Pashto New Ghazal By Darwesh Rokhan.2020 Pukhto Shayeri
ـــــــــــــــــــــــــــــ
د مينې د مذهب هرې قبلې ته احترام
مندر ته احترام لرم کعـــبې ته احترام
د حسن او ښکلا ټولو لفظونو ته ادااب
او بيا مې ستا د سپين مخ سيپارې ته احترام
د ټولو سورتونو تفسيرونو ته درنښت
د ټـــولو اياتــــــونو ترجمې ته احترام
زما د زړه کعبې ته هرکلى د ابابيــــل
او بيا د ابراها هرې ګرجې ته احترام
په ځنې تيروتنو باندې خداى انسان ته ياد شي
ګناء له مې په خوله راځي توبې ته احترام
ما هر وخت پې د خپل ديدن قضاء مونځونه کړي
قربان د جانماز ستا لوپټې ته احترام 🙏
د مينې د مذهب تبليغ کوې دروېش روښانه
اوس ټول ښکلي لري ســـتا عقيدې ته احترم
دروېش روښان
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.