Haider Of Zabul Afghanistan, Mula Yaqoob And Justin Trude Of Canada په کاناډا کې يو ځای شګه راوښوئېده او لاره يې بنده کړه! په سلګونو داوطلب خلک مرستې ته ورغلل تر څو شګه له هغه ځايه زر ليرې شي. د کار په دوران کې لومړی وزير جستين تروډيو هم ورغی يو څو بېلچې هغه هم پکې وارې کړې، په خلکو کې يو سپينږیری سړی په غصه شو وايي ته دلته چا راغوښتی وې او ولې راغلې؟ لومړی خو ستا د مسؤليت بار تر دې ډېر دروند دی بايد هغه ته ورسېږې او دا کارونه مونږ خپله هم کولای شو، بل دلته ستا په راتګ سره بې شمېره کاريګرو کارونه ودرول او ستا د نمايشي کار په ننداره شول چې له دې سره کار وځنډېد او شاته پاتې شو، وزير هم نر غوندې خپله ملامتيا ومنله سړی يې برحق وبالۀ او له ساحې ووت ملا يعقوب صيب ته دې ووئېل شي چې زابل ته له ورتګ مو مننه، خو په دې هيله چې ستاسو په تګ سره د ماشوم د ژغورنې کار لس دقيقې هم نه وي ځنډول شوی، په داسې حالاتو کې لس دقيقې وخت د مرګ او ژوند سوال دی. ځای، موقيعت، دنده او مسؤلیت مو ښه سم وپېژنئ. درنښت Haider Of Zabul Afghanistan, Mula Yaqoob And Justin Trude Of Canada. Operations To Rescue Haider Of
Pashto Times is your go-to destination for all things Pashto language, culture, and literature. From language learning resources to cultural insights, our blog offers a wealth of information for anyone interested in Pashto. Stay up-to-date with the latest news and trends, and deepen your understanding of this fascinating language and culture.