Skip to main content

شورویانو د وروستي پوځي وتلو پرمهال له ډاکټر نجیب الله څخه د روسیې د سفیر لویه غوښتنه

 د شورویانو د وروستي پوځي وتلو پرمهال له ډاکټر نجیب الله 

څخه د روسیې د سفیر لویه غوښتنه


د نجیب د دفتر دریس اسحق توخي له خولې

«په هغو وروستیو ورځو کي چي د پخواني شوروي اتحاد وروستی پوځي د حیرتانو له پله څخه چي د دوستۍ پله نوم ورباندې ایښودل سوی و تېر سي، په کابل کي د شوروي سفارت یوه ډیپلوماټ زما (لیکوال) له دفتر سره تماس ونیوه او له جمهور رییس نجیب الله سره یې د شوروي سفیر د لیدنې غوښتنه وکړه. له جمهور رییس څخه تر هدایت اخیستلو وروسته مې سفارت ته د لیدنې په اړه خبر ورکړ. لا یو ګړۍ نه وه تېره سوې  چي د شوروي سفیر، په کابل کي د هغه هیواد دوه نظامي چارواکي او یو ژباړن د جمهوري ریاست ودانۍ ته رادننه سول



هغه وخت د شوروي سفیر یولي وارنسوف و چي جنرال بوریس ګروموف په افغانستان کي د شوروی اتحاد ۴۰م پوځ مشر، جنرال والنتین وارینیکوف په افغانستان کي د شوروي اتحاد عمومي پوځي مشاور او یوه ژباړن یې ملتیا کوله. ما د ملاقات کوټې ته د دوی لارښوونه وکړه.

ما ته راپه زړه دي چي د نوموړي پلاوي له راتلو وروسته د شوروي سفیر دوکتور نجیب الله ته څرګنده کړه چي موږ نن ځکه راغلو چي د دې لپاره د جنرال بوریس ګروموف ملتیا وکړو چي د شوروي ځواکونو د وتلو مهالوېش د پلي کېدو په اړه تاسو ته راپور درکړي او په افغانستان کي د وروستي شوروي پوځي په توګه له تاسو سره خدای پاماني وکړي. د دې خبرې په کولو سره جمهور رییس نجیب الله له دوی سره ستړي مشې وکړه او زه د دې کرښو لیکوال له کوټې څخه ووتم.

تقریبا یوه ګړۍ وروسته نوموړی پلاوی له کوټې څخه راووت او جمهور رییس له دوی سره د جمهوري ریاست د ودانۍ تر دروازې پورې ملتیا وکړه، بیا خپل دفتر ته راغی او کله چي زه ورننوتم نو داسې یې راته وویل:

«بالاخره دا مسئله چي زموږ او شوروي دواړو لپاره یې کړاو پېښ کړی و پای ته ورسېده، هیله من یم چي د افغانستان او شوروي اتحاد اړیکې په یوه نوي لوري روانې شي.»

په داسې حال کي چي په څېره کي یې پر ځان د باور او له نویو حالاتو سره د مقابلې تیاری ښکاره ځلېده، په ورته وخت کي یې په مخ کي یو ډول اندیښنه هم لېدل کېده. ما وویل: وبښئ، د شوروي د څلوېښتم پوځ له قوماندان سره مو لیدنه ښه وه؟ هغه په یوه له مانا څخه ډکه موسکا وویل


«ښه تېر شو، سفیر او ملتیا کوونکي یې په داسې حال کي چي د دوی د ځواکونو وتلو پر مهال د افغانستان له خوا د نیول شویو امنیتي تدابیرو څخه ډېر زیات خوښ وو، یوه داسې مسئله یې یاده کړه چي زما لپاره د تمې خلاف وه.

دوکتور نجیب الله له ما څخه پوښتنه وکړه چي څه فکر کوې د دوی غوښتنه څه وه؟ زما لپاره ګرانه وه چي سملاسي ځواب ورکړای شم نو چوپ پاته سوم. هغه وویل: درته وایم، دوی (د شوروي سفارت) راته وویل چي د یوه سند په اړه زما هوکړه واخلي، هغه دا چي افغانستان به د شوروي د دولت پر وړاندې د هیڅ ډول جنګي جریمې ادعا نه کوي.»



هغه څو شېبې چوپ پاته سو او بیا یې خپلو خبرو ته دوام ورکړ:

«په پوهېږم چي د دوی دې غوښتنې ته څنګه نوم ورکړم...»

ما پوښتنه ترې وکړه چي د دوی د دې غوښتنې لپاره ستاسو ځواب څه و؟ هغه وویل:

«طبیعي خبره ده چي زما ځواب منفي و. څنګه مې کولی سول د یوې داسې حساسي او ملي مسئلې په اړه د یوه شخص په توګه هوکړه وکړم. ما ښکاره ورته وویل چي زما لپاره به ګرانه وي چي د داسې یوې مسئلې بار پخپله غاړه واخلم چي زما له واک څخه ډېره لوړه ده. دا د افغانستان د لویې جرګې صلاحیت دی چي د داسې مسئلې په اړه پرېکړه وکړي. د افغانستان د جمهور رییس په توګه تاسو ته زما مشوره دا ده چي پر دې خبره تیږه کېږدئ...»

دا مهال نجیب الله بیا هم چوپتیا غوره کړه او وروسته یې وویل:

«ما چي د شورويانو مخونو ته وکتل نو زما دا عکس العمل یې خوښ نشو، طبیعي خبره ده چي دوی به هم زما ناخوښي زما په څېره کي لیدلې وي. په هر حال د دې منفي دریځ د پایلو په تمه یم او باید لپاره یې لویه بیه ورکړم.»

هغه په داسې حال کي چي هیجاني سوی و خپلو خبرو ته یې دوام ورکړ چي په ټولیزه توګه یې مفهوم داسې و:

«زما لپاره په دې مقام کي د پاته کېدو یا نه پاته کېدو هیڅ پروا نه کوم. زه هماغې ورځي چي دولتي او حزبي مسوولیت راته سپارل سوی لسګونه ځله مې دا اعلان کړی چي په افغانستان کي د یوې عادلانه سولې د راتګ په بدل کي به له واک څخه په لرې کېدو کي یوه شېبه ځنډ هم ونه کړم. زه د دې ښاغلو په خوږ ګوته کي د نېولو څخه چي ځانونه د افغانستان نېږدې دوستان بولي اغېزمن کېږم.



 زما لپاره د هیواد ګټې او همدارنګه خپل او د ګوند تاریخي حیثیت مهم دی چي کلونه کیږي له وطن او خلکو څخه د دفاع ادعا کوو. یو ځل هم هغه مهال چي زموږ ګوند داخلي انسجام او تشکیلاتي ټینګښت نه و بشپړ کړی او د هیواد د اداره کولو وړتیا یې نه درلوده پرته له دې چي اراده یې ولري له کور او بهر څخه بېلابېل لاسونه را اوږده سول چي له امله یې زموږ ګوند له محمد داود سره په مخالفت کي ودراوه چي بالاخره یې د بقا لپاره په سیاسي قدرت کي ښکېل سو.


 ورپسې د ګوند د انقلابي پروګرام د پلي کولو په پلمه د حفیظ الله امین له ورانۍ او وحشت څخه ډکې او له ټولنیزو واقعیتونو څخه لرې خپلسرۍ په داسې حال کي پيل سوې  چي د هیواد دودونو، ارزښتونو، او ځانګړو حالاتو ته یې پاملرنه ونه کړه او ګوند یې له خلکو څخه ګوښه او سخت کمزوری کړ او هغه اقتصادي وده او ټولنیز اصلاحات چي باید پيل شوي وای په کلیو او بانډو کي له هغو منظمو پاڅونونو سره پر مقابله بدل سو چي د پاکستان له خوا یې هڅونه کېده او د هغوی له خوا یې مالي او تسلیحاتي مرسته کېده چي د هیواد حالت سخت اورنی او ناامنه سو چي له امله یې مخالفین، د خلکو سترې پرګنې او حتی هغه کړۍ، سازمانونه او سیاسي شخصیتونه چي ممکنه وه په طبیعي ډول زموږ د ګوند متحدین شي د ګوند پر وړاندې یې ودرول او هیواد یې د جګړې په ګرداو او اړو دوړ کي ښکېل کړو چي په پایله کي یې بهرنیو فکټورونو کورنیو سیاسي جریانونو ته په لوري ورکولو کي دومره ځواک خپل کړ چي د چارو واګي زموږ افغانانو له لاسونو ووتل او د شوروي په څېر زبرځواک په مستقیمه توګه راښکېل سو او افغانستان د سړې جګړې پر تاوده ډګر بدل بدل سو. 




دا طبیعي خبره ده چي کله په یوه کوچني هیواد کي زبرځواکونه ښکېل شي نو د هغه هیواد د خلکو ګټې چي د سیالۍ د ډګر په توګه کار ترې اخیستل کیږي له پامه غورځول کیږي. سړې جګړې پر افغاني ټولنه دومره فشار راوړ چي په قطبونو یې ووېشله، په دې ټولنیز قطبي وېش کي هغه اړخ چي د ټولنې د ارزښتونو پر بنسټ ولاړې پرانیستي او منځلاري سیاسي فضا پلوی و ونه سو کولای چي په سیاسي فضا او ټولنیز جوړښت کي ګډون او د پام وړ برخه ولري چي په پایله کي یې یا هیواد پرېښود او یا یې هم همکاري ونه کړه؛ دا یو تریخ حقیقت دی چي باید اعتراف ورباندي وکړو. د همدې قطبي وېش او ټولنیزو ناورینونو په پایله کي زموږ د ګوند سیاسي باور سخت زیانمن سو. مخالفو وسله والو ډلو او د دوی سیمه ییزو او نړیوالو ملاتړو پر هیڅ ډول دروغو، تورونو، دوکې، تخریب، خنډونو جوړولو، وحشت او ډارچونې درېغه ونه کړه.


 د امریکا په ملاتړ د پاکستان او یو شمېر عربي هیوادونو لاسوهنې زیاتې سوې . د یوې شېبې لپاره دا فکر وکړه چي که دا خبره د خلکو تر منځ خوره شي چي نجیب له شوروي څخه د جنګي جریمې د نه غوښتنې سند لاسلیک کړی نو څه به وشي؟ دا زما او زما د ګوند لپاره ښکاره سیاسي ځانوژنه ده. څوک به وکولی شي چي زموږ له لمنې دا د شرم داغ ومینځي؟»

دوکتور نجیب الله خپلو خبرو ته داسې دوام ورکړ:

«زما لپاره د جمهوري ریاست پر څوکۍ پاته کېدل یا ترې لرې کېدل کومه پروا نه لري، هغه څه چي زما لپاره لومړۍ درجه ارزښت لري د افغانستان د خلکو ګټې او زموږ د ګوند سیاسي او تاریخي حیثیت او باور دی.


 څرنګه کولی شم چي د خپل ګوند غړي چي همدا اوس له کومې تمې او انعام پرته د مبارزې له سنګرونو څخه د دفاع په لومړیو کرښو کي په ننګرهار، کندهار، پکتیا، زابل او هرات کي د نوم ورکو اتلانو په څېر له کوم نوم او نښان پرته له کورنیو لرې له تر ټولو وحشي او تیاره فکرو ډلو سره چي نه پخوا لیدل شوي او نه به هم په راتلونکې کي ولیدل شي جګړه کوي او وژل کیږي، هېر کړم او داسې له ذلت او شرم څخه ډک جوړجاړي ته غاړه کېږدم.»

جمهور رییس ما (لیکوال) ته لارښوونه وکړه چي له شورویانو سره د ننۍ لیدنې موضوع باید بهر ته خوره نشي. ځکه چي مختلف تعبیرونه به ترې واخیستل شي او ډول ډول تبلیغاتي سوء استفاده به ترې وشي. هغه وی چي شورویان به د نوموړي دا غبرګون بې ځوابه پرېنږدي او له نوموړي سره به د دوی په راتلونکو اړیکو بې اغېزې نه وي.

نوموړي خپلي خبرې پخپل همېشني تکیه کلام پای ته ورسولې چې:

«هغوی چي له دې ډګر څخه وېرېږي، ورته ووایه چي ولاړ سه په کور کي پاته سه!»

دا د هغو خبرو لنډیز و چي هماغه ورځ دوکتور نجیب الله د شورویانو د نوموړې غوښتنې په اړه راته کړې وې.

دلته دا پوښتنه رامنځته کیږي چي ولې په نوموړي حساس وخت کي د پخواني شوروي چارواکو د جنګي جریمو د نه غوښتلو د سند لاسلیکولو غوښتنه کړې وه؟

لکه څرنګه چي وروسته حالاتو وښودله شوروي چارواکي په دې فکر کي وو چي د افغانستان دولت نشي کولی چي د سل زره شوروي ځواکونو له وتلو وروسته د دوی سیاسي- نظامي تشه ډکه کړي او د مجاهدینو د ډلو په وړاندې به راوپرځیږي، لکه چي د شوروي اتحاد یوه جنرال پخپلو خاطرو کي لیکلي دي:

«کله چي زموږ مشورتي ډله (د شوروي ځواکونو له وتلو وروسته) افغانستان ته ولېږل شوه ټول هغه رهبران چي ما لیدنه ورسره کړې ده، لکه د دفاع وزیر مارشال دمیتري یازوف، نو ویل یې: ستاسو ماموریت به ۳ - ۴ میاشتې دوام وکړي. ځینو به نصیحتونو او لارښوونو وروسته ویل چي پرېږدئ دوی خپل مسایل پخپله حل کړي، هغه وخت به ملامتیا پر موږ نه وي رالوېدلې.

شوروي چارواکو فکر کاوه چي دوکتور نجیب الله په یوه مشکل حالت کي ښکېل سوی او مجبور دی چي د دوی غوښتنې ومني. خو دوکتور نجیب الله د دوی د تمې خلاف د جنګي جریمو نه غوښتلو په اړه د دوی غوښتنه رد کړه. په جلال اباد کي د مجاهدینو له ماتې او د پاکستان او د دوی د نړیوالو ملاتړو د سیاسي او نظامي فشارونو پر وړاندې د دولت له مقاومت څخه وروسته شوروی چارواکو بیا ځلې نوموړې مسئله له دوکتور نجیب الله سره یاده نه کړه، تر هغې د خپلي خوښې کس (برهان الدین رباني) یې پيدا کړ چي د روسیې دې غوښتنې ته یې په ډېره اسانۍ غاړه کښېښوول».


اسحاق توخی

د افغان واکمنو کرونولوژیک تاریخ


يادونه: لیکنه په لیکوال پوري اړه لري، منډیګک بنسټ یې یوازي د نن ورځي مناسب خپروي.




Comments