Stockholm Syndrome And Afghan Pashtuns. Pashto Blog About Pashtuns د ظالم سره خواخوږي په کال 1973 کې د سويډن په ښار کې غلو په يو بېنک باندې حمله وکړه او څلور کسان يې د څو ورځو لپاره يرغمل کړل. کله چې دغه کسان ازاد شول نو په غلو د ګواهۍ ورکولو په ځاى يې د هغو لپاره چندې وکړې او د هغو په حق کې يې وييل شروع کړل. اصل کې دا خبره د عقل او د منطق خلاف وه خو بيا په Psychology سايکالوجي کې ورته Stockholm Syndrome وييل شروع شول نن پښتانۀ په عملي توګه د دغې بيمارۍ ښکار دي چې وجه يې په پښتنو باندې شوي او کيدونکي ظلمونه دي. ځکه چې کله ظلمونه ډېر زيات شي نو انسان د ظالم په باره کې سوچ شروع کړي او وايي چې هغه کوم کارونه دي د کومې له وجهې چې ده ظلمونه کيږي. د دغه سړي سره بيا بله کومه لاره نه وي نو هغه دغې ظلمونو سره ځان عادتول او برابرول شروع کړي. د اخيري حده پورې کوشش کوي چې د ظالم خيال ساتي او داسې يو کار ونکړي چې د هغې په وجه ظالم ته موقع په لاس ورشي او د ده سره ظلم وکړي. هم په دغه کشمکش کې د هغه نه بيا دا هم هېر شي چې ظلم کول يا د ظالم بل يو کوم عمل غېر فطري دى. د هغه نه د خپل حق لپاره اواز پورته
Pashto Times is your go-to destination for all things Pashto language, culture, and literature. From language learning resources to cultural insights, our blog offers a wealth of information for anyone interested in Pashto. Stay up-to-date with the latest news and trends, and deepen your understanding of this fascinating language and culture.