People's Democratic Party Of Afghanistan. Pashto Blog About PDPA
د شلمی پیړۍ په اخری نيمايي کې حزب ديموکراتيک خلق يو داسی انقلابي سياسی نهضت او حزب وو چې په لومړی ځل يې نه يواځي په افغانستان کې فيوډالي شاهی مناسباتو ته د پای ټکئ کيښود بلکې د افغانستان په تاريخ کې يې په لومړی ځل د ريښتني جمهوری ټولنيزو اصلاحاتو ترڅنګ کارګران، بزګران، کوچيان اوميرمنو ته هم په سياسی او اقتصادی بستر کې ځای ورکړ او پهراتلونکی کې يې د روشنفکره ملي ديموکراتيک نهضت لپاره د يو قوی سياسي روايت او پل بنسټ هم کيېښود.......
حزب ديموکراتيک خلق د افغانستان د شلمی پيړۍ مشروطه خواهانو د غورځنګ چې په بيلا بيلو پړاونو کې يې د استبداد پر ضد مبارزه کوله د مترقی او عدالت غوښتونکې ريډيکال برخې چې د ويښ زلميانو په شکل کې يې تداوم وکړ ترينه وزېږيد......په بله مانا حزب ديموکراتيک خلق په افغانستان کې يواځنی سياسی روايت دی چې د ماضی ټول د رڼا، نوښت، عدالت غوښتنې او پرمختګ روايتونه په خپل ځان کې لري........
د ملی مترقی، انقلابی او جمهوری نهضت د دغه ستر سياسي روايت د رغولو لپاره نوې افغان نسل بايد تر هر څه لومړی په دغه لاره د سياسی مبارزې هوډ ته ځان چمتو کړی.......نويو شرايطو ته په کتو له مذهبی بنسټپالنی، قومی تعصب او اقتصادی جبر څخه د وتلو يواځنئ لار د حزب ديموکراتيک خلق د برنامې، نظم او تنطيم اعاده دی.....درنښت
Pashto Times. Pashto Post. Communist Party Of Afghanistan. PDPA, A Communist Party Of Afghanistan.
People's Democratic Party Of Afghanistan. Pashto Blog About PDPA
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.