Waye Mula Jan Che Pa Janat Ki Horay Panday Di. Ghani Khan Nazam Lyrics.
وايي ملا جان
وايي ملا جان چې په جنت کې حورې پنډې دي
غټې غټې ، سپینې سپینې ، مستې او بربنډې دي
ګوره بمبلی ته چې يې خوله د لاړو ډکه شوه
زلفو کی د حورو ترې 'الحمد قل هو' ورکه شوه
ګوره د اشنا په ږيره لاړې راروانې شوې
ټول شهوت شهوت شو سترګې يې ورانې شوې شيطانې شوې
دا وجود د خاورې دى نه پايي جنتونو کې
دا د خاورې ګل مست وي د خاورې په ګلونو کې
خاوره به شي خاوره يو احساس او ياد به پاتې شي
ساز سرور به لاړ شي خوشې تشې باد به پاتې شي
زه به حورې څه کړم چې يې غېږ کې کېنوى نه شم
غټو مستو سترګو ته يې په سرو سترګو کتی نه شم
او دا وجود که بيا شي جوړ، شهوت، حورې، شراب وي
مست مست هلکان چې به هم ښکلي هم خراب وي
ګوره ملاګي ته دې چې لس يې درله ګېره کړي
ته به ورته ګورې او هغه به درله تېره کړي
لوڼه دې راونيسي لا مور درله په مخه کړي
ټوله خېلخانه به درله ګرمه کړي او يخه کړي
دغه که جنت وي ملا رب دې ورله بوځه زر
دغه دله توب نه زما زر ځله دى خوښ سقر
يا خو وجود نه لري يو مست او رنګين خوب دى
حورې او غلمان د مينې ښايست او لېونتوب دى
يا دا ته چې وايې که دا رښتيا ستا په کتاب کې وي
ټول غلمان به مړه وي پښتانه به غذاب کې وي
تا ته ملا جانه رب دې درکړي جنتونه ډېر
اوس پوه شوم چې ولې دا اوږده کوې لمونځونه ډېر
زه به سور دوزخ له خپل غیرت او غرور يوسمه
ځان سره به خپله حيا، خايست او سرور يوسمه
اور وي که غذاب وي تېروم به يې لکه خان
ته امساء په لاس شړه د ښځې نه غلمان
#غني خان
لټون : مخ يا صفحه (398_399)
د غني کليات : مخ ګڼه (283_284)
The Legend Great Ghani Khan
Pashto Times Pashto Blog On Ghani Khan Poetic Works. Da Ghani Khan Falsafa. Ghani Khan Aw Lewantoob, Da Ghani Khan Da Lewantob Falsafa. Pashto Times Ghani Baba. |
Pashto Times. Ghani Khan Baba Pashto Poetry Lyrics. Wai Mulla Jan Che Pa Janat Ki Hooray Panday Di.
Speene Speeny Mastay Aw Barbanday Di. Ghani Khan Mula Jan Ta.
Ghatay Ghatay Speeny Speeny Masti Aw Barbandi De.
Waye Mula Jan Che Pa Janat Ki Horay Panday Di. Ghani Khan Nazam Lyrics.
Singer. Engineer Momand. Pashto Song Lyrics. Pashto Singer. Engineer Momand, Sardar Ali Takkar, Ali Baba Khan. Lyrics By Ghani Khan.
Pashto Times Sponsored Links. Mast Mast Halakan Che Ba Hum Khkuli Ham Kharab v
Pashto Sherona 2022. New Pashto Sherona, Pukhto Sherona. New 2022 Pashto Sherona. Sherona Aw Ghazalay.
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.