Skip to main content

د پښتون غوڅ شوې ورمېږ !!!

 د پښتون غوڅ شوې ورمېږ  !!!


د ډېورنډ کرښه دليل نه لري شمسه !

د برلن دېوال ټوټې ټوټې داستان دې


د ډېورنډ کرښه د پښتنو په غاړه د پيرنګېانو زنار دې د ډېورنډ کرښه د تاريخي جبر سره د سیاسي ناسم پرېکړو هغه ځانګړي اوګد مهاله بربادو داستان دې چې ېو پېړۍ او درې لسيزې پس ئې هم پښتانه په حېث د قام سزا مومي د نړۍ د محکوم قامونو په سر شوي د سامراجي زورورو د زور شلېدو تاريخ دا دې چې د تاريخ دغه ډؤل جبر ته بل جبر پخپل وخت سم جواب وائي ،  افضل خان لالا به وائل د ډېورنډ کرښې پس پښتانه شته خو قام نشته ! 


تر څو چې ملي وحدت نه وي راغلې پښتانه ژغورل ګران دي ،  دې کرښې هم لکه په نړۍ کښې د نورو ډېرو استعماري کرښو پشان ېو قام دوه ټوټې کړو ېوه قبيله د بلې او ېو رور د بل رور غوڅ کړې شو په نړۍ کښې همېش لپاره د رياستونو پولې وي کله سمې او کله لانجمنې د نړۍ څه د شپیته هېوادنو نن هم پولې لانجمنې دي خو دغه پولې هله د اولس زندې جوړه شي چې کله اولس د ېو بل د تګ راتګ تجارت او سماجي تړون نه هم اوشلول شي شاته اوګد مهاله نه ختمېدونکي جنګونه او تربګنې اولري ډېورنډ کرښه د دوه هېوادونو ترمېنځ په نړۍ واله دولسمه لوېه کرښه ده د ډېورنډ کرښې پشان شرمناک او وحشتناک تړونونو شاته او روستو د افغانستان په خاوره د پيرنګېانو له لوري تپل شوي درې لوئي جنګونه وو چې په دې منطقه کښې د ګرېټ ګېم د اړتياوو نه وو .

خو بل لوري ته د افغانستان په اړه ډېورنډ تړون کم ړومبې او آخري نه دې د نورلسمې پېړۍ په ړومبي کښې ايران او پرانس ېو تړون اوکړو چې ايران پرانس ته ژمنه ورکوي چې د پيرنګېانو په ضد د هغې د مخ نيوي لپاره به زه پښتانه راپاروم دغه راز په 1809 کښې د سټيورټ الفنسټن او شاه شجاع ترمېنځ د افغانستان د ګرمۍ په پلازمېنه پېښور کښې ېوتړون کېږي ( درې ماده ايز تړون پدې ډول لاسيلک کړې شو:

١- که چرته پرانسوي او هندي عسکر دهند په لور راتلل، د شاه شجاع پوځ به ئې مخه نيسي


٢- که چرته ايراني او فرانسوي لښکرو په افغانستان حمله وکړه ،انګرېزي پوځ به له افغانستان سره له هيڅ رنګه مرستې درېغ نکوي.

٣- داتړون به تل برقرار وي او باچا به هيڅ پرانسوي کس ته په افغانستان کې داوسيدلو اجازه نه ورکوي.

١٧ جون ١٨٠٩/ ٢ جمادي الاول ١٢٢٢ هـ) بېا ددغې لږ پس شاه شجاع او رنجيت سنګ سره تړون کوي او شاه شجاع ډېر په بې شرمې سره د ېو څو روپو په لالچ کښې تر کشمير پورې سيمې رنجیت سنګ باندې پلوري دغه راز په 1838 کښې د پيرنګېانو او شاه شجاع ترمېنځ ېو اقتصادي تړون لاسليک کېږي 


دانګريزانو په منځګړيتوب د رنجيت سنګ سره شوې تړون  پدې اتلس مادو مشتمل وو:

١- کشمير،اټک،پېښور،ډېره اسماعيل خان ،ډېره غازي خان،ملتان اودهغوئې سره تړلې سيمي به درنجيت سنګ په ملکيت کښې وي،شاه شجاع اونسل يې د دعوې حق نه په لري.

٢- شاه شجاع به هيچا ته هم اجازه نه ورکوي ،چي دخېبر دې لورته فساد وکړي.

٣- دستلج د سيند څخه تېريدل به دخالصه جي (رنجيت سنګ) تر اجازې پوري منحصر وي.

٤- دشکارپوراو سندي ښار تړاو به ېواځې د انګريزانو او رنجيت سنګ سره وي.

٥- شاه شجاع به د کابل او کندهار د انتظام په مقابل کښې رنجيت سنګ ته پنځه پنځوس ځوان آسونه ، ېوولس قبضي ايرانۍ اصيلي توري،پنځويشت قاطرې،وچې او تازه مېوې، ايرانۍ غالۍ ،کمخواب او رنګه اطلس هرکال ورکوي.

٦- دتړون ددرې ګونو اړخونو ترمنځ به دالقابو او ليکونه لېږل رالېږل وي


٧- د اسونو تجاران که وغواړي چي درنجيت سنګ په واک پوري محدود ولايتونو ته آسونو راولي ، شاه شجاع به ئې ممانعت نه کوي او رنجيت سنګ به هم مقابل اړخ ته له دې چلند نه کاراخلي.

٨- رنجيت سنګ به کال په کال شاه شجاع ته پشمينه ٥٥ پارچي، ململ ٢٥ تانه ، کمخواب ٥ تانه ، بنارسي شالونه ٢١ تانه ، سپينې لنګۍ ٥٥ تانه، ورځي ٥٥ آباره شاه شجاع ته دتحفې په توګه ورکوي.

٩- که درنجيت سنګ او ېا شاه شجاع ملګري د سرحدونو دواړو خواوو ته د څه اخيستلو لپاره ځي ، د رنجيت سنګ او شاه شجاع له لوري به ئې عزت کېږي.

١٠ – که چري د شاه او رنجيت سنګ پوځونه سره ېوځائې شي ، دبېلتون هڅې به ئې نه کېږي.

١١- که چري درنجيت او شاه پوځونه ېوځائې د بارکزيانو په وړاندي وجنګېږي، نو د غنيمت نيمائي به رنجيت سنګ ته ورکول کېږي او که ېواځي د شاه لښکرې وجنګېږي، نو غوره جواهر ،آسونه او توري به رنجيت سنګ ته دتحفې په شکل استول کېږي.

١٢- د شاه او رنجيت سنګ سفيران به تل ېو د بل په دربارونو کښې دسفيرانو په حيث له تحايفو سره اوسي.

١٣- که چېري رنجيت سنګ د شاه شجاع پوځ د مرستې لپاره وغواړي، شاه شجاع به پوځ له څو لويو سردارانو سره ورلېږي او که چري شاه د رنجيت پوځ وغواړي، نو رنجيت به يي وراستوي او که چري رنجيت پېښور ته ورغى، نو هلته به ئې ديدېو شهزاده له لوري استقبال کېږي.

١٤- د شاه ،رنجيت او انګريزانو دوست او دښمن به ېو وي.

١٥- دوه لاکه کالداري به هر کال دشاه له لوري رنجيت ته استولي کېږي. چي په بدل کښې به ئې پنځه زره مسلمان عسکر هميشه د شاه ملاتړي ولاړ وي. که چري د لوېديځ له لوري کومه مسئله راپورته شوه ، شاه به ئې د رنجيت او انګرېزانو په مرسته او مشوره حلوي.

١٦-  شاه او د هغه د ځامن به په سنديه ښار هيڅ تسلط نه لري، چي په بدل کښی به انګريزان شاه ته دېرش لکه روپۍ ورکوي، چي شاه به پنځلس لکه رنجيت ته ورکوي او نوري به ځان ته ګرزوي.

١٧- که شاه شجاع په کابل او کندهار کښې واک تر لاسه کړ نو په هيڅ توګه به په هرات حمله نه کوي.

١٨- شجاع الملک او د سدوزئي کورنۍ نور غړې به د رنجيت سنګ او انګرېزانو له مشورې پرته له چا سره اړېکي نه ټېنګوي، که چا په رنجيت او انګرېز د حملې هڅه وکړه، سدوزي کورنۍ به تر خپلي وسي مقاومت کوي.

پورتنۍ مادې درنجيت سنګ ،انګريزانو او شجاع الملک له لوري په خوښې سره تائيد کړې شوې پورتنى تړون به د ټولو شرايطو په پوره کېدلو سره تل پاتې وي او د درې واړو لورو له امضاء وروسته به عملي کېږي.


ددې تړون په امضاء کولو انګرېزانو شاه شجاع له ځان سره واخېست او د بلوچستان له لاري ئي په قندهار حمله وکړه ، قندهار ئي په ٢٥ اپريل ١٨٣٩ ز کال ونيو، له هغه ځايه د غزني په لوري وخوځېدل، په غزنې کښې ئې د دوست محمد خان له ځوى شهزاده حيدر سره جګړه وکړه، غزنى ئې په ٢٣ جولاى ١٩٣٩ کښې ونيو او دکابل په لوري وړاندي لاړ،کابل ئې په ٧ اګست ١٩٣٩ ء ونيو او شاه شجاع ددوهم ځل لپاره پاچا کړو



وخت نه وو تېر شوى چي، افغانانو دانګرېزانو په وړاندي پاڅونونه وکړل ،په ٢ نومبر ١٩٤١ کښې  غازيانو دبرنس کور محاصره او هغه ئې وواژه. دوست محمد خان هم له بخارا نه راغى، خو له څه وخت جنګ وروسته انګرېزانو ته تسليم شو، د هغه له تسلميدلو وروسته ئې دځوى اکبرخان له بخارا را ورسيد، دې مېړني ځلمي انګرېزانو ته د افغانستان خاوره سره تبۍ وګرځوله، اکبر خان مېګناټن په ېو جرګه کښې پخپله تمانچه مخامخ ويشتو او اووژل شو او انګرېزان يي د شير پور په تخليه مجبور کړل دا هغه وخت دې چې په هند کښې اولسونه غلامان دي خو پښتانه پيرنګېان وژني د هند د غلامۍ او د دغه وخت د افغانانو د مزاحمت او ميړانې ېو ډېر زبردست تقابل د  هالي ووډ ، په ېو تاريخي مووي 

 XXX 

کښې ښودل شوی 



انګريزان له کابل څخه ووتل او دجلال آباد په لوري روان شول. د جلال آباد په لاره د تړون د شرطونو دنه عملي کولو له امله ورباندي افغان غازيانو ځائې په ځائې بريدونه کول او له شپاړس زره کسيز لښکر څخه ئې ېواځي ېو ډاکټر برائډن ژوندى تر جلال اباده ورسېد چې د نور تباه لښکر حال اووائي. شاه شجاع چي کله د غازيانو قوت په زياتېدلو وليد، له امين الله لوګري سره ئې دېو  تفاهم په نتيجه کښې وومنله چي نواب زمان خان به وزير وي او دى به د وزير اکبر خان مرستې ته ورخوځېږي. 


اکبرخان ته چي کله دا خبر ورسيد ليک پسې راولېږه او ويې ليکل چي که چرى شجاع د انګرېزانو په وړاندي په رښتيا اودرېږي ، نو ښکاره جهاد دي اعلان کړي، که چري ده جهاد اعلان کړو نو بيا زه هم دده تر قومندې لاندي جنګېږم. خو شاه شجاع ناغيړي کوله او نه ئې ګوښتل چي جهاد اعلان کړي. د کابل غازيانو مجبور کړو تر څو دهغوئې په مرسته دجلال آباد په لور وخوځي او هلته انګريزي پوځ چې په چوڼۍ کښې محاصره وو، تر تېغ تېر کړي



شجاع مجبوراً دڅه پوځ په مرسته روان شو، خو حرکت ئې ډېر سوکه وو، تر دې چي د شاه شهيد او سياه سنګ په مېنځ کښې  په  (١٥ اپريل ١٨٤٢ز) کښې دشجاع الدوله بن زمان شاه بارکزي له لوري ووژل شو او دکابل په چارباغ کښې د پلار څنګ ته خخ کړې شو.

په 1855 کښې امير دوست محمد خان د پيرنګېانو سره بل تړون لاسليک کوي او واک ترلاسه کوي په 1879 کښې د ګندمک په سیمه کښې د امير یعقوب خان او پيرنګېانو ترمېنځ تړون لاسليک کول شي چې امير یعقوب خان د افغانستان د ډېرو سيمو تر پشين ، کرمه ، او خېبر ، پورې سيمو لاس په سر کېږي ددغه ټولو تړونونو لوئي زيان دا وو چې د افغانستان خارجي استقلال به د پيرنګېانو په لاس کښې د څو ټکو لپاره ګرو کول شو آخر دا چې خبره ډېورنډ تړون ته رورسېدله.


اسفندیار ولي خان څو کاله وړاندې امریکا غږ سره په ېوه مرکه کښې د ډېورنډ کرښې په اړه وائلي وو زه ېو ورځ جرنل مشرف وګوښتلم چې ته  کابل ته لاړ شه !  او حامد کرزي ته اوواېه چې د ډېورنډ کرښه راسره په رسمیت اوپېژني ، اسفند يار ولي خان وائي ما په ځواب کښې ورته اووئل چې ستاسې خپل ملا عمر دا خبره  نه منله نو حامد کرزی ئې څه ډول منلې شي جرنل مشرف ته مې اووئل چې نصیر الله بابر راته پخپله وائلې وو چې د ډېورنډ د رسمي کولو خبره مې په قندهار کښې د ډوډۍ په سر ېو ورځ ملا عمر ته کله ېاده کړه  خو ملا صېب  ورټلم  تر دې چې د دستر خوانه ئې پاڅولم 



امير عبدالرحمن خان نه چا ېو ورځ اوپوښتل خپل وطن دې ولې پيرنګېانو ته پرېښودو ؟ امير ورته وائي وطنونه په تړونونو نه په زور نيول شي ړومبې نه رانه وطن نيولې روستو ئې راسره تړون کړې 


د اردو د لوئي شاعر فېض احمد فېض د پلار نوم سلطان محمد او د مور نوم ئې سلطان فاطمه وو ځکه به فېض وائل خلک ،پدرم سلطان بود وائي خو زما مور پلار دوانړه سلطان وو ،  سلطان محمد د ډېورنډ د تړون په وخت امير عبدالرحمن خان د ېو پړدۍ شاته پټ کېنولې وو وائل ځان چاته مه ښاېه! چې څه زه د پيرنګېانو سره وائم هغه ته ځان سره ليکه !  د سلطان محمد نيکه د افغانستان نه سیالکوټ ته د سيکهانو په وخت کښې کډه روړې وه سلطان محمد به کډې بزې څرولې شپونکی وو نزدې ښونځي کښې ايزدکړې هم اوکړې خو بيا لاهور ته د کور نه اوتښتېدو هلته نه ېو افغان سوداګر د ځان سره کابل ته بوتلو امير عبدالرحمن خان د ژباړن په توګه او بيا روستو وزير کړو خو په دلبار کښې نورو سردارانو نه خوښولو هغه ځاېه راستون شو پيرنګېانو د جاسوس په تور اونيولو چې کله خوشې شو نو لندن ته ئې ډاکټر اينا هيملټن ته ليک اولېږو چې ما لندن ته دروله لندن ته چې لاړې نو هغې په کېمرج پوهنتون کښې داخل کړو هلته نه ئې د قانون د بېرسټرې سند ترلاسه کړو امیر عبدالرحمن خان چې ترې کله خبر شو نو په برطانيه کښې د افغانستان سفير او ګمارلو څه وخت پس سيالکوټ ته راستون شو .


19 


ستمبر 


1893

 کښې لارډ مورټيمر ډېورنډ له پېښوره روانېږي او په 2 اکتوبر کابل ته رسېږي د( هنري مورټېمر ډېورنډ) سره نور لس کسيزه سيآسي استازی چي ، ډګر من ايلس، جګړن ميکمهن، جګړن سميت، ډاکټر فين، د خارجه وزارت ېو معاون کلارک او څو تنو هندي منشيانو په ګډون کابل ته لاړ ‌.امير عبدالرحمن خان دېاد تړون سره د زړه نه موافق نه وو خو دېوي خوا ېو څه داخلي ستونزی دبلي خوا د روسيې سره جنګونه او سخت مخالفت او همدارنګه دانګريزانو لخوا د واک څخه د لرې کېدو ګواښ امير ديته اړ کړو چي ډېورنډ تړون لاسليک او ستر تارخي مسؤليت په غاړه واخلي ، امیر عبدالرحمن خان پخپل ژوند ليک کښې دا کرښه ېو اجباري امر بللې خو بله چاره ورسره نه وه ، دغه راز د دغه وخت سیاسي چاپېریال داسې وو چې امير د روس په نسبت پيرنګېان د ځان لپاره ګټور ګنړل . 


د ډېرو مرکو جرګو نه وروسته 12 نومبر 1893 باندې امير او ډېورنډ ډيورنډ_لائن_ايګريمنټ لاسليک کوي. سېف الله ايسپزئې د دې توافق نامې د بشپړ کولو په اړه ليکي ! څه موده پس دواړو هیوادونو خپلې کميشنې وټاکلې چې د نقشې اړوند د کرښې په ځمکه نشاندهي وکړی شي. دې لړ کښې مارچ 1894 کښې دواړه اړخونه پاړه چينار کښې کېناستل. د انګريز له اړخه د کميشن مشري مورټيمور ډيورنډ او د خيبر ايجنسۍ د هغه وخت پولیټکل ايجنټ د سوابۍ صاحبزاده عبدلقيوم پکښې د وائسرائې او ګورنر جنرل  استازي کوله، له افغان لوري پکښې صاحبزاده‌ عبدللطيف مشري کوله او د خوست ګورنر سردار شيريندل خان پکښې د امير عبدالرحمن استازي کوله.

  دغې ناستې نه پس بېلابېلې انګريز افغان ګډ سرويرز ډلګۍ کار ته چمتو شوې. دې ټیمونو د مارچ 1894 نه تر مئي 1896 پورې د 800 ميله کرښې نشاندهي وکړه. د دغې سروی په بنسټ رغېدلې ټوپوګرافک نقشې ډېر ژر د سروی آفانډيا له لوري چاپ او برټش کتابتون کښې خوندي شوې. د دغه کار درستېدو وروسته ټول رپورټ په شلو پاڼو او اووه مادو کښې راغونډ کړی شو چې بېلابېل خلکو دغه رپورټ خپلو کتابونو کښې شايع کړی.

  د 21 نومبر 1894 شايع دې رپورټ ترمخې د کرښې ځمکنۍ نشاندهۍ پيلنۍ ټکۍ کېښودلو اړوند ېو ټيم د شيريندل خان او j-donald  مشرۍ کښې د علي منګل‌ پوسټ نه د سپين غرونو تر ټولو دنګې څوکې سکرام سر ته لاړ او دغه سر ړومبی بريد وټاکلی شو. دې ټيم له سکرام سر نه سويل کښې د تڼيو او وزيرو په بريد تر لړم سر پورې کرښه وټاکله. دې ټوټې کښې ځائې پرځائې د نښې په توګه ټول 76 بوتکي ،برجونه ، رغولی شوي وو.

  15 اپريل 1895 کښې شايع شوي رپورټ مطابق د لړم سر نه سويل کښې تر خواجه حېدر پورې A.Anderson بېلابېل قبايلي مشرانو او حکومتي چارواکو سره په ګډه بريد وټاکو. دې ټوټې کې 39 بوتکي رغېدلي وو. 

  8 مارچ 1895 کې شايع شوي رپورټ مطابق L.W.King د خواجه حېدر نه تر دومندۍ پورې بريد وټاکو. دې کرښه باندې 31 بوتکو جوړ شوي وو.

  دومندۍ نه تر چمن پورې بريد سردار_ګل_محمد_خان او Henry McMahan وټاکو. دلته په کرښه 92 بوتکي د نښې په توګه ودرولی شو. (26 فروري 1895)

  بيا له چمن نه تر ايران_افغان پاک درې ګوټيز بريد پورې د پولې نشاندهي هم Henry McMahan سردار عمر خان سره په ګډه وکړه. دې پوله باندې 94 بوتکي ورغېدل.  باجوړ ته ئې مسټر ،اوستم ، په ۱۸۹۴ کښې پيرنګېانو د کرښې ټاکنې لپاره رالېږلی وو دغه راز دغه وخت کښې د امير عبدالرحمن خان او د باجوړ د ناواګۍ خان مندا علي خان ترمېنځ ليکونه هم تلي راغلي وو چې پکښې امير عبدالرحمن خان هڅه کوله چې دباجوړ لکه د اسمار پشان د ځان سره پاتي کړي او باجوړيان پاڅون اوکړي خو دغه وخت نواب صفدر دا نه خوښوله .

  دغه راز د امير عبدالرحمن خان او پيرنګېانو ترمېنځ د  مومندو ،لنډيکوتل ، او اسمار په اړه شخړه هم راغلې وه حسن کاکړ او راجیو ډوګرا دغه شخړه د کرښې په اړه د جنجالي او شکمن تاريخ ېو مهمه خبره بولي.

  بريګيډير جنرل Percy Cykes خپل کتاب A history of Afghanistan په دويم ټوک کښې ليکي- د سکرام سر نه په شمال، له کابل سيند نه تر چينايي پولې ياني د واخان پټۍ تر اخيري سر، دا چې د هندوکش غرونو دنګې دنګې څوکې ځائې پر ځائې لکه د ديوال ولاړې چې وادۍ ېو د بله بېلوي نو ځکه دې پوله باندې بريد ټاکنه د ارغښتې_اوبه په قانون شوې. ياني بريد د هاغو غريزو لړو په سر تېر شوی کوم چې خوا و شا کې تر ټولو دنګ او بلې خوا ته لکه د قدرتي رکاوټ ولاړ وي. دې ټوټه کې يوازې د خيبر درې پوله ناټاکلې پاتې شوې وه کومه چې وروسته 1921 کې ټاکېدلې وه.


ډېورنډ تړون او مغالطې...


د ډېورنډ د تړون ېو سیاسي اړخ دې او بل تاريخي دا دواړه سره تړل شوي دي ځکه هم د تاريخي حېثيت له کبله سره پښتانه ويشل شوي.

د ډېورنډ کرښې د تړون اړيکه د هغه وخت د برطانوي هند د سامراجي زورواکې سره تړل شوې ځکه هم دغه د شلمې پېړۍ په دوېمه لسيزه کښې د سلطنت عثمانيه د ماتولو نه پس د عربو جغرافيه هم لکه د پښتنو د تل پاتي نو آبادي مستعمراتو په شکل کښې وړې وړې جزيرې کړې خو بل لوري ته د ډېورنډ سپېره کرښه ددغه ټولو مستعمراتو په مقابل کښې تل پاتي زيانمنه ده چې ېو پېړۍ او درې لسيزې پس ئې هم پښتانه په حېث د قام سزا مومي.

د ډېورنډ د شخړې حل د افغان ملت په وحدت کښې دې او ورسره داسې ېو خپلواکه نظام ددې جوګه کېدې شي چې د پائې وړاندې د دواړه خوا ښکېل اولسونو ته د سیاسي بصیرت په رڼا کښې آسانی جوړې کړي چې د تګ راتګ سره د تړلو لارو پرانستل او ورسره دوانړه خؤا اولسونو ته د سیاسي کړکېچ نه د ژغورنې چارې جوړول دي قيسې ته د پائې ټکې به هغه رياست ګدي چې د اولس په مټ نړۍ وال زور اولري ځکه ځنې جذباتي شعارونه هيڅ کمه ګټه نه لري.

عموما وائل شي چې ډېورنډ تړون د سلو کالو لپاره وو خو دا بیخي څرګنده مغالطه ده ډېورنډ کرښې د تړون په اووه مادو کښې ېوه خبره هم داسې نشته ، ددې مغالطې لامل شائد چې د تائېوان په اړه د چين او برطانوي استعمار په 1897 کښې شوې د سلو کالو تړون وي چې سل کاله پس تائوان هانګ کانګ چين ته ميلاؤ شو.

بله مغالطه د ډېورنډ په اړه د مستقل پولې او بارډر په اړه ده پوهاند حسن کاکړ پخپله څيړنې کښې دا خبره په کلکه رد کوي هغه وائي د ډېورنډ فقط د افغانستان او د برطانوي هند د نفوذ د ساحې د تعيين لپاره وه چې د فاټا سيمه ېو بفر زون او نيمه آزاده پرېښودل وو ددې موخه په اصل کښې د تزاري روس مخ نيوې ته د د هند د لويديځ په لور ېو بند اچول وو ، هم دغه وجه وه چې د فاټا سيمه د اېن ډبليو اېف پي نه د پوليټيکل ايجنټ په وسیله څارل شوې.

دغه راز راجيف ډوګرا وائي چې د ډېورنډ په تړون د اوسپنيز امير لاس ليک هم د شک نه خالي نه دې د مار ټېمر ډېورنډ په ېو اړخيز سند هيڅ باور د دوه رياستونو ترمېنځ پدومره مهمه خبره کښې نشي کېدې هغه زياتوي چې کله ډېورنډ راستون شو نو دوه ليکونه ورسره په انګرېزۍ کښې ورسره وو ېو د روس سره د 1873 د پولو د تړون او بل د ډېورنډ د تړون خو مسله دا ده چې امير عبدالرحمن خان په انګریزی پوهېدو نه او د پارسې په سند ئې لاس ليک نشته.

حسن کاکړ وائي چې ما د برطانيې ټول اسناد اوکتل په 13 نومبر شوې تړون ېو ځائې هم رسمي اونه موندل شو کم چې د ډېورنډ په وسيله پروت دې نو په انګريزي متن باندې د امير لاس ليک نشته بل کښې د امير او د ډېورنډ فقط نومونه دي .

ېو خبره بله کېږي چې غازي عمرا خان د ډېورنډ په خلاف غږ کړې وو خو ولې تاريخ کښې داسې مستند شهادت نشته ځکه د ډېورنډ تړون نه وړاندې ترې غلام چرخي اسمار واپس اخيستې وو البته مولا محي الدين پوونده د ډېورنډ تړون نه پس امير عبدالرحمن خان ته ورغلې وو د ډېورنډ کرښې په اړه ئې سخت غبرګون ورته ښودلې وو او د پيرنګېانو په ضد د خپل څلور زره لښکر معاش ترې هم ګوښتې وو چې امير ورته معذرت کړې وو.

دغه راز ځنې خلک وائي چې ډېورنډ تړون نه دې معتبر تو د روس په لور خو هم پيرنګېانو پوله په ۱۸۷۷ کښی ټاکلې دا ټيک ده خو کمې بدبختې چې د ډېورنډ کرښې په لور تړل شوي هغه هلته نشته او نه روس ېو نيم لاکه مربع کلوميټره اوږد خاوره د افغانستان نه غوڅه کړې هغه او دا تړون تطبيق کول ځان د تاريخ د جهالت ښکار کول دي.

امير عبدالرحمن خان ته ددې تړون د لاسلیک کولوپه بدل کښې د کال د۱۲ لکو روپيو په ځائې اتلس لاکه روپې مقرر کړې دغه راز د ۱۸۸۳ نه تر ۱۸۹۵ پوری ۸۰ سپک توپونه ، ۱۷۳۴۰ د توپ ګولۍ ، ۳۳۳۰۲ ټوپکونه ،۳۲۰۰ کربین ټوپکی ،۲۱ میلیونه د ټوپکو ګولۍ ورکړه شوې . د ډېورنډ د کرښي پر سر د تړون د لاسلیکېدو په لمړیو کلونو کښې د پښتنو په سیمو کښی په 1897کښی ډېر زيات وسلوال پاڅونونه را وپاریدل چي په پائله کښې  زیاتو پښتنو  خپل ژوند له لاسه ورکړ .

دغه راز حسن کاکړ زياتوي چې د ډېورنډ تړون مؤقت ځکه وو چې پيرنګېانو د امیر عبدالرحمن خان نه پس هم د هغه د ځامنو سره بېا بېا تازه کولو دغه راز په 1949 کښې د افغانستان لوئې جرګې د برطانوي هند سره شوي خپل ټول تړونونه لغوه کړي وو وائل پيرنګېان لاړل اوس مونږ په هيڅ کښې ژمن نه يو .

ددې سره د ډېورنډ کرښې د تړون په اړه نورې هم ېو شمېر پوښتنې دي چې حسن کاکړ ئې پدا ډول وړاندې کوي .

د تاریخی شواهدو له مخې، امیر عبدالرحمان خان د ډیورنډ کرښې یوه نقشه اصلاح کړې؛ خو بیا یې هم لاسلیک نه دی پرې کړی.

 امیر عبدالرحمان خان له ۱۸۹۵ تر ۱۸۹۷ کال پورې په متواتر ډول انګریزانو ته لیکونه استولی، چې له مخې یې د ځینو سیمو په تړاو چې د ډیورنډ کرښه پرې تېره شوې، خپل مخالف دریځ هغوئې ته روښانه کړی او له هغو سیمو څخه د دغې کرښې تېرېدل یې تر پوښتنې لاندې روستی دی.


 که چرې د ډېورنډ تړون ېو “تړون” وې، نو ولې د انګلستان له پارلمان او ېا هم د افغانستان له پارلمان او ېا هم له کومې لویې جرګې څخه نه تصویب کېده.

 په بل اړخ کښې که چرې د ډېورنډ تړون ېو دایمی “تړون” وې، نو انګریزانو ولې هر ځل د افغانستان له پاچاهانو سره په جلا جلا ډول لاسلیک کاوه.

 دا یواځې د امیر عبدالرحمان خان او انګریزانو ترمنځ د نفوذ د ساحې وېشل وو، نه کوم سرحد ایستل؛ ځکه هغه مهال انګریزان پر هند د روسیې له ېرغل څخه په وېره کښې وو او همدا راز په قبایلی سیمو کښې د امیر عبدالرحمان خان له لاسوهنو هم اندېښمن وو.

 افغانستان، له افغان-انګلیس دویمې جګړې د خپلواکۍ تر جګړې پورې، د ګندمک تړون له مخې ېو تحت الحمایه ګوډاګی دولت وو چې بهرنۍ پالیسۍ ئې د انګریزانو په لاسونو کښې وې، نو ځکه افغانستان هغه مهال هېڅ نړیوال شخصیت نه درلود او د دا ډول تړون لاسلیک کولو صلاحیت یې هم نه درلود.

 افغانستان هغه مهال ېو کمزوری دولت درلود او د ټول افغانستان استازیتوب ئې نه شو کولې؛ نو ځکه که چرې پر دغه تړون د امیر عبدالرحمان لاسلیک هم پېدا شی، هغه مهال یې د ټول افغانستان د دریځ استازیتوب نه شو کولې.


له هندوستان څخه د انګریزانو له وتلو وروسته، برصغیر په دوو برخو ووېشل شو، پاکستان او هندوستان. له همدې امله پاکستان د انګلستان ځای‌ناستی دولت نه دی او د دغه تړون که چرې لاسلیک شوی هم وی- قانونی حقوق پاکستان ته نه شی لېږدېدلی.

پاکستان دا کرښه له افغانستان سره خپله نړۍ واله پوله بولي خو افغانستان دا کرښه د يوې پولې په توگه په رسميت نه ده پېژندلې د سردار داود ،نور محمد تره کی ،نه تر نجيب او ملا عمر ددې پولې رسمې کېدل نه دي منلي خو بلخوا د ازغن تار راښکل د افغانستان تر اوسه هيڅ کم نړۍ وال فورم ته نه تګ د افغانستان په دريځ کښې په مېدان ېو شمېر خنډونه روستي.

ولي خان پخپل کتاب کښې ليکي چې په 1988 کښې د جنيوا ايکارډ په وخت هم د پاکستان له خؤا د ډېورنډ کرښې د رسمي کولو ګوښتنه وړاندې کړل شوې وه خو د افغانستان د باندنیو چارو وزير عبد الوکيل دغه خبره رد کړه وائل دا تړون د افغانستان د دننه سالميت لتا دې او ډېورنډ کرښه نړۍ واله شخړه ده.


ارواښاد ليکوال  نثار مظلوم ليکي مونږ په پېښور کښې د ډېورنډ کرښې د تاريخي او سياسي حقيقتونو په اړه د هر مکتب فکر پوهانو سياسي قامي مشرانو ېو لوېه غونډه د افضل خان لالا په مشرۍ کښې په 2002 کښې راجوړه کړې وه د ځائې په ټاکنه کښې ډېرې ستونزې جوړې کړې شوې وې خو د پېښور پرېس کلب په تالار کښې په غونډه جوړولو کښې برېالي شو د غونډې نه وړاندې په مهمو ټکو دناستې په مجلس کښې هرچا پوښتنه کوله چې د ډېورنډ د ستونزې حل څه دې ؟ ما ورته لنډ جواب ورکړو چې په قام شوي د تاريخ جبر ته  ېو بل جبر جواب وائلې شي خو دغه جوابي جبر څومره په ښېکړه او شر تمامېږي دا پدې پسې تړل شوې چې مونږ قامي خبرې له څومره کار کړې او اولس مو څومره په شعور اودرولې .

افضل خان لالا چې د پښتنو د قامی وحدت لوئي علمبردار وو د ډېورنډ کرښې په تاريخي او سياسي وضعيت ئې په پېښور کښې ډېرې جرګې هم راجوړې کړې د ډېورنډ کرښې په اړه وائي! انګريز د تزاري روس د مخنيوي لپاره د پښتنو خاورې ته راغى که نه نو انګريزان د جنوب نه د سمندر د لارې هندوستان ته راغلي وو او هندوستان ډېر په اسانه د هغوى په ځولۍ کښې غورځېدلى وو ، دلته چې راغى نو هغه وخت انګريز ېو داسې حاوي قوت وو لکه څنګه چې نن امريکا حاوي (حاکمه) ده. نو داسې دره، داسې ګودر او داسې دښته پاتې نه شوه چې په هغې کښې د انګريز وينه د افغانانو د وينې سره ېو ځائې تويې نه شوه. نو دې خبرې انګريز ډېر په مشکلاتو کښې واچول  انګريز يوه پاليسي اختيار کړه چې هغوئی ورته Forward policy وائي چې څوک درته نېغيږي ويې چقوه او مخ په وړاندې ځه چې د دې پاليسۍ تار د امو درياب پورې ورسيد. د پښتنو (افغانانو) دا فطرت دى چې پښتنو ته ماتې ورکولى شي خو په دوئې شکست قبولى نشي. دى به تا راپرځولى وي خو وائې به چې درپاڅم به که نه. نو د همدې جذبې لاندې په دويم ژمي کښې د شهزاده اکبرخان په مشرۍ کښې افغانان راپاڅېدل او د انګريزانو ١٣٧٣٤ پوځيان ئې و وژل نو ځکه انګريز دا تجزيه وکړه چې مونږ چا ختم کړو. په افغانانو کښې خو نور قامونه لکه ترکمن، تاجک، ازبک، نورستاني او نور هم شته. نو انګريزان دې نتيجې ته ورسېدل چې په افغانانو کښې دا مټې د پښتنو دي،  هغوئې دا اراده وکړه چې دا قوت به زه ماتوم نو هغوئې ېوه بله پاليسي راوښکله چې هغه ته Static يا  Contain پاليسي وائي. مطلب ئې دا وو چې ېوه کرښه راکاږه د هغې نه بره هېڅ کار مه لره او لاندې خپل کار کوه ، دا پاليسي هم کاميابه نه شوه ځکه په انګريزانو پښتنو د هرې خوانه غزاګانې کولې، د مومند باجوړ نه د حاجي صاحب ترونګزو په مشرۍ، د وزيرستان نه د فقير ايپي په مشرۍ، د ايسپزو له طرف نه په امبيله غزاګانې کېدلې، اپريدو په پېښور او چوڼۍ غزاګانې کولې نو د دې نه پس انګريزانو يوه بله پاليسي اختيار کړه چې هغې ته درې غبرګي سرحد (three fold from tier) وائي، سرحد ېو وي خو هغوئې درې کرښې راښکلې. اولنۍ کرښه يې د امو په درياب را وکښله چې دغه کرښه د تاج برتانيه او د تزار روس په منځ کښې سرحد وو په دې کښې چې د افغانانو له خوا کومه ډله وه د هغې مشري هم افغان نه کوله بلکې ((سائمن)) په نامه ېو انګريز کوله چې هغه په سايمن کميشن باندې مشهور وو. بله کرښه د ډېورنډ ده. د ډيورنډ کرښه چې چا هغه وخت کښې راکښله هغه هم سرحد نه و د ډېورنډ د کرښې لاندې بيا بله کرښه ده چې د هغې نه بيا لاندې رات (رعيت) دى چې (Setteld Area) ورته انګريزي کښې وائي چې دغه لاندې کرښه د برتانوي هند سرحد و د برتانوي هند سرحدي قواوې چې هغوى ته Frontier Core او Frontier Constabulary فرانټيرکور او فرانټير کنټيبلري وايي د هغې څوکې د دغې کرښې نه بره د ډېورنډ طرف ته نه شته. د دغې کرښې او د ډېورنډ کرښې په منځ کښې چې کوم پښتانه پراته دي هغه ئې قبايل و ګرځول. د انګريزانو په وخت کښې چې هغوئې دغه کرښه راکښلې وه نو د سړک نه علاوه چا دا تپوس نه کاوه چې د دې کرښې نه پاس افغانان راځي او که د لاندې افغانان راځي. په سړک باندې هم ويزه او پاسپورټ نه و په Red Pass ريډ پاس به تلل راتلل دا کرښه د سره سرحد نه وو چا چې دا کرښې راکښلې نو د هغوئې هم دا په تصور کښې نه وه چې ٥٤ کاله پس به يو نوى ملک د پاکستان په نوم رازيږيږي او هغه به بيا د ډيورنډ کرښه خپل نړيوال سرحد ګرځوي او پاکستان دا کوښښ کوي چې دا کرښه نړيواله سرحد کړي چې تراوسه پورې ورسره يو افغان حکومت نده منلې چې بل فريق ئې ورسره ونه مني نو دا سرحد هېڅکله هم نه شي کېدى.


هغه حکومت هم نه ده ورسره منلې چې په پېښور کښې د پاکستان وزيراعظم نوازشريف په صدارت کښې د افغانستان لپاره جوړ شو اولنى مشر ئې صبغت الله مجددي و او درې مياشتې پس بېا پروفېسر رباني و چې د هغوى کورونه هم په پاکستان کښې وو. بېا هغه حکومت ورسره هم نده منلې چې هغه د پاکستان حکومت د بې نظير بوټو په وخت کښې د نصيرالله بابر په مشرۍ کښې طالبان راپېدا کړه، هغه ئې تربيه کړه، مسلح يې کړه ،  د افغانانو ېو افغان حکومت دانه شي منلى ځکه دا کرښه ېو قام نه، بلکې ېو ورور، ېو ېو کور او ېو ېو خاندان تقسيموي، ېوه ېوه قبيله تقسيموي. دا پښتون (افغان) قوم يو فطري وحدت دى، د ده خاوره او ژبه هم يو وحدت دى. دوى کښې لر او بر نشته، دا ېو افغان واحد ملت دى.

کله چې سردار داود پاکستان ته په دوره راتلو نو د پېښور د راتلو ئې پدې دليل انکار کړې وو چې زه خپلې خاورې ته په دوره نه ځم دغه راز د په 1949 کښې په بېن الملل کښې د افغانستان د سفير عبد الرحمن پژواک د پاکستان د رکنيت څرګنده مخالفت کول مهمه خبره وه خو روستو په 1953 کښې په پېښور کښې د افغانستان جوړېډنه دغه دليل کمزوری کړو ، حقيقت هم دا دی چې د تېر څلوېښت کاله سياسي او د افغانستان د داخلي اړي ګړي لوئي لامل هم دا لانجمنه ستونزه ده چې د بده ټول زور ئې د افغانستان او په پوله دوانړو خؤا مېشته پښتنو څخه اوځي.

تجارتي بندې لارې او ډېورنډ کرښه


د مېنځنې ايشيا په لور د پښتنو  د سوداګرۍ دا لارې ناواپاس لېټۍ_کنډؤ ګاښی_کنډؤ ،ګوسړۍ_مومند

خرلاچي_تري_منګل_کرم انګوراډه_وزيرستان ،بن_شاهي_دير ،دره ټاپ چترال د تېر شل کاله نه د بدامنې په نامه بندې ساتل شي.

د لروبر  پښتنو د خپل مېنځنې تګ راتګ سره د مېنځنې ايشيا په لور تجارتي ټولې لارې د زمانو زمانو نه د افغانستان په اړخ  335 وې  پدې لارو باندې چې کله نه پښتانه پدې خپله جغرافيه شتون لري د پاکستان نه پرته د ،سکندر ، چنګېز ،مغل ، او ،پيرنګي ، پورې هيچا هم دوئې د خپل مېنځنې اړيکو او سوداګرۍ نه چرې هم نه دي ايسار کړي .

څو ورځې وړاندې په نورستان کښې  ېو ځوان ډيوه ريډيو ته فرېاد کولو وائل شپږ کاله اوشو چې کله ازغن تار لږول شوې موړ می  چترال ته د ماماګانو کره تلې هلته ايساره ده  شپږ کاله اوشو چې مور مې اونه ليده .

د باجوړ د سلارزو او ماموندو د کنړ په لور مېشت پښتنو د قبيلې ګډې ځمکې ،اديرې ، جوماتونه ، معدنيات ،ورشو ، ځنګلې ،ژوند ژواک سوداګري اوس د ازغن تار نه اخوا پاتي شوې په وزيرستان کښې د چلغوزو ځنګلې د پښتنو د تار نه اخوا پاتي شوې داسې حال تر سويلي پښتونخوا پورې د ټول ټولنيز ژوند خور دې پدې ستونزو د بده مرغه زمونږ د ،سمې ، پښتانه هم پوره نه رسي چې دې شخړې څومره ټولنيزې غميزې زېږولي.

هغه کار کښې چې په تاريخ کښې د پښتنو سره ،سکندر ، چنګېز ،مغل ، او ،پيړنګی ، هم نه وو کړې پنجاپ ډېر په سائنسي او سیاسي هنر اوکړو د پښتنو نه ئې د زرو کالو غچونه  ښه د ايمان په رڼا په نره  واخیستل  .

کله چې دا ازغن تارونه لږول شول نو ددغه سيمو نه به کليوال پښتانه پنجاپي کرنېلانو بيګار له بوتلل  شپږ اربه ډالر ئې د امريکې نه د ،بارډر منېجمنټ ،په نامه اخيستي وو او بيګار به ئې د پښتنو په رمه کولو .

د افغانستان پاکستان ېوبل په ،ډېورنډ کرښه  لګېدلې پوله 2640 کلومیټر ده پدې کښې 1229 کلومیټر د چترال سره د  پښتونخوا په کښې ده پاتي 1411 کلوميټره ساحه کښې هم زياتره د سويلي پښتونخوا د ، ژوب ، قلا سېف الله ، قلا عبدالله ، او ، پشين ، سره لګېدلې څه برخه د نوشکي او چاغي سره ده .


د پښتونخوا د چترال 493 کلوميټره سيمه افغانستان سره لګېدلې ، د دير 39 کلوميټره ، د باجوړ 54 کلوميټره ، د مومند 69 کلوميټره ، د خېبر  111 کلوميټره ،د کرم 191, کلوميټره ،د  قطبي 193 او د سويلي وزيرستان سره 94 کلوميټره ده.

پدې لارو کښې پدې وخت کښې د انګور اډه ، غلام خان ، تورخم ، ګوسړۍ ،ناواپاس ، لارې په لوئي کچ  د نړۍ والې سوداګرۍ لارې لپاره جوړېدې شي که د سي پيک مغربي روټ ممکن کړې شي نو د ناواپاس په لار باندې د ټول ملاکنډ ډويژن لپاره ېو تجارتي انقلاب ممکن کېدې شي .


ېو خؤا ته د هند او بوټان پوله ده بوټان خلک د هند په نسبت چين ته نزدې دي ځکه ېو منګول نسل دي چين دلته د هند سره د پولې شخړه هم لري د هند بوټان سره څه 699 کلوميټړه پوله ده خو دغه پوله د اولس ترمېنځ د پرېکون سبب نه ده د نړۍ په سر څه ډوه سوه هېوادونه دي د شپېته هېوادونو د پولو شخړي دي خو په نړۍ کښې په ېو ځائې کښې هم ددغه تاؤ تريخوالی زور د اولس نه ويستل نشي بلکې اولسونه پغېر د ویزو او پاسپورټونو آزاد ځي راځي ېواځي دا بدبختي د پښتنو په برخه کړې شوې.

بلخوا د ډېورنډ سپېره کرښه ده ېو اولس ېو قبيله ېو کلې ئې دوه ځائې کړې د رياست د تاؤ تريخوالی زور ټول په ټوله د اولس نه ويستل شي تر دې چې د باجوړ نه تر وزيرستان پورې د اولسونو د ېو بل سره د تګ راتګ او تجارت لارې هم تړل شوي.

د تورخم او ناواپاس لار د پېښور ښار د مېنځنې ايشيا په لور د تجارت لپاره ېو ستر مرکز ګرځولې شي ناواپاس د پینځلس کاله نه تړل شوې او په تورخم د اېن اېل سي له خؤا دومره سختي او بندیزونه جوړ کړې شوي چې سوداګري پې ختمېدو ته نزدې ده د نړۍ وال تجارت مخ اوس د کراچۍ نه دپنجاپ د ښارونو په لور اړولې شوې پېښور ښار تش د سندرو د ستاينې پورې پاتي شو په تورخم کښې د اېن اېل سي پشان ادارې د خلکو ځمکی خو اونيولې او ورسره ئې د پښتنو سوداګري هم د بندیزونو او سختو په نوم ختمه کړه.

څو ورځې وړاندې د کنړ ېو ځوان مزدوری له راغلې وو وائل په چمن رالم تر پېښور پوړې رانه پنځوس زره روپۍ اولګېدې .

په افغانستان کښې د اولس د پاکستان نه کرکه هسې نه ده د اولسونو لارې چې بندې وي نو د افغانانو نه دې څوک د هرکلي طمعه نه کوي ېواځې د پېښور پوليسو چې د افغانانو څومره بې عزتې کړي دا څلوېښت کاله کړي دا هم د زړه توري لپاره پوره دي .

 تېر وخت کښې بدو اړيکو ته د هند د نفوذ نوم ورکړل شوې وو په اتياېمه لسيزه کښې د شوري اتحاد د راتلو نوم ورکړل شوې وو په اوېایمه لسيزه کښې د پښتونستان نوم ورکړل شوې وو خو اوس کوم نوم به ورکوي ؟ دا به هم زر مخې ته راشي.

ددې پردي دېوال سائې داسي پردي کړو چې اوس

نه  د پلار سورې ېادو، نه د هر ورور څنګ دروېشه !


که متمدن  Nation state څه نه څه ظاهري  ګټې روړي خو بل لوري ته د هېوادونو ترمېنځ د پولو لانجو لکه د لانجمن ډېورنډ کرښې پشان دوام داره کړاوونه هم جوړ کړي.

دغه شخړې ېواځې دلته نه بلکې د نړۍ څه د پنځوس هېوادونو ترمېنځ جوړې دي پدې کښې زياتره لانجې د هغه وخت دي چې کله په شلمه پېړۍ کښې برټش ايمپائر خپله ،مستعمرات، پرېښودل خو بل لوري ته د وخت د نورو سامراجي زورورو په مشوره ئې اولس په سائنسي هنر د ښکېل ساتلو لپاره ډېر په منظم ډول ماتول.

د نړۍ د دوه داسې هېوادونو ترمېنځ چې ،پوله ، ئې لانجمنه وي سیاسي اړیکې همېش ترينګلې وي خو ددغه هرڅه زور د اولسونو اوځي ،  په پوله مېشت د دوانړه غاړو د ېو فرضي کرښې په سبب ويشل شوې اولسونو په ژوند څومره بدې اغېزې کوي په نړۍ کښې ډېر مثالونه شته چې د ډېورنډ کرښې دوانړو غاړو ته پښتانه او ېو په سویلي او شمالي کوریا کښې اولس هم ورسره مخ دی.

څه وخت وړاندې په چترال کښې ېو ځائي وګړي ډيوه ريډيو ته اووئل کله نه چې ازغن تارونه راښکل شوي مور مې د نورستان په لور د ماماګانو کره ايساره ده شپږ کاله اوشو چې د مور ديدن ته ناست ېم خو دغه ټولنيزې خپسې د سلو کالو نه ډېر دوام لري خو اوس ئې د ازغن تار په شکل کښې خپل اغېز ډېر ژور کړې دې د زرګونو کالو نه د تجارت او تګ راتګ لارې تړل شوي غم ښادي د اولسونو ترمېنځ ختمه شوې هر وخت د پوځي عملياتو او وسلوالو ېرې ترهې خورې وي د هر لوري ړندې ګولې ډزې وي .

زمونږ په ګاونډ کښې د ډېورنډ کرښې باندې د جوخت ېو کلي د ځوان نه مې پوښتنه اوکړه ازغن تار څه کړاؤ جوړ کړې ؟ وائل د چا د وېرې په نوم چې دا زمونږ په بيګارونو لږول شوې تار دې هغوئې ته هیڅ خنډ نشته خو زما ېو تره او ډېره ځمکه مو د کرښې هغه غاړه پاتي ده اتهه کاله اوشو چې خپلې ځمکې له نه يو تلي تره مو رانه هم هلته پاتي دې .

جيمز رابنسن ليکي کله چې د دوېم جنګ جهاني نه پس کوریا ماته کړې شوه نو د ډېرو خلکو سره  دوه رونړه هم سره په 1950 کښې جدا شوي وو په 2000کال کښې د ېو تړون لاندې د دواړه خوا د خلکو ترمېنځ په ،سيول، کښې د ليدنې تابيا اوشوه ، پدغه خلکو کښې ېو ، هوان پيونګ وون ، هم وو چې رور ترېنه په شمالي کوريا کښې پاتي شوې وو هيوان ډاکټر وو.

په سويلي کوريا کښې ژوند څه نه څه ښه دې خو شمالي کوریا کښې اولس د ډېرو کړاوونو سره مخ دې ډېره زياته بې وزلي ده کله چې ،  هوان ، خپل رور اوليدو نو د کم خوراک له کبله لکه د ماچس د تيلي نرې شوې وو هوان سره ګاړې او پېسې هم وې خو رور ورته اووئل چې مونږ هيڅ نه لرو تر دې چې موبائل هم هلته نشته لور مې په بارونو چارو وزارت کښې کار کوي هغې سره دفتر کښې ېو ټيلي فون شته خو هغه هم کوډ لري هرڅوک ترې زنګ نشي وهلې.

هوان رور ته څه پېسې او خپلې جامې ورکول ګوښتل ځکه چې جامې زړې شلېدلې وې خو رور ورته وائي مه راکوه ! دا هرڅه رانه هلته اخيستل شي مونږ څارل شو  پدغه مات زړه سره دغه رونړه جلا شو.

شمالي کوريا اېټم بم لري امريکا سره پوځي ډغره وهي خو په ېو کوریا کښې د نړۍ سامراجي زورورو ېو اولس مات کړې چې په نتيجه کښې په شمالي کوريا کښې د اولس ژوند د څاروو هومره اسانتياوې هم نه لري سخت ترين ډکټېټر شپ دې په ليک خبره بندېز دې د سیاسي حرکت معنا وژنه ده دا ډؤل برخليک که په کوریا کښې دې او که د ډېورنډ په فرضي کرښه د کم ويلفئير نه بلکې د سيکيورټي سټېټ وجودي بنړه وي .


د ډيورنډ توافق ليک پښتو متن.


په داسې حال کښې چې د هندوستان په خوا کښې د افغانستان د سرحدي سيمې په هکله ځينې مسئلې رامنځ ته شوي، او په داسې حال کې دواړه اعلحضرت امير او د هندوستان حکومت هيله من دي چې دغه مسئلې د دوستۍ په فهم او د دواړو د نفوذ د ساحو دحد په ټاکلو سره حل کړي، ترڅو په آينده کې ددغو متحدو حکومتونو ترمنځ د دغې موضوع په سر د نظر اختلاف نه وي، په دې وسيله په لاندې ډول سره موافقه وشوه .


۱. د والاحضرت دتوابعو ختيځه او سهيلي سيمه دې له واخان نه د پارس تر پولې پورې دي هغه ليکه تعقيب کړي چې په هغې نقشې باندې ښودل شوې چې له دغه توافق ليک سره مله ده.


۲. د هندوستان حکومت په هېڅ وخت په هغو سيمو کښې چې له دغې ليکې نه آخوا د افغانستان په لور پرتې دې مداخله ونه کړې، او والا حضرت امير به هېڅ وخت په هغو سيمو کښې چې له ليکي نه آخوا د هندوستان په لور پرتې دي، مداخله ونه کړي.

۳. د برتانيې حکومت په دې ډول موافقه کوي چې والا حضرت امير دې اسمار او تر چاناک پورې پورته ساحه وساتي له بلې خوا والا حضرت موافقه کوي چې دی په هېح وخت په سوات، باجوړ يا په چترال کې د باشګل يا ارنوايي درې په شمول مداخله نه کوي. دبرتانيې حکومت داسې هم موافقه کوي چې والا حضرت دې د برمل سيمه ولري کومه چې په هغه مفصلې نقشې کې ښودل شوې چې والا حضرت ته لا دمخه سپارل شوې ده، او والا حضرت د پاتې وزيرستان او د داور په هکله له خپلې ادعانه تيريږي، په همدې ډول والاحضرت د چاغي په بابا له خپلې ادعانه اوړي .

۴. د سرحدي سيمو ليکه به دافغان او برتانوي ګډو کمشنرانو لخوا له دې وروسته په تفصيل سره وکاږله شي او حد بندي به شي په کوم ځای کې چې د تطبيق وړ او مطلوب وي. ددغو کمشنرانو مقصد به داوي چې د سرحد په ټاکلو کې متقابل فهم ته سره ورسيږي داسې چې دغه ليکه دې تر نهايي امکان پورې دهغې نقشې له مخه وي چې له دغه توافق ليک سره مل ده، په داسې حال کې چې ددغې سرحدي سيمې د ګانډيو کليو د موجودو محلي حقوقو رعايت پوره وشي.


له ډيورنډ کرښي وړاندي افغانستان

۵. د چمن په ارتباط والا حضرت د برتانوي نوې قشلي په هکله له خپل اعتراض نه تيريږي او برتانوي حکومت ته دهغه حقوق پريږدي چې د سرکې تايلري په اوبو کې يې په خپله په بيه اخيستې و. د سرحدي سيمې او دغه ټکي نه بله ليکه په لاندې ډول وکاږل شي .

دغه ليکه به پشاکوتل ته نژدې دخوجه امران غروله لوړې نه چې د برتانيې په سيمه کې به پاته کيږي، په هغه لور کښله کيږي چې مرغه چمن او دشربو چينه به افغانستان ته پاتې کيږي او د نوي چمن چاوڼۍ او د افغان پوستې چې خلک يې لشکر ډنډ بولي تر منځ نيمايي پورې رسيږي. دغه ليکه به بيا د ريل وي ستيشن او دهغې پوښتۍ ترمنځ چې د ميان بلاک په نامه ياديږي، تر نيمايي پورې رسيږي او په داسې حال کې چې دجنوب په لور به روانه وي له خوجه امران غرونو سره به بيا يو ځای کيږي. په دې ډول غوښه پوسته به دبرتانيې په علاقه کې اودغوسې په جنوب او لويديځ کې د شوراواک سرک به افغانستان ته پريږدي. د برتانيې حکومت به ددغه سړک تر نيم ميلې پورې مداخله نه کوي.

۶. ددغه توافق ليک دغه پورته فقرې دهندوستان د حکومت او د افغانستان د والاحضرت او خوا دنظر ټول عمده اختلافات چې د سرحدي سيمې په باب ددوی تر منځ پيدا شوي وو، د پوره او قناعت ښوونکې فيصلې په ډول ګڼل کيږي او دواړه د هندوستان حکومت او والا حضرت په ذمه اخلي چې جزياتو په باب ټول اختلافات لکه هغه چې له دې وروسته به دهغو منصبدارانو له خوا پرې غور کيږي چې دسرحدي خط د حدبندۍ دپاره ټاکل کيږي، د دوستۍ په روحيې سره به فيصله کيږي. ددې دپاره چې تر هغو چې ممنکه وي د دواړو حکومتونو ترمنځ د شکونو او غلط فهميو سببونه له منځه ولاړ شي.


۷. د هندوستان حکومت چې دبرتانيې حکومت په نسبت د والا حضرت له روغ نيتۍ نه په پوره ډول ډاډ من شوی او غواړي افغانستان پياوړی او خپلواک وويني د والا حضرت لخوا د جنګي لوازمو په رانيولو او وار دولو باندې به اعتراض ونه کړي، اودوی به په خپله دغه په ښه مرسته ورسره وکړي. برسيره پردې ددې دپاره چې د والا حضرت د هغې دوستانه روحيې نښه وساتل شي چې په دغو مذاکراتو کې يې ښودلې دهندوستان حکومت ژمنه کوي چې په هغه دولسو لکو کې شپږ لکه روپۍ زياتې راوستل شي چې والا حضرت ته هر کال د ماليې مرستې په ډول ورکول کيږي.


هنري ماټېمر ډېورنډ د هندوستان د حکومت د باندنيو چارو وزير 

امير عبدالرحمن خان د افغانستان او دهغه د توابعو امير

کابل د نومبر ۱۸۹۳.۱۲.


سرچينې:

د ډېورنډ توره کرښه  ، راجيو ډوګرا.

د ډېورنډ کرښه ، حسن کاکړ.

د ډېورنډ کرښې په اړه د سيمنار مقالې ، نثار مظلوم.

تاج التواريخ ، امير عبدالرحمن خان.

باچا خان او خدائي خذمتګاري ، ولي خان.

محمد افضل خان لالا ژوند ، هارون الرشيد خټک.

پښتونستان تحريک په پښتو شاعرۍ کښې ، ډاکټر محب وزير.


مولانا خانزېب.

#maulanakhanzeb 

#شهيدمولانا 

#maulanakhanzebpeaceambassador 

#زه_افغان_ېم 

#maulanakhanzebourpride

Comments