Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Azad Nazam

Qesmat Nazam By Ghani Khan. Pashto Poetry from Latoon da Ghani

 Qesmat Nazam By Ghani Khan. Pashto Poetry from Latoon da Ghani څنګه ملامته زه په ګناه شم چې وس قسمت او تدبير د بل دى څنګه ستومانه زه په خندا شم خوب دى د بل او تعبير د بل دى زه یو تصویر یم د بل د ګوتو  بې زبانه خټه یم لاس د کلال کښې یا به قسمت وي یا به دوزخ وي او که وي دواړه نو ته رحمان یې! نشم  منلې نشم   زغملې چې ته جلاد یې او هم جانان یې؟ قسمت —- لټون Qesmat Nazam By Ghani Khan. Pashto Poetry from Latoon da Ghani. Ghani Khan Baba With Bacha Khan Baba In One Picture. Pashto Times Pashto Poems Blogs. Ghani Khan Shayeri. Pukhto Shayeri

Nazam. Da Ishq Noor. Pashto Poem By Ghani Khan Baba.

 Nazam. Da Ishq Noor. Pashto Poem By Ghani Khan Baba. د عشق نور❣️ غنى خان بابا ❣️ د اسمان د سیوري لاندي او د ستورو مشغولا کښي د یخ سیند په غاړه ناست وو دوه یاران په مشغولا کښي د سپوږمۍ زړه شو خوشالا په خندا ي لاس کړ پوري د عشق نور ي هر خوا خور کړ په بلبل کښي په لالا کښي خوشالۍ وزري وکړي چي د زړه د باغ سیل وکړي او دا دواڼه یاران خکل کړي د سرو ستورو مشغولا کښي غني خان بابا لیوني فلسفي Pashto Times. Ghani Khan Nazam. Ghani khan Pashto New Poems Composed. Pukhto Ghazal. Pukhto kalam. Lewany Falsafi   Lewantoob Aw Ghani Khan. Pashto Quotes About Friends. Friendship, Love Quotes In Pashto. Nazam. Da Ishq Noor. Pashto Poem By Ghani Khan Baba.

Chandar Shekar Azad. A Hero And Indian Freedom Fighter. Chander Shaikar Azad

 Chandar Shekar Azad. A Hero And Indian Freedom Fighter. Chander Shaikar Azad چندر شیکر آزاد چندر شیکر آزاد په ۱۹۰۶ میلادي کال کې زېږیدلې و. د هندوستان نامتو انقلابي او د هند آزادي خوځښت مجاهد و. له رام پرساد بسمل وروسته د هندوستان سوسیالست ګوند مشر و. ملګري په دې لار کې ډېر زیات انقلابیون وروزل. ملګري بګت سنګ هم د ده په امر خپله دنده پای ته رسوه. د خپل هیواد لپاره یې ‌ډېري ستونزي وګالل. په هیواد کې یې سوسیالستي افکار خپاره کړل د ۱۹۳۰ میلادي په انقلابي غورځنګ کې چې څومره ځوانانو هم ګډون کړی و، د دوی لپاره د چندر شیکر آزاد نوم یو تاریخي اهمیت درلوده. ده به ځوانانو کې جذبه راوپاروله او انقلابي به شول. د ۱۹۲۵ میلادي د کاکوري په قضیه کې یې ګډون درلوده خو پولیسو ونشو نیولی. پولیسو هر ځای وپلټه. که یې نیولی و نو د دار پر ځای یې بل کومه سزا نه ورکوله خو پدې سربېره بیا هم چپ پاتې نه شو. د ګوند د یو ځل بیا تنظیمولو لپاره یې بګت سنګ او سکدیو سره ولیدل. په زیاترو شیانو کې یې له بګت سنګ سره توپیر درلوده، چپ او آرام به اوسیده. په ځانګړې توګه چې کوم پلان به یې مطرح کاوه نو هیڅ ډول اندېښنه به یې نه د

Ghani Khan Baba Kalam. Raba Mala Ka Di Rakra Badshahi Da Kul Jehan.

 Ghani Khan Baba Kalam. Raba Mala Ka Di Rakra Badshahi Da Kul Jehan. غني خان بابا ربه ماله که دې راکړه بادشاهې ده کل جهان زه بې وه غورزوم ده کوره لکه صوټي په ډيران ماله راکړه سو ګلونه یو نیازبین شانتې جانان یو وړوکې غوندې باغ او په خوایې سیند روان چې یې زه په غاړه ناست یم په یخ سورې ده خرولې په مزه مزه لیکمه ده مزې مزې غزلې غنې خان بابا Ghani Khan Baba Kalam. Raba Mala Ka Di Rakra Badshahi Da Kul Jehan.

A Wakhta Berta Rasha Yaw Afghan Wazegawa. Pashto Nazam Complete Lyrics

 A Wakhta Berta Rasha Yaw Afghan Wazegawa. Pashto Nazam Complete Lyrics وخـــــــــــــــــــته بیرته راشه یو افــــــــغان وزیږوه یا خو احــــــــمدخان یا میرویس خــــــــــان وزیږوه چې ننګ د وطن وکــــــــــــــړي هغه ځوان وزیږوه یا خو خوشـــــــــــحال خان یا بـــادشاه خان وزیږوه چې جوړه کړې انګـــــریز ته بیا غــــــــزا د ارنوۍ ... داسې لـــــــــوی غازي میرزمـــــــــان خان وزیږوه چې بیا دا سره او تور په دې و‌‌طن کې په ګونډو کړي داسې نومـــــــیالی محــــــمد جـــــــان خان وزیږوه چې تورې د دښــــــــــمن ته یې ســینه لکه سپر وي وطن باندې مـــــــــین ټول بــــــــــــاتوران وزیږوه د وخـــت ناخــــوالي زغمي، خو د آه توان یې نشته یو کـــــــس غواړو، پـــــــیاوړی امان خان وزیږوه چې بیا د تورې شرنګ یې د غلیم له غوږه تیر شي                                                                                                                                                 دښمن ته لکـــــــه ډال بیا اکــــــــــــبرخان وزیږوه چې بیا دا خــړ پښتون سره یو موټی او یو تن کړي د لــــــــوی خـــی

Bacha Khan Baba Ta Da Ghani Khan Baba Manzoom Khat

 Bacha Khan Baba Ta Da Ghani Khan Baba Manzoom Khat باچا خان بابا چې کله په جیل کی وه او غنی خان په انګلستان کی سبق ویلو بابا یې ترینه ګیله وکړه چې خطونه درلیږم جواب یې نه رالیږې  نو غنی بابا په ځواب کښې ورته د نظم ليکلې وو ستا خطونه  ټول زما سر ته پراته دي زه يې لولم هره شپه دوبار دوباره کله خاندم کله ژاړم لېونې يم اې زما په بند کې پروت غريبه پلاره نه، ته نه يې غريب ته ډېر لوی اوچت يې مصيبت دې ستا عزت ته عزت داره خدائې به رحم وه په تا باندې لږ کړې بل ښه زوی به ئې وه کتلې ستا د پاره چې په تا کې کوم ګوهر دې ما کې نشته ستا نيکي زما بدۍ دواړه بې شماره ته سالار يې د کاروان په نېغه لار ځې زه کوږ  ځغلم  لکه  اوښه  بې  مهاره ستا د زړه فوارې ډکې دي د مينې زما زړه وچ کوهې، نه لري يو داره وهم منډې تا پسې خو ته هم لرې وينم ستا ايله ايله د پښو غباره پروا نشته که په منډه منډه مړ شم فقط ستا او د خپل قام د نوم د پاره ۔۔۔۔شاعر فلسفی غنی خان ۔۔۔۔ Bacha Khan Baba Ta Da Ghani Khan Baba Manzoom Khat. Letter To Bacha Khan Baba By Ghani Khan. Ghani Khan Pashto Poetry Poem For Bacha Khan Baba. Pashto Poems o

Raba Raba Pashto Nazam By Imad Ali Swabi

 Raba Raba Pashto Nazam By Imad Ali Swabi Pukhto Azad Nazam 2022 By Imad Ali. ربه ربه زړه مې تنګ دے ځکه  تا ته په فریاد یم څو ګیلې کؤمه تاته څو سوالونه کؤم ستا نه څه عجبه ويش دې اوکړو د  دنیا د نعمتونو ليونې شوم په خيالونو داسي ډير څيزونه شته دے چې وئيلے نشم تا ته  يا دا هر څه یو دهوکه ده یو فریب دے یو سراب دے د دې بره آسمانونو څه  هم نيشته  نه جنت شته، نه دوزخ شته  راته لږي  دغه ټولې  افسانې دې افسانې دې دلته هر څه په تکل دې  په خپل عقل پۀ محنت دې د قسمت  په طمع ناسته هسې وخت ضائع کؤل دې ...................... .................... _عماد Pashto Times Tags. Pashto Poems, Pashto Ghazal, Pashto Nazam 2022, Pukhto Nazm 2022, Azad Nazam Poem 2022. New Best Pashto Nazam 2022. Facebook Poetry For Status Updates 2022.

Da Seend da Speeno Shago. Ghani Khan Baba Best Nazam

Da Send Da Speno Shago Na Me Jor Ko Yaw Mahah. Ghani Khan Nazam Da Seend Da Speno Shago na me joor kro yow mahal. Lyrics د سیند د سپینو شګو نه مې جوړ کړو یو محل  دې ټول خرګي جهان ورته حېران حېران کتل  قالین مې پکښې خور کړو دَ سرو پاڼو دَ ګلاب  اوچت يې دېوالونه وو سازونو دَ رباب  بیا رنګ مې ورله ورکړو دَ خوبونو دَ شباب  هر ګل مې ورله راوستۀ مالیار مې کړو بلبل  دې ټول خرګي جهان ورته حېران حېران کتل  نرګس مې په غېږ راوړو هم مېلمه مې کړو رامبېل  دَ څانګو دَ شبنم نه مې ښائسته جوړ کړو امېل  نسیم په خندا راوړل زیړ ګلونه دَ چامبېل  شراب مې ورله ورکړۀ بیا دَ اوښکو دَ بلبل  دې ټول خرګي جهان ورته حېران حېران کتل  رڼا مې دَ سپوږمۍ کړه د زهر'ی پستې غزلې  خندا ته دَ تنزرو ښکلې زرکې ګډېدلې  دَ ستورو مستې سترګې غلې غلې رپېدلې  ورو ورو پرې مستي راغله دَ خدایې اور يې کړو بل  دې ټول خرګي جهان ورته حېران حېران کتل   یواځې زۀ بادشاه ومه په سر مې تاج دَ غم  په خوا کښې مې دلبره وه مسکۍ سترګې پُر نم  په غاړه يې امېل ښائسته دَ څاڅکو دَ شبنم  ماشومه نازنینه پاکه ښکلې لکه ګل  دې ټول خرګي جهان ورته حېران حېرا