Skip to main content

Ogora Dab Dab Zama. Pashto Classic Song Lyrics. Singer Irfan Khan

Ogora Dab Dab Zama. Pashto Classic Song Lyrics. 

Pashto Singer.  Irfan Khan Song

Pashto Song. Ogora Dab Daba Lyrics.


«چاربیته»

شاعر: عبدالواحد ټېکدار (بابای چاربیته)

***

وګوره! دبدب زما 

سل مې په اردل کې ځي 

سل مې غلامان دي، سل اسونه په سل لارې ځي

سل پکښې ریبارې ځي


سل مې محلونه دي

سل مې برجلونه دي

سل په کې ډالونه دي

سل پرې اوېزاندې کټارۍ دي؛ د غضب زما!

وګوره دبدب زما


سل دي جلادیان پکې 

سل دي دورانچیان پکې

سل دي نوکران پکې

سل می لګیدلي خنجرونه په اوربل کې ځي

سل مې په اردل کې ځي


سل دي سهیلۍ زما 

سل ګډې، چیلۍ زما

سل پړي، سیلۍ زما

سل مې کجاوي؛ د سلو سترګو راته دارې ځي

سل پکې ریبارې ځي


سل مې صفتونه دي

سل مې نوبتونه دي

سل مې جوماتونه دي

سل مې شجرې دي، سل کتابه د نسب زما!

وګوره دبدب زما


سل مې سفیرۍ کوي 

سل زمیندارۍ کوي

سل مې نوکرۍ کوي

سل مې په قولبو پسې جامبړې په غوبل کې ځي

سل مې په اردل کې ځي


سل مې ماشومانې دي

سل پکې ځوانانې دي

سل مې بوډۍګانې دي

سل مې مخکې وروستو، سل کم عقلې، سل هوښیارې ځي

سل پکې ریبارې ځي


سل په زړہ زخمونه مې 

سل سل پرهرونه مې

سل قسمه دردونه مې

سل ځله غوڅېږي; زړهٔ نادان دی, بې ادب زما!

وګوره دبدب زما


سل یې اداګانې دي

سل یې جفاګانې دي

سل یې خنداګانې دي

سل یې ښائیستونه اننګو له په ول ول کې ځي

سل مې په اردل کې ځي


سل واره غړۍ ماله

سل سپینې کوکۍ ماله

سل واره خولګۍ ماله

سل وارې دې مړ شم؛ که مې سر په دغه لارې ځي

سل پکې ریبارې ځي


سل د شرافت پکې

سل د شرارت پکې 

سل د حفاظت پکې

سل پکې د روم دي، سل د ترکو، د عرب زما

وګوره دبدب زما


سل دي درانۍ پکې

سل دي جرمنۍ پکې

سل کوي خانۍ پکې 

سل سل اشرفۍ ترینه جلبۍ ته یو غزل کې ځي

سل مې په اردل کې ځي


سل د باغیچو سره 

سل مې د مورچو سره

سل د تمانچو سره 

سل دې ټیکداره! په جازونو کې بمبارې ځي

سل په کې ریبارې ځي ـ



Ogora Dab Dab Zama. Pashto Classic Song Lyrics. 

Pashto Singer.  Irfan Khan Song

Pashto Song. Ogora Dab Daba Lyrics. 

Pashto Poet Of Ogora Dab Dab Zama, Abdul Wahid Tekadaae. Pashto Poetry Genre. Charbeta.

Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso