Skip to main content

سيد جمال الدين افغانی از افسانه تا حقيقت کتاب» د عبدالباري جهاني»

 #کتاب

By Obaidullah Wardag

سيد جمال الدين افغانی از افسانه تا حقيقت کتاب» د عبدالباري جهاني»

 کتاب دی چې په ۱۴۰۴ يا ۲۰۲۵ کال کې چاپ شوی دی. 


کله چې کتاب چاپ شو نو د کتاب نوم ما ته جالب ؤ او داسې ښکارېده چې کتاب په انتقادي بڼه ليکل شوی دی، زه د دې ډول کتابونو غيرمسلکي يا آماتور لوستونکی يم؛ يوه خوشبختي خو دا وه چې کتاب په بهرنيو هېوادونو کې انلاين د تر لاسه کېدو وړ ؤ. 


کتاب ټولټال ۲۹۷ مخونه لري او په وطني دري ژبه ليکل شوی دی؛ په مقدمه کې جهاني صيب د سيد جمال الدين او کتاب په هکله لومړنۍ تبصره کوي او وايي کتاب دا نه څېړي چې سيد جمال الدين د افغانستان، ايران يا کوم بل هېواد دی، جهاني صيب له همدې پيل کوي او وايي چې د سيد جمال الدين په هکله مبالغه شوې ده او ډېری څه چې خپرېږي د بېلابېلو کسانو له لوري را جوړ شوي «افسانه نګاري» دي او مستند ندي. 


د يادولو وړ ده چې جهاني صيب په خپل کتاب کې سيد جمال الدين ته د سيد خطاب کوي. موږ به يې هم وروسته سيد ليکو. 


جهاني صيب وايي چې سيد په پښتو ژبه نه پوهېده او نه هم پدې هکله کوم ليکلی سند لري چې نوموړي دې په پښتو کومه کرښه ليکلې وي. 

د کتاب مقدمه پوره ۱۳ مخه ده. 


د کتاب په ۱۴ مخ کې د سيد په هکله معلومات او نقد پيلېږي، جهاني بېلابېل افغان مورخين ملامتوي چې د سيد د ماشومتوب او ځوانۍ په هکله يې معلومات له کوم سند پرته او په افسانوي ډول ليکل شوي دي، جهاني وايي چې د سيد د ماشومتوب، ځوانۍ، زده کړو او استادانو په هکله کرده او مستند معلومات نشته دي او لومړني معلومات د سيد له يو ليک څخه تر لاسه کېږي چې خپله سيد په ۲۸ کلنۍ کې ليکلی دی. 

همدارنګه د کتاب په ۱۷ مخ کې د سيد د اثارو په هکله بحث شوی دی او جهاني صيب له بېلابېلو استدلالونو سره وايي چې د سيد په نوم ځينې اثار نشته دي او په هکله يې مبالغه شوې ده يا يې نومونه په يو ډول تبديل شوي دي. 


همدارنګه د کتاب په ۱۸ مخ کې پدې بحث کېږي چې سيد د افغانستان د وخت د شاهانو په دربار کې هغومره معتبر کس نه ؤ لکه په کتابونو او کيسو کې چې راغلی دی. 


د پورته خبرو د اثبات لپاره د سيد بېلابېل ليکل شوي ليکونه راغلي دي او جهاني صيب ښيي چې سيد د وخت د شاهانو په دربار کې کوم رسمي منصب نه درلود او نه يې هم هماغه مقام ؤ چې تبليغات ورته کېږي. 


همدارنګه د سيد له لوري عثماني خلیفه ته ليکل شوی ليک راغلی دی او پوره تحليل د جهاني صيب له لوري شوی دی چې څنګه سيد‌ له عثماني خلیفه غواړي تر څو ور سره مرسته وشي او دی د منځنۍ اسيا هېوادونو ولسونه د روسانو پر ضد منسجم کړي. البته د دې کار لپاره د هند ولسونو په اتحاد هم غږېدلی دی. 


لدې ليک وروسته سيد بېلابېلو سيمو ته سفرونه کوي او په هغه سيمو کې چې د انګرېزانو تر مستقيم تهديد او ظلم لاندې دي خلک د روسانو په مقابل کې لمسوي. 


د کتاب په ۵۴ مخ کې پدې هکله بحث شوی دی چې سيد د افغانستان له خلکو او قومونو څومره معلومات لري؛ د جهاني صيب استدلال او سندونه دا ښيي چې سيد د افغانستان په هکله ډېر سطحي معلومات لري او د افغان وجه تسميه يې د سيد له قوله داسې ليکلې ده: 


«هنگاميکه بخت نصر ملت موصوف را زير فشار اسارت گرفت از درد و اندوه زياد آه و فغان ميکردند بجهت همين فرياد و فغان ایشان را افغان می گفتند و از همان آوان به اين نام نوميده ميشود»


چې جهاني صيب د سيد پورته نظر سطحي بولي او د ځينو نورو سندونو په مرسته ښيي چې سيد د افغانستان او افغان قومونو په هکله معلومات نه درلودل. 


همدارنگه د سيد نورې خبرې او د افغان تاريخ په هکله يې نور وايتونه را اخيستل کېږي او د جهاني صيب له لوري ناسم ثابتېږي. 


د کتاب په ۸۷ مخ کې ښودل کېږي چې سيد په بېلابېلو وختونو کې د ايران او افغانستان ولسونه کله د روسانو او کله به يې د انگريزانو په مقابل کې اتحاد ته رابلل  او سيد هېڅکله هم د افغان انګرېز د لومړۍ جګړې له اتلولۍ يا هم د ميوند په جګړه کې د افغانانو له اتلولۍ خبرې ندي کړې او هېڅ يې پدې هکله ندي ويلي چې ممکن دا وښيي چې له افغان تاريخ بې خبره دی او يا هم ورته اهميت نلري چې په دواړو حالتونو کې سيد ملامت بلل شوی دی. 


د سيد د علم او پوهې په هکله د کتاب په ۸۸ او ۸۹ مخ کې بحث شوی دی او جهاني صيب وايي چې پدې وخت کې په نړۍ کې بېلابېل علمي مرکزونه او اکاډمۍ فعالې وې خو سيد رسماً د پوهنتون يا کومې اکاډمۍ زده کوونکۍ ندی پاتې شوی او نه يې هم د زده کړو او استادانو په هکله کوم معلومات شته دي خو افغان مورخينو هغه د الازهر په څېر د مهم ديني پوهنتون او مرکز استاد بللی دی اما د دې لپاره هېڅ کوم سند نه وړاندې کېږي. 


په همدې ډول د سيد بېلابېل نظرونه وړاندې کېږي چې د جهاني صيب له لوري رد شوي دي د بېلګې په ډول د کتاب په ۱۰۶ مخ کې د سيد نظر د ډاروين نظريې او د هغه د رد په هکله را اخلو: 

سيد وايي: 

«همچنان از اقوال داروين که جماعتی دم سگهای خود را می بريدند و چون چند قرن براين مواظبت کردند پس از آن سگهای انها خلقت بی دم زاييدن گرفت و گويا می گويند چنين حاجت به دم نماند طبعيت نيز از دادن ان سر باز زده. ...»

جهاني صيب وايي چې دا نظريه د ډاروين نه وه او ښيي چې سيد د ډاروين نظريه نه وه لوستې او ممکن چېرته يې اورېدلې وي چې د رد استدلال يې تر دې هم ضعيف او سطحي دی. 


همدارنگه د جهاني صيب له لوري بېلابېل افغان مورخين پدې نقد شوي دي چې د سيد په هکله يې خبرې غيرمستندې او له مبالغې ډکې دي. 


جهاني وايي چې سيد ډېری وخت د انګرېزانو خلاف د مبارزې چيغې وهلې خو په ۱۸۹۵ کال د نومبر مياشتې په ۱۹مه په ترکيه کې د انګلستان سفارت ته ليک ولېږه او هلته يې د اوسېدو او پناه غوښتنه وکړه او د کتاب په ۱۱۲ مخ کې يې ياد ليک خپور شوی دی. 


د کتاب په ۱۱۶ مخ کې هغه روايت خپور شوی دی چې پکې د سيد له لوري ويل کېږي چې د سوډان هېواد مهدي د سيد شاگرد ؤ هغه هم د مصر په الازهر پوهنتون کې!!!


چې جهاني وايي سيد کله هم د الازهر استاد نه ؤ او مهدي هم هېڅکله له سوډان بهر سفر يا مشخصا مصر ته سفر ندی کړی. 


د کتاب په ۱۱۷ مخ کې د «سيد درکابل» عنوان راځي او تر ټولو جالب ټکی پکې دا دی چې جهاني صيب ادعا کوي چې د سيد په هکله د افغان مورخينو روايتونه مستند ندي نو مجبور د انګرېزانو روزمره یاداشتونه معتبر وبولو! 


خو دا چې ولې دا یاداشتونه معتبر بلل کېږي؛ کوم دليل ندي وړاندې شوی. 


دلته د سيد په هکله هره منفي خبره د انګرېز مورخينو او يادښتونو څخه را اخيستل شوې ده چې کوم رد يې ندی شوی نو غالبا چې د جهاني صيب له لوري سم بلل کېږي. 


لدې سره د کتاب لومړۍ برخه پای ته رسېږي او دويمه او نورې برخې يې پيل کېږي چې په لومړيو څو مخونو کې يې دا ښودل کېږي چې مشروطيت په جنبش کې د سيد جمال الدين هېڅ کوم رول نه ؤ. 


ورپسې د امير حبيب الله خان او د هغه په وخت کې مشروطيت ته د منسوبو ځينو کسانو نومونه راځی او جهاني صيب ادعا کوي چې هغوی د مشروطيت برخه نه ؤ، نور پاتې کتاب د امير حبيب الله اصلاحي پروگرامونو، له انگرېز او برتانوي هند سره د امير په اړيکو بحث کوي، همدارنګه ښودل کېږي چې د مشروطيت په نوم کوم څه موجود نه ؤ او دا وروسته نورو مورخينو په غير مستند ډول را مطرح کړي دي چې اصلا اساس نلري. 


په ټوله کې کتاب تر ۱۲۳ مخ پورې د سيد جمال الدين افغان د نظرياتو او د هغه په هکله د ليکل شويو تاريخي روايتونو د رد په هکله ډېر څه لري او لدې وروسته د کتاب بحث کاملاً بل لوري ته بدلېږي او ډېر تمرکز د مشروطيت په رد او د امير حبيب الله خان د وخت په اصلاحي پروگرامونو دی همدارنګه د ځينو مورخينو د مشروطيت موسسينو او اړونده ادعاوو په هکله رد شوی دی او په وروستيو کې د ايران او افغان شاهانو د اخلاقي او اداري فساد يوه مقايسه شوې ده او جهاني صيب ښيي چې د ايران شاهان زموږ له هغو ډېر مفسد وو.




Comments