Skip to main content

Wali Wekh Ye? Hasi Wekh Yam. Za oda sha Andiwala.. by Mumtaz Orakzai

Wali Wekh Ye? Hasi Wekh Yam. Za oda sha Andiwala.. by Mumtaz Orakzai



د ممتاز اورکزي پهٔ شاعرۍ کې نفسیات ډېر دي. د خپل اندرون غږ یې دی. دغسې شاعران لهٔ خپل اندرونه دنیا ویني. پهٔ پښتو شعر کې نفسیاتي مسایل لهٔ دهٔ مخکې ریاض تسنیم مروج کړي وو، ممتاز وپالل. او ډېرې نوې خبرې یې پکې وکړې، چې زمانې بهٔ یې نه هېروي. نن و سبا یې اعجاز افق یو غزل ویلی، چې نفسیاتي رنګ لري، عامه افکار او ذوقونه یې شاید هغسې درک او درک و نه لګوي، خو د غزل پهٔ روح کې د ممتاز ستړې ساه غږېدلې. مطلع یې ده چې:


زهٔ مارغهٔ بې پر او باله

نهٔ مې خاښ شته او نهٔ ځاله


شاعر وايي: د هغهٔ مرغهٔ غوندې یم، چې الوت ته یې هم زړهٔ نهٔ شي. د دمې لپاره نهٔ خاښ لري، او نهٔ یې ځاله شته. ( بال او پر) لکه د دوو وزرونو غږ، د الوت مانا ور کوي. پهٔ کلاسیکه شاعرۍ کې یې ډېر وینو. خوشال بابا هم یو ځای وايي:


د همت پهٔ بال او پر سړی الوزي

مرغهٔ پورته الوتهٔ کړي پهٔ وزرو


بل بیت کې وايي: 


لا ژوندی یم خو ځورېږم

لهٔ مثقاله تر مثقاله


وايي: ژوندی یم، خو ځورېږم. (مثقال) د وزن واحد دی. خو چې اوس کلیمه شاعرانه ده، دلته خبرې هم تلل کېدای شي، اخیستي قدمونه، اورېدلې او ویلې… ممتاز شېبې تللي. وايي: مکرر ځورېږم. خو اندازه ګیرۍ ته یې ژبه نا اشنا کړې ده. پهٔ (مثقال) یې تللي. 


ما لهٔ سوخته لته درکړه

د دنیا غوندې فټباله


دې بیت کې د غوسې او احساساتو شدت وینو. د اندرون یو حالات، چې د یو انسان پهٔ حرکاتو کې اظهارېږي. مثلاً: د غوسې پر وخت مو تندی ګونځې کوي. یا شونډه پهٔ غاښو کلکوو. دغسې پهٔ دې بیت کې دنیا ته د فټبال غوندې لغته ورکړل شوې ده، چې نه مې یې پکار. 


لهٔ انکاره تر ایمانه

هیڅ هم نشته لا زواله


شاعر وايي: چې انکار(نه منل) هم دایمي نهٔ دي، ان ایمان هم دایمي نهٔ شي ساتل کېدای. هر څهٔ زوال لري، او ټول مخلوقات پهٔ پناه محکوم دي. 


نن سبا یم لږ بې سُره

خو هر ګز نه یم بې تاله


(سُر او تال) د موسیقۍ د تارونو ترتیب دی. شاعر وايي چې: سُر مې نشته، خو بیخي بې تاله نه یم. ترنګېږم. 


د کلال د زړهٔ لهٔ حاله 

نا خبره پشکاله


دې بیت ته یې هغه حکایت را یاد شو چې: « یو سړي دوه لورانې درلودې، مشره یې پهٔ بزګر او کشره یې پهٔ کلال وادهٔ وه. د مشرې پوښتنې ته ورغی، حال یې وپوښت، هغې ور ته وویل: پلاره! دعا کوه، چې بارانونه وشي، او فصلونه زرغون شي، ګني یوه ګوله ډوډۍ بهٔ هم پیدا نه کړو. بیا یې د کشرې لور حال واخیست، هغې ور ته کړل: لهٔ خټو مو ډېر شیان جوړ دي، دعا کوه چې باران و نه شي، ګني غرق بهٔ شو.

سړی چې کور ته راغی، او ښځې یې ترې پوښتنه وکړه، چې څهٔ حال و. دهٔ ور ته وویل: کهٔ باران وشي، کهٔ و نهٔ شي بدبخته یو. » 


پورته بیت کې شاعر د کلال زړهٔ ته ورغلی، او بیا یې لهٔ پشکاله ګیله کړې ده. د زړهٔ سوي او عاطفې نه جوړ بیت دی. 


دا بیت یې چې:


ولې ویښ یم؟ هسې ویښ یم

ځه اودهٔ شه انډیواله


موږ ټول پهٔ خیال کې لهٔ ځانه سره غږېږو. پهٔ خوشالۍ او خپګان کې خو د ځان سره د خبرو امکان لا ډېر وي، او یا چې کوم قضاوت در غاړې ته شي، ذهن او زړهٔ لکه دوه وجودونه، سړی پهٔ دوو وویشي. دې بیت کې، لکه نیمه شپه چې وي، شاعر یوازې وي. لکه د دوو کسو مکالمه، ځان سره غږېږي. « ولې ویښ یم؟ » چا ته انتظار کوم؟ څهٔ ته انتظار؟ هیڅوک نهٔ وي چې دا پوښتنه یې ځواب کړي، هیڅ پایله نه وي، اخر لهٔ ناهیلۍ ځان ته مخاطب کېږي چې: « ځه اودهٔ شه انډیواله »


د مغل ده، کهٔ د بل ده

څوک مزدور مه شه خوشاله


(مغل او خوشحال) شعري روایت دی. دوه ضد نومونه دي. او لهٔ خوشال بابا را وروسته ډېر پالل کېږي. « چې خاوره د خوشال وي، پل مغل ور باندې ږدي. » شاعر وايي چې: کهٔ د مغل وي، او کهٔ د بل خو څوک یې مزدور مه شه. ( مغل او بل) د دې بیت موسیقیت هم جوړ کړی دی. 


ممتاز ګیر د ځان پهٔ جال کې

عجیب ګیر دی، ذولجلاله


دلته بیا هم همغه نفسیاتي مسله ده، شاعر وايي: بهر هیڅ نشته، ټولې مسلې مې د زړهٔ د ننه دي، او لکه ځنځیر تړلی یې یم.


څۀ وخت مخکې یو شاعر ملګري د ممتاز دا بیت را ته ووایهٔ:


ما لوېدلي قبر کې دفن کړئ مسلمانو

زهٔ لایق د داسې یو مکان ومه، چې وم


بیا یې را ته کړل: « ممتاز پهٔ دې ایک یو بیت کې زموږ د وطن د يوې پېړۍ داستان ویلی دی. » 


اوس یې چې هر ځل دا بیت اورم، وایم: « هو پهٔ رښتیا هم، دا زما د پېړۍ داستان دی…» 


نو؛ ممتاز ځکه لوی شاعر دی.


?



Comments