Darwesh Rokhan. Pashto New Ghazal, Gul Rukh By Darwesh Rokhan 2022
غزل _ درويش روشان
ـــــــــــــــــــــــــــ
ازار د پېغلتوب دې چرته نه شمه ګل روخ
ته څه وايي؟ چې زه دې راپه زړه شمه ګل روخ
راځې که نه تمـثيل د زنکدن کوم لګـيا يم
راځې که نه؟ د مرګ په خوب ويده شمه ګل روخ
هوا مې کړه چې سم دې په سينه واوړم راواوړم
لونګ مې کړه دانه وانه به زه شمه ګل روخ
بيخي لکه د نوې مېنتوب د درد شدت يې
د کاڼې په شان ځان ذبېخم اوبه شمه ګل روخ
ته څه وايې چې ژوند ذهر نوشي نه ده نو څه ده
ته څه وايې ؟ چې خوله راکړى او ښه شمه ګل روخ
ته هم د سولې غږ يې راځې نه دروېش روښانه
او زه به هم ارمان د پـــښتانه شــمه ګل روخ
دروېش روښان
Pashto Times, Pashto Lines, Pashto Poetry, Pashto Ghazal 2022 and Pashto Ghazal 2023.
Darwesh Rokhan. Pashto New Ghazal, Gul Rukh By Darwesh Rokhan 2022.
Pukhto Ghazal Shayeri. Darweesh Rokhan New Pashto Ghazal. Gul Rukh.
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.