Skip to main content

Noor Muhammad Tarakai, Pashto Short Stories Book Moochi

 د استاد تره کي صيب لنډي کيسې : 

 

ټول انساني تاريخ د واکمنو باچاهانو او د لوړو طبقو څخه ډک دى، په تاريخ کي ډېر کم ذکر د ټيټې طبقې يا خواريکښ طبقې راځي او د ټيټې طبقې ذکر په تاریخ کي په اوړو کي د مالګي په څېر وي. همدا راز د افغان قام تاريخ هم په زياته توګه د لوړي طبقې تاريخ دى او د لوړي طبقې لخوا ليکل شوي دي، په ياد تاريخ به مخکې کېداى شي چا د افغان ټولني د ځپلي او غريب طبقې نمایندګي کړي وي خو که په ښکاره ډول د لاندې طبقې په نمایندګي که چا د ادب په ډګر کي قلم پورته کړى او باقاعده يې د سياسي مبارزې له لارې د ټيټې طبقې د سرنوشت بدلولو لپاره اواز پورته کړي وي هغه د ختيځ نابغه ملګرى نور محمد تره کى يادېږي. 


د ارواښاد نور محمد تره کي په قلمي آثارو کې يوه برخه د لنډو کيسو ده. هغه لنډي کيسې چي د افغان پرهنګ اساس تعميروي. په١٩٤٢ زېږدیز کال په وار وار د استاد تره کي صيب دغه لنډي کيسې په کابل مجله کې چاپ کېدې.

 کال ۲۰۰۴ء کې د روسيه افغان کلتوري ټولنې د ملګري تره کي خواره واره لنډي کيسې په يوه کتابي بڼه چاپ کول يوه اړتيا وبلله او د ډېرو پلټنو او څېړنو وروسته يې د ارواښاد ۱۳لس لنډي کيسې چاپ ته چمتو کړې او ورسره يې د نور محمد تره کي په شخصي ٬ سياسي ٬ ټولنيز او ادبي ژوند باخبره ليکوال او تاريخپوه ښاغلی شاه محمد حصين او همدارنګه کيسه ليکوال او کره کتونکی ښاغلی محمد زرين انځور د ارواښاد په هنري ژوند او اثارو ښې خوږې ٬ علمي او مفصلې څېړنيزې ليکنې کړي دي چې د لنډو کيسو په نوم " موچي " له چاپ سره مل دي. 


په دې ترڅ کې د نور محمد تره کي په هنري پنځونو د روسي پښتوپوه او افغانستانپوه پروفېسر کانستانتين الکساندرويچ لېبېدېف او قرغز افغانپوه طلعت بېګ مصداقف څېړنيزې مقالې او تېزېسونه د يادو لنډې کيسې د نورو ژبو پرتليز ترازو په تول يې دغه لنډې کيسې د خپل وخت درانه آثار ګڼلي او استاد تره کی يې په پښتو ژبه کې د هنري رياليزم بنسټ ايښودونکی بللی دی. 


ملګري تره کى صيب په ياد لنډو کيسو کي د افغانستان د ټيټې طبقې ژوند په ډېر څرګند ډول بيان کړي او د غريب ولس د ټولو بدمرغيو لامل يې په ګوته کړى، هغه لامل که د مذهبي ملا د ناوړه کردار په شکل وي، هغه که د بډايه فيوډالانو/زورواکانو په نوم وي، هغه که د طريقت په خرافات وي او هغه که د پانګوال ناوړه نظام په طبقاتي وېش وي،  ورسره يې د دې لاملونه څخه د خلاسون بديل هم ښودلى. 

او په پاى کي به دا ووایم که روسي ادب که د لنډو کيسو په وياړ چيخوف لري، اردو ادب که د لنډو کيسو په نوم منټو لري خو پښتو ادب د لنډو کيسو رياليست ليکوال نور محمد تره کى لري چي په نړيواله کچه د هر ډول معيار باندې بشپړه خېږي. 


=== زاهد الله زاهد ===



Comments