یو زرتشتي خپل دین په ازاده توګه وکړي، یو مسلمان خپل عقیده وساتي، یو هندو یا بودايي خپل رواج ترسره کړي ـ پرته له دې څي دولت په دې کې لاسوهنه وکړي او د يوه مذهب تر شا پټ شي. 


 ولې سیکولرزم زموږ لپاره ګټور دی؟

که په هند کې که کله د مذهبي دولت خبره کېږي، نو دا په عمل کې یوازې د اکثریت مذهب ـ یعنې هندو مت ـ برلاسي ته لاره پرانیزي. په داسې حال کې څي سیکولرزم د ټولو لپاره ګډه فضا جوړوي، چیرې څي یو مسلمان، یو هندو، یو سکه او یو زرتشتي په ډاډه زړه خپل دیني او فکري ژوند پرمخ یوسي.


له همدې امله د هند ډېری مسلمان علما هم دا خبره مني څي د هغوی د بقا او پرمختګ لپاره تر ټولو غوره لار همدا ده: سیکولرزم. ځکه یوازې په داسې ټولنه کې هر دین او هر فکر د آزادۍ، امن او ګډ ژوند فضا موندلی شي. همداسي په هر ځای سيکولرزم د هري ټولنې د هغو اوسيدونکي په ګټه دی. 


برته که بل اړخ ته وګورو څي کوم خلک په ساده رجعت کې وایي: ټولنه باید له سر تر پایه یوازې "مسلمان حکومت" پاتې شي. دا خیال نه یوازې غیر ممکن دی، بلکې تاریخ یې هم نه مني. ځکه که په نړۍ کې د اسلام پیروان که په کوم ځای کې په اقلیت کې ژوند کوي، نو بيا د اکثریت د مذهب تر سیوري لاندې باید څه وکړي؟ آیا د مذهب په نوم د ټکر دوام ورسره حل دی؟ نه. دلته باید مفاهیم په خپل اصل کې وپېژندل شي، نه په غلط تعبیر کې.


که د څوارلسمې پېړۍ وړاندې اروپا ته وکتل شي، نو هلته د رومن کیتھولک کلیسا بې ساری واکمن و. چرچ د اروپا د درېیمې برخې ځمکې مالک و، او دومره ځواکمن چې د هر پاچا برخلیک یې په یوه فتوا بدلولی شو. که کلیسا د پاچا پر وړاندې ودرېده، ولس یې هم ورسره ودرید.


خو د دې مذهبي اثراتو پر وړاندې د شپاړسمې پېړۍ په سر کې د اصلاحِ مذهب غورځنګ راپورته شو. مارټن لوتر د چرچ پر وړاندې غږ پورته کړ، او له همدې امله د هغه لارویان "پروټسټنټ" یعنې "اعتراض کوونکي" وبلل شول. د دې غورځنګ په وړاندې کلیسا د "کاؤنټر ریفرمیشن" تر نامه لاندې جګړه پیل کړه. پایله یې څه وه؟

«له 1522 نه تر 1700 پورې اروپا د وینو په سیلاب کې ډوبه شوه»

«یوازې د 30 کلنې جګړې (1618–1648) په ترڅ کې نږدې 80 لکه انسانان ووژل شول»

« 178 کاله اروپا د جګړو په لمبو کې سوځېده، پرمختګ صفر، او ولس د فقر او قحط ښکار و»


کله چې ټولې خواوې ستړې شوې، نو 1648 کې د «ویسټ فیلیا تړون» وشو. په دې تړون کې دوه بنسټیز اصول منل شول:


1. هېڅ یو هېواد به د بل د کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي.

2. مذهبي زغم به د سولې اساس وي، عیسویت کې به کیتھولیکزم، لوترنزم او کالوینزم ټول د منلو وړ مذهبونه وي.


دا پرېکړه د اروپا د برخلیک نقطه بدل شوه. که څه هم جګړې ځینې وختونو ته وغځېدې، خو د 18مې پېړۍ تر پیل پورې د یو نسبي امن فضا رامنځته شوه.

کله څي مذهبي جګړې پای ته ورسېدې او زغم د ټولنو ګډ اصول وګرځېد، نو اروپا د "Age of Enlightenment" یا د روښانفکرۍ دور ته داخل شو (1715–1789). دا هغه وخت و څي:

بیکن، ډیکارټ، لاک، هیوم، روسو، کانټ، والټیر او ادم سمېت په څېر مفکرین راڅرګند شول.

 ساینس، فلسفه، ادب، هنر او ټولنیزې علوم په بې ساري ډول وده وکړه.

 اروپا د ټوټې ټوټې سلطنتونو پر ځای د نړیوالو قدرتونو پر لور وخوځېد.


د دې تحول تر شا هماغه ساده اصل پروت و: د مذهب او دولت بېلتون، او د مذهب پر بنسټ د جګړو، تعصباتو، د تخليق ضد هر څه بندېدل.


دا ټول څه ښيي؟ دا څي دوه پېړۍ اروپا د مذهب په نوم جګړې وکړې، خو پرمختګ یې صفر و. کله څي یې ومنله څي:

 مذهبي جګړې بې ګټې دي،

د مذهب په اساس تعصباتو، بنديزونه، د تخليق و انتقادی فکر بنديز بې معنا دي، 

هر عقیده باید د خپل ځای خاوند وي او شخصي وي،

او ریاست باید بې طرفه پاتې شي، ورسره په انساني حاکميت و تمرکز پر مخ یوړل شي. 


هلته نه یوازې امن راغی، بلکې د پرمختګ دروازې هم پرانیستل شوې. له همدې تجربې وروسته اروپا د ساینس، صنعت او سیاست په ډګر کې د نړۍ مخکښه شوه.


له همدې امله نن هم سیکولر مفکرین ټینګار کوي چې:

 که هر هېواد د مذهب پر بنسټ تبعیض پرېږدي،

که ریاست د ټولو عقایدو تر منځ بې طرفه پاتې شي،

که د ټولنې وګړي یو بل د خیر غوښتونکي شي،

نو یوازې د یووالي، امن او پرمختګ لار به پرانېستل کېږي.


تاریخ د انسانیت د تجربو هغه لوی کتاب دی چې هر فصل یې د اوسني او راتلونکي لپاره درس لري. که د هند د تاریخ په منځنیو زمانو کې د پښتنو پاچاهانو سیاست او د دین  دولت اړیکې وڅېړو، او که د اروپا د اوږدو مذهبي جګړو او د سیکولر تجربې پایلې ته وګورو، نو یوه ستره نتیجه مخې ته راځي: د مذهب او سیاست ګډول د وینې، فساد او تعصب لویه سرچینه ده، او د دواړو بېلتون د امن، پرمختګ او تمدن اساس جوړوي.


ځواک‌مند افغان (D͡zwaːk Mɘnd Afghan)

_______________________________'___


«سهم پادشاهان پشتون در سکولاریزم هند»

تاريخ نشان می‌دهد که هر زمان در سرزمين هند پادشاهان پشتون به قدرت رسيدند، ميان سياست و مذهب فصل تازه‌ای گشوده شد. «علاءالدين غلجی» برای نخستين بار آشکارا گفت که معيار اصلی اداره و نظام دولت بايد خير و اصلاح رعيت باشد، نه صرفاً کتاب‌های فقه. هنگامی که قاضی مغير از او در مورد جايگاه شرعی احکامش پرسيد، او با شهامت پاسخ داد:

«من نمی‌دانم که فرامين من شرعی است يا غير شرعی... اما هر آنچه به صلاح کشور باشد، همان را حکم می‌کنم!»

اين سخن در برابر روايات مذهبی آن عصر انديشه‌ای زلزله‌وار بود؛ زيرا علما خواهان اجرای مستقيم شريعت بودند، در حالی که صوفيان بيشتر در دل‌های مردم جا می‌گرفتند و از دربار جدا بودند.

در اين کشمکش فکری سه مسير پديد آمد:

علما – که می‌خواستند قدرت از راه شريعت استوار شود.

صوفيان – که نفوذ خود را از طريق محبت و معنويت در ميان مردم می‌ساختند.

مردم – که از نزاع‌های مذهبی و سياسی خسته، به سوی همزيستی و زندگی مشترک روی آوردند.

محمد تغلق کوشيد تا هم نفوذ علما و هم نفوذ صوفيان را بشکند و فقط برتری سياسی شاه را پابرجا سازد، اما اين تلاش سرانجام به آشوب سياسی، شورش‌ها و سياست‌های ظالمانه‌ای چون جزيه انجاميد. در همان زمان ميان مردم گرايش تازه‌ای شکل گرفت: همزيستی هندو و مسلمان. زيرا عامه‌ی مردم با بازي‌های قدرت کاری نداشتند؛ آنها تنها نيازمندی‌های زندگی، دادوستد و احتياجات متقابل را می‌شناختند.

قحطی، ماليات‌های سنگين، نزاع‌های محلی و تحولات سياسی زندگی هر دو مذهب را به يکسان متأثر ساخت. در اين رنج مشترک، ذهن‌های مردم نيز به يکديگر نزديک شد. فرهنگ زيارت مزارها، نذر و نياز و پيرپرستی فضايی آفريد که هر دو مذهب را در يک چارچوب فرهنگی مشترک گرد آورد.

صوفيان در رشد اين فضای مشترک نقش مهمی داشتند. آنها پيوند خود با دربار را بريدند و سلطنت معنوی خويش را در ميان مردم بنا نهادند. اين نخستين جرقه‌های روحيه‌ی سکولار بود که بعداً در ساختار اجتماعی هند ريشه‌های ژرف پيدا کرد.


«سوءتفاهم ما در باره‌ی سکولاريسم»

امروز در جامعه‌ی ما اصطلاحاتی چون «سکولاريسم»، «سوسياليسم-کمونيزم» و «ليبراليسم» به تعبيرهای نادرست آلوده شده‌اند. به جای آنکه با معناهای فکری و تاريخی شناخته شوند، گاهی چون ناسزا، گاهی هم‌رديف کفر و زمانی با برچسب‌های بی‌اساس به کار می‌روند. در حالی که به گفته‌ی سقراط:

«بدترين خطا، استعمال نادرست واژه‌هاست.»

سکولاريسم هرگز کفر نيست. اين فقط فلسفه‌ی «Separations of Church and State» يعنی جدايی دين از دولت است. نه ضد مذهب است و نه خواهان بستن عبادتگاه‌ها. بلکه هدفش اين است که:

همه‌ی مذاهب با احترام مساوی شناخته شوند،

آزادی وجدان و عقيده محفوظ بماند،

دولت در ميان همه‌ی مذاهب بی‌طرف بماند.

يعنی يک زرتشتی آزادانه دين خود را به جا آورد، يک مسلمان باورش را حفظ کند، يک هندو يا بودايی مراسم خويش را اجرا نمايد ـ بی‌آنکه دولت دخالت کند يا پشت يک مذهب پنهان شود.


چرا سکولاريسم برای ما سودمند است؟

اگر در هند سخن از «دولت مذهبی» به ميان آيد، در عمل جز برتری مذهب اکثريت ـ يعنی هندوئيسم ـ معنا نخواهد داشت. اما سکولاريسم برای همه فضای مشترک می‌سازد؛ جايی که مسلمان، هندو، سيک و زرتشتی با اطمينان قلب دينی و فکری خويش را پيش ببرند.

از همين رو، بسياری از علمای مسلمان هند نيز می‌پذيرند که برای بقای آنان بهترين راه سکولاريسم است؛ زيرا فقط در چنين جامعه‌ای است که هر دين و هر انديشه می‌تواند آزادی، امنيت و فضای همزيستی بيابد. به همين ترتيب، در هر جامعه‌ی ديگر نيز سکولاريسم به سود همه‌ی ساکنان آن است.

اگر به ديدگاه ساده‌انديشانی بنگريم که می‌گويند جامعه بايد از بن تا سر فقط «حکومت اسلامی» باشد، اين انديشه نه تنها ناممکن است بلکه تاريخ نيز آن را رد کرده است. زيرا اگر مسلمانان در جايی در اقليت باشند، آيا می‌توانند زير سايه‌ی مذهب اکثريت زندگی نکنند؟ آيا ادامه‌ی نزاع مذهبی راه‌حل است؟ نه. اينجاست که بايد مفاهيم را در اصل‌شان شناخت، نه در تفسيرهای تحريف‌شده.


اگر به چهارده قرن پيشين در اروپا نگاه کنيم، کليساى کاتوليک رُمی قدرت بی‌مانندی داشت. کليسا مالک يک‌سوم زمين‌های اروپا بود و چنان نيرومند که سرنوشت هر پادشاه را با يک فتوا دگرگون می‌کرد. هرگاه کليسا بر ضد شاه می‌ايستاد، مردم نيز همراه آن می‌شدند.

اما در برابر اين سلطه‌ی مذهبی، در آغاز قرن شانزدهم «جنبش اصلاح دينی» برخاست. مارتن لوتر در برابر کليسا صدا بلند کرد، از همين رو پيروان او «پروتستانت» يعنی «اعتراض‌کنندگان» نام گرفتند. در مقابل، کليسا زير نام «کانتر ريفورميشن» جنگ آغاز کرد. نتيجه چه شد؟

از 1522 تا 1700 اروپا در سيلاب خون غوطه‌ور شد.

تنها در جنگ سی ساله (1618–1648) نزديک به 8 ميليون انسان کشته شدند.

178 سال اروپا در آتش جنگ سوخت، پيشرفت صفر، و مردم در فقر و قحطی گرفتار بودند.

زمانی که همه طرف‌ها فرسوده شدند، در 1648 «پيمان وستفاليا» امضا شد. در اين پيمان دو اصل بنيادی پذيرفته شد:

هيچ کشوری در امور داخلی کشور ديگر دخالت نکند.

مداراى مذهبی اساس صلح باشد؛ در مسيحيت کاتوليسم، لوترانيسم و کالوينيسم همه پذيرفته شوند.

اين تصميم نقطه‌ی دگرگونی سرنوشت اروپا بود. هرچند جنگ‌ها در برخی مقاطع ادامه يافت، اما تا آغاز قرن هجدهم فضای نسبی صلح پديد آمد.


زمانی که جنگ‌های مذهبی پايان يافت و «مدارا» به اصل مشترک جوامع بدل شد، اروپا به «عصر روشنگری» (Age of Enlightenment) گام نهاد (1715–1789). در اين دوران:

انديشمندانی چون بيکن، دکارت، لاک، هيوم، روسو، کانت، ولتر و آدام اسميت پديدار شدند.

علوم طبيعی، فلسفه، ادبيات، هنر و علوم اجتماعی به گونه‌ای بی‌سابقه رشد کرد.

اروپا از سلطنت‌های پراکنده به سوی قدرت‌های جهانی حرکت نمود.

پشتوانه‌ی اين تحول همان اصل ساده بود: جدايی دين از دولت و بستن درهای جنگ، تعصب و هر مانع ضد خلاقيت که بر بنياد مذهب تحميل می‌شد.

اين تجربه چه نشان می‌دهد؟ نشان می‌دهد که اروپا دو قرن به نام مذهب جنگيد، اما پيشرفتی نداشت. آنگاه که پذيرفتند:

جنگ مذهبی بی‌ثمر است،

تعصبات و محدوديت‌های مبتنی بر مذهب بی‌معناست،

هر عقيده بايد جايگاه شخصی خود را داشته باشد،

و دولت بايد بی‌طرف بماند،

قدرت انسانی بر حاکميت متمرکز شد. در نتيجه نه تنها امنيت آمد، بلکه دروازه‌های پيشرفت نيز گشوده شد. پس از همين تجربه بود که اروپا در عرصه‌های علم، صنعت و سياست به پيشگام جهان بدل گرديد.

به همين دليل امروزه نيز انديشمندان سکولار تأکيد می‌کنند که:

اگر هر کشور تبعيض مذهبی را کنار گذارد،

اگر دولت در ميان همه‌ی عقايد بی‌طرف بماند،

و اگر شهروندان جامعه خيرخواه يکديگر شوند،

تنها در اين صورت است که راه وحدت، امنيت و پيشرفت گشوده خواهد شد.

تاريخ، کتاب بزرگ تجربه‌های بشريت است؛ هر فصل آن درسی برای امروز و فرداست. چه اگر به ميان‌دوره‌ی تاريخ هند و نقش پادشاهان پشتون در رابطه‌ی سياست و دين بنگريم، و چه به جنگ‌های طولانی مذهبی در اروپا و نتايج تجربه‌ی سکولار، يک نتيجه‌ی بزرگ آشکار می‌شود:

آميختن دين و سياست سرچشمه‌ی خون‌ريزی، فساد و تعصب است، در حالی که جدايی آن دو اساس امنيت، پيشرفت و تمدن را می‌سازد.


ځواک‌مند افغان (D͡zwaːk Mɘnd Afghan)

__________________________________


“The Role of Pashtun Kings in the Secularism of India”

History shows that when Pashtun rulers rose to power in India, a new chapter was opened in the relationship between politics and religion. It was Alauddin Ghilji who, for the first time, openly declared that the true criterion of governance should be the welfare and reform of the people—not merely the dictates of religious jurisprudence. 


When Qazi Mughith questioned him about the Shari‘a status of his rulings, Alauddin boldly replied:

“I do not know whether my orders are in accordance with Shari‘a or not. But whatever serves the reform and welfare of the state, that is what I command!”

This was an earthquake for the religious traditions of that era. The clerics demanded strict enforcement of Shari‘a, while the Sufis created influence in people’s hearts independent of the state.

From this intellectual conflict, three distinct paths emerged:

The Ulama (clerics) – who sought to secure power through Shari‘a.

The Sufis – who gained influence through love, spirituality, and direct connection with the people.

The masses – who, weary of endless political and religious disputes, turned towards coexistence and communal harmony.

Muhammad Tughlaq attempted to weaken both the Ulama and the Sufis, aiming to establish the absolute political supremacy of the king alone. But his experiment ended in chaos, uprisings, and oppressive policies such as excessive taxation and jizya.

During this period, however, among ordinary people a new tendency began to emerge: Hindu-Muslim coexistence. The common folk had no part in political games; their concerns were daily survival, trade, and mutual dependence.

Famines, taxes, wars, and political turmoil affected Hindus and Muslims alike. This shared suffering drew their minds closer together. Practices such as shrine veneration, spiritual offerings, and the culture of saints’ tombs created a shared cultural framework that both religions participated in.

The Sufis played a crucial role in nurturing this common cultural space. By distancing themselves from the royal courts, they built a spiritual kingdom among the people. These were the earliest sparks of a secular spirit, which later became deeply embedded in the social fabric of India.


“Our Misunderstanding of Secularism”

Today, in our society, terms like secularism, socialism-communism, and liberalism have fallen victim to gross misinterpretation. Instead of being understood in their philosophical and historical sense, some people treat them like abusive words, some equate them with disbelief, while others hurl them as empty labels. Yet, as Socrates once said:

“The misuse of words is the greatest of all wrongs.”

Secularism has never meant atheism. It is simply the philosophy of “Separation of Church and State.” It does not oppose religion, nor does it demand the closure of places of worship. Its true purpose is to ensure that:

All religions are treated with equal respect.

Freedom of conscience and belief is protected.

The state remains neutral between all faiths.

That means a Zoroastrian should be able to practice his faith freely, a Muslim safeguard his creed, a Hindu or a Buddhist follow his traditions—without the state interfering or favoring one religion over another.


Why Secularism Benefits Us

In India, whenever the idea of a “religious state” arises, it practically translates into the dominance of the majority faith—Hinduism. By contrast, secularism provides a shared space where Muslims, Hindus, Sikhs, and Zoroastrians alike can live and practice their faith with security.

For this reason, many Muslim scholars in India acknowledge that their survival and progress are best safeguarded under secularism. Only in such a society can every faith and every school of thought enjoy freedom, peace, and coexistence. And the same truth applies everywhere: secularism serves the well-being of all communities in every land.

On the other hand, some people naively insist that society must remain under a purely “Islamic government” at all costs. This is not only impractical, but history itself disproves it. For if Muslims live as minorities under non-Muslim majorities across the world, should conflict in the name of religion be their only way forward? Clearly not. What is required is to understand concepts in their true essence, not through distorted interpretations.


If we look back to 14th-century Europe, the Roman Catholic Church wielded unparalleled authority. It owned one-third of Europe’s land and was powerful enough to decide the fate of kings with a single decree. If the Church opposed a monarch, the people turned against him as well.

But in the early 16th century, resistance arose in the form of the Reformation Movement. Martin Luther spoke out against the Church, and his followers came to be known as Protestants—literally “those who protest.” The Church retaliated with the Counter-Reformation.

The result?

From 1522 to 1700, Europe drowned in rivers of blood.

During the Thirty Years’ War (1618–1648) alone, nearly 8 million people were killed.

For 178 years, Europe burned in endless wars, with no progress and people crushed by poverty and famine.

Finally, exhaustion forced all sides to compromise. In 1648, the Treaty of Westphalia was signed, which established two foundational principles:

No country would interfere in the internal affairs of another.

Religious tolerance would be the basis of peace—Catholicism, Lutheranism, and Calvinism would all be recognized as legitimate forms of Christianity.

This decision became a turning point in European history. Though conflicts continued sporadically, by the 18th century, a relative peace had emerged.


When the religious wars finally came to an end and tolerance became the shared principle of societies, Europe entered the Age of Enlightenment (1715–1789). This was the era in which:


Thinkers such as Bacon, Descartes, Locke, Hume, Rousseau, Kant, Voltaire, and Adam Smith emerged.

Science, philosophy, literature, art, and the social sciences advanced at an unprecedented pace.

Europe shifted from fragmented kingdoms toward becoming global powers.


Behind this transformation stood a simple principle: the separation of religion and state, and the rejection of wars, prejudices, and anti-intellectual restrictions rooted in religion.


What does this show us? It shows that for two centuries, Europe fought wars in the name of religion, yet achieved no progress. But once they accepted that:

Religious wars are futile,

Prejudices, bans, and censorship of creativity and critical thought in the name of religion are meaningless,

Every belief should remain personal and respected in its own sphere,

And the state must remain neutral while governance is based on human authority and reason—not only did peace return, but the doors of progress also swung open. From that experience onward, Europe became a world leader in science, industry, and politics.


That is why, even today, secular thinkers emphasize that:


If every nation abandons discrimination based on religion,

If the state remains impartial among all beliefs,

And if the members of society act as well-wishers for one another,

then the path toward unity, peace, and progress will open.


History is the great book of humanity’s experiences, each chapter carrying lessons for the present and future. Whether we examine the politics of the Pashtun rulers in medieval India and their handling of religion and state, or whether we reflect on Europe’s long religious wars and the outcom


ځواک‌مند افغان (D͡zwaːk Mɘnd Afghan)

Comments