Skip to main content

ولې ويښ يم؟ هسې ويښ يم


Mumtaz Orakzai Ghazal. Wali Wekh Yee? Hasee Wekh Yam.

 زه    مارغه   بې  پر  او باله

نه مې ښاخ شته او نه ځاله


لا  ژوندی  يم  خو  ځورېږم

له      مثقاله      تر    مثقاله


ما   له  سوخته  لته   درکړه

د       دنيا    غوندې    فټباله


له      انکاره      تر      اېمانه

هېڅ      هم    نشته    لازواله


نن   سبا   يم   لږ   بې    سره

خو    هرګز    نه   يم  بې تاله


د    کلال    د    زړه   له   حاله

نا                خبره       پشکاله


ولې ويښ يم؟ هسې ويښ يم

ځه،    اودۀ    شه       انډېواله


د   مغل    وي   که    د  بل وي

څوک    مزدور مه شه خوشاله


ممتاز  ګېر  د  ځان په جال دی

عجب    ګېر    دی     ذوالجلاله

کلام د عصر د نوموړي شاعر ښاغلي ممتاز اورکزي صیب دے چي اعجاز افق ویلي



Comments

Post a Comment

Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.